د ډاکتر د پاره څه وخت د يو انسان د شرمګاه کتل جايز دي (انجمن خيرامه البمبئ نمبر 2592 )

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اشد ضرورت نه علاوه د سترعورت ښکاره کول حرام دي ډاکتر ته هغه وخت د عورت معاينه کول جاير دي چې د قرائنو څخه مرض معلوم نه شي او د معاينه کولو سخت ضرورت وي (کفايت المفتي ج ۹ ص ۲۵۲ ) .
ومثله نظر القابلة والحافضة والختان والطبيب وزاد فی الخلاصة :حل النظر للعورة عند الحاجة (ردالمحتار مع الدر ۴/ ۳۶ ) .