Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, October 29, 2011

د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق

 

د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق

پوښتنه:

د جون د مياشتي ( مجلة الدعوة ) په ګڼه کي د قرباني احکام او فضائل ورکړل شوي وو، په هغو کي يو حديث د مړي د قرباني د حکم په هکله ليکلى شوى وو، په ترمذي شريف کي راغلي چې سيدناعلي رضي الله عنه به د نبي کريم صلىالله عليه وسلم له طرفه قرباني کوله، هغه به ويل چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپل مرګ نه پس ماته د قرباني کولو وصيت کړى، ددي نه معلوميږي چې د مړي له طرفه قرباني کول مشروع او جائز کار دى، ددي حديث په هکله وضاحت غواړو چې ايا دا حديث خو ضعيف نه دى؟ که ضعيف وي نو د مجلي په راتلونکي ګڼه کي ددي وضاحت وکړئ.

ځواب:

پورتنى د علي رضي الله عنه روايت په سنن ابوداود ٣\٤٩ او سنن ترمذي ٤\٨٤ کي راغلى؛ دا انتهاېي ضعيف روايت دى، ددي  روايت د ضعيف کيدلو سببونه په لاندي ډول دي:

[١] امام ترمذي ددي روايت د نقلولو نه پس ويلي:(( هذا الحديثٌ غريبٌ لا نَعْرِفُهُ إلاّ مِنْ حَدِيثِ شَرِيكٍ )).

دا غريب حديث دى موږ ته د شريک د سند نه پرته په بله هيڅ واسطه نه ده رارسيدلى.

او د (( شريک بن عبد الله القاضي )) حافظه متغيره شوي وه .

حافظ ابن حجر عسقلاني په تقريب التهذيب١٤٥ مخ کي واېي: (( صدوق يخطئ كثيراً تغير حفظه منذ ولي القضاء بالكوفة )).

دى رښتنى ده ليکن ډيرخطاکيږي، کله چې د کوفي قاضي مقرر کړل شوى له هغه وخته ېي حافظه يې متغيره شوي ده .

امام مسلم صرف په متابعت کي دده روايتونه نقل کړي، په ده يې احتجاج ( دليل نيول ) نه دى کړى.

[٢] ددي روايت په سند کي دويمه خرابي دا ده چې شريک د ابوالحسناء څخه روايت نقلوي او دى ( يعني ابوالحسناء ) مجهول راوي دى، د ده په هکله هيڅ معلومات نشته چې دى څوک دى، حافظ ابن حجر عسقلاني په تقريب٤٠١مخ کي ليکلي چې:(( مجهولٌ مِن السابعةِ )).

[٣] دريمه خرابۍ دا ده چې دا روايت د علي رضي الله عنه څخه څوک نقلوي نو هغه (( حنش )) نوميږي چي کًنيه يې  ابوالمعمرالکناني ده، دا راوي هم (( متکلم فيه )) دى، حافظ ابن حجرعسقلاني په تقريب ( ٨٥ مخ ) کي ليکلي چې:(( صدوق له اوهام ويرسل )). رښتني ده، ليکن د ده په روايتونو کي وهم وي او مرسل روايتونه بيانوي.

امام ابن حبان وايې: چې دى (( کثير الوهم ))  دى، د علي رضي الله عنه نه په ځېنو روايتونو نقلولو کي منفرد يعني يواځي دى او د حجت قابل نه دى. [ عون المعبود سره د ابوداود ٣\٥١ ].

يادونه :

د دي روايت څخه پرته په دي مسئله کي ديته اړوند يو بل روايت:(( عَنْ زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا هَذِهِ الأَضَاحِىُّ؟ قَالَ :« سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ  ».)). په ابن ماجه ٢\١٠٤٥ حديث شميره ( ٣١٢٨ ) کي هم راغلى، دا روايت سخت ضعيف بلکه موضوعي دى او علتونه يې په لاندي ډول دي :

[١] ددي  په سند کي ((عَائِذِ اللَّهِ الْمُجَاشِعِي )) راغلى، چې د ده په هکله امام بخاري ويلي:((  لايصح حديثه )).

دده حديث صحيح نه وي.

امام ابوحاتم ويلي:(( هو متروک الحديث )). [ تنقيح الرواة ١\٢٨٠].

حافظ ابن حجر ويلي : ضعيف [ تقريب:١٦٢مخ ].

[٢] په ابوداود کي ددي دويم راوي (( نفيع بن الحارث )) راغلي؛ د ده په هکله امام دارقطني ويلي: هُومتروک.[ تفيقح الرواة ١\٢٨٠].

امام هيثمي په مجمع الزوائد کي ويلي: هُومتروک واتهم بوضع الحديث.

حافظ ابن حجر عسقلاني ويلي :(( متروک وقدکذبه ابن معين )).

( تقريب ٣٥٩مخ ).

معلومه شوه چې (( نُفَيْعِ بْنِ الْحَارِث )) متروک الحديث او درواغجن راوي ده .

[٣] ددي  نه علاوه (( سَلاَّمُ بْنُ مِسْكِين ))  هم د (( عَائِذِ اللَّهِ )) څخه په روايت نقلولو کي منفرد يعني يواځي دى. [ تنقيح الروايه ١\٢٨٠ ].

دا د مضمون لېکونکي د غفلت او تساهل نتيجه ده چې هغه تحقيق نه ده کړى، مونږ ېي په مجلة الدعوة کي په چاپ کيدو باندي د لوستونکو څخه معذرت غواړو، اميد دى چې لوستونکي زموږ دا تېروتنه راته معاف کړي.

[ مجلة الدعوة، اګست ١٩٩٢ميلادي کال ].

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User