Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 15, 2011

په نبی کرېم صلی الله علیه وسلم په طائف كښې مصيبتونه او تكليفونه : درد ناکه واقعه




په نبی کرېم صلی الله علیه وسلم د ټولو نه زيات تكليف په طائف كې

محترمينو ! نبی کرېم صلی الله علیه وسلم ټوله زندګى كې كوم مصيبتونه او تكليفونه تېر كړي و خو مګر طائف كې كوم تكليف او اهل طائف كوم ظلم ورسره كړى ده ، كوم بې حيانه سلوك ورسره كړى ده ، ټوله زندګى كې داسې تكليف نه ده تېر كړى ، يوه ورځ حضرت عايشه صديقه رضی الله عنها ورته وايي : يا رسول الله  د جنګ احد نه تا باندې كوم غټ تكليف راغلى ده .

 رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وايي : عايشه رضی الله عنها طايف كې كوم سلوك كوم ظلم ماسره شوى ، داسې درمنده واقعه داسې درمند تكليف ما باندې چېرته هم نده راغلى .

ابوطالب د نبی کرېم صلی الله علیه وسلم تره ) كاكا ( و اګر چې ايمان نه و راوړى خو د پيغمبر نه به يې هر قسم دفاع كوله ، كله ــ كله به ديحالت ورسېده چې د قريشو سره به جنګ ته تيار شو ، چې اسلام نصيب كې نه و ، دا جدا خبره ده په دې كې د بنده هيڅ دخل نشته .

خطيب وايي

بلال رضی الله عنه د حبشو نه راځي اسلام قبلوي

حسن رضی الله عنه د بصري نه راځي اسلام قبلوي

صهيب رضی الله عنه د روم  نه راځي اسلام قبلوي

سلمان رضی الله عنه د فارس نه راځي اسلام قبلوي

ابوطالب ټول عمر د پيغمبر سره يوځاى تېروي اسلام نه ، او ايمان نه بې برخې پاتې كېږي ، دې حكمت باندې

الله رب العزت  پوهېږي په دې كې د بنده هيڅ حق نشته .

ابوطالب هم پدې كال وفات شوى و ، سيده خديجة الكبرى رضی الله عنها هم وفات شوي وه ، پيغمبر ډېر خفه و ، دا صرف يوه وفاداره او فرمان برداره بي بي نه وه ، بلكې د اسلام يوه عظيمه مبلغه او معلمه وه ، د دوى په وفات باندې نبی کرېم صلی الله علیه وسلم ډېر زيات خفه و ډېر غمجن و .

نبی کرېم صلی الله علیه وسلم باندې مكه كې د قريشو مسلسل ظلم ، پى درپى ظلم او سختيان وي ، دا يې په ځان باندې برداشت كولى ، د حضور په ذهن كې ، په خيال كې د الله رب العزت وحدانيت خو رول و .
نبی کرېم صلی الله علیه وسلم د طائف فيصله

نبی کرېم صلی الله علیه وسلم د ځان سره دا فيصله وكړه چې راشه طائف ته لاړ شه هلته د الله رب العزت د وحدانيت اعلان وكه ، هغه ځمكه به د الله رب العزت په وحدانيت آباده شي .

زما وروڼو ! طائف د قريشو د ګرمئ د اوسيدو ځاى و ، هلته د قريشو د مشرانو كورونه او باغات و ، حضور چې د سفر آراده طائف ته وكړه د ځان سره زيد بن حارث روان كه ، طائف د مكې مكرمې نه شپيته ۶۰ ميله لرې ده تقريباً نوى ۹۰ كېلومتره كېږي دا مزل پياده كوي لاره كې كندې دي ، اغزي دي ، كاڼي او تېږې دي ، خدايه چې پيغمبرمعراج ته روان و براق ورته ولاړ و ، طائف ته پيدل مزل كوي ، خدايه ستا د وحدانيت لپاره كوي .

پيغمبر وايي كه دوى زما پيغام نه آوري ، شايد هغوى واورى ، كه دلته مكه كې نه آورى ، شايد هلته په طايف كې واوري .

