ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله ورکاته


 
پوښتنه : د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
 
جواب : له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دريو ډولو خوليو پر سر کولو ثبوت شته ، يوه هغه ده چې پر سر باندي بالکل همواره وي يعني نازکه خولۍ وي ، دوهمه هغه ده چې لږ لوړه وي  او دريم هغه ده چې يو څه غټه  او غوږو نو ته راکښته شوې وي . ( کتاب الوسيلة للموصلي جلد۶ صفحه ۱۱۶ )  
له دې کبله هر راز خولۍ پر سر کول بلا شبه جايز دي البته داسي خولۍ چې له ډېره اصرافه کار اخستل شوی وي او يا داسي  بد صورته وي چې انسان بد شکله ښکاره کوي او يايې عمومًا سر ښکته او ظالم خلک استعمالوي او د هغوی خاص لباس وي جايز نه ده .
همدا راز دقراقلي خولۍ چې د حيواناتو له وړيو او پوستونو څخه جوړيږي پر سر کول جايز دي ، په هغه کې کوم  قباحت نشته ، البته ځينو خلکو په دې هکله له حيواناتو سره يوه ظالمانه طريقه خپله کړې ده ، حيوان مخکې تر پيدايښت د مور له نس څخه راباسي او يا تر ذبح کولو مخکې له حيوان څخه پوست پرې کوي او قراقلۍ خولۍ ترې جوړوي دا ډير ظلم ، خورا ستره ګناه او په هيڅ صورت جايز نه دي ، له داسي کاره څخه په ټينګه پرهيز په کار دی .
ليکن که په صحيح طريقه له ذبح  کولو وروسته د حيوان له پوست او وړيو څخه قراقلۍ خولۍ جوړه شي هيڅ خبره نه ده ، په فتاوی علمګيري کې راغلي :
لبس الصوف والشعر سنة الانبياء عليهم السلام لانه اية التواضع ….. عن ابی حنيفه (رح) لا بلبس القلنسوة الثعالب کذا فی المسبوط . ( فتاوی عالمګيري کتاب اللباس )
ترجمه : ( دحيواناتو له ) وړيو او ويښتانو (څخه لباس جوړول او اغوستل ) د انباوو عليهم السلام سنت دی ،ځکه دا دتواضع علامت دی او له امام ابوحنيفه (رح) څخه نقل شوي چې د ګيدړو ( له پوست او وړيو څخه ) خولۍ جوړول او پر سر کول جايز دي ، همدا خبره په مبسوط کې راغلې

عمدة الاحکام
آن لاين اسلامې لارښود