Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, November 2, 2011

له وخته مخکې انزال او معالجه ېې

 ډېر ملګرې به دا وایی چه د هډاوال وېب کی د داسې قسمه لیکنه او مضمون نشر کول مناسب نه دې
د دې خبرې به دا جوب وکړم چه ډېر نوې هلکانو د قېصونه
خبر شوې یم چه دا قسم علاج په سې ګرزی او خپل مال جان او وقت برباده وې
او دا معلومات ما ته زما ېو نیزدې او خاص
بلکه اخص الخواص
ملګری او نامتو حکیم چه ډېر شهرت هم لرې
او په خپله ډېرې دوایانی هم لرې چه خپله یی جوړې کړې دې
او اکثر هربل فارمیسې سټو
رونو کی میلاوېږی او نوې ځوانان د وادا نه قبل او بعد ورته مرا جعه هم کوی
او ډېر ېو مشفق حکیم دې  دا را کړې  وو
او د چند وجو هاتو له وجی ز
ه د هغه نوم نه ذکر کوم
له وخته مخکې انزال او معالجه ېې

منبع تاند

 ډاکټر صاحب سلامونه :
 الله دې وکړي چې جوړ او روغ به ېې زما  دواده  یو نیم کال ووت خو زه یوه ناروغي لرم  چې درې ځله مې نسخې هم اخیستي خو کومه مثبته نتیجه ېې نه ده ورکړې  خلکو به مشورې راکولې  چې واده وکړې جوړیږې  خو دا دی یو نیم کال ووت  خو روغ نه شوم ناروغي مې دا ده چې  ژر انزال کیږم حتي که درته ووایم  لس ثانیې هم نه تکیه کیږي   ددې ناروغۍ دحل لاره که راته پیدا کړې  ګوره لس ثانېې  ډیرکم ومت وي  نور له خپله ځانه شرمیږم .
مننه ډاکټر صاحبت  روښان اتل له غزني ولایته
قدرمنه وروره ستاسو په شان ډیرو ملګرو په دې هکله پوښتنې کړي دي دغه پوښتنې مخکې هم ځواب شوي خو ما له استمنا سره یو ځاي په یو بل بحث کې ورته ځواب ویلی ؤ نو ددې لپاره چې ستاسو او نورو لوستونکو پوښتنه ځواب شوي وي د  وارمخکې انزال برخه  دلته یو ځل بیا را اخلو هیله ده ستاسو قناعت پرې حاصل  شي او قدرمن لوستونکي هم ترې ګټه پورته کړي .

په افغانانو کې  دوه شیان ممکنه ده دوارمخکې انزال  اصلي عوامل وبولو یو روحي او رواني فشارونه اوبل استمنا ( masturbation) دی استمنا هغه حالت ته وايي چې نارینه او ښځې په خپله ځان ارضا کړي او دا یوازې په نارینه ووپورې اړونده ستونزه نه ده بلکه ډیرې ښځې هم شته چې هڅه کوي په بیلابیلو رودو ځان ارضا کړي بله مهمه مسله  دا ده چې  په دریو نارینه وو کې ویل کیږي چې ممکنه ده یو کس له دې مسلې شکایت ولري  خو رواني او بیولوجیکي  عوامل په دې برخه کې رول لري  خو ډیر کسان له شرمه دغه مسله له ډاکټر سره نه شریکوي له بده مرغه د ډیرو ستونزو سبب کیداي شي  درمل ، رواني معالجه ، او دسکس  یامقاربت په رودو کې بدلون  ددې ستونزې په اواري کې اغیزمن دي او ددې چارې علاج کیداي شي .
 د وارمخکې انزال  علت تراوسپه پورې په دقیقه توګه نه دی څرګند شوی ددې ستونزې په هکله ښه مشوره دا ده چې ډیر  ژر خپل ډاکټرته ورشئ او حال ورته ووایئ ځکه چې ډاکټران پوهیږي  سکسي ستونزې او ناروغۍ په ګډ ژوند څومره منفي تاثیر لري البته دا طبیعي خبره ده چې د دغسې مسلو په هکله خبرې کول سخت کار دی خو که لږ هم اشاره وکړئ ډاکټر په نورو خبرو  پوهیږي

