Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, December 12, 2011

د مهر يا ولور په اړه مفصل بيان


د مهر يا ولور په اړه مفصل بيان


 محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!
نن سبا چی کوم ودونه د لوی کندهار،لوی پکتیا، چمن ښار او بیا تر کوټی ښار پوری په دی علاقو کی کیږی دوی ټول د ولور په نوم یو لوی مقدار پیسی د هلک د کورنی څخه غواړی،
لومړی: خپله د ډیر ولور اخیستل دشریعت له نظره څنګه دی؟
دوهم: د انجلی کورنی د ولور په دغه پیسو د انجلی لپاره زیورات او نور د کور د ضرورت شیان لکه (فرشونه، دوشکی، لوښی، الماری او داسی نور) اخلی. پوښتنه داده چی دا شیان د ښځی کیږی او که د میړه؟ که د ښځی وی نو بیا پر ښځی زکات او حج نه فرض کیږی؟ او که د نارینه وی نو د ښځی هغه د مهرموضوع څنکه کیږی؟
دریم: دښځو پر څومره اندازه سرو زرو باندی زکات فرض کیږی؟
خيبر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

اول : مهر د ښځې حق دی د هغه پلار ، ورور او بل کس ته يې اخيستل حرام دي قوله تعالی :
وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة (ً او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلو ) ورکړﺉ )


که بې بې خپل خاوند ته په خپله خوښه مهر ور وبښي نو معاف دی قوله تعالی : فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا (النسآء ۴ ) البته که هغوی  په خپل زړه تاسې ته څه بخشش کړي نو تاسې هغه په خوند سره خوړلی شئ .
دوهم : پلارګنۍ چې نجلی ته څه هبه ورکوي (جهيز ) مثلاً د کور سامان ، جامې و غيره هغه شيان د نجلی حق او ملکيت دی . لو جهز ابنته وسلمه اليها ليس له فی الاستحسان استرداده منها وعليه الفتوی …. و اذا بعث الزوج الی اهل زوجته شيئاً عند زفافها منها ديباج ، فلما زفت اليه اراد يستردمن المراءة الديباج ليس له ذالک اذا بعث اليها علی جهة التمليک (الهندية ،کتاب النکاح ۳۲۷/۱ ما جدية – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۶ ) .

دريم : په اسلامې شريعت کې د مهر کمه اندازه لس درهمه ده او د زياتې اندازی حد نه دی ټاکل شوی .
سنته طريقه دا ده چې په نکاح او مهر کې اساني وشي
قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (خير النكاح أيسره) رواه ابن حبان . وصححه الألباني في صحيح الجامع (3300) .
وقال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خير الصداق أيسره ) رواه الحاكم والبيهقي . وصححه الألباني في صحيح الجامع (3279) .
يعنی غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي
يعنې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت د خوا نه نه دی تعين شوی . لکن په دې کې هم شک نشته چې خلکو ددې اختيار نه په غلطه طريقه کار اخلي  اوس وخت کې د مهر په زياتوالی کې بې حده افراد روان دی چې دا افراد په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي او د فساد ختمول د مسلمانانو د ولی الامر د فرائضو نه دي .
د مسلمانانو امير به د مهر مناسبه اندازه اعلان کړي او د هغه خلاف کونکي ته دې سزا هم نه ورکوي (ځکه دا کوم شرعي حکم نه دی ) که کوم کس د خپل توان موافق زيات مهر مقررول غواړي هغه دی د مسلمانانو د امير نه په خصوصي ډول اجازت واخلي ، علماء کرام دې د هغه د اصلاح د پاره وعظ او تبليع وکړي .
يعنې د مسلمانان امير يوازې د اصلاح د پاره داسې کولای شي زور او جبر نشي لګولی ځکه چې په شريعت کې د هغه زيات مقدار نه دی تعين شوی او دا بيا په شريعت کې مداخلت کول دي.
.(د احنافو مفتي اعظم کفايت الله دهلوي رحمه الله – فی کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۱۵ )
څلورم : د مهر نه علاوه چې د هلک د کورنۍ نه د خلیتي (د نجلی خپلو خپلوانو ته جامۍ ) او د خواراک د پاره او نور څه اخيستل کيږي رشوت دی او ددې اخيستل نا روا دي .
اخذ اهل االمراء شيئاً عند التسليم فلزوج ان يسترده ،لانه رشوه (الدرالمختار کتاب نکاح ،باب المهر ۳ /۱۵۶ – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۵ ) .
پنځم : ښځه چې کله خپل مهر قبض کړي په هغه باندې د کال په پوره کيدو سره زکات فرض ګرځي البته د کور په سامان باندې زکات نشته .
د سرو زرو يا طلا د زکات نصاب ۸۵ ګرامه دی او سپينو زرو يا نقرې ۵۹۵ ګرامه دی

الله تعالی دې زمونږ د ټولنې په حال ورحميږي
الله تعالی دې زمونږ اهل علم ويښ کړي تر څو خپل مسئوليتونه درک کړي او خلکو ته په واضح ډول الهي احکام ورسوي تر څو ټولنه د موجوده تارکۍ څخه ووځي 

آن لاين اسلامې لارښود

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User