Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, November 7, 2011

د الله تعالى دکلام [قران ]سره ادب



د الله تعالى دکلام [قران ]سره ادب

البته هر ريښتني مسلمان پدې حقيقت ټينګه عقيده او پوره باورلري چې پاک قران د الله تعالى يوداسې سپيڅل مبارک غوره او حق کتاب دي چې د اسلام د ژوندبخښونکي او سپيڅلې دين اصلي بيخ او بنسټ دي ټولې ويناوې ئې حق او رښتيا،حکم کول پرې پوره عدالت عمل کول پرې د برياليتوب نيکمرغي او سرلوړۍ باعث او مخ اړول ترې د هلاکت سختى او بدمرغۍ موجب دي .د الله تعالى استازي يې په صفت كې داسې فرمايلي :
اِنَّ هَذَا   الْقُرْا۬نَ    هُوَ حَبْلُ اللّٰهِ الْمَتِيْنُ ،  وَهُوَ النُّورُالْمُبِيْنُ وَهُوَ الشِّفَاءُ النَّافِعْ عِصْمَةٌ لِمَنْ تَمَسَّکَ بِه۪ وَنَجَاتٌ لِمَنْ اِتَّبَعَهُ ([1])
ژباړه:
بيشکه دغه قران همدا د الله تعالى ټينګه رسۍ ده او همداځلانده نوردي او همدا ګټوره شفاء ده ،دهغه چالپاره د ساتنې وسيله ده چې منګولې پرې ولګوي او د هغه چالپاره د نجات سبب دي چې د دې پيروي وکړي .
د پاک قران د عظمت او فضيلت په هکله ډېرزيات دلايل موجود دي چې د هغو د جملې څخه يې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد 0 د غه لاندې مبارک احاديث هم دي .
اِقْرَءُوْا    الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ  ([2])
ژباړه:
قران ولولئ بيشکه دغه قران د قيامت په ورځ پداسې حال كې راځي چې د خپلو ملګرو لپاره به [هغوخلکولپاره به چې ايمان پرې لري او عمل  پرې  کوي] شفاعت کوي .
خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْا۬نَ وَعلَّمهُ ([3])
ژباړه:
ستاسو ډېر غوره هغه څوک دي چې قران يې زده کړي وي او هغه نوروته ورزده کوي .
إِنَّ اللّٰه يَرْفَعُ بِهٰذَا الْكِتَابِ  أَقْوَاماً وَيَضَعُ بِه۪       آخَرِيْنَ  ([4])
ژباړه:
بيشکه الله تعالى د دغه کتاب [قران ]په وسيله ډېرخلک [هغه خلک چې پرې لري او عمل  پرې  کوي ]پورته کوي او نور [هغه خلک چې ايمان پرې نه لري او عمل  پرې  نه کوي ]پرې راکښته کوي .
مَنْ قَرَاَحَرْفاًمِنْ کِتَابِ اللّٰهِ فَلَهُ بِه۪ حَسَنَةٌ وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِاَمْثَالِهَالَا اَقُوْلُ ال۬م حَرْفٌ وِلٰکِنْ اَلِفٌ حَرْفٌ وَلَامٌ حَرْفٌ وَمِيْمٌ حَرْفٌ ([5])
ژباړه:
څوک چې د الله تعالى د کتاب قران څخه يوحرف ولوي نوهغه ته پدي [حرف] سره يوه حسنه ده او حسنه په لسومثلو ده زه نه وايم چې [الم ]يوحرف دي بلکه الف يوحرف لام بل حرف او ميم بل حرف دي .
مطلب داچې يوازي د الم په لوستلوسره دري حسني لاسته راوړل كېږي چې هره يوه يي يوپه لسه ده او غونډي ديرش (٣٠)حسنې ترې  جوړېږي  .
