Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, December 27, 2011

د وتر واجب لمونځ د ادا کولو طريقه



{سوال کونکی 2  }


                                          سلام عليكم 
                                     
                                   خالدمنصور صاحب

           دي وتر اساسي او حنيفي طريقه
           او په تشهد كه دي شهادت گوته حكم رابيان كي ديره مهرباني

{سوال کونکی 1 }

د وتر واجب لمونځ د ادا کولو طريقه


وترواجب څه شی دی یعنی حکم یی څه دی اوڅو رکعته دی آیا ټول په یوه قعده دی اوکه په دوو قعدو سره دی؟
مننه وروره.
ستاسوورور حکمت






ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ماسخوتن له فرض اوسنت لمانځه وروسته د وتر لمونځ کيږي وتر ځکه ورته وايي چې رکعتونه يې طاق دي د وترو د لمونځ حکم د امام ملک ، امام احمد او امام شافعي په نزد سنت مؤکد دی او د امام ابوحنيفه په نزد واجب دی د امام ابوحنيفه رحمه الله دليل دا حديث دی :
الوتر حقٌّ، فمن لم يوتر فليس منَّا (ابوداؤد 1419) يعنې وتر حق دي پس که څوک وتر ادا نه کړی له مونږ څخه نه دي .
او بل دا حديث چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إن الله تعالى أمدكم بصلاة هي خير لكم من حمر النعم الوتر جعله الله فيما بين صلاة العشاء إلى أن يطلع الفجر (المشکاة المصابيح 2/57 ) وهو أمر، والأمر يقتضي الوجوب .
د وتر لمانځه ادا او د رکعتونو شمير :
د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه يو رکعت ، دری رکعته ، پنځه رکعته ، اوه رکعته …. په صحيح رواياتو ثابت شوي دي
همدارنګه وتر دوه دوه رکعته او په آخر کې يو رکعت ، ټول په يو ځل دوه قعدو او يو سلام سره او ټول په يوه قعده او يو سلام ادا کول د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي (فقه السنه – باب وتر )
د امام ابوحنيفه په نزد د وتر لمونځ دری رکعته دی دليل يي دا صحيح حديث دی (كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يوتر بثلاث لا يسلم إلا في آخرهن) (راوي :عايشه – عمدة القاري 7/5 )
وفي الهداية: حكى الحسن إجماع المسلمين على الثلاث. قال ابن الهمام: وهو مروي عن فقهاء المدينة السبعة.

وتر د نورو لمونځونو په قسم لومړی او دوهم رکعت يې ډک ادا کيږي يعنی له فاتحې سره سورت لوستل کيږي ،بيا په دريم رکعت کې د سورة فاتحه او کوم لنډ سورت يا څو آيتونو لوستلو وروسته به تکبير ووايي دواړه لاسونه به تر غوږونو پورته کوي بيا به دواړه لاسونه تر نامه لاندې وتړې اوپه خفيه آواز به دعای قنوت ووايي .
دعای قنوت له لوستلو ورسته به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړشي رکوع ،سجدې به ادا کړي لکه د نورو لمونځونو په شان به لمونځ ختم کړي .
دعا قنوت :

اَللهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ ،وَ نسْتَغْفِرُکَ وَنُؤْمِنُ بِکَ ،وَنَتَوکَّلُ عَلَيْکَ، وَنُثْنِیْ عَلَيکَ الْخَيرَ، وَنَشْکُرُکَ، وَلاَ نَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ، وَ نَتْرُکُ مَنْ يَفْجُرُکَ. اَللهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ ، وَلَکَ نُصَلَّیْ ،وَنَسْجُدُ ،وَاِلَيْکَ نَسْعی، وَنَحْفِدُ، وَنَرْجُوا رَحْمَتَکَ وَنَخْشی عَذاَبَکَ اِنَّ عَذاَبَکَ بِالکُفَّارمُلْحِق .( السنن الكبرى للبيهقي 2/211 ) .


(ای الله ! مونږ له تا نه د مرستې غوښتونکي يو، او له تا نه د بخښنی غوښتونکي يو ، پر تا ايمان راوړو ،اوپر تا توکل کوو ،اوستا ښه تعريفونه کوو،اوستا شکر ادا کوو،ستا نا شکري نه کوو ،او څوک چې ستا نا شکري اونافرماني وکړي هغه پريږدو ،هيڅ اړيکې ورسره نه ساتو ،ای الله ! مونږ همدا ستا عبادت کوو ،همدا ستا لمونځ کوو او همدا ستا ته سجده کوو ،او همدا ستا به لور در ځغلو،اوستا د حکم په ځای کولو لپاره تيار اوسو،اوستا د رحمت ليوال يو ،اوستا له عذاب ځنې په ويره کې يو ،يقيناً ستا عذاب کافرانو ته ور رسيدونکی دی ).
 
                 و الله تعالی اعلم                  آن لاين اسلامې لارښود


}}}}}}}}}}}}}}}}}}}}}}{{{{{{{{{{{{{{{{{{{{{{{{{{{ 

سوال او ځواب دوېم

د سبابې ګوتي  پورته كول په كار دي او كه نه؟ 
  
پوښـتـنه : سبابه پورته كول  ځينې حنفيان نه كوي اود دې لپاره 
                  د امام  صاحب يو قول د نه كولو لپاه وړاندې كوي؟

ځواب : د سبابې د پورته كولوپه اړه په درمختار او شامي كې پوره
            تفصيل راغلى دى او پورته كول يي غوره كړې ده  
            او د ډيرو كتابونو  څخه يي رانقل كړې ده،  
            له دې څخه وروسته مقلد ته د خلاف ګنجايش نشته،
           په موطا كې امام محمد رحمه الله په خپله فرمايي
           چې دا قول زمونږه او زمونږه د استاد
                              امام ابو حنيفه رحمه الله دى(5) .


(5) لكن المعتمد ماصحح الشراح ولاسيما المتاخرون كالكمال والحلبي والبهنسي والباقاني وشيخ الجد وغيره انه يشير لفعله عليه الصلوة والسلام الخ ) الدرالمختار على هامش ردالمحتار، باب صفة الصلوة جلد اول ص 474(

1 comment:

  1. سلام علیکم.
    آیا لاسونه د وتر واجب په آخري رکعت کي غوږونو ته ورسیږي او ولګیږي؟؟؟؟؟؟؟؟

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User