ياجوج
او ماجوج ....
ليک
: مسيح الله عصام
د
ذوالقرنين په اړه دډيرمحترم حمدى بن حمزه د ٥٠٠ مخونويو کتاب دى چې د ياجوجو او ماجوجو په
اړه يې په ډيره زيرکتياسره پلټنى کړى دې .
دحضرت
محمد صلى الله عليه وسلم څخه د اصحاب کهفو ، ذوالقرنين اوحضرت خضرعليه السلام په
اړه وپوښتل شول اوپه اړه يې الله رب العزت په ياد سورة کې ددې په اړه مالومات په
وحى په وسيله وړاندې کړل .
ځينو
خلکو دايران بادشاه سائرس اعظم ذوالقرنين ګاڼه چې سمه خبره نه ده ...
پدې
هکله دسعودى عربستان هيواد يو پلټونکى ليکونکى محترم حمدى بن حمزه السريسرى
الجوهانى شننې او تحقيقونه ديادولو وړدې اود پلټنوپايلې يې په لنډه څه داسې دى :
تاريخ
موږته ويلې دى تقريباً ٣٤٠٠ کاله وړاندې په ١٣٩٢ کاله دحضرت عيسى د زوکړي وړاندې
ديوماشوم پيدائښت دنيل درياب په غاړه په يوبيسارى ماڼۍ کې وشو چې نوم يې الشروق
ماڼۍ ؤ ، کوم چې دنيل درياب په ختيځه برخه کې شتون لره ، دياد ماشوم پلار دوخت
ترټولو ياد او طاقتورفرعون ( امون هوتيب ) ؤ کله چې هغه د حضرت موسى عليه السلام
اودهغه دملګرو تعاقب کاوه نو الله ج هغه
اود هغه ټول ملګرې په سمندر کې غرق کړل ،دماشوم نوم اُمون هوتيب څلورم کيښودل شو
هغه چې کله د ٣٢ کلونوؤ په ١٣٦٠دحضرت عيسى د زوکړې وړاندې الله ج
دغه بادشاه د نبوة درجه ورکړه ، مګر هغه په ډيره پټه اوقلاره خپل کار جارې وساته ،
ترڅو د بادشاهۍ بنيادونه يې مضبوط شې ، کله چې هم پدغه کارکې بريالى شو ، نوهغه
دالله ج په يووالي ( وحدانيت ) عمل کول پيل کړل ، اودهغې تبليغ يې هم پيل کړ ، هغه
خپله پخوانۍ ماڼۍ پريخوده اود مصر په منځ کې يې يو نوى ښار اباد کړاونوم يې ورته
اکهي تاتون کيښوده ، اوهغه ځاى کى يې د بت پرستۍ څخه منع پيل کړه ، تاريخ وايې چې
دهغه مور ملکه چې (تي ) نوميده هم پروحدانيت ايمان درلود، دقراني آيتونو مطابق
ذوالقرنين د ايمان خاونداو د ښه شخصيت واله ؤ په دغه ځاى کې هغه ١٢ کاله قيام وکړ
بيا په ناڅاپى ډول دغه ښار اودهغې ابادۍ واله ټول نيست او نابود شول اودهغوې نوم
اونشان پاتى نه شو اودادمصر دتاريخ يولوى پټ راز ؤ (مګر په قرانکريم کې الله تعالى
بى شميره ځايونوکې ويلې ( چې هغه (الله جل جلاله ) څو کلى داسې ورک کړى چې دهغې
نښه نه ده پاتى ) چاته هم دد اکهي ناتون اودهغې دخاندان اودهغې د نورو کسانو په
هکله کوم علم ونه شواو مصرکې دا هم يولوې رازپاتې شو پدې ډول په ١٣٤٢ دحضرت مسيح
عليه السلام د زوکړى وړاندې دمصرې تاريخ يو نوى درو پيل شو .