وارمخکې انزال ((Premature ejaculation)

ډیرو محترمولوستونکو دغه پوښتنه کړې چې څنګه کولاي شي دژر انزال مخه ونیسي  اودا څه ډول ستونزه ده او دجماع لپاره طبیعي وخت څومره دی دغو پوښتنو ته دځواب ورکولو لپاره به لومړی د وارمخکې انزال یا له طبیعي حالت دمخکې انزال کیدا په هکله خبرې وکړو چې دا څه ډول ستونزه ده ځکه چې ډیر کسان په دې نه پوهیږي چې آیا له دې ستونزې سره مخامخ دي که نه ؟

داوراپوهنې له نظره کله چې دیوکس دګروهنې په خلاف او دهغه له کنټرول پرته انزال ترسره کیږي او مني بهرکیږي دغه حالت ته وار مخکې انزال (Premature ejaculation ) وايي خو دطب دعلم په اساس هغه کسان چې له دودقیقو مخکې دوګړي له کنټرول پرته انزال کیږي دا وار مخکې انزال دی  التبه دغه موده په ډیرو کسانو کې یوشان نه وي په ځینو هیوادونو په تیره بیا په اروپايي هیوادونو کې وايي که ستاسو انزال له پنځو دقیقو کم وي دغه حالت وار مخکې انزال دی او که غواړئ هغه لسو دقیقو ته ورسوي په هغو رودوچې موږ به ېې لاندې ذکر کړو دغه موده لوړولی شي  خو که له پنځو دقیقو کم وي دغه رودې هم ښايي ګته ونه کړي اوباید ډاکټر ته ورشئ البته دغه موده زموږ په هیوادونو کې له جنسي مسلو دکم درک اوپوهې له امله لنډه وي  خواصلي خبره دا ده  کله چې میرمن ارضا شي او تاسو هم له جنسي اړیکې خوند واخیست دا که څوشیبې هم وي وارمخکې انزال ېې نه شوبللی خو باید دغه رضایت دوه اړخیزه وي  حتي که په میړه او میرمن کې یو لوری هم دانزال له مودې ناراضه وي  دې ته وارمخکې انزال ویلی شي  مثلا که یو نارینه په اتو دقیقو کې ارضا کیږي  او میرمن په لسو دقیقو کې  دغه انزال ته وارمخکې انزال وايي خو که نارینه په شلودقیقو کې او میرمن په لسو دقیقو کې انزال شي  دا بیا وارمخکې انزال نه دی .ا و ترټولو سالمه جنسي اړیکه ېې بللی شو.

