ننواتې يا د مجرم لخوا مقابل لورې ته د پسه ور وستل
زمونږ په ټولنه کې د نورو کرغيړنو د اسلام خلاف دودونو تر څنک
يو د ننواتې دود او رواج دی هغه داسې چې : د دوه يا څو کسانو تر مينځ څه
شخړه او جنجال وشي او کوم څوک پر چا باندې تيرئ وکړي او بيا غواړي چې د خپل
تجاوز او تېري په هکله روغه وکړي نو د هغه کور ته ننواتي ورځي او عذر ور
څخه غواړي دغه ننواتې د جرم په لحاظ مختلفې جريمې لري .
مثلاً که جرم کم وي نو ملامت لورې يوازې يا د کور د څو کسان
سره ننواتې ورځي او که جرم لوی وي سر ، لاس يا کوم بل اندام يي ور مات کړی
وي او هغه غټه کورنۍ او خاندان وي بيا نو تيري کونکي خپل پټکی په غاړه کې
اچوي پسه ، غوائی يا بل څاروی له ځانه سره کوي د ولس مشران ، ملايان له
ځانه سره بيايي او د خپلې ګناه عذر ور ته کوي او کله چې ننواتې قبوله کړي
مرکچيان يا جرګې واله را ټوليږي د اندام د ماتيدو يا سر ماتي د پاره جرمانه
ټاکي چې هغه بايد له ځنډ پرته قبول کړي .
او کچيرې څوک د مرکې يا جرګې واله فيصله ماته کړي نو هغه سپک
او د پښتو له قانون څخه وتلی بلل کيږي کلی او ولس له هغه سره اړيکي شکوي
مړی او ژوندی ور سره ترک کوي .
مخکې دا مطلب واضح شو چې په اسلامې شريعت کې د دوو کسانو په
مينځ کې روغه کول لوی اجر لري او چا چې تجاوز کونکي ته عفوه وکړه نو دا
يقيناً نيک عمل دی خو په صلح کې حرام حلال او حلال حرام نشي ، د ظالم تقويه
ونه شي د څه شي مثلاً جرماني لزوم نه وي .
همدارنګه په دغه ننواتې کې چې کوم څاوري مثلاً پسه ور ورستل
کيږي د هغه د غوښي خوړل حرام دي ځکه کوم څاوروي د غير الله په نوم اوچت کړ
شي د هغه د غوښي خوړل حرام دي ، مګر دا چې هغه چا ته خيرات کړي او پخپله نه
ذبحه کړي او نه يي وخوري .
دا دود هم دی چې کله دوه کسان جنک وکړي يا د بل مال په ناحقه
وخوري بيا نو د يوه پياوړي او زورور شخص کور ته ورځي او د هغه په دروازه يا
پښو کې پسه ذبحه کوي ددې لپاره چې هغه په ده باندې ننګ وکړي او د مدعي له
منګلو يي خلاص کړي زورور کس د ده پنا قبلوي او هغه ته د هر ډول مرستي ډاډ
ورکوي .
مخکې مو وويل چې ددې څاروي د غوښي خوړل حرام دي ځکه چې الله
جل جلا له فرمايي : وَمَا اُهِل لِغَيرِ الله يعنې د هغې عوښي خوړل حرام
دي چې د غيرالله نوم پرې واخيستل شي .
ټولو مفسرينو په اتفاق سره د دغه ډول څاروي د غوښو خوړل حرام
ګڼلي دي چې هغه په ننواتې ، حاکم او خان او پير ته يا د کوم بزرګ پر قبر
باندې حلال کړ شي او دغه ټول يي د پورتنې آيت په حکم کې شامل کړی دي .
بل دا چې مجرم ته پنا ورکول حرام دي رسول الله صلی الله عليه
وسلم فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام (
مشکوة المصابيح )
يعنې : څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ،
په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام
څخه ووت .
او که مظلوم وي د مظلوم مرسته کول شرعاً لازم دي خو د څاروي ذبحه ، د ښځو وروستل ، د قرآنکريم وروړل حرام دي .
