Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 8, 2011

مصافحه يوبل ته لاسونو ورکول د شریعت په رڼا کښی څه حکم لرې تفصیلی جواب راکړې ؟



 مصافحه يوبل ته لاسونو ورکول د شریعت په رڼا کښی
څه حکم لرې
تفصیلی جواب راکړې ؟


مصافحه يوبل ته د لاسونو د ورکولوپه معناده هرمسلمان چې د بل مسلمان 
سره نوې کتنه او ملاقات کوي نو د روغبړد پيل په وخت كې بايد يوبل ته
لاسونه ورکړي او مصافحه سره وکړي ځکه چې د کتلواود ملاقات
په وخت كې مصافحه اويو بل ته د دواړولاسونوورکول هم د مينې محبت 
او خوښۍ د څرګندونې نخښه او هم د الله تعالى د سپيڅلي استازي
او د هغه د يارانومسنونه طريقه ده .
د روغبړپه وخت كې د مصافحې د کولو تحفه لومړي ځل 
د يمن خلکومدينې منورې ته راوړه او د الله تعالى نازولي استازي 
دغه تحفه قبوله کړه او د مسلمانانوترمنځ ئې د مينې او محبت 
يوه ذريعه وګڼله ،لکه چې حضرت انس بن مالک رضي الله  عنه   ويلي کله 
چې د يمن خلک [مدينې ته ]راغلل نو حضرت رسول صلي الله عليه وسلم  
وفرمايل 
قدجائکم اهل اليمن وهم اول من جاء بالمصافحة [١]
[بيشکه د يمن خلک تاسوته راغلې دي او دوى هغه لومړي کسان دي
چې مصافحه ئې راوړې ده ]
د مصافحې د اهميت په هکله ډېرنبوي احاديث موجود دي خودلته يوازې 
د دغودوه حديثونوپه راوړلوبسوالى کوو:
قال النبى صلي الله عليه وسلم مامن مسلمين يلتقيان فيتصافحان الاغفرلهماقبل
ان يتفرقا [٢]
[جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي هيڅ داسې دوه مسلمانان سره نه 
يوځاى كېږي
چې يو تربله مصافحه وکړي مګرداچې دواړوته مخ كې تردې چې سره جلا شي
[د مصافحې له برکته د ګناوو]بخښنه ورته كېږي ]
بل ځاى د الله تعالى استازي صلي الله عليه وسلم  
فرمايلي دي :
تصافحوا يذهب الغل وتهادوا تحابوا وتذهب الشحناء [٣]
[يوتربله مصافحه وکړئ ترخوموکينه د منځه ولاړه شي او يوتربله هديه
او سوغات وليږئ چې ستاسو ترمنځ مينه پيداشي او د ښمني مو د منځه 
ولاړه شي ]
مصافحه هم ځانګړي اداب او احکام لري چې ځينې ئې په لاندې ډول دي :
الف :مصافحه بايدپه دواړولاسونوسره پداسې ډول وشي چې د دواړو 
روغبړکوونکود ښيولاسونو ورغوي سره يوځاى شي او د کيڼولاسونو 
ورغوي ئې د يوبل په لاس باندې ټينګ کيښودل شي [١]
ب : د مصافحې په حال كې باېدل اسونه د مينې او خوښۍ د څرګندونې 
په ډول وخوځول شي ځکه دغه کار د دواړو د ګناوو د تو يې دو
او ريژيدوسبب ګڼل شوى دى لکه چې د الله تعالى سپيڅلي استازي فرمايلي دي :
من صافح اخاه المسلم وحرک يده تناثرت ذنوبه [٢]
[چاچې د خپل مسلمان ورورسره مصافحه وکړه او خپل لاس ئې [د مينې
او خوښۍ له امله ]وخوځوه نوګناوې ئې تو يې ږي ]
ج : د مصافحه کوونکولاسونه باېدل وڅ وي او ترمنځ ئې جامه يالاس 
پوښى حايل نه شي ځکه چې جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم
فرمايلي :
اذا صافحتم فخذوا الابهام فان فيه عرقا يتشعب منه المحبة[١]
[کله چې مصافحه کوئ نو ابهامه [ګټه]ګوته[ټينګه]ونيسئ ځکه پدې [ابهامه]
كې داسې رګ دى چې مينه او محبت ترې پيدا كېږي ]
د : د ګوتوپه سرونوباندې مصافحه کول مکروه دي :
هـ : د پردۍ ځوانې ښځې سره مصافحه کول حرام دي خو د زړې ښځې 
سره د نارينه مصافحه ياد زوړسړي سره د ځوانې ښځې مصافحه کول 
پدې شرط جوازلري چې د کومې فتنې او بې عفتۍ ويره پ كې نه وي .
همدغه رازد مراهق هلک [امرد]سره چې ښکلې څيره لري مصافحه کول ښه نه دي
په عامه توګه هرچاته چې کتل حرام وي مسه کول ئې او مصافحه کول ورسره هم 
حرام دي [٢]
و : پرته د نوې کتنې او د ملاقات د پيل څخه په نورو حالاتو كې مصافحه کول
بدعت ګڼل كېږي لکه چې يو ځل سره په يو ځاى كې وګوري او بيا وروسته 
سره په همهغه ځاى كې مصافحه کوي داکاربدعت دى خويوازې هغه وخت 
دغه جواز
بلکه ثواب لري چې د مينې او محبت د زياتوالي او خاص د الله تعالى 
د رضالپاره په ځينوټاکلووختونو كې وشي لکه د اخترد مبارکۍ په وخت كې 
مصافحه شوه 
همدغه راز د سبااو مازيګريانورو وختونود لمانځه د جماعت پسې پداسې 
حال كې چې مخ كې يې سره ليده کاته او خبرې کړي وي مصافحه کول مکروه 
او بدعت دى خوکه يو سړي که د جماعت د ودريدوڅخه وروسته راشي ياپه 
علمي زده کړه ،موعظه ياخطبه باندې د مصروفيت له امله ئې سره خبرې او 
مصافحه نه وي کړې نو که د لمانځه د اداکولو وروسته سره پداسې 
ډول مصافحه وکړي نوداسنت مصافحه ده او بدعت نه ګڼل كېږي :

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User