دوارمخکې انزال دلایل ډیر دی خولکه چې وویل شول په افغانانوکې ښايي رواني مسلې او ډار ددې ستونزې اصلي علت وي  داضطراب ،او ویرې په شان عوامل په افغانانو کې ډیر دي  هغه کسان چې دجماع په وخت دویرې او ګناه احساس کوي هم ممکنه ده له وار مخکې انزال سره مخامخ شي ،دجنسي اړیکو ترمنځ ډیر واټن هم دوارمخکې انزال یو علت دی کله چې د اوږدې مودې لپاره جماع ترسره نه شي جنسي احساسات په دواړو غاړو کې راټولیږي او تراکم کوي او په دې ډول وارمخکې انزال راپیدا کولاي شي .
په جنسي اړیکو کې کمه تجربه هم یوه اساسي ستونزه ده له بده مرغه ډیری افغانان په دې برخه کې کمه تجربه لري او حتي ډیری ځوانان ویریږي چې دواده په شپه به له خپلې میرمنې سره په سمه توګه جماع ونه کړاي شي دغه ویره ددې سبب کیږي چې انزال ژر وشي ،طبي مسایل هم دلته رول لري لکه دځینو درملو خوړل او ځینې هورموني ستونزې هم  دوارمخکې انزال سبب کیږي .
وارمخکې انزال ډیر ځله یوه ناروغي نه ده بلکه ویلی شو چې دا د یوې ښې جنسي اړیکې له درلودلو د وګړي ویره او وسواس دی چې وارمخکې انزال پيدا کوي نو په دې ډول ویلی شو چې د ویرې او احساساتو کنټرول ترټولو مهمه او اغیزمنه لاره ده  تردې وړاندې چې په دې اړه نورتوضیحات ورکړوغوره ده په څومبارکوحدیثونو سره دغه بحث اوږد کړو :
حضرت محدص فرمايي  کله چې څوک غواړي له خپلې میرمنې سره جماع وکړي باید دمرغانو په رودې هغې ته نیژدې نه شي  بلکه لومړی له هغې سره مینه او خوش طبعي وکړي  او بیا جماع ته نیژدې شي .
حضرت محمد فرمايي چې وار د واره جماع مه پيلوئ  بلکه دمیرمنې په پارولو اولمس کولو سره دغه کار ترسره کړئ .
حضرت علی رض فرمايي  که څوک غواړي له خپلې میرمنې سره جماع وکړي باید بیړه ونه کړي ځکه چې ډیرکارونه  شته چې باید میرمنې ېې ترسره کړي .
حضرت علی هم درسول الله مبارک په شان ټینګارکوي  چې په ګډ ژوندکې بیړه سمه نه ده او غوره ده له دخول مخکې میړه او ښځه له یو بل سره مینه وکړي . هدف دا دی چې کله یو نارینه له مخکنیۍ پیژندګولئ پرته دلومړي ځل لپاره له خپلې میرمنې سره د واده په شپه ګوري دواړه لوري ښايي ډ‌یره موده ښه جنسي اړیکه ټینګه نه کړاي شي .ددې لپاره چې ددغو ستونزو مخه ونیول شي غوره ده میړه او میرمن له واده مخکې په تیره بیا دنامزدي په وخت له یوبل سره  ښه وپیژني او له یو بل سره  مینه وکړي له شرعي پلوه هم دلته کومه ستونزه نه شته ځکه چې  کله ایجاب او قبول کیږي په یو ډول دواړه سره محرم کیږي .دغه چاره مرسته کوي چې  له واده وروسته دوي کومه ستونزه ونه لري .
کله چې یو سړی له خپلې میرمنې سره ترجماع مخکې مینه وکړي نو ددې لپاره چې په میرمنو کې ارګاسم ترنارینه وو ډیر وخت غواړي نوپه مینې او لمس کولو سره به ېې هغه دې چمتو کړي وي چې له ځان سره یو ځاي هغه هم راضي کړي .
ددې لپاره چې انزال ژر ونه شي بیلابیلې رودې بیان شوي دي چې یوه پکې  د start & stop روده ده  په دې روده کې جنسي فعالیت پيلیږي او ترهغه دوام کوي چې نارینه ارګسام ته ورسیږي ترهغه وړاندې چې ارګسام ته ورسیږي  او انزال شي سمدستي  باید جنسي فعالیت بند کړئ او څو ثانیې هیڅ ډول فعالیت ونه کړي  دمثال په توګه کله چې څلور ځله مو خپله تناسلي آله دمیرمني په مهبل کې دننه کړه یو توقف وکړئ له لنډې شیبې وروسته بیا څلورځله ېې تکرار کړئ او بیرته توقف وکړئ دغه کار څوځله ترسره کړئ ترڅو ارګاسم ته ورسیږئ د اونۍ او میاشتو په اوږدو کې دغه دخول له څلورځله نهو ځلوته لوړولی شي په دې معنې چې نهه ځله دخول وکړئ اوبیا څوشیبې توقف وکړئ دغه تمرین به له تاسو سره ډیره مرسته وکړي خو په دې شرط چې حوصله وکړئ.
