Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, March 20, 2012

نوروز د شریعت په رڼا کې



قاري حفیظ الدین قمري



پورتنى مسئله څو اړخونه لري.

١ نوروز څه شې دى او دچا اختر دى؟ او دوى ولى دغه اخترونه لمانځي؟

٢ د مسلمانانو اخترونه کوم دي؟

٣ د نوروز لمانځل شرعاً څه حکم لري؟

 ٤ نوروز د مجوسيانو )د اور عبادت کوونکو( اختر دى او که نه؟

 ٥ شيعه ګان دغه ورځ ولى لمانځي؟

 ٦ د مجوسيان کارونه هم په مسلمانانو کې رواج شوى دي او که نه؟

 ٧ مزارشريف ته تګ څنګه دى؟

  ٨ على رض قبر چيرته دى؟

 ٩ دغه کارونه شرعاً څه حکم لري؟



 ١٠ غوښتنه.

١. د اسلام نه وړاندى د کفارو دوه ورځې د اختر او خوشحالى وى يو ئي نوروز او بله ئي مهرجان وه.

نوروز فارسي ټکې دى يعنى نوى ورځ او د هجرى لمريز کال د حمل د مياشتې اولنئ ورځ ده او په دغه ورځ کال نوى کيږي او دغه ورځ د هغه کفارو اختر دى چې د اور عبادت کوي (مجوسو اختر دى) او مهرجان د ميزان د مياشتې اولنئ ورځې ته وائي په دغه دواړو ورځې ( نوروز او مهرجان) کې هوا معتدله وي نه يخني وي او نه ګرمي شپه او ورځ پکې برابره وي.

نو مخکني حکماوو دغه دوه ورځې د اخترونو او خوشحالى لپاره انتخاب او غوره کړى وى او د دغه وخت خلک حکماوو پسې روان شو نو پيغمبرانو دغه ورځې باطلى ګړيدي. (مرقات صــ ٥٤٣ جـــ ٣)

٢. د مسلمانانو اخترونه کوم کوم دي؟

دمسلمانانو اخترونه دوه دي ١. عيد الفطر (کوچنې اختر) ٢. عيدالاضحى (لوى اختر) دا دواړه ورځې مسلمانانو ته د نوروز او مهرجان په بدله کې ورکړل شويدي لکه په خديث کې راځي.

د انس (رض) نه روايت دى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې منورى ته راغې د مدينې خلکو دوه ورځې د ميلى، لوبو او خوشحالې وى ( نوروز او مهرجان) نو نبى عليه السلام وفرمائيل چې دا دوه کومې ورځې دي؟ انصارو ووئيل چې په دغه ورځو مونږه په جاهيليت کې ميلې او لوبې کولې نو نبى عليه السلام وفرمائيل چې ددغې ورځو په بدل کې الله جل جلاله د خوشحالې دوه نورې ورځې درکړيدي چې يوه د کوچني اختر ورځ ده او بله ئي د لوى اختر ورځ ده. (ابوداود، مشکوة، ترمذي، نسائى او مرقات صـــ ٥٤٣ جـــ ٣)

٣. نوروز لمانځل شرعاً څه حکم لري؟

حرام دى ١. چې په حديث کې ښکاره مؤمنان ددغه ورځو د لمانځلو نه منع شويدي. ٢. دغه ورځ لمانځل د مجوسو ( داور د عبادت کوونکو) سره مشابهت دى او پيغمبر عليه السلام فرمائي چې ( من تشبه بقومٍ فهو منهم) چاچې د کوم قوم او مذهب سره مشابهت وکړو هغه هم د دوي د ډلې څخه دى. (ابوداود)

او مشابهت مختلفې طريقى او صورتونه دي يو د هغو نه مشابهت په عبادت عادت او اخترونو کې دي نو دا ګناه او حرام دي.

٣. قرانکريم کې الله جل جلاله فرمائي چې(واذا مرو باالغوا مرو کراما) کله چې په بيهوده او ناروا ځايونو تيريږي نو ځان ترې ساتې.

٤. بل ځاى کې الله جل جلاله فرمائي چې (والذين لايشهدون الزور) (سورة فرقان ايت ٧٢) ژباړه: مؤمنان هغه کسان دي چې دروغو ته نه حاضريږي.

استدلال:ددى ايت نه لاندې ابن کثير صـ٤٥٢ جـ٢، قرطبى صـ٦٢ جـ ١٣ ليکې چې مراد د زور نه د کافرانو اخترونه دي لکه نوروز، مهرجان، کريسمس وغيره.