اَهْلُ الْقُرْا۬نِ اَهْلُ اللّٰهِ وَخَاصَّتُه۫ ([6])
[دقران ملګري [هغه څوک چې په قران ايمان لري لولي يې او عمل پرې کوي ]د الله خاص ملګري او دوستان دي ]
فَضْلُ کَلَامِ اللّٰهِ عَلٰي سَائِرِالْکَلَامِ کَفَضْلِ اللّٰهِ عَلٰي خَلْقِه۪ ([7])
[د الله تعالى دکلام [قران ]غوره والي په نورو کلامونه[کتابونواو خبرو] باندې  داسې دي لکه د الله تعالى غوره والې چې په خپل مخلوق  باندې  يې دي ]
مَنْ قَرَاَ الْقُرُا۬نَ وَعَمِلَ بِمَافِيْهِ اُلْبِسَ وَالِدَاه۫ تَاجاً يَوْمَ الْقِيٰمَةِ ضَوْءُه۫ اَحْسَنَ مِنْ ضَوْءِ الشَّمْسِ فِيْ بُيُوتِ الدُّنْيَالَوْ کَانَتْ فِيْکُمْ فَمَا ظَنُّکُمْ بِالْذِيْ عَمِلَ بِهٰذَا     ([8])
ژباړه:
چا چې قران ولوست او په هغه څه [احکامو] يې عمل وکړوچې په هغه [قران] كې دي نوموراوپلارته به يې د قيامت په ورځ داسې تاج ورواغوستل شي چې روښنا يې به يې د داسې لمر څخه ډېره ښه وي چې دنړي په کورنو كې وي که چې ري په تاسو كې واي نوتاسوپه هغه چا باندې  څه ګمان کوئ چې په دغه قران يې عمل کړى وي .
مطلب داچې د قران د لوستونکي او عمل کوونکي د برکته يې موراوپلار ته داسې اجراو ثواب ورکول كېږي چې د قيامت په ورځ به ورته داسې تاج په سر کېښودل شي چې روښنايي به يې د هغه لمر د روښنائۍ څخه زياته وي چې د دنيا په کوټو كې وي يعنى دغه لمر چې د څلورم اسمان څخه دغه ټوله دنيا روښانه کوي او د لري څخه دومره ځلانده دي نو که دا لمر بيخي د ځمکې په کوټو كې او نژدي واي .نوبياخوبه يې روښنا يې يوه ټوټه نور ګرځېدل اي واي .
خودغه تاج چې دپاک قران د قاري او عامل د برکته يې د مور او پلار په سرايښودل كېږي روښنا يې به يې د هغه لمر څخه هم ښه وي .نوتاسوڅه فکر کوئ چې خپله د پاک قران عامل ته به رؤف او مهربان خداي څومره درجې او خپل اتعامونه ورعنايت کوې :
اِنَّ الَّذِيْ لَيْسَ فيْ ْ جَوْفِه۪ شَئٌ مِنَ الْقُرْا۬نِ کَالْبَيْتِ الْخَرِبْ   ([9])
ژباړه:
بيشکه هغه څوک چې په ګيډه [سينه ] كې يې يوشى د قران څخه نه وي د ويجاړکورپه څيردي .
مطلب داچې څوک پاک قران د يادو او يا د مصحف له مخې نه لولې نو هغه كې کوم خير او برکت نشته او داسې مثال لري لکه يو وران او ويجاړکورچې کومه ګټه ترې نه اخستل كېږي .
يووخت داسلام او د اسلام د پيغمبر حضرت محمد 0 ستر دښمن وليد بن مغيره د الله تعالى سپيڅلي استازي لوړحضورته راغي و يې ويل اي محمده !ماته قران ولوه .نو د الله تعالى استازي ورته دپاک قران دغه مبارک ايت ولوست :
إِنَّ اللّٰهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبٰي وَيَنْهٰي  عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ([10])
ژباړه:
بيشکه الله تعالى په عدل ښه کولواو خپلوانوته په [بخشش]ورکولو حکم کوي او له فحشاوو ناوړوکړنو او ظلم څخه منع کوي تاسوته پنددرکوي ښا يې چې پندواخلى .
