Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, March 4, 2012

افغانستان او د يتيمانو ستونزې



ليکنه : شير احمد د زايد روزنتون د دوولسم ټولګي زده کوونکي کندهار

  قال الله تعالی (وابتلو الیتمی حتی اذابلغو النکاح)……سوره النساه- ایه ۴ یتیم ،هغه څوک دی ، چې يو د والدينو يې وفات او سرپرست يا روزنکی ونه لري ،یتیم ، هغه څوک دی کومه پرده دمهربانۍ او سرپرستۍ چې الله تعالی د ماشوم په برخه کړی وي، هماغه الله تعالی ترې اخيستې او دی له دې نعمت څخه بې برخې وي . داسلام مقدس دین دداسې چالپاره چې یتیم دی او شفقت ته اړتیا ولري ،له هغوی سره د نرمۍ ،ښه سلوک او عدالت توصیه کوي او باید له دې هر څه برخمن شي.
دیتیمانو ستونزه ،نن سبا یوه نړیواله او په ځانګړي توګه داسلامي نړۍ له لویو ستونزو ګڼل کیږي ،داځکه چې په اوسنۍ نړۍ او په خاص ډول په اسلامي نړۍ کې د جنګونو ،افتونو اونورو پیښو له امله دانسان مړینه زیاته شوې ،چې داستونزه یې پراخه کړې او ډیر داسې بې سرپرسته ماشومان یې ترشاه پریښودل ،چې دهر چاځانګړې پام او توجه ته اړتیا لري.


افغاني ټولنه او داستونزه: که ددې ستونزې په بحث کې ، لږ څّه افغاني ټولنې ته له دې اړخه څه نظر وکړو،دلته تر بل هر ځای ، داستونزه څوچنده کیږي ،داپه دې چې په افغاني خاوره ،دنړۍ ډیر ستر جنګونه اوآفتونه تپل شوي اولاهم تپل کیږي ،چې همدې جنګ ،جګړو ،افغاني ټولنې ته زیات شمیر یتیم او بې سرپرسته ماشومان په ځای پریښودل اوافغاني ټولنه یې دنورو ستونزو سره سره له یوی بلې سترې ستونزې سره لاس اوګریوان کړې .که څه دباندې دیرش کلنو جګړو اوناخوالو ته نظر واچوو ،دې جګړو افغاني ټولنې ته میلونونه یتیمان دیوې سترې ستونزې په توګه پریښودل ،که یوا زې دروس او ا فغاني جکړې ته نظرکړو،

په هغې جګړوکې،افغانانو څه کم دوه میلونه شهیدان ورکړل ،که له هر شهید نه په مځني ډول دوه ماشومان یتیمان پاته شي (داپه داسې حال کې ،چې افغانان دلویې کورنۍ اوزیاتو اولادونو سره علاقمند دي ) ، نوپه دې حساب له هغه جنګ نه ،افغاني ټولنې ته ۴میلیونه یتیمان پاته شوه او که پردې دخپلو منځیو او روانوجګړو دیتیمانو شمیره ور زیاته کړو ،په یقین سره ویلای شو،چې شمیر به یې دوه چنده یا تر دې هم زیات شي ،هغه هم په داسې ټولنه کې ،چې جګړوځپلي او په اقتصادي لحاظ هم لويه ستونزه ده همدا شان د یتیمانو ډیرښت افغاني ټولنه له یو بل بحران سره مخ کړې ده.
له بل اړخه ،دافغاني ټولني دځینو ځانګړو ددودونو اورواجونوله امله داستونزه نوره هم ستره شوي ده ،چې حل یې دڅوکسانو او ټولنو له وسه وتلی کار دی .
په افغاني ټولنه کې دیتیم دپالنې او روزنې مسله یومخ شاته غورځول شوې ده او دهغو په اړه هیڅ یو مهم دمسولیت احساس نه لري ،حال داچې افغاني ټولنه یو اسلامي ټولنه ده اواسلام له مسلمانانو دیتیم ښوونې اروزنې ته جدي پاملرنه غواړي اوهرمسلمان دمسلمان یتیم په پالنه کې ستر مسولیت لري ،خوداچې پر افغانانو اکثره وخت ددوی رواجونه حاکم وي،دې ستونزې ته پوره پاملرنه نده شوې ،نو ځکه نن ورځ دیتیم مسله دافغاني ټولنې لپاره یو لویه ستونزه جوړه شوې اوحل یې لاپسې مشکل شوی دی،خو حل لري ،هغه داسې چې ټول په ګډه دې ستونزې ته پام وکړي ،چې له اسلامي هیوادونواو افغان حاکم نظام څخه ترسوداګرو او عوامو افغانانو پورې، باید هر یو دخپل توان په اندازه ددې ستونزې په اړه خپل مسؤلیت اداکړي.
۱ اسلامي نړۍ اویتیم ته پاملرنه: الله تعالی مسلمانانو ته دځمکې پر مخ داسې موقیعت ورکړی،چې دځمکې زیاته شتمني یې به برخه شوې ده ،له نفتي موادو تر پراخو حاصل خیزو ځمکو پورې ،هر څه يې په واک کې ورکړي ،چې داسلامي هیوادو په امکاناتو کې يې مرسته کړې ده ،که ددې سترو او ډیرو شتمنیو اوذخیرویوه برخه دخپلو مسلمانانو یتیمانو لپاره ،دهغوی په ښونه او پالنه کې مصرف کړي ،فکر کوم داسلام په تقویه کې به يې ستر کار کړی وي ،مګر متاسفانه تر اوسه يې داسې کړنه نه ده کړې ،بلکې دمسلمانانو شتمني له غریبانو او دهغوی له ګټو قربان شوي ،ځکه په غربي بانکونو کې ګنګل پاته شوې ،کله چې انسان داسلامي هیوادونوپه نامه مشرانو سرمایه په غربي بانکونوکې ،ځانه سره حساب کړې،انسان هک حیران شي چې دادمره سرمایه دیوه مسلمان هیواد مشر ده!!!
حال داچې نور مسلمانان یتیمان له ښونې اوروزنې ګوښې ،په ښار کې دیوې ګولۍ مړۍ پسې ،له سهاره تر ماښامه لالهانده ،په کوڅو او ښارونو کې کاغذونه ټولوی مګر دمسلمانانو په شتمني غربیان مزې کوي.
۲ اوسنی نظام او یتیم ته پاملرنه: څرنګه چې ستونزه پراخه ده ،همداسې پراخو او هراړخیزو هلو ځلو ته اړتیاده ،چې دعاموافغانانوله توان وتلې خبره ده ،ځکه داوسني نظام یو له سترو مسولیتونو څخه ،داهم دی ،چې د یتیمانو دښونې او روزنې حالت ته جدي پاملرنه وکړي ،اوسنۍ نظام تریو حده امکانات په لاس کې لري ،له نړیوالو مرستو باید پر ځای کار واخیستل شي او دیتیمانو ښوونې او پالنې ته داړتیا سره سم کار وشي ،دیتیمانو دتعلیم ،تربیه اونورو اړتیالپاره دښونې او روزنې مرکزونه جوړاو اسانتیاوې ورته چمتو کړي. متاسفانه داټولې هیلې دي ،ځکه اوسنی واکمن نظام ،چي څنګه ښايې په دې لارکې ، هغسې کارنه دی کړی،ځکه د دومره لوی شمیر یتیمانو لپاره څو دګوتو په شمار مرکزونه او روزنتونونه په هیڅ شمیرل کیږي ،نو په دې حساب ویلای شوچې اوسنی واکمن ددې ستونزې په حل کې ناکام دی،ځکه څومره امکانات،چې له دوی سره دي ،هومره کارندی شوی او نه ورڅخه به نږدې راتلونکي کې توقع کیدای شي ،ځکه واکمن له ستونزومخ اړوي او سترګې پرې پټوي.
۳ شتمن افغانان اویتیم ته پاملرنه : په افغاني ټولنه کې نن ورځ زیات شمیر سوداګر اوشتمن افغانان لیدل کیږي ،چې خپلې شتمني په عبث لارو خرڅوي او خیریه او انساني خدماتو ته هیڅ پام نه لري ،حال داچې شتمن خلک داسلامي احکامو له مخې باید داسلامي ټولنودستونزوپه حل کې زیاته ونډه واخلي او خپل فرض پوره کړي ،نو ځکه سوداګر او شتمن افغانان باید په جدي توګه دیتیمانو دپالنې په برخه کې کار وکړي ،هغه که دښوني ،روزنې اویاپه مالي اړخ کې وي ،مګر دګردو په دي برخه کې هیڅ نظرنه راځي او دې انساني اواسلامي کار ته يې هیڅ پام نشته ،دا ځکه چې دوی ټول په ودونو ،ښکلوکورونو اولویو محفلونو خپله شتمني لګوي اوداسې د خیرکار ته کله وزګاردي.
۴ عام افغانان او یتیم ته پاملرنه: دعوامو افغانانو هم دخپل توان په اندازه مسولیت او دنده ده، چې دخپلې ټولنې په پالنه کې برخه واخلي ، که دیو نظام اوشتمن په څیر کار نشي کولای ،دومره خو کولای شی چې دخپل کور او کلي یویادوه یتیمان تر پالنې لاندې ولري ،چې څاڅکي څاڅکي سمندر شي مګر داسې څه په نظر نه راځي.
په روان صورت کې دیتیمانو راتلونکی که داسلامي هیوادنو ،افغان حکومت ،سوداګرو او عوامو افغانانو دې بې پامۍ او بې علاقۍ ته ګورو، چې هیڅ یو هم خپل مسولیت ،چې څنګه ښایي نه دی تر سره کړی،که (خدای مه کړه) همداسې صورت حال وي، چې ټول دخپلو مادي او مالي ګټو پسې لالهانده له دي مشکل نه ځان ګوښي ساتي زما په اند ،داستونزه (دیتیمانو دښوونې اوروزنې ته نه پاملرنه )به نور هم ستر شي او بیا ته یې حل مشکل شي او له توانه ته وتلی وي ،ځکه که دې یتیمانو ماشومانو ته ،ښوونه او روزنه ونه شي ،دیوه بې عقیدې ،ناپوه ، بدسلوکه او ناوړه انسانانو په حیث لوی کیږي ،چې بیابه افغاني ټولنې ته ستونزې زیږوي او دټولنې دسر درد او دوږو بار وي ،ځکه دامعقوله وینا ده ، چې دنن ماشومان ،دسبا ورځې ځوانان اوبل سبا مشران دي ،که همداسې بې ښوونې ،روزني نه پرته دایتیم ماشومان د سباځوانان اوبل سبامشران شي ، له داسي چاته دڅه خیر توقع وکړای شي او دافغاني ټولني لپاره به کوم ګټه راوړي اودداسې چااصلاح به بیا څرنګه وشي اوله ده به څرنګه یو سالم انسان جوړ شي .(دنیالګي پالنه که ونه شي ،وچ به شي یا به کږه ونه شي ،که یې کوږوالی سموي ماتیږي ) زه ځکه راتلونکې ته خوشبین نه یم،چې روان حالت انسان نا امیده کوي.


