اسلام او فارماكالوجي
كه مونږ په بوټو كې ،
نباتاتو كې ، يا د هغو په جرړو كې سوچ او فكر او غور وه كوو ، او د هغې فائدې او
نقصان راوباسو او وپيژنو دېته فارماكالوجي وايي ، يو فارميسس يعنې دواء جوړ ونكى د
نباتو بعضې شيان راواخلى او هغه سره يوځاى كوي ، نو دوه شيان به خاص په نظر كې
نيسي ، يو خوصيات د بوټو او بل اندازه د بوټو ددې پيژندل ځكه ضروري دي چې د يو شي
نفع او نقصان وه پيژندلى شي ، ددې بغير يو فارميسس د دواء استعمال نشي كولى ، كه
ويكى هغه به نقصان پيښه وي ، نو كه تاسو قران مجيد وګورئ ! الله Y
په دې دنيا كې د هر څه لپاره اندازه او مقدار معلوم كړى ده ، الله Y
په قرآن مجيد كې فرمايي : ] إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ (۱)[ ددې خزانې زمونږ سره دي ، ] وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ [
او دا مونږ نه دې نازل كړي مګر د يو اندازې معلوم مطابق .
هر شى الله Y
د يو اندازې په مقدار نازل كړي ، بل ځاى كې الله Y فرمايي : ] وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارٍ (۲)[ هر شى د هغه په اندازه دي .
كه تاسو وګورئ ! كه يو شى د
خپلې اندازې نه كم شي كومه فائده لاس ته نه راځي ، هر شى په خپله اندازه وي هغه
فائده مند وي .
كمسټري او فزكس
كمسټري ) كيميا ( ديته وايي
چې ددنيا د تمام شيان د څه اجزاء او عناصرو نه مركب شي ، او يا د هغه د خواصو او
تاثيراتو معلومات كولو ته كمسټري وايي .
او يا زيات ددې نه چې په دې
كائناتو كې دننه منظمه مطالعه كول دېته فزكس وايي .
كه د يو انسان كمسټري او
فزيك ته فكر نه وي نو الله Y خپله په قران كې دې طرف ته دعوت وركوي ، قران كې الله Y
فرمايي : ] انظُرُواْ مَاذَا فِي
السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ (۱)[ وګورئ څه شى د الله Y په آسمانو او ځمكو كې دي ، نو اوس كه يو انسان دې ته لبيك وايي ،
په آسمانو او ځمكو كې غور او فكر كوي داد اسلام خلاف كار نه ده
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.