Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, November 7, 2011

په اسلام كې د ژوند انه ځانيز او ټولنيز اداب



بِسْمِ اللّٰه الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ ظ

اسلامي اداب
په اسلام كې د ژوند انه ځانيز او ټولنيز اداب :

دادابو پېژندنه:
اداب د ادب جمع ده او ادب د پوهي ، فرهنګ ،پيژندني ،غوره دود او ښه خوي په معنى وو راځي همدغه راز د غوره او ستايل شوي وينا او کړني استعمال د غوره خويونو پر ځاي کولو او د بدو څخه د ځان ژغورلوته هم داب وا يې ،په بل عبارت د هر شي د حد ساتني او رعايت کولو ته ادب وايل كېږي ، او دلته د ادابو څخه زموږ مطلب هغه غوره اومنل شوي دودنو او قو عددي چې د ټولو متمدنو او مهذبو خلکو مخصوصاً دمسلمانانو دژوندانه په ټولوکړنو لکه ناسته ولاړه ،خبرو اترو،خوړلو څښلو،لېدل و کتلو او د معاشرت او ټولنيز ژوندانه په نورو ټولو چاروكې ضروي ګڼل كېږي او دهمدغو ادابوپه وسيله د يو مهذب او وحشي انسان تر منځ امتياز او توپير راځي اودهغو د پرځاي کولو په اثردانسانانو په ټولنيز ژوندانه كې ښکلا خوند او مزه پيدا كېږي او د نورو په نظر كې درانده ، لايق او مهذب ښكارېږي همدغه رازنورهغه ځانيز اداب چې بايد يوريښتنى مسلمان يې د خپلو ټولو کړنو او خپل نيت ،دالله تعالى او دهغه د کلام[قران]او د استازي او د خپل ځان او د نوروخلکوپه هکله مراعات کړي ، دغه ځانيزاوټولنيزاداب داسلام د سپيڅلي دين دلوړو لارښود نو دبهير په ترڅ كې په روښانه ډول بيان شوي اوداسلام سترلارښود حضرت محمد 0 په خپلو قولي او عملي لارښودنو كې د مسلمانانو لپاره د هغو ډېره ښکلې نمونه قائمه کړي ده .
نوهر مهذب انسان او رښتني مسلمان بايد په دغو ادابو  باندې  د ځان د سمبالولو وياړ لاسته راوړي چې د هغو د جملې څخه يې ځينې دلته د دي کتاب د ځواک او زغم په تناسب بيانوو،
د مطالبو په تصنيف او ترتيب كې يې دوه نکتې په نظر كې نيول شوي دي يوه يې د موضوع اصالت ، اهميت او درناوي .
او بله يې د ځانيز او ټولنيز تر منځ او بياد هريوه په خپل منځ كې تدريج، پدي معنى چې د سريزي پسې د نيت ادابو ته د لومړيتوب حق ورکړي شوي
ځکه چې نيت د ټولو کړنو بنسټ دي ورپسي د اهميت او درناوي په اساس د الله تعالى ، د الله تعالى د کلام او استازي سره يې ادب بيان شوي او بيا د ځانيزو او ټوليزوادابو تر منځ تريوي د اهميت او د ژوندانه په ډ اندازي پورې ډګر كې يې د تحقيق او عمل په لحاظ د تدريج مراعات سوي دي .