نو دالله تعالى استازي لا د دغه مبار ايات تلاوت څخه فارغ شوي نه ؤچې وليدد پاک قران د الفاظود جلال معنوي لوړتيا او خونداو د معناوو د سپيڅلتياترسترې اغيزي لاندې راغي او د الله تعالى د نازولي استازي څخه يې د هغه دلوستلو د تکرار غوښتنه وکړه اوداسې اعتراف يې وکړ: په الله قسم دي چې دغه کلام يو ځانګړي خوږوالي او حيرانونکي خونداو ښکلا لري او بشر داسې کلام نشې ويلى ([11])
نوهرمسلمان لپاره ضروري ده چې د پاک قران په اخلاقوځان متصف او اداب يې په ځان لازم وګڼي او د تلاوت په وخت كې يې په ټينګه سره د دغو لاندې ادابورعايت وکړي .
١_ د پوره پاکۍ او بشپړ طهارت په حال كې يې لوستل
که څوک د يادوڅخه پاک قران لولي نو اودس لرل يې دقران د ادب لپاره مستحب دي او که دمصحف له مخي يې تلاوت کوي نوبيا يې اودس او طهارت لرل واجب دي ځکه الله تعالى فرمايلي :
لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ [١]([12])
ژباړه:
نه يې مسه کوي [بايدمسه يې نکړي ]مګرپاک کړاي شوي [پاکان]
په اوداسه  باندې  برسيره که چاکوم بدبويه شي خوړلي وي لکه پياز،ګندنه،ملۍ،اوږه،يابل شي نو د تلاوت لپاره يې بايدخپله خوله پاکه  پرې منځي او مسواک ووهي :
٢_ دلوستلو لپاره يې قبلې ته مخامخ په بشپړه ادب او وقارسره كې ناستل:
د پاک قران د تلاوت لپاره په پاکوکاليو اوپاک ځاي كې قبلې ته مخامخ ښه په وقار ،ادب او درناوي سره كې ناستل د پاک قران د ادابو څخه دي خوکه شرايط داسې وي چې قبلې ته مخ کولو كې حرج او تکليف وي نو بيا چې هرې خواته يې مخ وي کولاي شي چې قران ولولي :
٣_ د تلاوت د پيل لپاره يې اعوذباالله او بسم الله ويل :
ځکه الله تعالى فرمايلي :
فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآَنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ([13])
ژباړه:
کله چې قران لولى نو د رټل شوي شيطان څخه په الله تعالى  باندې  پناه وغواړئ
۴_ په ترتيب او ترتيل سره يې لوستل:
د پاک قران په كې بايد د جلتۍ او چالاکۍ او بي ضرورته بيړې څخه کاروانخستل شي بلکه په تجويد،تاني ،ترتيب اوکراري سره ولوستل شي ترڅو يې توري په خپل مخرج كې اداء شي او که لوستونکي يې د پاک قران په معنى او ترجمه پوهېږي نو په معانى او مطالبو كې به يې هم غور اوفکروکړي نو ټول قران بايدد دريو شپوڅخه په لږوخت كې ختم نکړاى شي لکه چې دالله تعالى سپيڅلي استازي فرمايلي دي :
لَمْ يَفْقَهْه۫  مَنْ قَرَاَ    الْقُرْا۬نَ   فِيْ اَقَلَّ مِنْ ثَلَاثٍ  ([14])
ژباړه:
څوک چې قران د دريو [شپو]څخه په لږ[وخت] كې لولي نو هغه پرې پوه نه شو .
يعنى قران چې په چټکۍ سره لولي نوهغه يې په معنى كې فکراوسوچ نشي کولاى  او په مطلب يې نه پوهيږي .
همدغه راز د الله تعالى سپيڅلي استازي حضرت محمد0 حضرت عبدالله بن عمر Eته هم امر کوي وو چې قران په هره يوه اونۍ كې يوځل ختم کړي ([15])
اوحضرت عبدالله بن مسعود،حضرت عثمان بن عفان ،اوحضرت زيدبن ثابت D به هم په هره اونۍ كې يو ځل پاک قران ختم کاوه ترڅوپاک قران ښه په تجويداو ترتيب او په معنى كې يې د فکر کولو سره ختم کړاي شي .