تقريباً
په ٦١٥ عيسوې کال کې الله جل جلاله په قران عظيم الشان کې د ذوالقرنين واقعه بيان
کړه ، ذوالقرنين د الهې احکامود تعميل لپاره دمصرهيواد څخه روان شو ، اود لمرسترګى
(سپوږمۍ) د ډوبيدلو او ختلوځايونوته ورسيد، اولدې وروسته د دوو غرونو ترمنځ ورسيده
،چې دهغې ځاى اوسيدونکو له هغه څخه دخپل ځان د ساتلو او دفاع لپاره ترې ديوديوال
دجوړولو وړانديز وکړ ، ترڅو د ويرونکو او وحشيانوياجوج ماجوج څخه وژغورل شې ، په
قرانکريم کې د ذوالقرنين واقعه پردغه دفاعې فصيل ( حدفاصل) په تعمير باندې پاى ته
رسيدلى ده .
لدې
وروسته چې څه شوې دى هغه دالله جل جلاله اود چينايې تهذيب اوتمدن يولوي راز
جوړشويدى ، محترم حمدى بن حمزه دپوره تحقيق وروسته دا مالومه کړى چې ياجوج ماجوج
په چينايې ژبه کې د شپږو تورو ټکي دي چې
دهغې مانا ده :
دآسيا
دلوى وچي بنديدل اود اسونو والاو دلوى وچي بنديدل ،محترم حمدى بن حمزه په پوره
پلټنواو تحقيقاتو سره ثابته کړى چې ياجوج ماجوج نه يوازې داچې دچينايې ژبى توري دي
بلکې په چينايې ژبه کې شتون لري او Yajoujياجوج په چينايې ژبه کې ياجورين Yajouren اوماجوج Majouren ليکل کيږې ، اوهغې تلفظ
ياجوجان Yajoujan اوماجوجان Majoujan دى ددې حقائقو په رڼا کې
مصنف د چين هيواد تفصيلې دورى اوسفرونه کړيدى دهغه پوره يقين اوباور ؤ چې
ذوالقرنين له مصر څخه سفرکړى او چين هيوادته رسيدلى ؤ اودغه ديوال ( حد فاصل) هم
يقيناً په چين کې تعميرشوى ؤ په قران کريم کې د سورة کهف څخه وروسته په سورة
انبياء کې هم دهغوې يادونه شويده ، پکې ويل شوې دى ژباړه :
اود کوم کلى واله چې موږهلاک کړل نو ناشونى ده
چې هغوى رجوع وکړي اوهغوى رجوع نه کوي تردى چې ياجوج ماجوج راخلاص کړاى شې اوهغوى
به داوچتوځايونو (دغرونود سرونو څخه ) بريدونه کوي ....
محترم
حمدى بن حمزه چين هيوادته څو وارې سفرونه کړي دى اود چينايې تاريخ پوهانو څخه يې
دياجوج ماجوج په هکله تفصيلې معلومات حاصل کړي هغه په ډيره زيرکتيااو معقولو
دلائيلوسره ثابته کړى چې کله حضرت موسى عليه السلام اودفرعون ترمنځ خبرې روانى وي
نود فرعون زوى چې نوم يې اخے تاين ؤ په منځ کې فرعون اودهغه ملګرو ته دحضرت موسى
عليه السلام د ريښتنولۍ کوښښونه وکړل اوداکار کوم با اثرشخص کولاى شو ...
