Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, December 18, 2011

دجنتي ښځو حسن او جمال او نور حالات


دجنتي ښځو حسن او جمال او نور حالات 

 لیکنه مولاناعاشق الهی برنی رحمه الله

په سوره آل عمران کښي الله جل جلاله  فرمايي :

لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ {15}(سورة آل عمران) 

ترجمه : دداسي خلقو دپاره چي دالله څخه ويريږي دهغو درب سره داسي باغونه دي چي دهغوئ ددرختو یاماڼیو لاندي نهرونه جاري دي،  هغه کښي به دوئ هميشه اوسيږي او(هغو دپاره  به هلته) پاکي میرمني  وي ، او دالله رضابه  وي ،او الله خپل بندګان ډیرښه ويني .
پاکي میرمني  ، يعني ظاهري خيري او باطني خباثت (مکر دهوکه وغيره) څخه او هر تکليف ورکونکي عادت او خبري ، حيض او نفاس  اونورو څخه به بالکل پاکي او صفاوي . (قال ابن کثير اې من الدنس والخبث والاذي والحيض والنفاس وغير ذلک مم يعتري نساء الدنياء (تفسير ابن کثير ص ۳۵۲ج ۱)
حضرت مجاهد رحمه الله  دازواج مطهرة    تفسير کولو سره فرمايي :چي هغه به له حيض او غټ او وړوکي او دس ماتي ،بلغم، ناوړو، مني ، او بچيانو راوړلو څخه پاکي وي ( کله چي بچي راوړل نه وي نودهغې څخه دنفاس وينه هم نه راځي  )
حضرت قتاده  رحمه الله فرمايي چي مطهرة من الاذي والمأثم ،يعني هغه به تکليف ورکونکي هر شي څخه او نافرماني کولوڅخه پاکي وي . تفسير ابن کثير ص ۶۳ج۱
خلاصه داه چي دجنت ښځي به دظاهري او باطني عيبونو څخه پاکي وي ، نه به ناړي توکي نه به دغټ او وړوکي اودس ماتي حاجت وي ،اونه به مني ،حيض ،نفاس بلکه  هيڅ ډول داسې څیزونه به نه وي ، نه به بدن او جامه باند خيري وي ، ظاهر ي پاکوالي سره سره به دهغو عادات او اخلاق هم انتهايي ښه وي،د زړه له کومي به له خپلو خاوندانو سره مينه کوي ، په هغو کښي به دنافرماني نوم هم نه وي ،مکر او دوکه اوبې وفايي او دژبي اوږدوالي ددې ټولو شيانو څخه به خالي وي، دنيا وي ښځي چي دهغوپه  ايمان باندي خاتمه سوي وي دمؤمنانو ښځي به وي او دهغو څخه علاوه به دحورعين څخه ښځي ورکړل شي ، دواړه قسمه ښځي به په  حسن او جمال کې ساری نه لري ،او په خاوند به ځان قربانوي او ظاهري او باطني ښه والي او اخلاق فاضله او محبت او مدت صفايي او پاکوالي کښي  انتهايي اعلي به وي .
دجنتي ښځو حسن او جمال او نور حالات
په سورة واقعه کښي الله جل جلاله فرمايي :

إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاء {35} فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا {36} عُرُبًا أَتْرَابًا {37} لِّأَصْحَابِ الْيَمِينِ {38}(سورة واقعه) 

ترجمه : موږ دغه ښځي په خاص طريقه جوړي کړي دي (يعني موږ هغه داسي جوړي کړي ) چي هغه پيغلي دي ، (خاوندانو ته ) خوښي دي ،(دهغو ) هم عمره دي (داټولي به ) داصحاب اليمين دپاره وي .
ددي دنیامؤمني ښځي چي په کوم حال او کوم عمر کښي هم له دنياڅخه تلي دي بهر حال جنت کښي به پيغلي او ځواناني سي او دهغه ځاي حسن وجمال سره به ښايسته سي .
حديث شريف کښي دي چي يوه بوډۍ ښځه دنبي صلی الله علیه وسلم په  خدمت کښي حاضره شوه او عرض يې وکړچې اې دالله رسوله  دعا وکړه چي الله ما جنت ته داخله کړي ، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وويل چي اې دفلاني موري جنت کښي به يوه بوډۍ هم نه داخليږي ،په  دې او ريدلو سره هغه بوډۍ په ژړا روانه سوه ، نبي صلی الله علیه وسلم حاضرينو ته وويل هغې ته ووايئ چي (زما دامطلب نه دی چي ته به جنت ته نه ځې بلکه خبره داده چي) هغه به جنت ته دداخليدو مخکي بوډۍ ګاني نه وي ، ځکه چي هغه وخت به ځواني ورکړل سي  ، بې شکه الله تعالي فرمايي :

إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاء {35} فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا 

(شمايل ترمذي باب ماجاء في صفة مزاح رسول الله صلی الله علیه وسلم)
نبي صلی الله علیه وسلم دخوش طبعي دپاره داسي الفاظ وفرمايل چي دهغه څخه هغې دويم مطلب واخست ،کله کله به ګران نبي صلی الله علیه وسلم مزاح هم کولو چي دهغې يو واقعه داهم ده چي پورته بيان سوه ، خوپه مزاح  کښي به هم نبي کریم صلی الله علیه وسلم صحيح او رښتوني خبره کوله .
ابکار ، دبکر جمع ده ، په معني دپيغلي ، کله چي هم دهغو خاوندان هغو سره  نږدې والي کوي هغه به باکرې يعني پيغلي وي ، (قال في المرقات کلما اتاهن ازواجهن وجدوهن ابکارا)
دبيان القرآن مصنف ليکلي دي چي دکوروالي څخه ورسته به بيا باکرې کيږي ، کذافي الدر عن ابې سعيد مرفوعا .
عربا ،حسين وجميل او خوږې ښځي ، دادعروب جمع ده (وقال ابن کثير عرب متحببات الي ازواجهن بالحلاوة والظرافة والملاحة ص ۲۹۱ج۱)
اترابا همزولي ښځي مرادي ددې واحد ترب دي لکه څنګه چي سړي دديرش يا ددوديرش کالو وي  دغه رنګه دهغو ښځي به هم همزولي وي ، قد وقامت او عمر کښي به برابر وي . دطرفينو څخه به زړه يوځاي سي ، دنيا کښي خلق دخپل ځان څخه کم عمره انجلۍ دزوجيت دپاره خوښوي ځکه چي کم عمره کښي حسن وجمال او محبوبيت اندازه زياته وي ليکن دجنت په ښځو کښي به (که ددنيا هغه مؤمني وي يا هغه حور عين وي ) حسن او جمال او دمحبوبيت احوال کامل ترين وي ، ددې وجي څخه همزولو الي به دمحبوبيت څخه مانع نه وي ، بلکه دلازيات تناسب او انس او محبت سبب به جوړيږي ، خاوند او ښځه به له ماشومتوب څخه هم خالي وي او بوډاوالي څخه به هم مجفوظ وي ، هميشه به متوسط وي چي هغه کښي پوهه اوهوښ کامل وي .
مفسر سدي داتراب تفسير ويلو سره اشاره کړي چي هغه به خپلو کښ په ښواخلاقو، محبت او الفت اعتبار سره برابر وي ، دخوندو په شان به وخت تيروي ، خپلو کښي به دحسد ، سوزيدل او بغض نوم نه وي ، دبنو په شان  خوي او جنګ به هم نه وي .      (تفسر ابن کثير ص ۲۹۲ ج۴)
په سوره ص کښي الله جل جلاله فرمايي :

وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ {52}(سورة )

يعني او دهغو دپاره به دسترګو دبندولو والا همزولي ښځي وي .
يعني ددوي نظرونه به يواځي خاوندانو باندي رابند وي ، اوزړه به يې يواځي خاوندانو سره تړلي وي ، دخاوندانو نه علاوه به بل چاته لږ شان نظر کولو سره هم نه ګوري .
دحضرت انس  رضی الله تعالی عنه څخه روايت دي چي نبي اکرم صلی الله علیه وسلم   وفرمايل چي يو سهار يو ماښام دالله په لار کښي وتل دټولي دنيا او څه چي په دنيا کښي دي ددې ټولو څخه بهتر دي ، او که دجنت دښځو څخه يوه ښځه مځکي طرف ته راښکاره سي نو داسمان اومځکي منځ کښي چي څه دي هغه به روښانه کړي ، او دخوشبو څخه به يې
ډک کړي ، بيا يې وفرمايل چي البته دهغوۍ دسر پړوني د ټولي دنيا څخه او څه چي په دنيا کښي دي دهغه ټولو څخه بهتر دي . (مشکوة المصابيح ص ۴۹۵ازبخاري )
حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله تغالی عنه فرمايي چي بې شکه دجنتي ښځي دپنډلۍ سپين والي به داويا جوړو څخه دننه  په نظر راځي ، نږدې چي دپنډلۍ دننه هډوکي به هم په نظرراځي ،