الله جل جلا له فرمايي : :[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ
وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] يعنې : په
نيکی او پرهيزکاری کې يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او
نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ
لڼده دا چې پورته دود د اسلامې شريعت خلاف دود دی د هغې له مينځه وړل د ټولو مسلمانانو مسئوليت دی .
:::::::::::::::::::::::::::::::
زمونږ په ټولنه کې رواج جرګګۍ ، د دروازې بد د ښځو په بدو کې ورکول د اسلام له نظره څه حکم لري ؟
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
امید دی چې ښه روغ او جوړ به یاستی. زما یوه پوښتنه ده : هغه دا چې په
پښتنو کې یو دود دی چې کله کوم شخړه یا ستونزه پېښه شي نو بیا یې د مرکې یا
جرګې له لارې حل کوي. چې په هغه جرګه کې د جرګې مشران په ملامت کس د پسه
(ګډ) جریمه ږدي چې جانب مقابل کس کور ته یې ورولي او هلته یې ذبح کوي. آیا
دا په شریعت کې جایز دي؟! زما د ملګري په اسرار چې وايي د حنفي فقهې په رڼا
کې یې که ځواب کړئ مننه به وي . عمر خطاب
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
يو صلح ده او بل حکم يا فيصله
حکم او يا فيصله :
پر ټولو مسلمانانو واجبه ده چې د الله جل جلا له په کلام
قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو حکم او فيصله وکړي ، نه د
يوې ټولنې او قبلې په عاداتو او رواجونو يا وضعي قوانينو .
قال الله سبحانه وتعالى : ( وما اختلفتم فيه من شي فحكمه إلى الله ) الشورى/10 يعنې : او هر څه کې چې تاسې شخړه کوئ ، نو د هغه (په هکله ) حکم به د الله جل جلا له لره وي .
، وقال سبحانه تعالی : ( ألم تر
إلى الذين يزعمون أنهم آمنوا بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك يريدون أن
يتحاكموا إلى الطاغوت وقد أمروا أنيكفروا به ويريد الشيطان أن يضلهم ضلالاً
بعيداً ) النساء/60
ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر
هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې
غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم
ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات
يي بې لارې کړي .
وقال تعالى : ( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50 يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له ښه حکم ورکولای شي ؟
وقال عزوجل : ( يا أيها الذين
آمنوا أطيعوا الله وأطيعوا الرسول وأولي الأمر منكم فإن تنازعتم في شيء
فردوه إلى الله والرسول إن كنتم تؤمنون بالله واليوم الآخر ذلك خير وأحسن
تأويلاً ) النساء/59
ژباړه : ای مؤمنانو ! د الله جل جلا له او د رسول الله صلی
الله عليه وسلم او له تاسې څخه د امر د خاوندانو پيروي وکړئ کله چې مو په
کوم شي کې شخره وکړه ، نو هغه الله جل جلا له او رسول الله صلی الله عليه
وسلم ته راجع کړئ ، که پر الله جل جلا له او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ دغه
کار غوره دی او ښه پايله لري .
پس پر مسلمانانو واجبه ده چې خپل منځي اختلافات او پرېکړې په
قرآن او سنتو وکړي او بغير له قرآن او سنتو په بل څه حکم و نه کړي چې د
قرآن او سنتو بغير پر بل څه حکم کول لوی منکر او قبيح عمل دی .
الله جل جلا له فرمايي : ( إن الحكم إلا لله ) يوسف/40
او څوک چې بغير له کتاب الله او سنتو په وضعي قوانينو او بل څه حکم کول حلال وګني د ايمان د زوال سبب ګرځي .
الله جل جلا له فرمايي : ( فلا وربك لا يؤمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم لا يجدوا في أنفسهم حرجاً مما قضيت ويسلموا تسليماً ) النساء/65 .
ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه
پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې کړی او بيا
ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه )
په ډيرې خوښۍ سره و مني .
نو مسلمان به فقط د الله جل جلا له په دين چې أحكم الحاكمين
وأرحم الراحمين دی حکم کوي او د وضعي قوانينو او غير شرعي عاداتو او
رواجونو د دفع کوښښ به کوي او خپلې فيصلې به اسلامې محاکمو او شريعت ته
سپاري .