٥. عبدالله بن عمرو (رض) فرمائي چې څوک د مشرکانو په وطن کې اوسيږي او دهغوي سره د نوروز اومهرجان ورځې لمانځي او په دغه حالت کې مړ شو نو د قيامت په ورځ به همدوي سره راپاڅيږي. (بيهقي صـ ١١٣ جـ ١٤)

د حديث څخه دوه خبرې معلوميږي.

١ مسلمانان بايد د کافرانو په وطن کې استوګنه غوره نه کړي.

٢ البته که دضرورت په وجه وي نو بيا بايد اخترونو او مذهبي ورځو لکه نوروز، کريسمس کې برخه وانخلي که چا دغه کار وکړ نو د قيامت په ورځ به د کفارو په صف کې راپاڅيږي.

٦. اميرالمؤمين عمرفاروق (رض) فرمائي چې د کافرانو د عبادت ځايونو ته د هغوى د اخترونوپه ورځو کې مه ورځې ځکه په هغوې قهر او غذب نازليږي او يو بله ويناء د عمر (رض) چې د الله تعالى دښمنانو نه ځان وساتې او په اخترونو کې برخه مه اخلې. (سنن کبرى للبهقى صـ١١٣ جـ ١٤)

٧. دليل: على (رض) ته د نوروز په ورځ څه شريني خواږه شيان وړاندى شو يا څه ډالى ورکړل شوه نو على (رض) پوښتنه وکړه چې دا د څه شي ډالۍ ده نو خلکو ورته وويل چې د نوروز ډالۍ ده نو على (رض) رد کړه چې زمونږه هره ورځ نوروز ده. ( بيهقى صـ١١٤ جـ ١٤)

٤. دغه ورځ د مجوسيانو اختر دى او دغه اعمال کوي.

١ اختر ٢ ميلې ٣ نوى جامې اغوستل ٤ دکور نه بهر لرى ځايونو ته تلل ٥ خپلوانو کورنو ته تلل ٦ ښه خوراکونه کول ٧ دوستان يو بل ته تخفې ډالۍ کول ٨ رخصتي کول ٩ زيارتونو ته تلل ١٠ ښځې د کورونو څخه وتل ١١ سندرې اوريدل ١٢ بازارونو ته تلل ١٣ ددى ورځې عزت او قدر کول او داسې نور. (البدايه والنهايه صـ٢٣٣ جـ١١، تاريخ الحالفاء صـ٢٧٤)

٥. شيغه ګان او اريانيان دغه ورځ ولې لمانځي؟

ځکه چې ددوى په فکر په دغه ورځ د حضرت عثمان (رض) په شهيد شويدى او خلافت على (رض) ته په لاس ورغلې دې نو د عثمان (رض) په شهادت خوشحالي ښکاره کوي. (مرقات صـ٥٤٤ جـ ٣)

او بل اريانيان اصلاً او نسباً فارسيان دي ١٤٠٠ کاله د مخه دوى د اور عبادت کولو هغه اثر اوس هم په دوي کې شته او پورتني ټول بدعات، ګمراهي، ناروا اعمال دوي کوي او دعلى (رض) مزارونو ته ورځي او هلته ميلې کوي.

٦. د مجوسو او شيغه ګانو کارونه په ساده مسلمانانو کې هم رواج شويدي.

بعضې ساده مسلمانان لا څه چې هم دغه کارونه کوي يا خو خقيقي پوهه نلري او دخپل دين څخه خبر نلري او يا د هغوي سره څنګ کې اوسيدنه او د هغوي کلتور او عنعنې پرى اثر کړيدې.

بعضې ورونه وائي چې مونږه ئي د کال اولنې ورځ په نيت کوو نه د اختر په نيت.

ځواب: ١. اصلاً اسلام ، قران او سنت کې شمسي يا لمريز کال نشته لکه هجري قمري کال دى مسلمانان او اسلامي حکومتونه بايد خپل تاريخ اسلامي کال (هجري قمري) مقرر کړيدى لکه د قران او سنت او د دين د کتابونو دا خبره جوته او ښکاره ده.

٢ او بل مشابهت منع دى که تاسو په هر نيت کوى لکه پورته بيان وشو.

٧. په نوروز کې افغانان مزارشريف ته ځي او جنډه پورته کوي ميلې کوي دا کار ثواب ګڼي دا کار منع دى ګناه ده.

د على رضى الله عنه مزار چيرته دى؟

على (رض) مزار په کوفه کې د حسن (رض) او حسين (رض) د خوارجو د ويرى نه په خپل کور کې دفن کړ.

