Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, December 16, 2011

اخبارونو ، اونیزو، مجلو اونورو مطبوعاتو وارترمخه پیسي ورکول


عموماداخبارونو ،اونیزو، مجلو لپاره وارترمخه پیسي اخستل کیږي ،اوورځني یامیاشتنۍ خپروني هغوته ورکول کیږي ، په دي اخبارونو اونیزو اومجلوکې کله کله دضخامت له کبله زیاتوب هم راځي اوکله کله کموالی هم په کې راځي ،اوکله کله خولاپه ډیرو صفحاتوکې داسي اشتهارونه اواعلانونه هم راځي چې اخستونکوته یې هیڅ ګټه هم نه رسیږي ،نوپه دغه حالاتوکې مبیعه (خرڅ شوی شیئ) تریوي اندازي پوري نامعلوم وي چې دفقه په اصطلاح کې ورته مجهول ویل کیږي ،نوآیاپه داسي صورت  خرڅول اواخستل جائزدي اوکنه ؟


نوپه دي هکله بایدووایو چې دمبیعي نامعلومتیااوجهالت هغه مهال بیع فاسدوي چې دهغه له کبله دجګړي اوجنجال پیداکیدلو انديښنه وي ،که کومه داسي اندیښنه نه وي نوبیابیع صحیح ده ، علامه محمدانورشاه کشمیري رحمه الله په فیض الباری ۳/۲۵۸ کتاب البیوع کې لیکلي : ان من البیوع الفاسدة مالو أتی بهاأحدجازت دیانة وان کانت فاسدة قضاء وذالک لأن الفاسدقدیکون لحق الشرع بان اشتمل العقدعلی مأثم فلایجوزبحال، وقدیکون الفاسدلمخافة التنازع ولایکون فیه شیئ آخریوجب الاثم فذالک ان لم یقع فیه التنازع جازعندي دیانة وان بقی فاسداقضاء ،لارتفاع علة الفسادوهی المنازعة ،

ژباړه : دبیع فاسد بعض هغه صورتونه دي که چیري هغه انسان کوي نودیانة ( دده اوخدای په مینځ کې ) جائزکیدلی شي که څه هم قضاء فاسدوي، اوداځکه چې په بیع کې فسادکله کله دشریعت دحق له کبله وي په دي ډول چې دګناه په کوم کارمشتمل وي ، په داسي صورت کې بیع په هیڅ ډول جائزنه ده ، اوکله دغه فساددخپل مینځي اختلاف  داندیښني له کبله  وي اوپه هغه کې بله کومه داسي خبره نه وي چې ګناه وي ، نوکه په داډول بیع کې اختلاف اونزاع جګړي نه واقع کیږي  نوزماپه نزددیانة جائزدی که څه هم قضاء هغه فاسده ده ځکه چې دفساداصل سبب یعني جګړه پاته نه شوه ،

همداډول دبعض مطبوعاتي  ادارو  اومجلوکې دلایف ممبر ي (کورني غړي)اصول هم شته هغه داچې یوسړی یومعلومه اندازه پیسي اداء کوي اوبیادټول ژوندلپاره ددغه اداري یامجلي غړی شي اومطبوعات هغه ته ورکول کیږي په دغه صورت کې هم مبیعه نامعلومه ده ځکه چې دانه ده معلومه چې دده ژوندڅومره دی ، اونه دامعلومه وي چې په څونه ورځو کې څومره کتابونه یامجلي چاپیږي ؟ مګردابه هم جائزبلل کیږي ځکه چې دلته هم دنامعلومتیاله کبله دخپل مینځي جګړي اوجنجال نوبت نه راځي لکه څنګه چې یې موږ په مشاهده سره وینو،همدارنګه ددي تاویل داسي هم کیدی شي چې ددي حیثیت هبة عن العوض ده چې غړی هغه رقم هبه ورکوي اوهغه اداره یې په بدله کې کتابونه یامجلي  یامطبوعات ورکوي، په نني عصرکې دمطبوعاتي ادارو دغه ډول بیع په کثرت سره رواج دی اواهل علم هم په دي مسئله کې چوپه خولي پاتي شوي چې ددي خبري دلیل دی چې داډول کول جائزدی ، البتة بعض بزرګانوداډول بیع دجهالت فی المبیع له کبله ناجائز بللي ، امدادالفتاوي ۳/۱۳۳،

ماځذفقهي مسائل خالدسیف الله رحماني ۱/۳۵۲،

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User