Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 29, 2011

څرنکه کولای شو خپل ماشوم له مطالعی سره اشناه کړو






څرنکه کولای شو خپل ماشوم له مطالعی سره اشناه کړو

 Shoibullah Shahab

لوستل او مطالعه د علم او پوهنی د ترلاسه کولو یواځنی وسیله ده یا په بل عبارت مطالعه د علم کنجی( کیلی) ده ،له مطالعی پرته علمی پانګه تر لاسه
کول نا شونی دی . مطالعه د يوهنی د نورو وسایلو لکه :کتابونه ،پوهانو او د پوهانو له تجربو او علمی هڅو سره د اشنائې او اړیکو د ټینکولو یواځینی وسیله
لوست د کائناتو د خالق لمړني اسمانی خطاب دی چه تر هر څه د مخه د انسانی بهبود او بشری پرمختګ په څیر پری انسان مکلف ګڼل شویدی لکه
څرنګه الله ج فرمایلی دی( اقرا باسم ربک الذی خلق ه) له دی امله د معارفو متخصصین په خورا شدت سره د ما شوم سر پرست ( مور او پلار او یا هم د کورنی بل غړی) و ری ته هڅوی تر څو د خپل  ماشوم د تعلیم او تر بیی په لړ کی له خورا کوجنیوالی ځخه هغه ته د مطا لعی مشق او تمرین وکړی.    
له بده مرغه زمونږ او ستا سی اوسنی نسل د تلفون او ټلیویژن نسل ګڼل کیږی څکه عصری ټیکنا لوجی وسائل لکه انټرنیټ، کمپیوټر او دا سی نور د خپلو
معجزاتی او مفیدو لاس ته راوړنو سره سره یو شمیر منفی اړخونه هم لري چه تر ډیره حده د ځوان نسل د توجه مرکز ګرڅیدلی دی له دی امله ئې علم او
پوهنی ته شاکړیده ځکه چه د خبل قیمتی وخت ډیره برخه ئې په همدی شیانو ضایع کیږی او مطالعی او لوست ته هیڅ وخت نلري.
د ماشوم سر پرست ته ښایی چه د هغه په نفس کی د مطالعی تخم وکری او بیائی په ډیر صبر او تحمل سره خړوب او تروتازه وساتی تر ځو مطالعه ئې د ژوند یوه برخه شي .
ددی لپاره چه مطالعه د تنکیو ما شومانو او خوانانو د روح غذا ده نو ددی لپاره چه یو ماشوم ذهنی ورزش او د علم او پوهنی د یوی فوق العاده سر چینی بڼه
غوره کړی باید کورنۍ مرسته په دی هکله عمده رول لري.
یو شمیر هغه کورنۍ چه لویان او کورنۍ نور غړی ئی د مطالعی او لوست عادت نلری او ماشومان ئې په دی برخه کی کوم ژوند مثال نلری. هر راتلونکی نوزاد ماشوم چه سترګی ئې خلاصیږی د مور او د کورنۍ د بل کوم غړی په لاس ځه علمی وسیله شته ځنګه کولای شي یو باسواد او روښنفکر وروزل شي
راځی هغه مختلف مراحل چه یو ماشوم له پیدایښت څخه تر بلوغ پوری ورڅخه تیریږی تر ځو یو واقعی با سواده ورځخه جوړیږی وڅیړو.

لومړی مرحله:- 
د علم د یوی وسیلی په توګه له کتاب سره آشنا کیدل

دا هغه مرحله ده چه د ما شوم د ژوند له هماغه لومړنی کال څخه راپلیږی- ددی لپاره چه ماشوم مستقیماً یوی علمی فضا ته ور ننوځی باید مور د خپل یو کلن ماشوم په مخکښی زاړه او بیکاره مجلی،کتابونه او اوراق واچوی تر څو ماشوم لوبی پری وکړی ،خولی ته دی یوسی او وئې شکوی ددی مرحلی ګټه به
دا وی چه نو زائیده ماشوم د خپل ژوند له پیله د کتابونو ، کاغذونو او نورو علمی وسیلو سره اشنائی پیداکړی او حتی چه د اوراقو او کاغذونو له بوی سره بلد
شی دا به ئی د ژوند پیل دی چه موخه به ئې د علمی ژوند له آغاز څخه عبارت وی .

دوهمه مرحله:- 

دلاس پواسطه د کتابونو او مجلو تصویرونو ته اشاره کول

دا مر حله له پنځلس میاشتو څخه را پیلیږی –هدف ئې د ماشوم توجه د کتابونو او مجلو هغو تصویرونو ته را جلبول دی چه یو څه مزاحیه بڼه ولري-
پدی مرحله کی مور ورقی یو په بل پسی اړوی او ماشوم ئې نندا ره کوی او کله کله بعضی تصویرونه ته اشاره هم کوي.

دریمه مرحله:- دشیانو نومول:-

پدی مرحله کی ماشوم له هغو تصویرونو څخه چه په کتابونو او مجلو کی ور ته ښکاری او ډیر رنګه او جذاب وی له دغو تصویرونو له نومولو څخه الفاظ او کلیمات زده کوی بیا هر تصویر ته د هغه په نوم سره اشاره کوی لکه:- د آس تصویر ته په اشاری سره وائې دا آس دي او همدارنګه بل تصویر ته په  اشاره د
د هغه نوم آخلی.
دا مرحله په اتلس میاشتنی سره پیل کیږی چه هدف ئې د ماشوم د الفاظو د ذخیری له زیاتوالی څخه عبارت دي.