دنيت اداب:
نيت د زړه قصد ،ارادې ،عزم ، غرض او هدف په معنى دي او دهر ښه او بد کار اساس او بنسټ دي او پرته د نيت څخه هيڅ عمل د اعتبار وړندي . د حضرت امام ابو حنيفة F په نزد داسې عمل چې بالذات مقصود وي پرته د نيت څخه صحت نه لري . لکه لمونځ چې مستقل عبادت او بالذات مقصود دي پرته د نيت څخه صحت نه لري او هغه عمل چې بالذات مقصود نه وي بلکه مقصود بالغير وي لکه اودس چې دلمانځه لپاره شرط دي نو که څه هم صحت يې د نيت پوري اړه نه لري خوثواب يې پرته د نيت څخه لاسته نه راځي يعنى په داسې اودس چې پرته دنيت څخه شوي وي لمونځ  پرې  كېږي خو دغه ډول اودس ثواب نه لري او د نورو امامانو په نزد هيڅ عمل پرته د نيت څخه صحت نه لري تردي چې بي نيته اودسه لمونځ هم نه كېږي([1])
اوپه روحاني لحاظ د هر کار ښه والي او بدوالي د زړه د څرنګوالي او باطني نيت پوري مربوط دي دنيت په ښه والي زواکمن اوسيږي د اجر او ثواب باعث ګرځي اوپه بدوالي سره يې کمزورى، فاسداو د سزا موجب ګرځيږي ، تردي چې د يو ښه نيت په لرلو سره يو مسلمان کولاي شي د يو عمل په وسيله سره ډېر ثوابونه لاسته راوړي د مثال په ډول که څوک د يو داسې ګاونډي سره چې خپلوان يې وي بي وزله هم وي يوازي په دي نيت يو څه مالي مرسته وکړي چې بي وزله او دمرستي وړدي نو يو ثواب يې كېږي او که په خپل دغه کا كې ډېر نيتونه وکړي ، يو دا چې بي وزله دي او د مرستي حق لري ، بل داچې ګاونډي مي دي بايد حق يې پر ځاي کړم ، بل داچې خپلوان مي دي بايد صله رحمي ورسره وکړم ، نو په دغه يو کار  باندې  دري ثوابونه لاسته راوړي .
همدغه راز که يو مسلمان يوازي پدي نيت باندې جومات ته ولاړشي چې خپل لمونځ په جماعت اداکړي نو يوازي د لمانځه د جماعت ثواب به لاسته راوړي . خو که په خپل دغه تګ كې د يو څو نوروښو کارونو نيت هم وکړي نو د همغو ډېرو ښوکارونو په پرتله به ډېر ثواپونه لاسته راوړي لکه چې د جومات په يو ځل تللو كې د غه لاندې نيتونه وکړي .
١_ جومات ته ددي لپاره ځم چې جومات د الله تعالى کور دي او د الله تعالى کورته تلل ښه کار او ثواب لري .
٢_ هلته به د لمانځه انتظار وکړم ځکه د لمانځه په انتظار ګناهونه له منځه ځي او درجې پرې پورته كېږي .
٣_ جومات كې به مي غوږونه سترګې او د بدن نورغړي او حواس د ګناهونو څخه په امن پاتې شي .
٤_ جومات كې د كې ناستلو په وسيله به د اعتکاف ثواب لاسته راوړم که څه هم لږوخت وي .
٥_ د جومات د ننوتلو او راوتلو د ماثوره دعاوو په ويلو سره به ثواب لاسته راوړم.
٦_ هلته به په خپلومسلمانانو وروڼو باندې سلام ووايم او ثواب به وګڼم.
٧_ جومات كې به د دنيوي مشاغلوڅخه د فراغت په حال كې د خداي په ذکر او فکر بوخت شم.
٨_ جومات كې به د خپلو اسلامي وروڼو ملاقات وکړم او د اړتيا په صورت كې به ورسره لازمه مرسته وکړم .
٩_ هلته به اسلامي احکام زده کړم يابه يې نورو ته ښودنه وکړم.
١٠_ جومات كې به د زړه په حضورد خپلو ګناهونو بخښنه وغواړم او د اخرت په چارو كې به تفکر وکړم .
نود رؤف او مهربان خداي د رحمت د پراخوالي په اساس يومسلمان د خپل يو صالح عمل په سرته رسولوسره د نيت د ښه والي له برکته ډېر ثوابونه لاسته راوړي شي لکه چې پورتني مثال كې د جومات په يو ځلې تګ سره هيله ده چې لس نيکۍ او د هغوې لس ثوابونه لاسته راوړي .
خولکه څنګه چې د نيت په ښه والي سره عمل ځواکمن اوثواب يې زياتيږي همدغه راز د نيت په بدوالي سره يو ډېرښه کار هم کمزوري كېږي او يا بيخې باطليږي .
د مثال په توګه د اسلام په سپيڅلي دين كې لمونځ کول يو ډېر ښه او غوره کار دي خو دغه ښه عمل که يو څوک د الله تعالى د رضالپاره نه بلکه د رياء او ځان ښودني لپاره يې وکړي نو د ثواب پرځاي به ورته د عذاب باعث شي .