په
کوم ډول چې په قران کريم الله تعالى ويلې ذوالقرنين اول د لمر سترګى د ډوبيدو ځاى
ته ورسيده مصنف په روڼو دلائيلو ثابته کړى چې داځاى مالديپ هيواد دى دکوم ځاى اوبه
چې ډيرى تودي دي ، تاريخ پوهانودمالديپ په اړه ويلې چې دلته دراغلو
اواوسيدونکوخلکو تقريباً ٣٤٠٠ کاله وړاندې راغلى ؤ اودا وخت هم د ذوالقرنين دوخت
سره سمون خوري چې دهغوى څخه ډيرى مصرى سيلانيان ( سياح) هلته پاتى کيدل او
ذوالقرنين هلته تقريباً ١٣٤٢ وړاندې د حضرت عيسى د زوکړى څخه رسيدلې ؤ لدې وروسته
هغه په بل سفرروان شو هغې سفرته الله ج په قران کريم کې د لمرسترګى دخلتوځاى
نومولى دى ،
محترم
حمدى بن حمزه په ډيرو دقيقو تحقيقاتو وروسته ثابته کړى چې دغه ځاى په بحرالکاهل کې جمهوريه جزائر کرې باتى ځاى يا
هيواد دى مصنف خپله جزاير کرى باتى ته تللې او تحقيق يې کړي چې ياد ځاى ته د
لمرسترګى ختلوځاى ولى وايې؟
هلته يې نه يوازې داچې لمر سترګه په ختلو وليده
بلکې د خوشالى خبره يې داهم وليده چې هلته يو هوټل هم شتون درلود چې دهغې نوم سن رائز ؤ(دلمردختلوځاى ) ځاي خلکو
او عواموهغه ځاى د لمر سترګى د ختلو ځاى
نوماوه ،بايد داهم وويل شې مالديپ او جزائرکرى باتى دواړه د خط استوا باندې موقعيت
لرې هلته د لمرسترګى دختلواو ډوبيدلو په وختونوکې توپيرنه راځې ، اودهغوى موسمونه
هم ډيرى وخت يو شان وي ،کري باتى جزائرپه بحرالکاهل کې د زرګونو ميله آستراليا
،نيوزليند په مشرق کې شتون لرې هلته نه کوم غراونه هم کومه يوه اوچته او ښکته دره
شتون لرې لدې امله دلمرسترګى اولنۍ وړانګې هلته سملاسې ترسترګوکيږې چې ددې خبرې
تصديق په اول دجنورۍ ٢٠٠١ کال باندې شوى دى ،کله چې بې شميره سياح ، سيلانيان ،
ساينسپوهان اوبين المللې رسنيو هلته د دريمې زرګونې کال د اولنۍ وړانګود ليدولو
لپاره ورغلې ؤ لدې خبرې ثابتيږې چې دلمرسترګى ختلواولني ځاى کرى باتى جزائردى ، کوم
ځاى ته چې ذوالقرنين ورغلې ؤ دکرى باتى نفوس تقريباً سل زره دى کومه چې په ٣٥ زره
کيلوميترو مربع خور موقعيت لرې .
دکرى
باتى يعنې دلمرختلوواله جزيرو څخه ذوالقرنين بيرته د مغرب خواته روان شوي ؤ اوپه
چينايې زمکه يې قدمونه ايښې ؤ
محترم
حمدى بن حمزه دذوالقرنين چين هيواد ته ورتګ اوهلته چينګ چاؤ Zhengzhou ښارکوم چې په هينان کاونټي کې شتون لري کې يادد ساتنى ديوال (حدفاصل) په نښه کړيدى کوم چې ذوالقرنين
ددغه ځاى دخلکوپه غوښتنه جوړکړي ؤ ترڅود
شمال خوا څخه دحمله کونکودلوټ کولو او وژونو څخه وژغورل شې د تاريخ پوهانود اندازو
مطابق دغه ديوال ١٢٠٠ اوپه ١٣٣٠ کلونوپه
منځ کې وړاندې د حضرت عيسى د زوکړې څخه
تعميرکړي ؤ اوپه چينايې تاريخ کې ويل شوې چې ياد ديوال (حدفاصل) دشانګ په زمانه او
دور کې تعميرشوې ؤ اوهغې ته دچين هيواد ترټولو پخوانى لوي ديوال First
Great Wall په نوم ياديږې ، اوياد ديوال دسونګ شان نومى
غرونو دسرونو ترمنځ جوړکړاى شوى ؤ کوم چې د Yellowriver اود Yangzeriver ترمنځ شتون لري .
محترم
مصنف په ډير مشقت ، محنت ، زيرکتيااود جورې مطالعې له پلټنو وروسته په ريښتنې
حواله ويلې :
چې
د ذوالقرنين څخه وروسته په مصرکې چې کوم فرعون ټوټن خامن حکمران ؤ دهغې هم عصر پدغه
وخت کې هينان کاونټى کې چينګ چاو ښارخواته ورسيده ، نودهغې ځاى خلکو له هغه څخه
ددغه ديوال دجوړيدولو وړانديز وکړ ، ترڅود شمال خوا څخه راتلونکى ظالم او بى رحمه
بريدګرو څخه وژغورل شې ، ياد حمله کونکى به پر اسونو راتلل او ياد ديوال د وسپنى د
تختوڅخه جوړشوې ؤ اوهغې د په خاليګاوکې وېلې
شوې وسپنه اچول شوې وه او ديوال ترې جوړشوې ؤ چې ډير مضبوط ديوال ؤ ، اوږدوالې يې
تقريباً ٧ کيلو ميتره ؤ اود بنياد سره نږدې پلن والي يې ٣٦ ميتره ؤ ،اوچتوالې يې ٨
ميتره ؤ تقريباً لس زره مزدورانو ياد ديوال په اتلسو کلونوکې جوړ کړي ؤ .
دمصنف
دپلټنو اود چينايې تاريخپوهانو برابرو کړو مالوماتو مطابق ذوالقرنين اودهغې څخه
وروسته پاتې کيدونکو تقريباً ٨٠٠ کلونه پدغه سيمه کې حکومت کړيدى ، مصنف داهم ويلې
دى چې په چين کې د ذوالقرنين وفات د حفاظتى ديوال دجوړولو وروسته ډير ژر وشو ،
اودهغې وروسته دهغې ملګرو هلته د Chu چو حکومتى دور بنياد
کيښوداو اته سوه کاله بادشاهى يې وکړه په چينايې ژبه کې دچو مانا غيرملکې خلکوته
ويل کيږې اوددې موخه په ياده سيمه کې ذوالقرنين اودهغه ملګرې ؤ ، ذوالقرنين اودهغه
مور اوميرمن وغيره په چينګ چاو اوياهم د هغې په ګاونډکې دفن دى .
حقيقت
دادى چې يادکتاب چې د معلوماتو يوه خزانه ده او يوازې په يوه ليکنه کې دهغې
راټولول ناشونى ده اودکتاب په لوستلو سره سړى د ټولى تاريخې واقعې څخه ګټه پورته
کولاى شې .
په
کتاب کې د چاپونکى چاپ خانى نوم نه دى ليکل شوې البته د مصنف ادرس او پوست باکس
٣٩٦٩ رياض ١١٤١٨ ليکل شوې دى .
پدې
هيله چې د ټولو مسلمانانود پوهې يوه وسيله وګرځې
- آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
- آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
- آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
- آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
- آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
- آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
- آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
- احرام درطياره [هواپيما]
- احكا م ميخك بينى، چهارګل وغيره
- احكام رويت هلال
- احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
- ادويه مسدود كننده حيض
- اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
- استعمال برس دندان بجاي مسواك
- استعمال رنگ وروغن درمساجد
- استنجا كردن همراه كاغز
- اسلامي او مذهبي کتابونه
- اسلامی اور اصلاحې کتب کی عظیم ذخیرا
- اصلاح د نيت او د نیت آداب او اهمیت
- افسوس پدې چې ځانته مسلمان وایی
- اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟
- الشیخ امیرحسین باچا حرام مال اودهوکه
- الشیخ امیرحسین باچا زنانوته بیان
- الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو
- الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو4
- الشیخ عبدالسلام روستمی نوی اوتازا بیانات
- الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
- امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
- انلاین قران کریم هر ایات هره صفحه هره پاره ډیر په ساده ډول
- انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه
- اهم ترينه مسئله د توحيد ده
- اوقبله کوم طرفته ده
- اى علماوؤ تاسو ته وايم
- ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
- ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
- ايما ن مفصل + ايمان مجمل
- ايډز څه ډول ناروغي ده؟
- اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
- ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
- ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
- ایا انسان خواره مو ليدلي
- ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.