د الله تعالى سپيڅلي استازي په يو بل مبارک حديث كې داسې فرمايلې :
يقال لصاحب القران اقرا وارتق ورتل کماکنت ترتل فى الدنيا فان منزلک عندآخراية تقرابها ([16])
ژباړه:
د قران ملګري ته [لوستونکي ته يې په قيامت كې ]ويل كېږي ولوله او [د جنت دمقامونولوړودرجوته ]پورته شه او ترتيل وکړه[قران په تجويداو ښه په ترتيب ولوله ]لکه چې په دنيا كې به دي په ترتيب لوسته پس بيشکه ستامنزلت [په جنت كې ستامقام ]د وروستني ايت سره دى چې ته يې لولې .
 مطلب داچې د قران د ښه لوستونکي لپاره د هرايت په ښه لوستلوسره يې په جنت كې يوه يوه درجه لوړېږي تردې چې د ده مقام به وروستنۍ لوړه درجه كې وي چې د پاک قران دوروستي آيت په لوستوسره هلته  رسېږي  .
په يوروايت كې راغلي دي چې د جنت درجې د پاک قران د آيتونو په شميردي نوڅوک چې په دنيا كې د تل لپاره قران لولي اوعمل پرې کوي د جنت د ټولو پورتني درجه به لاسته راوړي ([17])
٥_ په خشوع سره يې لوستل :
د پاک قران د لوستلو بل ادب دا دي چې د زړه په حضور،تفکر ،تدبر او ويره او ډارسره ولوستل شي او دلوستلوپه وخت كې يې ژبه زړه اوعقل دريواړه يې د دې کارپه سرته رسولو كې ګډون وکړي پدې معنى چې ژبه په ښه او سم لوستلو، عقل د معنى په پوهېدل واو زړه ترې د پندپه اخستلو كې په کار واچول شي .برسيره پردې د پاک قران لوستونکي بايدد هغه د لوستلو په وخت كې وژاړي او که ژړانه ورځي ځان په زوره وژړوي ځکه د الله تعالى سپيڅلي استازي فرمايلي دي :
اتلوا القران وابکوا فان لم تبکوا فتباکوا ([18])
ژباړه:
قران ولولئ او وژاړئ او که ونه ژاړئ [ژړانه درځي ]نو ځان وژړوئ
 په داسې توجه يې ولولئ چې ژړادرشي يعنى داسې اغيزه در باندې  وکړي چې زړه موولړځيږي او حالت مو داسې شي لکه چې ژاړئ  .
٦_ په خوږاو ښکلى غږسره يې لوستل :
 دپاک قران د لوستلوپه وخت كې بايدخپل غږخوږاو ښکلي کړي ځکه د الله تعالى استازي فرمايلي دي :
زينوا القران باصوتکم ([19])
ژباړه:
قران په خپلو غږونو  باندې  ښکلى کړئ
قران په ښکلي غږسره ولولئ او د تجويد پوره رعايت وکړئ .
همدغه راز په يو بل مبارک حديث كې داسې فرمايلي :
ليس منا من لم يتن بالقران ([20])
ژباړه:
هغه څوک چې په قران  باندې  غږنه ښايسته کوي زموږ څخه نه دي [ زموږ په طريقه ندي .
همدغه راز يې فرمايلي دي :
مااذن الله لشئ ما اذن لنبي يتغنى بالقران ([21])
ژباړه:
الله هيڅ شى ته داسې اجازه نده ورکړې لکه چې پيغمبر0 ته يې اجازه ورکړي ده چې په قران  باندې  خپل غږخوږکړي .
مطلب داچې په تجويد ترتيل او داسې ډول  باندې  د پاک قران لوستل چې لوستونکي پرې خپل غږخوږکړي او د ويرې او ډار اغيزه يې پ كې څرګنده شي نو الله تعالى پرې ډېرخوښيږي .
٧_ په خفيه سره يې لوستل :
که د قران لوستونکي په خپل ځان  باندې  د ريااو ځان ښودنې څخه ويريږي ياپ داسې  ځاي كې قران لولي چې هلته نورخلک لمونځ کوي ياد خيرپه يوبل کار  باندې  بوخت وي او د قران په اوريدوسره يې حضورخرابيږي نولوستونکي بايدقران په خفيه سره ولولي .
