Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 25, 2011

جبرائيل او ملك الجبال د حضور په خدمت كې

 

پيغمبر د عتبه په باغ كې

 

پيغمبر د عتبه او شيبه باغ كې د يو انګور د سوري لاندې ناست و ،

دوى چې ولېده لږ رحم پرې راغى ،

د دوى يو عيسايى غلام و د هغه نوم عداس و هغه ته آواز كه

دا انګور دې مسافرو ته ور وړه ، 

كله چې دى غلام انګور راوړه د حضور r مخې ته كېښودل 

حضور r او زيد بن حارثه په

بسم الله باندې شروع وكړه

هغه غلام عداس ورته وايي داسې جمله دې علاقې خلك نه وايي .

حضور r ورته وايي ته د كومې علاقې اوسېدونكى يي

او ستا دين څه دى .

هغه غلام ورته وايي زه عيسايى يم

او د نېنوا اوسېدونكى يم .

حضور r ورته وايي ته د يونس بن متى عليه السلام د علاقې يي .

عداس ورته وايي ته يونس بن متى عليه السلام څنګه پيژنى .

رسول الله r ورته وايي هغه زما ورور دى هغه هم نبى و زه هم نبى يم .

عداس چې كله دا واورېدل د حضور r لاسونه چپول او كليمه وويله ،

كله چې عتبه او شيبه خپل غلام وليده 

چې عداس د حضور r لاسونه او پښې چپول 

عداس چې واپس لاړو عتبه او شيبه پوښتنه ترې كوي 

عداس دا دې څه وكړل .

عداس جواب وركوي 

ددې كس نه په ټول جهان كې بهتر كس نشته دى ، 

ماته داسې خبره وكړه چې هغه د نبى نه ماسوا بل چاته معلومه نده .

عتبه او شيبه ورته وايي عداس د دوى دين نه ستا دين بهتره ده .

عداس ورته وايي ماته هرڅه معلوم شول .

حضور

  څه وخت دې باغ كې ناست و ، ډېر غمجن حالت كې ، د خفګان حالت كې ،

د افسوس حالت كې ، روان شو .

 

جبرائيل او ملك الجبال د حضور په خدمت كې

 

يو څه فاصله مزل وكه ،

كله چې يو غر ته ورسېده 

چې هغې ته قران الثعالب ، يا قرن المنازل ورته وايي

بره وكتل چې په نظر د جبرائيل امين جلوه او رڼا وليده ، 

جبرائيل ورته وايي يا رسول الله دا هر څه الله Y واورېدل ، 

او وې ليدل او هغوى چې تا سره كوم سلوك وكه 

او كوم جواب دركه هرڅه الله وليده .
يا د الله رسول دا ما سره د غرونو ملك ده ، 

الله Y دا رالېږلى ده ته حكم كوه دا به عملي كوي ،

ملك الجبال ورته وايي

يا رسول الله r زه د غرونو ملك يم دا هرڅه الله Y واورېدل ،

ولېدل ، زه يې رالېږى يم ته امر كوه زه به هغه كار كوم اوس ته حكم كوه

زه به دا بې آدب قوم ، دا ګستاخ قوم د مكې غرونو كې راګېر كړم ،

قيمه ــ قيمه به كړم ، 

زره ــ زره به كړم ،

غوښه ــ غوښه به كړم ،

سرونه به يې د تنو نه جدا كړم .
يا رسول الله امر كوه ستا حكم او زما عمل كول ،

يو آزمايش هغه وه چې د طايف خلكو حضور r په كاڼو ، لوټو ، وويشتلو 

دويم ازمايش داده چې جبرائيل او ملك الجبال هم ورته حاضر دي

او ورته وايي امر كوه 

مونږ د طايف خلك زره ــ زره كوو ،

حضور r د صبر او تحمل امتحان كې ګېر ده ،

طايف كې حضور صبر او تحمل نه كار اخيستى ده .


