Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, March 20, 2012

نوروز تعریف او په اسلام کې د نوروز لمانځلو منع





لیکوال : مولوی عبدالهادي حماد



د نوروز لمانځل



د نوروز تعريف :

نوروز فارسي كلمة ده د نوى ورځي په معنى ده د مؤرخينو له آنده نوموړې كلمه د نوبهار څخه را اوښتي ده يعني په لومړيو كي نوبهار وو د وخت په تېريدو سره په نوروز سره بدل سو .

نوبهار : دغه لفظ په لومړيو كي د هغه آتشكدې نوم وو چي د زردشت او ذوالقرنين تر مړينى وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندي په بلخ كي جوړه سوه او په نوبهار باندي ونومول سوه بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځي لپار نوم كښيښودل سو چي دوى به د دغه آتشكدې د پيل د ورځي د درنښت په موخه لمانځل ، داور عبادت به يې پكښي كاوه اواختر به يې ورته وايه ياپه بل عبارت دوى و دغه ورځي ته پدې موخه ارزښت وركاوه اولمانځل يې چي د اور د عبادت لومړۍ ورځ وه ، د دوى دغه لمانځني او خوشالۍ به نهه ورځي وې او دوى به په دغه ورځو ټول هغه حرام شيان ځان ته حلال بلل چي د زردشت او ذوالقرنين په دين كي پردوى باندي حرام سوي وو .



د نوروز تاريخ :

د نوروز د تاريخ په اړه اسلامي مؤرخين وايي : چي نوروز د اور عبادت كونكو او مجوسيانو (۴۸۳) كاله ترميلاد وړاندي پيل كړى چي هركال به په آذربايجان ، ايران او بلخ كي  داور د عبادت كونكو لخوا لمانځل كيدى .

يادونه : داور دعبادت لومړى بنسټ ايښودونكي سيسان نوميدﺉ چي په ايران كي د نيشاپور د حواق دسيمى وو . البته مؤرخين پدې خبره كي سره په يوه خوله نه دي چي اور پرستانو به دغه ورځ له څه وجي لمانځل. ځيني پدې آند دي چي اور پرستو دغه كار پدې موخه كاوه چي دغه ورځ د زردشت د زيږدو ورځ ده او دوى به هم د ده د زيږدو ورځ لمانځله لكه نصرانيان چي هركال دعيسی (ع) دزيږد ورځ د ډسمبر د مياشتى پر پنځويشتمه نېټه د كرسمس په نامه لمانځي . ځيني بيا پدې آند دي چي د اورعبادت كونكو په دغه ورځ د اور عبادت پيل كړی دى په دې موخه دوى دغه ورځ لمانځي . ځيني بيا پدې آند دي چي پدغه ورځ داور عبادت كونكو د لومړى ځل لپاره د نوبهار په آتشكده كي اور بل كړى اوسجدې كول يې ورته پيل كړه نو داچي د دوى د لويي آتشكدې د عبادت د پيل ورځ ده نو ځكه دوى په دغه اختر جوړول پيل كړ .

لنډه دا چي د نوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري ځكه نوبهار د (۴۸۳) قبل المسيح څخه تر (۲۶۰) قبل المسيح پوري د مجوسيانو عبادت ځاى وو. خو د وخت په تېرېدو سره (۲۶۰) كاله تر ميلاد وړاندي د هندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پرافغانستان باندي يرغل وكړ اوترخپل ګورت لاندي يې راوستى د نوبهار آتشكده يې بنده كړه اومتوليان يې ووژل . بيا نوموړى پاچا په لسګونو لوى او كوچنى بتان په دغه آتشكده كي ودرول چي تر (۶۵۲ ـ م) پوري چي د (۳۲هـ)سره سمون لری، همداسي د بودايانو عبادت ځاى وو .

كه څه هم اشوك پاچا دغه آتشكده په بت خانه بدله كړه خو بيا هم مجوسيانو د پاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنيو اوپټو آتشكدو كي  لمانځله او د اختر خوشالي به يې كوله .