لکه چې د الله تعالى استازي هم فرمايلي:
الجاهربالقران کالجاهر بالصدقة ([22])
په قران  باندې  جهر کوونکي ،په صدقې او خيرات باندې د جهرکوونکي [ښودونکي ] په څېردي .
او داخوڅرګنده خبره ده چې د خيرات ورکول په پټه سره ښه دي او ډېر ثواب لري خو که په ښکاره ورکولو كې يې ښه نيت موجود وي او د دي لپاره يې ښکاره کوي چې نورخلک هم دغه ښه کارته وهڅوي نوبياخيرات ورکول او د پاک قران لوستل دواړه په جهراو ښکاره سره د نيت د ښه والي په اساس ښه کاردي :
٨_ د لوستلو په وخت كې يې د غفلت او مخالفت څخه ځان ژغورل:
ژباړه:
خداي دې نکړي که يو څوک د پاک قران د لارښودنو او احکاموڅخه غافل او مخالف وي نو د لوستلو په وخت كې به يې خپله پخپل ځان  باندې  لعنت وا يې د مثال په ډول که دغه مبارک ايتونه لولي :
الالعنة الله على الظلمين ([23])
ياداچې: فنجعل لعنة الله على الکذبين ([24])
ژباړه:
واوري چې په ظالمانو باندې  د الله تعالى لعنت دي ]او [او په دروغجنو باندې  به د خداي لعنت وغواړو]او حال داچې په خپله لوستونکي ظالم او دروغجن وي نوخپله پخپل ځان  باندې  د الله تعالى لعنت وا يې .
نود پاک قران د لوستلو په وخت كې بايد څوک د هغه د مطالبو او معناووڅخه غافل نه شي ترڅود لاندې ني توبيخ مورد ونه ګرځي او هغه داچې د يو روايت له مخي په تورات كې د الله تعالى په کلام كې د ښه غوراوفکرکولو په هکله يو مطلب راغلي چې پښتوترجمه يې په لاندې ډول ده:
الله تعالى خپل بنده ته فرما يې :ايا ته زما څخه حيانه کوي د ځينوورڼوڅخه درته پداسې حال كې ليک راځي چې ته په لاره روان يې نو د لاري څخه راګرځي د ليک د درناوي له امله په ځاي كې ني هغه ليک ټکي په ټکي ښه په غورلولې تردې چې هيڅ شى درڅخه نه پاتې كېږي او دا زما کتاب مې تاته راليږلي دي وګوره څومره مي درته په تفصيل سره بيان کړي او څومره مې [دهغه مطالب]درته تکرار کړي دي .
ترڅوته پ كې ښه فکراو غوروکړي بيا ددي سره سره هم ته ترې مخ اړوي نوزه په تا  باندې  ستا د خپلو ځينو وروڼوڅخه سپک اوخواريم ؟اي زمابنده !تاسره ستاځيني وروڼه كې ني ته ورته په بشپړي پاملرني سره مخ ورګرځوي اوپه ډېره توجه سره يې خبروته غوږنيسې که [پدې وخت كې ] څوک خبري وکړي پادي څوک په يو کار باندې  د هغه د خبرو څخه بوخت کوي نو هغه ته اشاره کوې چې بس کړه [ترڅوچې زه د خپل ورورسره خبري او ملاقات وکړم ]حال داچې زه [ستاخداي]درته مخامخ يم اوتاسره خبرې کوم او ته د خپل زړه توجه زماڅخه بل پلوه ته اړه وي نوايا ته دخپلو ګڼووروڼوڅخه هم ماپه خپل نزد سپک او خوارګڼې؟ ([25])
سبحان الله څومره سخت توبيخ دي چې الله تعالى ديوې ګيلې په بڼه كې پرې خپل بندګان تهديد کړي دي الله تعالى دي مونږد داسې غفلت څخه په خپل امان كې وساتي نو دپاک قران لوستونکي بايد خپل ټول حواس د قران مطالبواو معناووته متوجه کړي او په اسرارو كې يې پوره فکراو تدبروکړي او خپل اعمال د هغه د لارښودنومصداق وګرځوي لکه چې محمد بن کعب ويلي :
کنانعرف قارئ القران بصفرة لونه يشيرالى سهره وطول تهجده .([26])
ژباړه:
مونږد قران لوستونکي د هغه د رنګ په زيړوالي سره پېژنوچې د هغه د ډېرو تهجدواو په ويښه سره يې د شپې تېرولوته اشاره کوي .