د پيغمبر سره زيد بن حارثه آزاد غلام ده نور هيڅ نشته ، سوارلي نشته ، صرف او صرف دوه چپلى په پښو مباركو دي ، نور د سفر د آسانتيا لپاره هيڅ هم نشته ، سوارلي نشته ، پياده روان ده ، لشكر ورسره نشته ، تنها روان ده ، پيغمبر وايي : هر څه چې كېږي مګر رضاء الهى ضروري ده .

د نبی کرېم صلی الله علیه وسلم طائف ته رسېدل

كله چې طايف ته ورسېده اول عبدياليل بن عميرو ته ورغى داد هغو خلكو سردار و ، عبدياليل ته وايي زه د الله رب العزت آخرى پيغمبر يم د الله رب العزت رسول يم عبدياليل ورته وايي : اې محمده تانه ماسواء بل څوك نه و چې هغه يې رسول رالېږلى وه .

پيغمبر دويم سردار ته ورغى چې د مسعود بن عمرو په نوم و هغه ورته وايي نبى داسې نه وي چې در په در ګرځي ، دريم سردار ته ورغى د حبيب بن عمرو په نوم يادېده هغه ورته وايي : اې محمده كه ته چېرته په رښتيا نبى يي ته به زما په زړه كې خپله راشى او كه په دروغو يې نو زما په زړه كې ته نه راځي ، ستا ويلو ته ضرورت نشته ، دا يې وويل نبی کرېم صلی الله علیه وسلم يې د خپل مجلس نه اوچت كه پيغمبر پريشان د هغه ځاى نه لاړو .

پيغمبر بازار كې اعلان كوي ، د طايف مشرانو ، ماشومانو او نوجوانانو ورپسې كړه چا به ورته كنځل كول ، چا به ورپسې چك چكى او تاړي وهلى ، چا به په كاڼو ويشتو ، دې پورې د حضور د بدن نه وينې روانې شوې ، د ډېرو ويشتو نه حضور و ولېده ، د هغه ځاى نوجوانانو به نبی کرېم صلی الله علیه وسلم د اوږو او لاسو نه نيولو وبه يې درولو بيا به يې د كاڼو ګذارونه په شروع كړه ، چا به څادر په غاړه كې ور واچوه كشكولو به يي .

زيد بن حارثه به د پيغمبر نه دفاع كوله دواړه په وينو رنګ دي ، د طايف نه لرې درې ميله د عتبه او شيبه باغ ته لاړه هلته يو دېوال سره تكيه ولګوله ، لږ  آرام او دمي لپاره كېناسته ، لوږه او تنده هم پرې راغلى ده ، زخمونه يې هم بې آرامه ، جامې هم په وينو ، بدن هم په وينو ، د نبی کرېم صلی الله علیه وسلم نه دومره وينه تلى وه چې پڼو كې به وينو جړق ــ جړق آواز كولو .

خطيب وايي

خدايه مسافرو سره خو داسې څوك نه كوي

د ناروا دعوت يې نه وركاوه ــ د حق دعوت يې وركاوه

د جهنم دعوت يې نه وركاوه ــ د جنت دعوت يې وركاوه

د تياروكى د اوسېدو دعوت يې نه وركاوه ــ د رڼا دعوت يې وركاوه

د شرك دعوت يې نه وركاوه ــ د توحيد دعوت يې وركاوه

خدايه نبى زخمى ــ زخمى دى

خدايه نبى جسم پرهر ــ پرهر دى

پښې زخمي دي

سر زخمى دى

چهره زخمى ده

زړه زخمى دى

سينه زخمى ده

لاس زخمى دى

بدن زخمى دى

د نبى د چهرى د زخم لپاره ملهم نشته

د نبى د جسم د زخم لپاره ملهم نشته

د نبى د سر د زخم لپاره ملهم نشته

د نبى د بدن د زخم لپاره ملهم نشته

د نبى د زړه د زخم لپاره ملهم نشته

خدايه ډاسې نبى چهره دوى زخمى كړه چې تا ورته ) وَالضُّحَي ويلى ( .

ډاسې نبى لاس زخمى كړي چې تا ورته ) وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ ويلى ( .