كله چي په (۳۲ هـ ) كال كي په بلخ كي د اسلام سپېڅلى دين وځليدﺉ يعنى د حضرت عثمان (رض) په خلافت كي داحنف بن قيس تميمى (رض) په لاس باندي بلخ فتحه سو او د اسلام پياوړى مركز يې ترې جوړ كړ، نوموړې بت خانه يې خپله په هغه مسلمان سوو بودايانو ماته كړه چي نوي د اسلام د مبين دين په خوند پوه سوى وو د اسلام په دغه ځلا سره په حق پوه سوې افغاني ملت وټولو دينونو ته په ريښتياني ډول شا وګرځول او د اسلام سره يې خپله مينه ښكاره كړه د نوروز ټولى لمانځنى يې ترشاكړې بلكى كومي ورځي چي اسلام سپېڅلى ورته ښودلي وي هماغه يې لمانځلې آن تردې چي د (۳۲ هـ ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پوري په ټول افغانستان كي د نوروز ورځ نه چاپيژندل او نه يې لمانځل.

كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي د اهل تشيعو نوموتى متعصب معزالدولة ديلمي واك ته ورسيدى يو خو يې د حسن حسين د مياشتى لسمه يعنى د حسنينو د شهادت په ورځ د تورو كالو اغوستل ، د بازار بنديدل او د مارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل . تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كي ليكى چي ديلمى وخطيبانو ته امر وكړى چي پر معاوية (رض) ، ابوبكر (رض)، عمر (رض) اوعثمان (رض) باندي په خطبة كي لعنت ووايي (العياذبالله) اوبل يې دا كار وكړ چي يوه ودانۍ يې دعراق په نجف ښار كي د حضرت علي (رض) د مزار په نامه او يوه ودانۍ يې هم په بلخ كي د ده مبارك زيارت په نامه جوړه كړه او د نوبهارورځ يې په نوروز بدله كړه او د دغه ورځي لمانځل يې بيا راژوندي كړل ، په زيارت كي يې دجنډۍ پورته كيدل دود كړل او داخبره يې مشهوره كړه چي كوم ړوند سړى په دغه مراسمو كي ګډون وكړي بینا به سي. بالاخره دغه ورځ لمانځل عامه سوه په ټولو حكومتونو كي پرخپل ځاى پاته سوه آن تردې چي د افغانستان د ملى ورځو څخه وګرځول سوه .

په اسلام كي د نوروز منعه :

د كال لومړۍ ورځ چي په معاصر وخت كښي په ميلو او جشنونو لمانځل كيږي دا په حقيقت كښي لكه چي ومو ويل ذردشتيانو او مجوسيانو د اسلام د سپينو پلوشو د ځليدوڅخه وړاندي راپيل كړي ده كوم وخت چي د اسلام سپېڅلی دين وځليدﺉ نورسول الله (ص) داسي دوې ورځي وليدى چي يوه د نوروز په نامه وه اوبله د مهرنجان په نامه. نو رسول الله (ص) د دغه ورځو د لمانځلو څخه خلګ منعه كړل او دوى ته يې وفرمايل چي الله (ج) د دغه ورځو په بدل كي تر دغه غوره ورځي دركړي چي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د كوچنى اختر ورځ ده ځکه په يوه حديث کي راځي :

عن انس (رض) قال : قدم رسول الله (ص) المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله (ص) قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ و يوم الفطر .

ژباړه : انس (رض) فرمايي : رسول الله (ص) چي مدينې ته تشريف راوړى د مدينې خلګو په دوو ورځو کي خوشالۍ کولى رسول الله (ص) ورته وفرمايل : دا کومي ورځي دي ؟ دوى ورته وويل : موږ د جاهليه (کفر) په وخت کي په دغه ورځو کي خوشالۍ کولې. رسول الله (ص) ورته وفرمايل : الله (ج) دغه ورځي په دوو داسي ورځو سره در بدلي کړي چي تر دغه ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د کوچني اختر ورځ ده .

د پورتنى حديث په تشريح کي اشعة اللمعات ليکي چي دغه ورځي چي د مدينې خلګو لمانځلې يوه د نوروز ورځ وه او بله د مهرجان ورځ وه .

همدا ډول ملا علي قاري (رحمة الله عليه) د دغه دوو ورځو په تعين کي فرمايي :

وهما يوم النيروز والمهرجان .

ژباړه : هغه دوې ورځي (چي رسول الله ص منعه کړي دي) يوه د نوروز ورځ ده او بله د مهرجان ورځ ده .