(او داخبره ځکه ده چي دالله جل جلاله فرمايي

كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ 

(هغه ښځي به دومره صفا او رنګونه به يې ښايسته وي چي ګويا هغه ياقوت دي يا مرجان دي ) بيا يې وفرمايل :چي ياقوت خو داسي کاڼي دي چي که ته هغه کښي يو مزی داخل کړي او بيا هغه صفا طريقه باندي ليدل غواړي نو دکاڼي څخه به بهر يې ليدلي سې (رواه الترمذي مرفوعا ثم قال وقد روي عن مسعود ولم يرفعه وهو اصح راجع ابواب صفة الجنة )
حضرت ابو سعيد خدري رضی الله تغالی عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل چي جنتي سړي ته به يوه ښځه راسي او دهغه په اوږه په لاس ووهي سړي به دهغې په مخ نظر واچوي نو دهغې اننګي  به دآئينې څخه زياته صفا وي ،او په جنتي ښځه چي کوم ملغلري وي دهغې څخه ادني ملغلره دمشرق او مغرب منځ روښانه کولاي سي ) او په هغه به اويا جوړې وي چي دومره به نازکي وي چي دهغه څخه به دننه نظرځي او جنتي سړي به دجامو څخه بهر دهغې دپنډلي هډوکي وويني . (الترغيب والترهيب ص ۵۲۹ج ۴رواه احمد وابن حبان في صحيحه )
حور عين : حور جمع ده دحوراء يعني هغه ښځه چي دهغې دسترګو سپين والي اوتوروالي ښه ژور او تيز وي ، عين جمع دعيناء ده يعني هغه ښځه چي دهغې سترګي غټي غټي وي ، دحديث اصطلاح کښي ددغه ښځو دپاره لفظ دحور ويلي دي چي هغه الله جل جلاله خپل قدرت کامله سره دجنتي سړو دزوجيت دپاره پيداکړي دي . داښځي به ددنياله  مؤمنو ښځو څخه علاوه وي ،

سورة دخان کښي یې فرمايلي :

وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ 

 يعني عين سره به موږ ددو نکاح وکړو .

په سورة رحمن کښي يې فرمايلي دي : 

 فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ {70} فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ {71} حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ {72} فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ {73} لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ {74} فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ {75} (سورة رحمن) 

ترجمه : ددې جنتو په محلو کښي خوب سيرته او خوبصورته ښځي به وي، بس اې انسانه او پيريه تاسي به دخپل رب کوم کوم نعمتو درواغ وګڼۍ؟ هغه حوري به خيمو کښي محفوظ وي ،بس اې انسانه او پيريه تاسي به دخپل رب کوم کوم نعمتو درواغ وګڼۍ؟ (هغه به چي دچا دپاره منتخب وي ) دهغه څخه وړاندي به يو انسان ياجن نه وي مسح کړي ، بس اې انسانه او پيريه تاسي به دخپل رب کوم کوم نعمتو درواغ وګڼۍ؟
په سوره کښي واقعه کښي الله تعالي فرمايي :

وَحُورٌ عِينٌ {22} كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ {23} (سورة واقعه) 
 
يعني او دهغو دپاره به حورعين وي دپټ ساتلي سوي ملغلري پشان .
په سوره صافات کښي الله تعالي فرمايي :

وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ {48} كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ {49}(سورة صافات) 

يعني او هغو سره به ښکه کتونکي غټو سترګو والا ښځي وي (چي دهغو رنګ به داسي صفا وي چي )ګويا پټي ښودل سوي هګۍ دي .
ړومبي آيت کښي دپټ ملغلري په شان يې فرمايلي دي ، يعني هغه ښځي به صفايي او سپين والي کښي دتازه ملغرو په شان پړقيږي ،او دويم آيت کښي دپټي کړل سوي هګۍ سره تشبيه ورکړي وه چي ددوړو او داغ بالکل محفوظ وي .
مفسر ابن کثير دحضرت حسن څخه دبيض مکنون تفسير کښي نقل کړي دي چي محصون لاتمسه الايدي (يعني هغه هګۍ چي لاسونه وي مسح کړي) (تفسير ابن کثير ص۷ج۴)
مفسر بيضاوي لکلي چي هګۍ سره کومه تشبيه ورکړل سوي ده داتشبيه صفايي کښي هم ده اوزيړ والي چي دسپين سره يوځاي سوي وي هغه سره هم ده ، کوم سپين والي کښي چي زيړ والي ګډ وي هغه دبدن بهترين رنګ دي ، (والله اعلم باحوال خلقه واسرار کتابه ) 

 منبع : http://islam-iea.com/

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User