الحمدلله
العلى ، الاعلى ، الولي المولى ، الذى خلق فاحياء ، وحكم على خلقه باالموت والفناء
، والبعث الى دارالجزاء ، والفصل والقضاء ، والصلوة والسلام على محمد خيرالورى ،
وقال الله تعالى .
اما
بعد
فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيم
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا
تُرْجَعُونَ
(۱)
زما
عزتمندو مسلمانانو وروڼو مشرانو او كشرانو ! كوم آيت كريمه چې ما ستاسو په حضور كې
تلاوت كه رب ذوالجلال فرمايي : هر نفس به د مرګ ذائقه څكي .
دا
ذائقه به يا خوږه وي يا به ترخه وي ، كچېرته دا كس نيك وي ، او ټوله زندګى د الله رب العزت د قوانينو مطابق تېره كړي
وي ، نو دا كس به د مرګ د پيالې ذائقه خوږه محسوس كوي ، او كچېرته دې كس خپله
زندګى په غفلت كې تېره كړي وي ، فسق كړى وي ، فجر كړي وي ، ګناهونه كړي وي ، نو دا
كس به د مرګ ذائقه ترخه محسوس كوي ، دې كس زړه وي او كه نه وي نو ضرور به دا ذائقه
ګوري .
د مرګ خبردارى
ولې
مرګ خلكو ته اعلان كوي خبردارى وركوي .
] انا لموت الذي افرق بين البنات والامهات
[ زه هغه مرګ يم چې جدايى
راولم په مابين د لورګانو او د مورګانو .
] انا لموت الذي افرق بين الاح والاخوات
[ زه هغه مرګ يم چې جدايى
راولم په مابين د وروڼو او د خورګانو كې .
] انا لموت الذي افرق بين كل حبيب
[ زه هغه مرګ يم چې جدايى راولم په مابين د ټولو دوستانو كې .
] انا لموت الذي افرق بين الزوج والزوجة
[ زه هغه مرګ يم چې جدايى
راولم په مابين د خاوند او د ښځې كې .
] انا لموت الذي اخرب الديار والقصور
[ زه هغه مرګ يم چې ورانوم
كورونه او قصرونه .
] انا لموت الذي اعمر القبور [ زه هغه مرګ يم چې قبرونه
آبادوم .
] انا لموت الذي اطلبكم واد رككم في بروج مشيده ولايبقى مخلوق
الا يذقنى [ زه هغه مرګ يم چې زه تاسو
تلاش كوم تاسو په مظبوطو قلاګانو كې او هيڅوك د مخلوق نه به نه پاتې كېږي مګر زما
ذائقه به څكئ .
مسلمانانو
مرګ مونږ ته اعلان كوي ، بيا هم مونږ د ګناهونه ځان نه بچ كوو ، او نه مونږ ته
وېره راځي ، دنيا باندې نازونه كوو ، مال باندې نازونه كوو ، اولاد باندې نازونه
كوو ، كور باندې نازونه كوو .
مسلمانانو
دنيا خو زمونږ وطن اصلي نه ده ، وطن اقامت ده ، وطن اصلي خو زمونږ جنت ده ، دلته
خو زمونږ د مسافرو په شان عمر تېروو ، لږ وخت لپاره به مونږ دلته اوسېږو وينې دا
سفر هر وخت لپاره جاري وي .
كه
مونږ ولاړ يو او كه ناست يو ، كه ويده يو كه ويښ يو ، كه زمونږ احساس وي او كه نه
وي ، كه ګرمي وي كه يخني وي ، كه بهار وي او كه خزان وي ، وطن وي او كه غير وطن ،
روزانه دا سفرونه وي ، مونږ روزانه مرګ ته نږدې كېږو .
افسوس
ده ! د انسان هغه اوږده اميدو ته چې جوړ كړي يې دي او مرګ ورته نږدې ولاړ ده
اوورته خاندي چى انسانه ستاپه عقل، ستا په فكر ، ستا په سوچ داسې پرده ده چې زه
مرګ مو بلكل هېر كړى يم .
(۱) سورة آل عمران ، پاره ۴ .
Popular Posts : Most viewed Last 30 days
- دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري
- دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه حضور ته وړاندي كوم ...
- دتناسلي الې طبیعي اندازه
- ډېر ملګرې به دا وایی چه د هډاوال وېب کی د داسې قسمه لیکنه او مضمون نشر کول مناسب نه دې د دې خبرې به دا جوب وکړم چه ډېر نوې هلکانو د...
- ګرانه لوستونکیه! آيا د توبې اراده لرې؟ آیا لدې فرصت څخه ګټه نه اخلې؟
- «اى مؤمنانو! ټول الله ته توبه وباسئ، ښايي بریالي شی.» (د نور سورت د ۳۱ آیت ژباړه) د توبې مفهوم د توبې معنى راګرځیدل دي،...
- د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول
- هغه وروڼه چې په غرب کې اوسيږي، دا ليکنه باید خامخا ولولي. دكرسمس د مبارکۍ حكم اكرام الدين كامل ...
- د واده لومړۍ شپه
- د واده لومړۍ شپه ډاکټر سباوون محترم ډاکتر صاحب سباوون په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځم ډاکتر محترم : زه یوه میاشت وروسته و...
- بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
- بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت ...
- زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
- ډېر ملګرې به دا وایی چه د هډاوال وېب کی د داسې قسمه لیکنه او مضمون نشر کول مناسب نه دې د دې خبرې به دا جوب وکړم چه ډېر نوې هلک...
- اسلامی سافٹ وير
- بسم الله الرحمن الرحيم الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله اسلامی سافٹ وير 2012 چه ډېر ېو عجیبه سافټ وېر دې دونل...
- فېسبوک :د ملګرو لست د نورو پټ وساتئ
- فېسبوک :د ملګرو لست د نورو پټ وساتئ د فيسبوک هر کارکوونکی د ملګرو يو لست لري چي په هغه کي دهغو کسانو نومونه او انځورونه ...
- که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
- په لمانځه کې د Mobile دزنګ په اړه پوښتنه : که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه ...
-
تعليم اللغة العربية
-
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.