رسول الله (ص) فرمايلي دي چي په دغه ورځو کي يعني دوو اخترو کي الله (ج) خلګو ته مغفرت کوي . رسول الله (ص) د داسي کارو څخه خپل امت منعه کړى دى چي د کفارو سره ورته والى پکښي وي لکه نوروز لمانځل ځکه رسول الله (ص) فرمايي :



من تشبه بقوم فهومنهم .

ژباړه: څوك چي د نامسلمانوخلګو سره مشابهت كوي هغه د هغي ډلي څخه دى .

نوروز لمانځل نه يوازي دا چي په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده بلکي د ټولو علماؤ پرې اتفاق دى چي دغه ورځ لمانځل د کفارو دود  وو او د کفارو دود راژوندى كول جائز نه دی ځکه فقهآء ليکي:

من خرج الي السدة اي مجتمع اهل الكفرفي يوم النيروزكفرلان فيه اعلان الكفركانهم اعانهم عليهم.

ژباړه . كه څوك د نوروز په ورځ د كافرانو ټولۍ ته ووتى كافردى ځكه دا اعلان د كفر دى ګويا دى د دوي سره پر نوروز باندي كومك كوي.



د كفرد حكم څخه موخه ډيرټينګار دى په دې باندي چي مسلمانان بايد د كفري كارو څخه لیري پاته سي . كه څوك د دوى دغه رواجونه په خپله ټولنه كښي دود كړي او دا كفري رواج ځانته رواج كړي دا به ترهغه ډيره بده وي ځكه چي محضي ورتګ يې دومره سخت منعه دی نو د دوى تقليد به څومره منعه وي او كه څوك د دغي ورځي دود ته په ښه دود ووايي د كفر ويره ده ځكه علي قاري ( رحمة الله عليه) فرمايي :

اذا اجتمع المجوس يوم النيروزفقال مسلم سيرة حسنة وضعوها كفر .

ژباړه : كوم وخت چي مجوسيان راجمع سي د نوروز په ورځ او يو مسلمان ووايي چي ښه خوى يې وضع كړى دى كافردى.

په بل ځاى کي راځي :

والاعطآء يوم النيروز والمهرجان لايجوز اي الهدايا باسم هذين اليومين حرام وان قصد تعظيمه کما يعظمه المشرکون يکفر قال ابوالحفص الکبير لو ان رجلا عبد الله خمسين سنة ثم اهدى لمشرک يوم النيروز بيضة يريد تعظيم يومه فقد کفر وحبط عمله .

ژباړه : د نوروز او مهرجان په ورځو كي ورکړه جائز نه ده يعني په دغه دوو ورځو کي ورکړه حرامه ده او که د چا موخه د دغه ورځو درنښت وو لکه مجوسيان چي یې کوي کفردى . ابوحفص کبير فرمايي : که چا پدغه ورځ کي د دې ورځي د درنښت په موخه يوه کافر ته يوه هګۍ ورکړه که څه هم پنځوس کاله يې د الله (ج) عبادت کړى وي هغه عبادت يې له منځه ځي او کافر کيږي .

چي د نوروز په نيت يې نه لمانځي:

الحمدلله افغان ولس مسلمان ملت دى د تاريخ په اوږدو کي يې د اسلام لپاره ويني توى کړى دي په هغه څه عمل کوي چي خپل سپېڅلى دين ورته لارښوونه کوي. پورتنيو لارښوونو ته که ځير سو يو داسي حقيقت راته ښيي چي د نوروز د روا والي لپاره هيڅ لاره نه پکښي پيدا کيږي. حاصل دا چي په دغه ورځ کي د دې ورځي په نيت هيڅ عمل نه دى روا . که څوک دا وايي چي موږ په دغه ورځ ميلې کوو پدې نيت يې نه کوو چي نوروز دى ، عمومي د خوشالۍ څرګندتيا کوو ، نو د داسي چا په اړه بايد وويل سي چي لومړى خو رسول الله (ص) عمومي منعه کړى ده په نيت پوري يې نه ده تړلې او زموږ د مذهب مخورو علماؤ هم مطلق د منعي پريکړه کړيده دهيڅ نيت لاره يې نه ده پکښي پري ايښي. نو موږ که په نيت ځان خلاصوو دا به يوازي ځان ته حيله جوړول وي او په حيله جوړولو سره سړى د ګناه څخه نه خلاصيږي . دوهمه خبره دا ده چي که فرضأ منعه رانسي او خلګ دغه ورځ لمانځي نو په څه شي يې لمانځي؟ عبادت کوي ؟ او که عبث کارونه کوي ؟ که عبادت کوي نو ولي يې په داسي ورځ نه کوي چي الله (ج) په هغه ورځ څو چنده ثواب ورکړى لکه دعرفات ورځ ، د عاشورآء ورځ او داسي نوري ورځي .

او که عبث کارونه کوي لکه سروزونه ( موسیقی ) اوريدل ، ورقي کول او داسي نور. د داسي چا لپاره بيا د جواز پيدا کولو اړتيا نسته ځکه دغه په خپل ځان کي حرام دي .



اللهم اعصمنا من جميع المعصيات

پاملرنه ! :بله خبره دا ده چي دا يو څرګند حقيقت دى چي نصارا تر دوه سوه كلنى جګړې وروسته پدې پوه سول چي مسلمانانو ته په نظامي جګړه سره ماته وركول شونې نه ده موږ ته پكاره ده چي يوه بله جګړه په كار واچو او د هغه جګړې په پايله كي دوى ته ماته وركړو.  بالاخره دوى د ډيرو څيړنو وروسته فكرې جګړه تثبيت كړه او وې پتيل چي د همدې جګړې له لاري به مسلمانانو ته ماته وركوى او دوى له دې لاري تر ډيره بريده بريالي هم سول . دوى په دغه جګړه كي د سلاح څخه كار نه اخلي بلكي د شيطانت ، خپل منځني اختلاف اچولو او د مسلمانانو د خطاايستلو څخه كار اخلي. دوى په پيل كي په خپل شيطانت سره د مسلمانانو خلافت لمنځه يو وړ ورپسي .............. لنډه دا چي يو كار يې دا دى چي دوى په مسلمانانو كي داشى عام كړى دى چي تاسو به خپل دودونه را ژوندي كوﺉ ځكه دا ستاسو تاريخ دى ، دا ستاسو كلچر دى او دا ستاسو ادب دى. داخو ښه خبره ده چي موږ خپل ادب ژوندى وساتو خو پوښتنه دا ده چي كوم ادب وساتو ؟ اسلامي ادب وساتو ؟ که تراسلام وړاندى ادب وساتو ؟ اوكه د دواړو حالاتو ادب وساتو ؟ كه اسلامي ادب هدف وي نو نوروز لمانځل خو اسلامي ادب نه دى بلكي د اسلام په راتګ سره منعه سو لكه په تاريخ كي چي مو وښودل. كه تراسلام وړاندي ادب هدف وي نو تراسلام وړاندي خو موږ بتانو ته سجدې كولى بايد اوس يې هم وكړو ، تراسلام وړاندي خو موږ د اسلام دين نه مانه بايد اوس يې هم نه ومنو او تراسلام وړاندي خو موږ د مسلمانانو سره جنګيدو بايد اوس هم ورسره وجنګيږو .



كه د دواړو حالاتو ادب هدف وي نو موږ ولى د كفري حالت ادب ژوندي كولو ته دومره ليواله يو او د اسلامي ادب پر ژوندي كولو باندي ټوله بنده خوله پاته يو؟ د بيلګي په ډول زموږ مشرانو لكه ميرويس خان نيكه او احمد شاه ابدالي لنګوټې تړلي او ږيري يې لرلى، ولي داسى څوك نه سو پيدا چي داخبره وكړى چي لنګوټه او ږيره زموږ عنعنه اوكلچر دى بايد عملي يې كړو اووې لمانځو؟ پرته لدې چي اسلامي ارزښت يې په نظر كي ونيسو؟ ځكه دا خو زموږ كلچر هم دى . نومعلومه سوه چي دا كفري فكري جګړه ده ، غواړي چي لدې لاري يې د اسلام څخه ليري كړي او بيرته يې هغه كفري حالت ته ورټيل وهي او بيا يې ترخپل ګورت لاندي راولي .

 په فکري جګړې باندي د پوره پوهاي لپاره د مؤلف د فکري جګړي په نامه باندي و پښتو ته ژباړل سوى کتاب مطالعه کړى .



والله اعلم باالصواب .

dawatfreemedia  منبع : دعوت 


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User