د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول

 او په نغاره وهلو سره افطار کول


بسم الله الرحمن الرحیم

بیا هم د سلام په وړاندې کولو تاسې ټول لمانځم .
څو پوښتنې لرم چې مویږ دلته ورسره مخ یو !
 دلته په احمدآباد کې د روژې ماتولو لپاره پینځه دقیقې مخکې له آذانه یوه ناره کېږی (روژه لرونکو روژه ماتی راورسېده روژه ماته کړۍ) او وروسته له پینځو دقیقو نه آذان کېږی آیا په اسلام کې دغه شان کار روا دی او کنه ؟
 او همدارنګه د آذان او افامت په مهال چې کله مو‌‌‌ذن د (اشهد ان محمد الرسول الله) ووایی نو ټول مقتدیان او ملا امام د لاسونو دوه ګوتې په سترګو لګوی او بیا یې ښکلوی دغه عمل تر دریو ځلو دوام پیدا کوی . آیا دغه عمل څنګه ارزیابی کوی.
 او د اقامت لوستلو په مهال ټول مقتدیان د (حی علی الصلوه ) تر لوستلو پورې د ناستې په حالت کې وی او وروسته له دې نه پاڅېږی او په لمانځه ودرېږی آیا دغه شان عمل د اسلام له پلوه څه حکم لری؟
فرهاد احمد آباد
 ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په نغاره وهلو باندې يا د افطار د دقيقو وختونو په جدول باندې روژه ماتول جايز دی .
کفايت المفتي ليکي :
په نغاره وهلو سره افطار کول د شافعی او حنفي دواړو په نزد جايز دی .
و منه سماع الطبول و ضرب الدفوف ، ونحو ذلک مما يعتاد فعله اول الشهر و اخره قلت و کذا اول الصوم واخره (منهاج الطالبين کتاب الصوم – کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۴۸ ) .
فتاوي اهل سنت و الجاعت ليکي :
د روژه ماتي د پاره د اذان آوريدل شرط نه دي بلکه آذان د عبادت اعلان دی په يوه خاص وخت کې نو څرنګه چې افطار د ماښام په وخت کې دی نو آذان د افطار د جواز د پاره يوه نښانه ده مګر دا شرط نه دی چې که اذان وا نه ورديل شي روژه نه ماتيږي بلکی دا هم کفايت کوي چې روژه د افطار د جدول يا تجربه له روی افطار کړي (فتاوی اهل سنت والجماعت ) .

دوهم : د ګوتو مچي کول او په سترګو موښل هيڅ ثبوت نه لري – کفايت المفتي ج ۳ ص ۸ بحواله ردالمختار ۳۹۸/۱ سعيد .
 دريم سوال ځواب : د صفونو د صحي کولو د پاره د اقامت په سر کې دريدل غوره دي
جمهور علماء الی انه ليس لقيامهم حذو لکن استحب قامتهم القيام ادا اخذ الؤذن فی الاقامة ( عمدة القاري ۱۵۳/۵ بيروت ) .
الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود