په مستعملو ليلامي جامو كښې مونځ كېږي اوكه نه ؟
دسلام له وړاندې كولو وروسته هيله كوم لاندي پوښته راته ځواب كړي.
پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
ځواب: شبهې سره دناپاكۍ حكم نه كېږي نودغه جامې استعمالول اوپه هغې كښې مونځ
كول صحيح دي ([1])خوبهتره داده چه ووينځل شي البته داسې جامې په هغې كښې دنجاست ګمان غالب دى لكه پرتوګ شو په هغې دبې
دوينځلو مونځ نه كېږي ([2])شامي كښې دي ( ومن
هناقالوا لاباس بلبس ثياب اهل الذمة والصلاة فيها الا الازار والسراويل فانه تكره
الصلاة فيهاقربها من موضع الحدث الخ ) ([3])
[1]
- اليقين لايزول بالشك ( الاشباه والنظائر مع شرح حموى ولوشك فالاصل
الطهارة الدرالمختار على هامش ردالمحتار باب المياه ج۱ ص : ۱۷۱)
[2]
- والصلاة فى سراويلهم ( الى قوله ) ان علم ان سراويلهم نجسة لاتجوز
الصلوية فيها وان لم يعلم تكره الصلوية فيها ولو صلى يجوز ( علمګيري مصري كتاب الكراهية
باب الرابع شر فى اهل الذمة ج۵ ص : ۳۵۹)
[3]
- ردالمحتار باب المياه قبيل فصل فى البير ج۱ ص : ۱۹۰ ) ددې عبارت
نه نو دى ( وتجوز لان الاصل الطهارة اللتوارث بين المسلمين في الصلوية بثياب الغنائم
قبل الغسل وتمامه فى الحلية )
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.