Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, October 28, 2011

د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ

 

د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ



سرچینه: اسلام آنلاین

الله جل جلاله په قران کريم کې فرمايي:
و الفجر و لیال عشر – الفجر ١، ٢
قسم په سپيده چاود او په لسو شپو.
د ډيرو علماؤو په اند  لدې لسو ورځو نه د ذوالحجې اولنۍ لس ورځې مراد دي. په دې ورځو باندې د الله جل جلاله قسم خوړل د هغو په ارزښت دلالت کوي او بايد هر مسلمان ورته پاملرنه وکړي. محمد صل الله عليه وسلم فرمايي:
د نورو ورځو په پرتله په دې ورځو کې ښه اعمال الله جل جلاله ته ډير خوښ دي. پوښتنه ترې  وشوه چې ان د الله په لار کې جهاد هم؟ هغه ځواب ورکړ: حتى جهاد هم، مګر هغه کس چې جهاد ته د خپل مال او ځان سره ځي او بيرته يو هم رانه وړي – بخاري.
پدې ورځو کې څه وکړو
هغه عبادات چې په دې ورځو کې يې په کولو ټينګار شوى په لاندى ډول دي:
1.    روژه نيول:
موږ ته په دې ورځو کې د غوره اعمالو د کولو امر شوى دى او روژه يو له هغو نه ده لکه چې په حديث قدسي کې راغلي: د بني آدم ټول اعمال د هغه لپاره دي پرته د روژې نه چې زما لپاره ده او زه به دهغې بدله ورکوم- بخاري
همدارنګه پيغمبر صل الله عليه وسلم فرمايلي دي: هيڅ بنده د الله په لاره کې يوه ورځ روژه نه نيسي مګر الله سبحانه و تعالى يې مخ د جهنم د اور څخه د اويا کلونو مزل په اندازه ژغوري.
2.    قيام اليل (د شپې لمونځ کول):
پيغمبر صل الله عليه وسلم فرمايلي دي چې له دې ورځو نه د هرې  ورځې روژه نيول د يو کال روژې نيولو په څير ده او په هره شپه کې ودريدل يې داسې دي لکه د کال ودريدل- ترمذي
3.    د ډير زيات تحليل (لا اله الا الله)، تکبير (الله اکبر) او تحميد (الحمدالله) ويل:
عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى چې نبي کريم صل الله عليه وسلم وفرمايل: له دې ورځو نه د الله جل جلاله په نزد غوره ورځې نشته او په دې لسو ورځو کې ښه اعمال الله جل جلاله ته ډير محبوب دي نو په دې ورځو کې زيات تحليل، تکبير او تحميد ووايې. نارينه به يې په لوړ اواز او ښځې به يې په پټه وايې. سړي يې بايد په مسجدونو، کوڅو، بازارونو او په ټولو هغو ځايونو کې چې د الله تعالى يادول روا وي ووايي.
ابن عمر او ابوهرير رضي الله عنهما به د ذالحجې په لسو ړومبيو ورځو کې بازار ته تله او تکبير به يې وايه او کله به چې خلکو اوريده نو هغو به هم وايه.
4.    توبه ايستل: سره له دې چې توبه بايد په ټولو وختونو کې وويستل شي، د خلکو زړونه په دې ځانګړو ورځو کې عبادت ته خواته ميلان کوي نو غوره ده چې په دې ورځوکې د بښنې سوال وشي. په دې ورځو کې د توبې ايستل او غوره اعمال به انشاء الله په مسلمانانو کې اصلاح راوړي چې خپل خطاوې تکرار نه کړي او ښو اعمالو ته دوام ورکړي.
عرفه
چې د ذالحجې نهمه ورځ او د کال تر ټولو بهتره ورځ ده. د عرفې ورځې په روژه نيولو (د هغه چا لپاره چې په حج کې نه وي) ټينګار شوى دى. محمد صل الله عليه وسلم فرمايلي دي چې د عرفې ورځې روژه نيول د تير او راتلونکي کال ګناهونه معافوي.
ما ته د هغې ښځې کيسه چې يو څو کاله وړاندې یې اسلام راوړی وو په ياد ده چې هغه د دې ورځې روژې نيولو ته څومره ليواله وه چې د پوره دوه کلونو ګناهونه په کې بښل کيږي.
په بل حديث کې ويل شوي دي چې د عرفې ورځې بښنه د هغه چا لپاره ده چې خپل غوږونه، سترګې او ژبه په کنترول کې ساتي. نو د دې لپاره ښه ده چې د عرفې په ورځ اعتکاف وکړو. همدارنګه عرفه د قران کريم د تلاوت لپاره د کال تر ټولو ښه ورځ ده.
اختر ورځ
د ذالحجې لسمه د ستر اختر ورځ ده چې روژه نيول په کې منعه شوي دي. ټول مسلمانان بايد د دې ځانګړې موقع نه چې الله سبحانه وتعالى موږ ته راکړي پوره ګټه واخلي او هغه رانه تيرې نه شي او چې يو وار تيرې شي لاسونه به مروړو.
يوازې الله پوهيږي چې کله به مرو نو بايد هڅه وکړو چې څومره ممکن وي ثوابونه تر لاسه کړو او په ځانګړې توګه هغه ورځو کې چې اجر څو چنده زياتيږي.
هيڅکله داسې فکر مه کوه چې ګوندې پوره عبادت دې کړى.
زما وروڼو او خويندو! تاسې به د الله د رضا لپاره هيڅکله کافي غوره اعمال ونه کړئ.
الله ته سوال کوم چې په دې ورځو کې مو نيکۍ ته مخه کړي.
آمين

سرچینه: اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User