يعنې درنګ او څېرې د ژيړوالي څخه يې معلومېږي چې د تهجدولمونځ يې ډېرکړى دى او شپه يې په ويښه تېره کړې ده .
٩_ په عاجزۍ او پوره توجه سره يې اورېدل :
کله چې پاک قران لوستل كېږي نو اويدونکي يې بايد په ډېره عاجزۍ او بشپړي پاملرنې سره واوري او غوږورته ونيسي لکه چې الله تعالى فرما يې :
اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ([27])
ژباړه:
الله ډېرښايسته خوږکلام [قران ]نازل کړي دي کتاب مشابه يوله بل سره مکررغبرګ [دي ]چې د هغوکسانوپوستکي ترې لړځيږي رپيږي چې دخپل پروردګارڅخه ويريږي بياد دوي پوستکي او او زوړنه د الله ذکرته نرميږي [ارام نيسي ] .
همدغه رازالله تعالى فرمايلي دي :
وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآَنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ([28])
[اوکله چې قران لوستل كېږي نوهغه ته [په پوره پاملرني سره ]غوږونيئ او چوپ اوسئ ګوندې چې در باندې  رحم وشي ]


[1] - تفسير مختصربن كثير ۱ټوك ۳۰۵ مخ .
[2] - مسلم ،رياض الصالحين ، كتاب الفضائل ۲ټوك ۶۱۰  مخ.
[3] - بخاري ،رياض الصالحين كتاب الفضايل ۲۰ټوك ۶۱۲مخ .
[4] - مسلم ،رياض الصالحين كتاب الفضايل ۲۰ټوك ۱۲مخ .
[5] - ترمذي ۲ټوك ۱۱۵ مخ
[6] -  نسائي ،ابن ماجه ،منهاج المسلم ۷۷مخ .
[7] - ترمذي ،مشكوة كتاب فضايل القرآن ۱۸۶مخ.
[8] - ابوداؤد ،مشكوة فضايل القرآن ۱۸۶مخ .
[9] - ترمذي ،مشكوة ۱۸۶مخ.
[10] - دالنحل سورة ۹۰آيت.
[11] - منهاج المسلم ۷۷مخ
[12] - الواقعه سوره ۷۹ آيت .
[13] - النحل سورة ۸۹مخ .
[14] - ترمذي ،مشكوة ۱۹۱مخ.
[15] - ترمذي ،منهاج المسلم ۷۸مخ .
[16] - ترمذي ابواب فضايل القرآن ۲ټوك ۱۱۵مخ .
[17] - مشكوة باب فضايل القرآن ۱۸۶مخ ۶حاشيه .
[18] - ابن ماجه۹۶مخ ،مناج المسلم ۷۸مخ.
[19] - ابن ماجه ۹۶مخ .
[20] - بخاري ،مشكوة باب فضايل القرآن ۱۹۰مخ .
[21] - متفق عليه ،مشكوة ۱۹۰مخ .
[22] - منهاج المسلم ۷۸ مخ .
-[23] دهود سوره ۱۸آيت .
[24] - آل عمران ۶۱ آيت .
[25] - منهاج المسلم ۷۹مخ.
[26] - منهاج المسلم ۷۹مخ.
[27] - د زمر سورة ۲۳آيت .
[28] - داعراف سورة ۲۰۴ آيت .

1 comment:

  1. دیر زیاته مننه الله ج موتل خوشاله کامیابه لری دیر زیات خوشاله شوم ستاسو نیکو کارونو نه دیر زیات می خوش دی زموژ پر تاسو افتخار دی موژ پرتاسو ویاړ کو چی موژ یو داسی شکلی پانه لور خوشالی موغواړم

    وسلام

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User