داسې نبى سينه زخمى كړي چې تا ورته ) أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ ويلى ( .
نبی کرېم صلی الله علیه وسلم د عتبه په باغ كې

پيغمبر د عتبه او شيبه باغ كې د يو انګور د سوري لاندې ناست و ، دوى چې ولېده لږ رحم پرې راغى ، د دوى يو عيسايى غلام و د هغه نوم عداس و هغه ته آواز كه دا انګور دې مسافرو ته ور وړه ، كله چې دى غلام انګور راوړه د نبی کرېم صلی الله علیه وسلم مخې ته كېښودل نبی کرېم صلی الله علیه وسلم  او زيد بن حارثه په بسم الله باندې شروع وكړه

هغه غلام عداس ورته وايي داسې جمله دې علاقې خلك نه وايي .

نبی کرېم صلی الله علیه وسلم ورته وايي ته د كومې علاقې اوسېدونكى يي او ستا دين څه دى .

هغه غلام ورته وايي زه عيسايى يم او د نېنوا اوسېدونكى يم .

نبی کرېم صلی الله علیه وسلم ورته وايي ته د يونس بن متى عليه السلام د علاقې يي .

عداس ورته وايي ته يونس بن متى عليه السلام څنګه پيژنى .

رسول الله ورته وايي هغه زما ورور دى هغه هم نبى و زه هم نبى يم .

عداس چې كله دا واورېدل د نبی کرېم صلی الله علیه وسلم  لاسونه چپول او كليمه وويله ، كله چې عتبه او شيبه خپل غلام وليده چې عداس د نبی کرېم صلی الله علیه وسلم لاسونه او پښې چپول عداس چې واپس لاړو عتبه او شيبه پوښتنه ترې كوي عداس دا دې څه وكړل .

عداس جواب وركوي ډې كس نه په ټول جهان كې بهتر كس نشته دى ، ماته داسې خبره وكړه چې هغه د نبى نه ماسوا بل چاته معلومه نده .

عتبه او شيبه ورته وايي عداس د دوى دين نه ستا دين بهتره ده .

عداس ورته وايي ماته هرڅه معلوم شول .

نبی کرېم صلی الله علیه وسلم څه وخت دې باغ كې ناست و ، ډېر غمجن حالت كې ، د خفګان حالت كې ، د افسوس حالت كې ، روان شو .
جبرائيل او ملك الجبال د حضور په خدمت كې

يو څه فاصله مزل وكه ، كله چې يو غر ته ورسېده چې هغې ته قران الثعالب ، يا قرن المنازل ورته وايي بره وكتل چې په نظر د جبرائيل امين جلوه او رڼا وليده ، جبرائيل ورته وايي يا رسول الله دا هر څه الله رب العزت واورېدل ، او وې ليدل او هغوى چې تا سره كوم سلوك وكه او كوم جواب دركه هرڅه الله وليده .

يا د الله رسول دا ما سره د غرونو ملك ده ، الله رب العزت دا رالېږلى ده ته حكم كوه دا به عملي كوي ، ملك الجبال ورته وايي يا رسول الله زه د غرونو ملك يم دا هرڅه الله رب العزت واورېدل ، ولېدل ، زه يې رالېږى يم ته امر كوه زه به هغه كار كوم اوس ته حكم كوه زه به دا بې آدب قوم ، دا ګستاخ قوم د مكې غرونو كې راګېر كړم ، قيمه ــ قيمه به كړم ، زره ــ زره به كړم ، غوښه ــ غوښه به كړم ، سرونه به يې د تنو نه جدا كړم .

يا رسول الله امر كوه ستا حكم او زما عمل كول ، يو آزمايش هغه وه چې د طايف خلكو نبی کرېم صلی الله علیه وسلم په كاڼو ، لوټو ، وويشتلو دويم ازمايش داده چې جبرائيل او ملك الجبال هم ورته حاضر دي او ورته وايي امر كوه مونږ د طايف خلك زره ــ زره كوو ، نبی کرېم صلی الله علیه وسلم د صبر او تحمل امتحان كې ګېر ده ، طايف كې حضور صبر او تحمل نه كار اخيستى ده . دلته هم الله رب العزت د جبرائيل او ملك الجبال په فرمايش كې كامياب كه .

