ذبح آداب اوطريقه اودعآء
كله چه څاروے ذبح كولى شي نوقبلى طرفته
څملولى شى اودادعاءبه اووايى
( اني وجهت وجهي للذي فطرالسمٰوٰت والارض حنيفاً
وماانامن المشركين ان صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي لله رب العلٰمين لاشريك له وبذالك
امرت وانااول المسلمين اللهم منك ولك) بيابه( بسم الله الله اكبر) اووائي اوذبح نه
وروستوبه دادعااووائي اللهم تقبله
مني كماتقلبت من حبيبك محمدوخليلك ابراهيم عليهماالصلوٰة والسلام( بهشتى زيور، حصه
۳۰/ ۳۱( البدائع ج ۵، ص ۸۰)
(۶۸) مسئله :هركله چه ذبح اوكړى
شى نودهغه پړى اواميل وغيربه خيراتى وركوى اودارنګه څرمن به يى هم خيراتى وركوى.
دليل :ويتصدق بجلدهاويعمل منه
نحوغربال وجراب وقربة وسفرة قوله ويتصدق بجلدها وكذابجلالهاوقلائدهافانه يستحب
اذااوجب بقرة ان يجللها ويقلدهاواذابجهاتصدق بذالك كمافي الترتاخانيه
( ردالمحتار،ج۶،ص ۳۲۸)
(۶۹) مسئله :دقربانى څرمن اوغوښه
دقربانى كونكے دپاره خرڅول جائزنه دے.
دليل :فان بيع اللحم اوالجلدبه
اي بمستهلك افادانه ليس له بيعهمابمستهلك ( ردالمحتار،ج۶، ۳۲۸) من باع جلداضحية
فلااضحية له ( الترغيب،ج۲، ص۱۰۰)
(۷۰) مسئله :دقربانى څرمن خرڅول
اوبدلول په هغه څه شى جائزدے چه هغه په كورياځان له په استعمال كښے راځى اوډير وخت
پورے باقى پاتے كيږي. لكه ګوډے جوړول ياغلبيل ياموزه ياجاى نماز وغيره.
دليل : ويعمل منه نحوغربال وجراب ولاباس بان يشترى به ماينتفع بعينه مع بقائه
استحسانا( الهندية،ج ۵، ۳۱۰، الردج۶، ۳۲۸، البدائع، ج۵، ص ۸۱)
(۷۱) مسئله : كه يوسړى دقربانى
څرمن خرڅه كړه دهغے قيمت خيراتى كول ضرورى دے.
دليل : فان بيع اللحم اوالجلد به اى بمستهلك اوبدارهم تصدق
بثمنه ( ردالمحتارج۶، ۳۲۸، البدائع، ج۵، ص۸۱)
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.