____________________________________________________________
غواړئ کمپيوټر مو پښتو وليکي؟
د افغانسافټ له خپروونو څخه
هغه
کمپيوټرونه چې پښتو نه ليکي يا هم پښتو ليکنه نه ښيي پر نه څه حساب دي،
راځئ چې خپل کمپيوټرونه پرته له کومې ستونزې يوازې د موږک په څو واره
کليکولو سره په پښتو ليکلو اړباسو، په همدې موخه افغانسافټ تاسو ته د ١٥٣
پښتو فانټونو بنډل وړاندې کوي چې يوازې يې دلاندنيو لارښوونو په پوره غور
څارلو سره د کار وړ ګرځولاى شئ:
Windows XP Service Pack2
که د اکسپي Pack2
نسخه کاروئ له لاندني پيوند څخه د نوموړو فانټونو بنډل کښته او د ور سره
مل لارښوونو له لارې يې په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کړئ.
١. Control Panel او په نوموړې کې Regional and Language Options پرانيزئ له لاندني شکل سره مخېږئ:
٢. د Install files for complex script and right-to-left languages کور مارک يعنې روښانه کړئ.
٣. د اکسپي
وينډوز Pack2 نسخې ټيکله CD-ROM ته واچوئ او د Apply تڼۍ کليک کړئ، څو شيبې
انتظار وکړئ تر څو کمپيوټر ته اړتيا وړ فايلونه کاپي شي.
٤. وروسته
Advanced ټب کليک کړئ او د Language for non-Unicode Programs په سيمه کې
له غځيدلې ليست څخه (Arabic (Saudi Arabia په نښه او د Apply تڼۍ کليک
کړئ لاندني شکل ته ځير شئ:
٥. ورپسې PXPSP2.exe فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى يې کړئ تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.
Windows XP Service Pack3
که
د اکسپي Pack3 نسخه کاروئ له لاندني پيوند څخه د نوموړو فانټونو بنډل کښته
او د ور سره مل لارښوونو له لارې يې په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کړئ.
١. Control Panel او په نوموړې کې Regional and Language Options پرانيزئ له لاندني شکل سره مخېږئ:
٢. د Install files for complex script and right-to-left languages کور مارک يعنې روښانه کړئ.
٣. د اکسپي
وينډوز Pack3 نسخې ټيکله CD-ROM ته واچوئ او د Apply تڼۍ کليک کړئ، څو شيبې
انتظار وکړئ تر څو کمپيوټر ته اړتيا وړ فايلونه کاپي شي.
٤. وروسته
Advanced ټب کليک کړئ او د Language for non-Unicode Programs په سيمه کې
له غځيدلې ليست څخه (Pashto (Afghanistan په نښه او د Apply تڼۍ کليک
کړئ.
٥. ورپسې PXPSP3.exe فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى يې کړئ تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.
Windows 7
که وينډوز ٧ کاروئ د پښتو کولو لپاره يې لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:
١. Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کليک کړئ.
٢. ورپسې Keyboards and Languages ټب په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
٣. پر درېيم ګام Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.
٤. ورپسې Add تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه (Pashto (Afghanistan په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
٥. د OK تڼۍ کليک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.
٦. ورپسې PWIN7.exe فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.
Windows Vista
که وينډوز ويسټا کاروئ د پښتو کولو لپاره يې لاندنۍ لارښوونې په غور وڅارئ:
١. Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کليک کړئ.
٢. ورپسې Keyboards and Languages ټب په نښه کړئ.
٣. پر درېيم ګام Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.
٤. ورپسې Add تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه (Pashto (Afghanistan په نښه کړئ.
٥. د OK تڼۍ کليک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.
٦. ورپسې PVista.exe فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.
د Dost Muhammad Dilsoz ویډیوګانې (17).mp4
حل
مشكلة عدم ظهور اللغة العربية في ويندوز XP
(1)
ثم
ثم
ثم
ثم
ثم
ملاحظة
هامة :
يجب إعادة تثبيت برنامج حقيبة المسلم
مرة أخرة بعد إعادة تشغيل الجهاز
Hello would you mind stating which blog platform you're working with?
ReplyDeleteI'm going to start my own blog soon but I'm having a difficult
time making a decision between BlogEngine/Wordpress/B2evolution and Drupal.
The reason I ask is because your layout seems different then most blogs and I'm looking for something unique.
P.S Apologies for getting off-topic but I had
to ask!
Here is my web page :: mpeg