فرشتو ته د پيغمبر جواب

د فرشتو درخواست چې كله حضور واورېده فرشتو ته جواب وركوي ] ارجوان يخرج الله من اصلا بهم من يعبد الله ولايشرك به شياً ( بخاري ومسلم ) زما اميد ده چې الله رب العزت به د دوى نسلونو نه داسې خلك پيداكړي چې يو الله رب العزت عبادت كوي او الله رب العزت سره به شريك نه نيسي ، كه ډې بدنصيب ايمان قسمت كې نشته ، ده دوى د نسل نه نا اميده نه يم زما دا توقع ده چې د دوى نسل كې به داسې كسان وي چې د يو خداى عبادت به كوي الله رب العزت سره به شريك نه نيسي .

خطيب وايي

ولې د خداى مطلوب د يو خداى عبادت

د مصطفى مطلوب د يو خداى عبادت

د اصحابو مطلوب د يو خداى عبادت

د اهل بيت مطلوب د يو خداى عبادت

د علماء مطلوب د يو خداى عبادت

د اولياء مطلوب د يو خداى عبادت

د صوفياء مطلوب د يو خداى عبادت

د خطيب مطلوب د يو خداى عبادت

د خداى خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د مصطفى خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د ابوبكر ت خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د عمر ت خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د عثمان ت خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د على ت خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د اصحابو خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د اهل بيت خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

لږ زره مخكې ځم

د امام ابوحنيفه خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د امام مالك خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د امام شافعى خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د امام احمد بن حنبل خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د اولياؤ خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د علماؤ خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د صوفيانو خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

د خطيب خوښه ، د شرك نه پاك معاشره

زيد بن حارثه بد دعايي عرض كوي

حضرت دعا كوي

جبرائيل د هلاكت عرض كوي

حضرت د هغو د زندګى دعا كوي

ملك الجبال د) تباهى ( دعرض كوي

حضرت د هغو د آبادى عرض كوي

داسې حوصله

داسې همت

داسې رحمت

داسې شفقت

دا صرف او صرف د نبی کرېم صلی الله علیه وسلم  ده

حضرت موسى علیه سلام خپل قوم په درياب كې غرق كه

حضرت نوح علیه سلام خپل قوم د اوبو په طوفان غرق كه

او حضور وايي ] ارجوان يخرج من اصلابهم من يعبدالله ولايشرك به شياً [ بخاري ومسلم .

زما عزتمندو ! نبی کرېم صلی الله علیه وسلم ټوله مكې زندګى په تكليفونو سره تېره كړى وه ، ولې صرف پيغمبر به دا ويلى ] يايها الناس قولوا لآله الآلله تفلحوا [ دا دعوت د يو لك څلېريشت زره انبياء و ، لېكن قريشو په نبی کرېم صلی الله علیه وسلمباندې يو قسم ظلم هم پرې نه ښود ، په كاڼو ويشتو ، كنځل ورته كولى ، ساحر به ورته ويلى ، دروغجن به ورته ويلى ، لار كې به ورته اغزي اچول ، كورونه به ورباندې مرداري اچولو ، د سجدى په حالت كې ورباندې د اوښ لرئ اچولي ، په غاړه كې څادر ورته اچولى ، هر قسم تكليف ورته رسولي ، خو قربان شه زما مور او پلار ډاسې داعى نه ، ډاسې نبی کرېم صلی الله علیه وسلم نه چېرته هم ډه په دعوت كې زره قدر كمى هم رانه غى ، بلكې ډه دعوت عشق نور هم زياتى ده ، نزدې علاقې پرېږده چې لرو ــ لرو علاقو ته ډه دعوت او تبليغ ورساوه ، الله رب العزت دې مونږ كې هم ډعوت استعداد پيداكړي ، الله رب العزت دې مونږ په خپل وحدانيت مضبوط او قايم كړي .

واخر دعونآن الحمدلله رب العالمين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User