د پاکستان د فرنګي
حکومت چارواکي ، حاکمان ، قاضيان او دخيل علماء به الله جل جلا له ته څه
ځواب ولري کوم د خلکو فيصلې د انګليس په آيين تر سره کوي او قرآن او سنت يي
ترک کړي دي .
د افغانسان د حکومت
چارواکي ، قاضيان او دخيل علماء به الله جل جلا له ته ځواب ولري کوم چې د
ملل کفري او ديموکراسۍ پر قوانينو فيصلې کوي او د خلکو د غلولو د پاره يې
يوه اسلامې سمبوليک قيافه غوره کړی ده .
صلح :
صلح په لغت کې جوړې اوسازش ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې
يو عقد او تعهد دی چې د هغه په وسيله د طرفينو په مينځ کې د خصومت ،جنجال
او دوښمنۍ مخ نيول کيږي . د صلح په کولو سره يو طرف د دوښمنۍ او جنجال د
قطعې په خاطر تر خپل حق يا څه حصې د خپل حق څخه مقابل طرف ته ورتريږي ( د
الله جل جلا له د رضا او خوښۍ د پاره ) .
نو صلح د طرفينو د شخړې ، جنګ جګړي او اختلافات مخ نوی کول او
هغوی راضي کول بغير له الزام څخه ( يو نصيحت او خيرخواه حرکت بلل کيږي ) .
د صلح د مشروليت دلائل
قوله تعالی : ( والصلح خير ) النساء/128 يعنې : صلح او جوړه کول غوره دي .
( فاتقوا الله وأصلحوا ذات بينكم ) الأنفال/1 يعنې : له الله جل جلا له څخه ووېريږئ او خپلمنځي اړيکی سمې کړۍ ( د خپلمنځې شخړې په صلح کولو لرې کړئ ) .
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ( الصلح جائز بين المسلمين ، إلا صلحاً حرّم حلالاً أو أحل حراماً ) .
عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ:
أَنَّ أَهْلَ قُبَاءٍ اقْتَتَلُوا حَتَّى تَرَامَوْا بِالْحِجَارَةِ،
فَأُخْبِرَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم بِذَلِكَ، فَقَالَ:
«اذْهَبُوا بِنَا نُصْلِحُ بَيْنَهُمْ». (بخارى:2693)
سهل بن سعد رضی الله عنه وايي : د قبا اوسيدونکي په خپل مينځ
کې په جنګ شول داسې چې يو د بل په طرف يې ډبرې ويشتې کله چې رسول الله صلی
الله عليه وسلم خبر شو ويي فرمايل : ځئ چې لاړ شو د هغوی صلح وکړو .
د جناب نبي کريم صلی الله صلی الله عليه وسلم د جوړجاړی يو نمونه :
ام سلمه رضی الله عنها وايي: دوه کسان د خپلې دعوې د حل د
پاره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلل د څه ارث په باره کې چې زاړه
شوي او تير وخته شوی وو او د دوی هيڅ کوم هم شاهد نه لرلو ، رسول الله صلی
الله عليه وسلم وفرمايل : تاسې چې خپلې دعوي رسول الله صلی الله عليه
وسلم ته پيش کوئ او زه د نورو په شان بشر يم ، کيدای شي ځنې د تاسې د ليل
او حجت په بيانولو کې نظر جانب مقابل ته بليغ وي ، زه هم ستاسې په منيځ د
اوريدلو له مخې دعوه حل کوم ، پس که له تاسې څخه چا د ليل د قوت په وجه د
بل په مال باندې په ناحقه قبضه وکړه او د هغه په ګټه حکم ورکړ شو هغه به د
خپل مسلمان ورور حق نه خوري ځکه ما چې د دعوي پر اساس هغه ورکړل هغه په اصل
کې د هغه حق نه دی په اصل کې مې هغه ته د دوزخ يوه ټوټه ورکړی ده ، چې د
قيامت په ورځ به د اور د حلقې په شان د هغه په غاړه کې ځړول کيږي ددې بيان
په وجه هغوی دواړو وژړل او هر يو ويل زه مې خپل مسلمان ورور ته تر خپل حق
تير يم .