همدغه راز که يو مسلمان د يو بي وزله انسان سره د دې لپاره مرسته کوي چې خلک يې ستاينه وکړي نو د دغه ښه کار اجر او ثواب يې له منځه ځي لکه چې الله تعالى فرمايلي:
$ygƒr'¯»tƒ tûïÏ%©!$# (#qãZtB#uä Ÿw (#qè=ÏÜö7è? Nä3ÏG»s%y|¹ Çd`yJø9$$Î/ 3sŒF{$#ur É©9$%x. ß,ÏÿYム¼ã&s!$tB uä!$sÍ Ĩ$¨Z9$# Ÿwur ß`ÏB÷sム«!$$Î/ ÏQöquø9$#ur ̍ÅzFy$# (([2])
[اى مؤمنانو! خپل خيرات په منت ايښودلو او ازار رسولو سره مه باطلوئ لکه د هغه چا په شان چې خپله شتمني د خلکو د ښودنې لپاره مصرفوي او په خداى اود اخرت په ورځې ايمان نه لري
همدغه راز د نيت په ښه والي سره يو ناروا کار د مباح عمل حکم پيدا کوي او د نيت په بدوالي سره يو مباح عمل د ګناه او ناروا کار حکم پيدا کوي
د مثال په ډول که يو څوک يوې پردۍ ښځې په پدې نيت او ګمان لاس ورواچوي چې ګوندي دا مي خپله ښځه ده نوکه څه هم پردۍ ښځې ته لاس اچول ګناه او ناروا کار دي خو دلته دغه کار د نيت د ښه والي په اساس کومه ګناه نه بلل كېږي . او بالمقابل که يو سړي خپلې ښځې ته په دې نيت او ګمان لاس واچوي چې داپردۍ ښځه ده نو که څه هم خپلې ښځې ته لاس اچول يو مباح او روا کاردي خودلته د نيت د بدوالي په سبب يوه ګناه اوناوړه کار بلل كېږي .
نوبايد هرمسلمان په خپلوټولو کړنو كې چې عبادت وي که عادت وي ياد خلکوسره معامله وي د خپل نيت اصلاح ،اخلاص او د الله تعالى رضاته ژوره پاملرنه وکړي په هرکار كې خپل نيت سم کړي او د الله تعالى رضا په نظر كې ونيسي او د نيت په اهميت ايمان او باور ولري ځکه د نيت د اهميت او د اصلاح د وجوب او لزوم لپاره ډېر دلايل موجود دي چې يو څه يې په لاندې ډول دي
١_ الله تعالى د پاک قران په يو مبارک ايت كې داسې فرما يې :
!$tBur (#ÿrâÉDé& žwÎ) (#rßç6÷èuÏ9 ©!$# tûüÅÁÎ=øƒèC ã&s! tûïÏe$!$# ([3])
[دوي [اهل کتاب په تورات اوانجيل كې ]مامور شوي نه وو مګر د دې لپاره چې د الله تعالى عبادت پداسې حال كې وکړي چې دالله لپاره [د شرک اونفاق څخه ]د دين خالص کوونکي وي ].يعنى د خداي په عبادت كې يې نيت پاک او خالص د الله تعالى د رضالپاره وي .
٢_ الله تعالى په يو بل مبارک ايات كې داسې فرمايلي:
ö@è% þÎoTÎ) ßNöÏBé& ÷br& yç7ôãr& ©!$# $TÁÎ=øƒèC çm©9 tûïÏe$!$# ([4])
[ووايه ماته امر شوي چې دالله تعالى عبادت پداسې حال كې وکړم چې دين يوازې د هغه د رضالپاره وګرځوم ]
٣_دالله تعالى استازي داسې فرمايلي :
إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وَ  إِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَي ([5])
[بيشکه عملونه [د عملونو صحت او ثواب ]په نيتونوسره دي او بيشکه د هر سړي لپاره هغه څه شته چې د هغه نيت يې کړي وي ]
٤_ په يو بل مبارک حديث كې يې داسې فرمايلي دي:
اِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ اِلٰى صُوَرِکُمْ وَاَمْوَالِکُمْ وَاِنَّمَا يَنْظُرُ اِلٰى قُلُوْبِکُمْ وَاَعْمَالِکُمْ ([6])
[بيشکه الله جل جلاله ستاسو څيرو او مالونو ته نه ګوري بلکه ستاسو زړونواو عملونوته ګوري ]
يعنى الله تعالى د خپلو بندګانو د زړونو او نيت په اخلاص او د عملونو په ښه والي يې خوښيږي :
٥_ همدغه رازد الله تعالى استازي فرمايلي :
وَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً ([7])
ژباړه:
څوک چې يو ښه کار ته نيت او قصد وکړي او ترسره يې نکړي [هم]نيکي [د نيکۍ ثواب]ورته ليکل كېږي .
