Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 8, 2011

که يوڅوک په يوځاى او يو مجلس كې څوځله پرنجي کوي او د ښځې د پرنجي ځواب او د غيرمسلمان د پرنجي ځواب ورکول لازم دې او که نه ؟



که يوڅوک په يوځاى او يو مجلس كې څوځله پرنجي کوي
او د ښځې د پرنجي ځواب
او د غيرمسلمان د پرنجي ځواب 
ورکول لازم دې او که نه ؟



که څه هم پرنجى د همغوعواملو څخه دى چې انسان طبعي څيره بدلوي 
خو د زغملواو بندولو په هکله ئې د الله تعالى سپيڅلي استازي کومه لارښودنه 
کړي بلکه پرنجى ئې د الله تعالى د خوښۍ باعث ګڼلى دى 
او د هغه د يو شميرادابوپه برخه كې لارښودنې کړې دي چې ځينې ئې 
په لاندې ډول دي :

١- د پرنجي کولو پسې الحمد لله ويل :

څرنګه چې پرنجي هغه وخت انسان ته پيدا كېږي چې بدن ئې سپک وي د وجود مسامونه ئې خلاص وي او ډېره ډوډۍ ئې نه وي خوړلې نو ځکه د پرنجې کولو په ذريعه د انسان په وجود كې تازه ګي او د کار لپاره ئې چمتوالي پيدا كېږي لکه چې شاه ولى الله رحمة الله عليه ويلي چې د پرنجي په وسيله د دماغ څخه ځينې بخارونه د باندې وځي او د انسان د شفااو روغتياسبب ګرځيږي نو ځکه د اسلام په سپيڅلي شريعت كې پرنجي د يو نعمت په توګه پيژندل شوي او مقابل كې ئې پرنجي کوونکي ته په شکرکولو او الحمدلله ويلو امرکړى دى لکه چې د الله تعالى استازي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي :
اذا عطس احدکم فليقل الحمد لله [١]
[کله چې يو د ستاسو پرنجى وکړي نو ودې وا يې چې الحمدلله [ثنااو ستاينه يوازي الله ته ده ]

٢- د اوريدونکي لخوا يرحمک الله ويل :

کله چې يوڅوک پرنجى وکړي او الحمدلله ووا يې نو په اوريدونکوباندې ئې ځواب ويل واجبيږي ځکه چې د الله تعالى سپيڅلي استازي فرمايلي :
خمس تجب للمسلم على اخيه ردالسلام وتشميت العاطس واجابة الدعوة وعيادة المريض واتباع الجنازة [٢]
[د مسلمان لپاره په خپل [اسلامي ]ورورباندې پنځه څيزونه واجب دي د سلام ځواب ويل .د پرنجي ځواب ويل . د ميلمستياد بلنې منل .د ناروغ پوښتنه کول .او د جنازې پسې ئې تلل او مشايعت ئې کول ]
نود پرنجي اوريدونکي به د يرحکم الله په ويلوسره ځواب ورکوي ځکه زموږ ګران پيغمبرعليه السلام فرمايلي :
اذا عطس احدکم فليقل الحمدلله واليقل له اخوه او صاحبه يرحمک الله فاذا قال له يرحمک الله فليقل يهديکم الله ويصلح بالکم [١]
[کله چې يو د ستاسو پرنجى وکړي نو الحمدلله دې ووا يې او د هغه [اوريدونکي ]وروريا ملګري [د راوي شک دي چې د الله تعالى استازي د اخوه کلمه وويله او که د صاحبه کلمه ئې وفرمايله ]به ورته يرحمک الله ووا يې نو کله چې ورور ورته يرحمک الله وويل نو [پرنجى کوونکي به]ورته ووا يې چې يهديکم الله ويصلح بالکم [الله دې تاسوته هدايت وکړي او ستاسو زړه دې اصلاح کړي ]

٣- د پرنجي په وخت كې د خولې او پوزې پټول :

څرنګه چې پرنجى کول هم د انسان اصلي څيرې كې تغييرراولي او کله کله ئې ورسره د پوزې څخه ځينې کرکجن مواد رواځي نو بايد انسان د پرنجي په وخت كې خپله خوله او پوزه په د سمال اويالاس باندې پټه کړي او د پرنجي اوازتريوې اندازې پورې ټيټ کړي ځکه چې د اسلام ستررهبرجناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم به همداسې کول لکه چې په يوروايت كې داسې راغلي دي :
کان رسول الله صلي الله عليه وسلم اذا عطس وضع يده او ثوبه على فيه وخفض او غض بها صوته [٢]
[د الله تعالى استازي به کله چې پرنجي کاوه نو خپل لاس ياجامه به ئې په خپلې خولې باندې ايښوده او په هغى باندې به ئې خپل اواز را ټيټوه ]دې كې دراوي شک دى چې د الله استازي د خفض کلمه ويلې او که د غض ،خودواړه يوه معنى لري او مطلب ئې يو دى چې خپل اوازبه ئې په دغه ترتيب را ټيټوه :