                                             
 


څلورمه مرحله:- د لنډو قصو اوریدل

دا مرحله د ما شوم په دوه کلنۍ سره پیل کیږی په دی مرحله کی ماشوم دومره پوهیږی چه کتاب ته کتل زما یو کار
دی او دی کار ته لوستل یا مطالعه ویل کیږی په دی مرحله کی ماشوم کوښښ کوی چه د کتاب یا مجلی د هر –تصویر په اړه یوه لنډه قصه واوری او همدارنګه چه پوهیږی چه د تصویرونو تر څنګ الفاظ هم یو تغبیر او مفهوم لري
چه باید سړی پری پوه شي .

پنځمه مرحله:-
 دتصویرونو په باب د خیال او حقیقت تر منځ د تفکیل هڅه:-
نوموړی مرحله له دوه نیم کلنۍ نه تر درې کلنۍ را پیل کیږی . په دی مرحله کی ماشوم د کتاب یا مجلی هر تصویر ته د خقیقت په سترګه ګوری یا په بل عبارت کله چه کتاب یا مجله کی د مڼی یا انګور تصویر وګوري د حقیقی میوو ګمان پری کوی او د را اخستلو کوښښ ئې کوی او همدارنګه که د کوم ماشوم تصویر ئې تر سترګو شې هغه
ښکلوی .پدی مرحله کی د ماشوم هڅه داوی چه ددی تصویرونو په باب له ک خیال څخه و حقیقت ته ځان ورسوی

شپږمه مرحله:- د تصویرپه اړه خپل رایه څرګندول

دا مرحله له څلونیم کلنۍ څخه راپلیږی په دی مرحله کی ماشوم په دی نتیجه رسیدلی دی چه په کتاب یا مجله کی تصویرونه حقیقی شیان نه دي بلکه تصوبرونه دی او کوښښ کوی د هر تصویر په باب خپله رایه څرګنده کړی.
همدارنګه په دی مرحله کی یو شی بل هم زیاتیږی او هغه داچه ماشوم ودی نتیجی ته رسیږی چه د تصویرونو په څیر حروف هم د اهمیت وړ شیان دي.
اوومه مرحله:- له ټولنیز فعالیتونو سره علاقه ښودل
دا مرحله چه له پنځه کلنۍ څخه راپیل کیږی په دی کی د ماشوم اجتماعی اوتولنیز مهارت زیاتیږی چه له خپلو سیالانو او همزولو سره په ډیره خوښی سره هر هغه تصویر چه خنده واره بڼه ولری تبصیره کوی اونورو سره خاندی.
اتمه مرحله:- فکرکول اودلیک لوست سره علاقه ښودل
دا مرحله له شپږکلنۍ څخه شروع کیږی په دی مرحله کی ماشوم سره فکری حس قوی کیږی او لیک لوست ته میلان ښیی.

نهمه مرحله:-
د خپل چاپیریال د مختلفوشیانوپه باب د هغوی د حقیقت او خیال ترمینځ تفکیل

له اووه کلنۍ څخه تر دیارلس کلنۍ پوری دوام لری .دا هغه مرحله ده چه ماشوم د ماوراءطبیعت په باب فکرکوی
او همدارنګه کوښښ کوی چه د حقیقی دو خیالی قصو او حکایتونو ترمنځ فرق وکړای شی چه د حقیقت او خیال
ترمینځ یوه فاصله طئ کوی.

لسمه مرحله:-
د حقیقت تر سرحده رسیدل

له نهه کلنۍ څخه را پیل کیږی ماشوم له اووه کلنۍ کی دا سفر پای ته و رسید او بالاخره ماشوم د حقیقت نړی ته
ورننوت په دی مرحله کی هغه غواړی چه هغه قصه واوری چه د ماشوم په ژوند پوری اړه لری اګر چه په دی لړکی
به بعضی قصی خیالی بڼه هم لری.

یولسمه مرحله:-
په مکمله توګه د حقیقت دنیا ته ننوتل

دا مرحله د لس ګلنۍ څخه تر بلوغه دوام لری هدف ئې د اتلانو او قهرمانانو تقلید او پیروی کول دی باید کوښښ وشي چه د حقیقی او واقعی اتلانو قصی او حکایتونه او د هغوی لیکل شوی کتابونه ورکړل شی تر څو یو باکماله شخصیت او حقیقی اتل او قهرمان ورڅخه جوړ شی.
همدارنګه ددی لپاره چه ماشوم سالمه پالنه او روزنه وشی اود علم او پوهنی په لور د مطالعی ښه عادت واخلی یو سر
پرست او پالونکی ته ضرورت لری دعغه پا لونکی باید په لومړی سر کی د هغه باسواد او با فرهنګه مور وی چه سر پرستی ئې وکړای شی او که احیاً او په افغانی ټولنه کی مور با سواده نه وی


                                                              






1 comment:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User