نو يو مسلمان يوازي په ښه نيت سره د نيکۍ ثواب لاسته راوړاي شي که څه هم هغه کار سرته ونه رسولاي شي
٦_ حضرت محمد 0 په تبوک كې د غزا په وخت كې داسې وفرمايل :
اِنَّ بِالْمَدِيْنَةِ اَقْوَاماً مَا قَطَعْنَاوَادِياً وَلَا وَطِئْنَا مَوْطِئاًيَغِيْظُ الْکُفَّارَ وَلَااَنْفَقْنَانَفَقَةً وَلَا اَصَابَتْنَامَخْمَصَةً اِلَّا شَرَکُوْنَا فِيْ ذَالِکَ وَهُمْ بِالْمَدِيْنَةِ فَقِيْلَ لَه کَيْفَ ذَالِکَ يَارَسُوْلَ اللهِ فَقَالَ حَبْسبُهُمْ الْعُذْرُ فَشَرَکُوْابِحُسْنِ النِّيَّةِ ([8])
[بيشکه په مدينه منوره كې داسې خلک شته دي چې مونږ هيڅ وادي نه قطع کوو[هيڅ شوبله او کنده كې مزل نه کوو]او نه داسې يوځاي ترپښولاندې کوو چې کفارخپه کوي [چې زموږ دغه کار  باندې  کفارخپه كېږي ]او نه [پدغه لار كې ]ديو مال لګښت کوو.اونه مونږته [دلته په تبوک كې ]کومه ولږه اوستونزه  رسېږي  مګر دا چې هغوي پدې [اجر او ثواب] كې زموږ سره شريک دي حال داچې هغوي په مدينه منوره كې دي [دلته يې په غزا كې مونږسره ګډون ندي کړي ]نوورته وويل شو[د الله تعالى استازي څخه پدي هکله پوشتنه وشوه]اي د الله تعالى استازيه !دا څنګه کار دي نو [په جواب كې يې ]ورته وفرمايل .هغوي [د جهاد دوسايلو دنه درلودلو]عذربندکړي دي خو د ښه نيت په وسيله [پدي ثواب كې زموږ سره ]شريک دي ].
مطلب دا چې د تبوک غزا که څه هم ډېره سخته غزا وه چې غازيان يې د جيش العسرة [د سختي د لښکر]په نامه يادېدل او البته هغوي په د الله تعالى په نزد د ډېر زيات اجر او ثواب مستحق دي خو هغه خلک چې په هغې كې يې د ګډون هيله او قصد درلود او د جهاد د لوازمو د نه درلودو په نسبت د الله تعالى استازي د ځان سره بونه تلل او په مدينه منوره كې پاتي شول نو دالله تعالى استازي د هغوي په حق كې وفرمايل چې دوي د خپل ښه نيت د برکته د دغې غزا په ثواب كې زموږ سره شريک دي
نو ښه نيت دومره لوړاهميت او اعتبار لري چې که څوک د غزا او جهاد نيت ولري نو که څه هم په کولو يې بريالي نشي بياهم د خپل دغه نيت په برکت د مجاهد او غازي سره په اجر اوثواب كې ګډګڼل كېږي
٧_ په يو بل مبارک حديث كې  داسې  فرما يې :
اِنَّ اللّٰهَ عَزَّوَجَلَّ لَايَقْبَلُ مِنَ الْعَمَل اِلَّامَاکَانَ لَه خَالِصاًوَابْتَغَي بِه۪ وَجَهَهُ([9])
ژباړه:
بيشکه الله تعالى پرته د هغه عمل څخه چې خالص د ده لپاره وي او د ده رضاپرې طلب کړاي شي بل عمل نه قبلوي .