 منبع اصلاح انلاين

  1. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  2. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  3. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  4. آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
  5. آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
  6. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  7. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  8. احرام درطياره [هواپيما]
  9. احكا م ميخك بينى، چهارګل وغيره
  10. احكام رويت هلال
  11. احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
  12. ادويه مسدود كننده حيض
  13. اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
  14. استعمال برس دندان بجاي مسواك
  15. استعمال رنگ وروغن درمساجد
  16. استنجا كردن همراه كاغز
  17. اسلامي او مذهبي کتابونه
  18. اسلامی اور اصلاحې کتب کی عظیم ذخیرا
  19. اصلاح د نيت او د نیت آداب او اهمیت
  20. افسوس پدې چې ځانته مسلمان وایی
  21. اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟
  22. الشیخ امیرحسین باچا حرام مال اودهوکه
  23. الشیخ امیرحسین باچا زنانوته بیان
  24. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو
  25. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو4
  26. الشیخ عبدالسلام روستمی نوی اوتازا بیانات
  27. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  28. امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
  29. انلاین قران کریم هر ایات هره صفحه هره پاره ډیر په ساده ډول
  30. انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه
  31. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  32. اوقبله کوم طرفته ده
  33. اى علماوؤ تاسو ته وايم
  34. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
  35. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  36. ايما ن مفصل + ايمان مجمل
  37. ايډز څه ډول ناروغي ده؟
  38. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  39. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  40. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  41. ایا انسان خواره مو ليدلي
  42. ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User