دپارولو او درولو روده تاسو ته در زده کوي چې  څنګه دخپل انزال وخت منظم کړئ په دې روده کې حتماً خپله میرمنه هم خبره کړئ او دهغې په مشوره دغه کار وکړئ دغه روده ددې سبب کیږي چې په څومیاشتو کې تاسو وکړاي شئ دژر انزال مخه ونیسئ .
بله روده دماستر او جانسن روده ده  او په دې روده کې اراده او تمرین ډیر اړین دی په دې روده کې میرمن  نارینه تحریکوي او یا په خپله نارینه ځان تحریکوي  او تردې وړاندې چې انزال ترسره شي تحریک دروي له یوه ځنډ وروسته  بیا دغه تحریک وکړئ ورو  ورو دتحریک  کولو موده زیاتیږي له څو ورځو وروسته جماع ترسره کیږي او په جماع کې هم کله چې انزال ته نیژدې کیږي یو توقف ترسره کیږي په دې ډول ورو ورو ستاسو انزال ځڼدنی کیږي .
بله روده دفشار ده په دې روده کې ترانزال مخکې د الې سر یا وروستۍ برخه ټینګه نیول کیږي کله چې تناسلي الې ته وینه کمه ورسیږي انزال هم ورسره ځنډیږي دغه کار درې ځله ترسره کړئ په دې معنې چې کله انزال ته نیژدي شوئ دخپلې الې وروستۍ برخه ټینګه کړئ او څوشیبې صبر وکړئ له هغه وروسته بیرته جنسي عمل ترسره کړئ  په دې ډول ورو ورو ستاسو انزال ځنډنی کیږي.
په ګډ ژوند کې هغه نارینه بریالي دي چې تردخول مخکې معاشقه کوي او  له دې چې  دمیرمنې دارګاسم موده ترنارینه وو اوږده وي باید له نارینه سره هغه هم ارضا شي  که دغه تمرین هم ترسره کړئ له لنډې مودې وروسته به ستاسو دانزال موده اوږده شي .
پردې سربیره  دوارمخکې انزال په معالجه کې څونورې رودې هم شته چې له تاسو مرسته کولاي شي :
له بی حسه کوونکو کریمونو استفادمه هم ګټه لري لیدوکاين۲په سلو کې او بې حسه کوونکي سپري ګانې اغیزمنې دي دغه راز ځینې کانډمونه یا پوقانې هم شته چې انزال ځنډوي ځکه چې په سر ېې دغه بې حسه کوونکي ملهم لګول شوي دي ،ډاکټران ځینې درمل هم ورکوي خو دغه درمل باید د ډآکټر په مشورې استعال شي  دډپرشن ضد درمل په دې برخه کې اغیزمن دي لکه ډپوکستین dapoxetine ،فلوکسټین ، او پاروکسټین  او سرتالین  هغه درمل دي چې ممکنه ده ګټه ولري خو بیا هم  ټینګار کوو چې باید د ډاکټر په مشوره وخوړل شي .
د dapoxetine درمل په دوه زره لسم کال کې په انګلستان کې دود شول او په راپورونوکې راغلي دي چې اویا په سلو کې ناروغان ېې معالجه کړي دي ددغو درملو تجاري نوم Priligy دی او دوز ېې دبدن له وزن سره سم ټاکل کیږي دغه درمل له جماع پنځلس یا شل دقیقې مخکې خوړل کیږي خو ممکنه ده دسرګرځیدا ،زړه بدوالي .سردرد ، او اسهال په شان جانبي  عوارض هم ولري په بریتانیا کې راپور ورکړل شوی چې اویا په سلو کې کسان ورسره معالجه شوي دي  دغه درمل لږ ګران هم دي خوپه سکندویايي هیوادونو او پریټانیا کې ترې ډیره استفاده کیږي  البته په هرځاي کې داخبره راغلي ده چې باید د ډاکټر له مشورې سره سم استعمال شي
 دویاګرا په نوم درمل هم د وارمخکې انزال ناروغاو ته  ورکول کیږي .خو ترټولو ښه لاره ېې ههمغه رودې دي چې مخکې ېې یادونه وشوه او اصلي خبره دا ده چې له ځانه هرډول ویره او ډارلیرې کړئ  اوکه اوس مثلاً په اونئ کې دوه ځله جماع کوئ هغه شپږو ځلونو ته ورسوئ له دو یا درې اونیو وروسته به پوه شئ چې  دانزال موده مو اوږده شوې ده .