دعلى(رض) فرضې مزارونه:

د شيعه ګانو او ساده مسلمانانو دا فکر دى چې د على (رض) قبر به بلح ولايت کې دى چې په مزار شريف مشهور دى دا خقيقت نلري هسې افواه افسانه ده على (رض) مزار په کوفه کې په عزى نوم ځاې په مقبره کې دى (تاريخ للندوى صـ ٥٢٢ جـ ١ او البديه)

البته کيداى شي چې د الله ج کوم ولى او بزرګ وى خو على (رض)ندى د بعضو پښتنو دا فکر دى چې په يوه پښتونخوا خيبر ايجنسې ته على (رض) راغلى دى هلته يو جومات دى د على مسجد په نوم او هغه علاقه هم په دغه نوم مشهوره ده او هلته على (رض) ناسته کړيده او جهادونه ئي کړي او خيبرى سره مقابله کړي او هلته يو لوى ګټ دى وغيره دا ټول دروغ دي او دا خيبر هغه خيبر ندى کوم چې على (رض) فتحه کړى بلکه فتحه شوى خيبر عربستان سعودي کې دى. مزار شريف کې جنډه پورته کول دا يو بدترين بدعت دى ګمراهي ده که چا هغه حالات ليدلي چې هلته د جنډى په وخت کې يا د نوروز په ورځو کې بلح مزار کې کيږي نو پوه به شې چې دا يو ګناه نه بلکه په ډيرو ګناهونو مشتمله ده لکه بى حيائي هلته هوټلونو کې زناءګانې، لواطت، رقص او سرود، ښځې لوڅې ګرځيدل او داسې نور.

دغسې کارونه کول اخترونه لمانځل و ميلو ته ورتلل څه حکم لري؟

دقران او سنت په رڼا کې دا خبره جوته شوه چې د کافرانو اخترونه لمانځل، برخه پکې اخيستل، پرى خوشحاليدل پورته ذکر شوى رسمونه بدعات کول او دغه شان ميلو ته تلل حرام دي ګناه ده د الله (ج) د قهر او غضب باعث او سبب ګرځي.

علماء څه فرمائي؟

١ ملاء على قاري رح خنفى چې زمونږه د مذهب يو لوى عالم دى فرمائي چې د حديث نه ثابتيږي چې د نوروز او د مهرجان د ورځو عزت، قدر او احترام کول منع دي.(مرقات صـ٥٤٣ جـ٣)

٢ ابوحفص کبير حنفى رح فرمائي چې چا د نوروز د ورځې د عزت په خاطر يوه هګۍ مشرک ته ډالۍ کړه نو دى کافر شو او اعمال ئي برباد شو.(مرقات صـ٥٤٢ جـ٣)



٣قاضى ابوالمحاسن حسن بن منصور حنفى رح فرمائي چې چا د نوروز د عزت په خاطر داسې شې واخيسته چې په نورو ورځو کې نه اخيسته او دنوروز د تغظيم په خاطر څه شې چا ته ډالۍ کړ نو کافر شو اوکه هدف ئ

د اخيستنې نه خوراک رزق پراخې او هدف ئي د ډالۍ نه مينه او محبت وو نو مکروه تحريمې دى ځکه مشابهت دى د کفارو سره ځان ترى نه ساتل ضروري دي.( مرقات صـ٥٤٤ جـ٣)

حافظ ابن حجر رح فرمائي چې د شيعه ګانو په شان په دغه کنده د ګمراهې کې د مصر خلک هم غورزيدلى چې د نوروز تعظيم کوي. (مرقات صـ٥٤٤ جـ ٣)

زمونږه علماء وائي چې پدغه کنده د ګمراهى کې د افغانستان خلک غورزيدلى. ١ دناپوهې د وجه ٢ د شيعه ګانو د کلتور د اثر لاندى راغلي ٣ ښځې پرى زرورى شي او ميلې پرى جوړى کړي او ښى جامې او خوراکونه پرى واخلي. (مرقات صـ٥٤٤ جـ٣) اکثره رواجونه بدعات په ښځو کي وي.

غوښتنې :

 ١. مؤمنان بايد د دغې کفري، ګمراهى ناروا کارونو نه ځانونه وساتي او دوى پر ځاى بايد هغه اخترونه ولمانځو چې شريعت اجازه ورکړي وي لکه کوچنې او لوى اختر .

٢. مؤمنان د نهى عن المنکر د عملي کولو په خاطر نور مؤمنان هم وهڅوي چې دا کارونه ونه کړي.

 درنښت او کور ودانی



والله اعلم باالصواب .

dawatfreemedia  منبع : دعوت 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User