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : تاسې چې اوس داسې
وايئ لاړ شئ هغه تقسيم کړئ او د حق لاره ونيسئ او هغه د بچه اچونې له مخې
تقسيم کړئ . (را احمد او ابوداود او ابن ماجه ) نقل من فقه السنه
د صلح فضيلت :
{لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن
نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ
بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ
فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً }النساء ۱۱۴
ژباړه : د دوی په ډيرو پټو خبرو کې کوم خير نشته ، خو هغه چا
چې په کوم خيرات يا ښه کار يا د خلکو تر مينځ يې په روغه امر کړی دی او څوک
چې دا کار د الله جل جلا له د رضا د پاره کوي ، نو ژر به مونږ ده ته ډير
لوی اجر ورکړو .
وروى أبو داود عن أبي الدرداء
أن رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم قال: “ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام
والصلاة والصدقة؟ قالوا: هو يا رسول الله، قال: إصلاح ذات البين… “حديث
صحيح، صحيح أبي داود للألباني حديث 4111″.
ژباړه : ابی درداء وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل
: ايا تاسې د داسې عمل نه خبر نه کړم چې تر نفلي روژې نفلي لمونځ او صدقې
نه يې درجه غوره وي ؟ ويي ويل هو يا رسول الله ويي فرمايل : د خلکو په مينځ
کې اصلاح کول .
صلح څنګه کول پکار دي :
صلح کونکی بايد د حق طرفداري وکړي ، د خپلوي ، تربګينت ،
سمت پرستی پر بنا د ظالم طرف طرفداري ونه کړي ، صلح کونکی بايد د مظلوم او
په حق طرف ونيسي او مقابل لوری په اخلاق او نصيحت د حق لورې ته دعوت کړي .
الله جل جلا له فرمايي : وَلاَ تَلْبِسُواْ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُواْ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (البقره ۴۲).
او حق له باطل سره مه ګډوئ سره له دې چې تاسې ښه پوهيږئ نو حق مه پټوئ .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح )
څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په
داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه
ووت .
او بل دا چې صلح په دې شرط جايز ده چې حلال حرام او حرام حلال نه کړي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( الصلح جائز بين المسلمين ، إلا صلحاً حرّم حلالاً أو أحل حراماً ) يعنې : صلح کول په دې شرط جايز دي چې حرام حلال او حلال حرام نه کړ شي .
مګر زمونږ په ټولنه کې چې اکثراً کومې صلح او فيصلې کيږي د
کتاب الله او سنتو خلاف وي جرم يو کس کړي او په بدو کې ښځي ورکوي دا طاغوتي
صلحې او فيصلي دي چې شرعاً مردودې دي (لوی ظلم او قبيح عمل دی ).
افسوس د هغه اهل علم په حال چې بيا په دا ډول طاغوتي صلحو او فيصلو کې ناست وي او هغوی ته حق نه بيانوي !!!
د ټولنې علماؤ ، ملکانو ، خانانو او مشران !
د ظالمانه فيصلو او حرامو صلح کولو نه لاس واخلئ ، له الله جل جلا له څخه سخت وويريږي .
په داسې حال چې پر قرآن
او سنتو باور لرئ قرآن او سنت په منيځ کې شتون لري تاسې د جاهليت د زماني
او طاغوت په قانون فيصلې او صلح کوئ هغه دا چې يو کس جرم کړی وي بيا يې په
بدو کې ښځې ورکوي ، بې ځايه جرمانې ، د دروازې بد او نور …آيا تر دې پورته
ظلم شته ؟
حلال حرام ، مظلوم او ظالم معلومولی نشئ بيا د دوازې په بدو کې ښځې ورکوي ، د ظالم کور ته ننواتې ورځي مظلوم نور تر پښو لاندې کوئ .
خصوخاً هغه علماء چې په دغو چارو کې دخيل دي او خپل قوم له منکراتو څخه نه منع کوي سخت ملامت دی (اسلامې لارښود )
مجموع فتاوي الشيخ علامه ابن باز رحمه الله ۸/۲۷۲ او فقه السنه – باب صلح او نور زيات معتبر اسلامې منابع وکتل شول
ژباړه او څه زياتونه : آن لاين اسلامې لارښود (موقع الأفغانية الأسلامية )
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.