دلته هم الله Y د جبرائيل او ملك الجبال په فرمايش كې كامياب كه .

فرشتو ته د پيغمبر جواب

 

د فرشتو درخواست چې كله حضور واورېده

فرشتو ته جواب وركوي
 
] ارجوان يخرج الله من اصلا بهم من 


يعبد الله ولايشرك به شياً ( بخاري ومسلم ) 

زما اميد ده 

چې الله Y به د دوى نسلونو نه داسې خلك پيداكړي 

چې يو الله Y عبادت كوي او الله Y سره به شريك نه نيسي ،

كه ددې بدنصيب ايمان قسمت كې نشته ، 


ده دوى د نسل نه نا اميده نه يم زما دا توقع ده 

چې د دوى نسل كې به داسې كسان وي


چې د يو خداى عبادت به كوي الله Y سره به شريك نه نيسي .

خطيب وايي
ولې د خداى مطلوب د يو خداى عبادت
د مصطفى مطلوب د يو خداى عبادت
د اصحابو مطلوب د يو خداى عبادت
د اهل بيت مطلوب د يو خداى عبادت
د علماء مطلوب د يو خداى عبادت
د اولياء مطلوب د يو خداى عبادت
د صوفياء مطلوب د يو خداى عبادت
د خطيب مطلوب د يو خداى عبادت
د خداى خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د مصطفى خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د ابوبكر t خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د عمر t خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د عثمان t خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د على t خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د اصحابو خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د اهل بيت خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
لږ زره مخكې ځم
د امام ابوحنيفه خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د امام مالك خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د امام شافعى خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د امام احمد بن حنبل خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د اولياؤ خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د علماؤ خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د صوفيانو خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
د خطيب خوښه ، د شرك نه پاك معاشره
زيد بن حارثه بد دعايي عرض كوي
حضرت دعا كوي

جبرائيل د هلاكت عرض كوي 
حضرت د هغو د زندګى دعا كوي
ملك الجبال د) تباهى ( دعرض كوي
حضرت د هغو د آبادى عرض كوي
داسې حوصله
داسې همت
داسې رحمت
داسې شفقت
دا صرف او صرف د حضرت محمد رسول الله r ده 
حضرت موسى u خپل قوم په درياب كې غرق كه 
حضرت نوح u خپل قوم د اوبو په طوفان غرق كه
او حضور وايي
 

] ارجوان يخرج من اصلابهم من يعبدالله ولايشرك به شياً [ بخاري ومسلم .

زما عزتمندو !

حضور r ټوله مكې زندګى په تكليفونو سره تېره كړى وه ،

ولې صرف پيغمبر به دا ويلى 


] يايها الناس قولوا لااله الاالله تفلحوا
 


دا دعوت د يو لك څلېريشت زره انبياء و ،

لېكن قريشو په حضور r باندې يو قسم ظلم هم پرې نه ښود ،

په كاڼو ويشتو ، كنځل ورته كولى ، ساحر به ورته ويلى ،


دروغجن به ورته ويلى ، 


لار كې به ورته اغزي اچول ، 


كورونه به ورباندې مرداري اچولو ،


د سجدى په حالت كې ورباندې د اوښ لرئ اچولي ، 


په غاړه كې څادر ورته اچولى ، هر قسم تكليف ورته رسولي ، 

خو قربان شه زما مور او پلار دداسې داعى نه ،


دداسې نبى r نه چېرته هم دده په دعوت كې زره قدر كمى هم رانه غى ،


بلكې دده دعوت عشق نور هم زياتى ده ، 


نزدې علاقې پرېږده چې لرو ــ لرو علاقو ته دده دعوت او تبليغ ورساوه ، 


الله Y دې مونږ كې هم ددعوت استعداد پيداكړي ، 


الله Y دې مونږ په خپل وحدانيت مضبوط او قايم كړي .

واخر دعوناان الحمدلله رب العالمين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User