٨_ په يو بل مبارک حديث كې داسې راغلي دي :   
اِذَ التَقَي الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ ، فَقِيلَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ هَذَا الْقَاتِلُ فَمَا بَالُ الْمَقْتُولِ قَالَ إِنَّهُ قَدْ أَرَادَ قَتْلَ صَاحِبِهِ ([10])
ژباړه:
کله چې دوه مسلمانان يو د بل [په مقابل كې ]د خپلو توروسره يو ځاي شي [دواړه يو د بل د وژلو نيت وکړي ]نو قاتل او مقتول دواړه په اور كې دي . نو وويل شول :يارسول الله اي دالله استازيه دا [ يوخو]قاتل دي نو د مقتول څه ګناه ده نو ويي فرمايل ځکه چې هغه هم د خپل ملګري د وژلو اراده کړې وه ]
نو دنيت بدوالي د قاتل چې د دوزخ مستحق دي او د مقتول چې که بدنيت يې نه درلوداي د جنت مستحق ؤ د دوي دواړوترمنځ يې مساوات او برابري راوستله .
٩_ دالله تعالى استازي رسول الله 0 فرمايلي دي :
مَنَ تَزَوَّجَ بِصَدَاقٍ لَايَنْوِيْ اَدَاءَ هُ  فَهُوَزَانٍ وَمَنْ اَدَانَ دَيْناًوَهُوَ لَايَنْوِيْ قَضَاءَه فَهُوَسَارِقٌ([11])\
ژباړه:
هرڅوک چې پداسې مهر باندې  نکاح وکړي چې د هغه [مهر]دورکولونيت نه لري نو هغه زاني دي او هرڅوک چې  داسې  پور[ديوچاڅخه]اخلي چې د بيرته ورکولونيت يې نه لري نوهغه غل دي ]نو په نيت سره مباح شئ حرام او رواشئ ناروا ګرځيږي .
يادونه ::دلته دا خبره د يادولو وړده چې که څه هم د نيت په ښه والي سره يو مباح کار طاعت او عبادت او د ثواب موجب ګرځي .
طاعت او عبادت كې که نيت بدوي نو ګناه ترې  جوړېږي  او د عذاب باعث ګرځي خوګناه او معصيت د نيت په ښه والي سره خامخا رواکيدي نه شي .
د مثال په ډول که يو څوک د دې لپاره د يو چا غيبت وکړي چې د يو بل چا زړه پرې خوشحاله کړي نو دغه غيبت کوونکي ګناهګار دي که څه هم نيت يې د ده په خپل فکر ښه دي او هغه دا چې د يو چاد زړه خوشحالول دي خو د اسلام د نظره د ده عمل يو نارواعمل دي .
همدغه راز که يو څوک د حرام مل په وسيله يو جومات ودان کړي نو کوم ثواب يې نه كېږي . او که يو څوک د يو صالح انسان په نامه يوشئ د دي لپاره نذر کړي چې د الله تعالى د نيکو او صالحو بندګانو سره مينه او محبت لري نو که څه هم د صالحانوسره محبت ښه کاردي خود هغو په نامه نذرکول يو ناروا کار.اوکوونکي يې ګناهګاردي
لنډه داچې د نيت په ښه والي سره يو روا او مباح کار د طاعت حکم پيداکوي او د ثواب وړګرځيداي شي. خوحرام او ناروا کارپرې هيڅکله رواکيدا نه شي .
داخبره هم بايدپه ياد ولرو چې نيت د کړنو رکن اوشرط دي خونيت همغه د زړه عزم اراده اوهدف دي نه يوازي داچې په خوله يو څه وويل شي اود زړه اراده اوقصد ورسره نه وي نو په هرښه اورواعمل كې بايد د زړه د کومې د الله تعالى رضااوغوره اهداف موجود وي


[1] - اشعة اللمعات ۱ټوك ۳۳مخ ،كتاب الفقه على المذاهب الاربعة ۱ټوك ۶۳ مخ .
[2] - دالبقرة سوره ۲۶۴آيت .
[3] - دالبينه سورة ۵ آيت .
[4] -  دزمر سورة ۱۱آيت .
[5] - متفق عليه ،مشكوة۱۱مخ .
[6] - متفق عليه  مسلم۲ ټوك ۳۱۷ .
[7] - مسلم،منهاج المسلم ۷۲ مخ
[8] - ابوداؤد،منهاج المسلم ۷۲مخ .
[9] - ابوداؤد،نسائي،تربية الاولاد۲ټوك ۷۸۲مخ .
[10] - متفق عليه ،منهاج المسلم ۷۲- ۷۳ مخونه.
[11] - احمد ،منهاج المسلم ۷۳مخ.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User