عقلمند خلك د قران په نظر كې
د عقل مندو خلكو په باره كې
الله رب العزت فرمايي ] إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ [
بېشكه د آسمان او ځمكې پيدائيش ] وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ [
او د شپې او ورځې اختلاف كې ] لآيَاتٍ لأُوْلِي الألْبَابِ (۱)[ .
د عقلمندو خلكو لپاره لوى
نشانى دي ، دې آيت نه دا معلومه شوه چې د آسمان او د ځمكې پيدائيش او د شپې او
ورځې بدلېدل د عقلمندو خلكو لپاره نشيانى دي اوس چې كوم خلك په ځمكه كې په آسمان
كې په شپه او ورځ كې غور او فكر كوي چې دا څنګه پيدا شوي ، دا چا پيدا كړي ، د څه
لپاره پيدا شوي ، دا شپه ولې په ورځ بدلېږي ، ورځ ولې په شپه بدلېږي ، دا څوك
بدلوي : داسې فكر مندو خلكو ته الله رب العزت عقلمند
خلك ويلي دي ] لآيَاتٍ لأُوْلِي
الألْبَابِ [ .
سائنس څه شى ده
سائنس هغه علم ده چې د
مشاهداتو يعنې كتلو او تجربې په اساس ولاړ وي ، الله رب العزت فرمايي ] وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا (۲)[ الله رب العزت آدم علیه سلام ته تمام نومونه ښودل .
عبدالله ابن عباس ددې آيت تفسير
كې فرمايي چې د آسماء نه مراد ددنيا شيان او صفات مراد دي .
علامه زمحشري په تفسير كشاف
كې ليكلي دي چې د علم الاسماء نه مراد شيان او د هغې فائدې دي امام رازي رحمه الله فرمايي : د اسماء مراد اشياء دي او نن دور كې تاسو وګورئ علم
الاشياء ته سائنس وايي .
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.