دجنسي اړیکو دزیاتولولپاره خواړه همه اغیزلري هغه خواړه چې دبي ګروپ ویټامینونه پکې ډیر وي اغیزمن دي لکه نخود ،لوبیا ،وچه میوه ،کبان ،سویا ،غوښه ، او کیله . پر ویتامین سربیره  دبروملین په نامه ماده لري چې په نارینه وو کې جنسي ګروهنه زیاتوي ، دغه راز پوتاشیم اوبي ویټامینونه لري ، خو شراب دبي ویټامین له منځه وړي .

سي ویټامین ددې مخه نیسي چې  سپرم له یوبل سره ونښلي  او په دې ډول دسپرم له ساتلو سره مرسته کوي مالټې ،نارنج ،ام ،او سبزیانې دغه ماده ډیره لري .

Eویټامین دجنسي هورمون له جوړیدا سره مرسته کوي  اودغه راز تناسلي غړیو ته لازم اکسیجن رسوي او جنسي مقاومت ورسره زیاتیږي  دغه ویټامین په حبوباتو او غلو دانو او دغه راز میوو کې ډیر دی .

په  پیاز ،هوږه او لمر ګلي کې داسې مواد شته چې جنسي مقاومت ورسره زیاتیږي ،دغه راز په وچه میوه کې مګنیزیم شته دي چې دغه ماده د ارامښت سبب کیږي ، په کبانو کې هم دسلنیوم په نامه ماده شته چې ورسره په نارینه وو کې سپرم زیاتیږي .

ترټولو مهمه خبره دا ده هغه کسان چې سپورت کوي له جنسي پلوه هم سالم کسان دي  له سپورټ سره یو ځاي سالمه تغذیه دجنسي توان له زیاتیدا سره مرسته کوي .

په ټول کې وارمخکې انزال ډیر علتونه درلودی شي غوره ده یو ډاکټر ته و رشئ  خو حکیمانو ته له ورتګه ډډه وکړئ ځکه چې ځینې وخت دغه ستونزه یو لړ طبي ازمیښتونو او ټستونو ته  اړتیا پیدا کوي چې دا دحکیم او نوروکسانو له وسه وتلې خبره ده


ډاکټر سباوون

 



  1. المعجم المفهرس للتراكيب
  2. بد نظرئی او عشق مجازی: پشتو
  3. تقسیم میراث عجیبه طریقه : سافٹ وير
  4. ثلاثون قصة بلسان محمد صلى الله عليه وسلم
  5. خپله عقیده واخله: پشتو:
  6. د اسلام دری اساسی اصول: پشتو
  7. دګران نبی عليه السّلام خواږه سنونه
  8. د بدعاتونه کرکه وکه: پشتو:
  9. د خالق او مخلوق تر منځ د واسطی پیژندل: پشتو:
  10. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  11. د لمانځه زده کړه: پشتو:
  12. د مسلمان ساتنه په قرآنی او نبوی اذکارو کی: پشتو:
  13. د مسلمانی ښځی خاصو احکامو ته یوه پاملرنه{پشتو}
  14. دښځومالی حقوق:میراث{پشتو}
  15. عقیدوی خطاګانی: پشتو:
  16. قرآنی آیات تلاش اولټون
  17. قرآنی آیات یا جمله یوحدیث یادحدیث الفاظو دلته تلاش اولټون کولی شی
  18. قران مجيد ترجمة:تفسير:English
  19. قران مجيد ترجمة:تفسير:English{2}
  20. كتابونه مطالعة كه دلته
  21. Pashto Bay Pardagi Ki Tabahkariyan
  22. الطبخ الجزائرى القسنطينى .. 400 أكلة منوعة
  23. القاموس الوحید
  24. كتب السنة التسعة
  25. مشکل اعراب القران
  26. مهم درسونه{پشتو}
  27. نوې اوجدید كتابونه په مختلفو موضوعاتو
  28. یوبهترین اسلامی سافٹ وير

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User