٤- تردريوځلوپورې د پرنجي ځواب ويل :

که يوڅوک په يوځاى او يو مجلس كې څوځله پرنجي کوي نو د هغه 
اوريدونکي به تردريو ځلوپورې ورته د پرنجي ځواب ئې په يرحمک الله سره
ورکړي او تردريوځلوزيات بيا کوم مکلفيت نه لري که خوښه ئې شوه ځواب به 
ورکړي
او که نه ،نوچپ به پاتې شي ځکه چې د الله تعالى سپيڅلي استازي صلي الله عليه وسلم 
پدې هکله فرمايلي دي :
تشمت العاطس ثلاثا فان شئت ان تشمته فشمته وان شئت فکف [١]
[پرنجى کوونکي ته [تر]درې ځلې ځواب ورکړه [اوترهغې وروسته ]نوکه 
خوښه دې شوه چې ځواب ورکړې نو ځواب ورته ورکړه اوکه غواړې نو 
بس ئې کړه ]
همدغه راز حضرت ابوهريره >
شمت اخاک ثلاثا فما زاد فهوزکام [١]
[تردرى ځلې پورې خپل [اسلامي ]ورورته د پرنجي ځواب ورکړه 
او هغه چې [د دريوځلوڅخه ]زيات شوهغه زکام دي ]
يعنې بياځواب ورکول لازم ندى ځکه دابياحرج دى چې هغه بې شميره پرنجي کوي
او په ده ئې ځواب لازم شي حال داچې د اسلام سپيڅلي دين د يسر 
او اسانۍ دين دى نه د حرج او سختۍ .

٥- د غيرمسلمان د پرنجي ځواب ورته د هدايت په غوښتلو ورکول :

که د يو مسلمان په مخ كې کوم نا مسلمان پرنجي وکړي نو مسلمان 
به ئې د پرنجي ځواب د يرحمک الله پرځاى ديهديکم الله ويصلح بالکم 
د عبارت په ويلو سره ورکړي ځکه په يوروايت كې داسې راغلي دي :
کانت اليهود تعاطس عندالنبى صلي الله عليه وسلم رجاء ان يقول لها يرحمک الله 
فکان يقول يهديکم الله ويصلح بالکم [٢]
[يهوديانوبه د پيغمبرصلي الله عليه وسلم په حضور كې پدې هيله باندې پرنجي کاوه 
چې [د الله تعالى استازي ]ورته يرحمک الله ووا يې خوهغه به ورته
يهديکم الله ويصلح بالکم فرمايه ]او دا ځکه چې کافرته هدايت غوښتل 
په عين حال كې د الله تعالى د رحم او مهربانۍ د غوښتلو معنى لري :

٦- د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل :

که د کوم نارينه په مخ كې پردۍ ځوانه ښځه پرنجي وکړي نو نارينه ئې 
بايدورته د پرنجي ځواب ورنکړي ځکه پدغه کار كې د شراوفتنې احتمال 
موجود دى خوکه د کومې زړې او بوډۍ ښځې د پرنجي ځواب د نارينه
لخوا ورکړشي نوکومه پروا نه لري ځکه چې فتنه پ كې نشته لکه 
چې د حضرت امام احمدبن حنبل رحمة الله عليه څخه روايت شوى
دى چې د عابدانوڅخه يوتن ورسره ناست ؤ چې د امام ښځې پرنجي وکړ 
نو عابدورته يرحمک الله ووايه نو امام احمدرحمة الله عليه وويل عابدجاهل
[دا عابدپدې نه پوهيږي چې د پردۍ ښځې د پرنجي ځواب ورکول 
تحريمي کراهيت لري [١]

٧- د حمد نه ويونکي ته د پرنجي ځواب نه ورکول :

که څوکک پرنجى ورکړي او الحمدلله ونه وا يې نوپه اوريدونکي باندې
په يرحمک الله سره ځواب ورکول لازم ندى ځکه په يوروايت كې داسې راغلي دي 
چې يو ځل دوه کسانو د الله تعالى د استازي په حضور كې پرنجي وکړ 
د الله تعالى استازي د يوه د پرنجي ځواب ورکړ او د بل ځواب ئې ورنکړ 
نو پوښتنه ترې وشوه چې اى د الله تعالى استازيه دوه کسانوپرنجي وکړ 
تاسود يوځواب ورکړاو بل ته موځواب ورنکړد الله تعالى استازي وفرمايل :
ان هذا حمدالله وان هذا لم يحمدالله [١]

[بيشکه دغه [سړي ]د الله حمد ووايه او دغه 
[بل سړي ]د الله حمد ونه وايه ]
 
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User