Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, September 25, 2011

کږې سترګې (سترابیزم )

کږې سترګې (سترابیزم ) 

د ډاکټرسباوون ځواب
Tuesday, 02.08.2011, 05:18pm (GMT)

اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
الله دې وکړي چې په خپلو ورځنیو چارو کې موفق او بریالي اوسئ

محترم ډاکټر صاحب. زه د سترګو يوه ستونزه لرم او هغه دا چې زما سترګې پخوا جوړې وې او سم کار يې کولو خو د يو څه مودې راهيېسې چې تقريباْ يو دوه کاله يې وشول سترګې مې لږ چپې یعنې کږې شوي دي، یعنې که چاته مخاطب يم نو هغه فکر کوي، چې بل چاته ګورم، البته دا مشکل کله کله وي او د همېشه لپاره نه دې کږې شوي، يعنې که له چا سره ډېر وخت تېر نه کړم نو نه پوهېږي، خو که کله ډېر متوجه شي او يا وخت راسره تېر کړي، نو بيا پوهېږي مګر په عادي ډول روغې دي، کله کله په کې دا ستونزه رامنځ ته کېږي، هيله ده چې په دې اړه ارسره مرسته وکړﺉ، چې له دې مرض څخه څنګه ځان خلاص کړو.
الله مو بریالي لره
ځواب :
دسترګو چپي کیدل چې  په انګریزي کې ورته  سترابیزم وايي  دسترګو هغه ستونزه ده چې دواړه سترګې په یوځاي کې تمرکز نه شي کولاي  البته سترابیزم ممکنه ده په یوه سترګه کې او یا په دواړو سترګو کې  موجوده وي .
لکه چې دغه ورور ویلي دي د سترګو ناغږملیتا یا چپي کیدل ممکنه ده  ډیر څرګند او یا ښايي ډیر کم وي چې نه احساسیږي او یوازې ډاکټر پرې پوه شي  او یا دا چې ممکنه ده ځینې وخت وي او ځینې وخت ونه لیدل  شي دغه راز په سترابیزم کې سترګې بیلابیل حالتونه پیدا کولی شي ممکنه ده یوه سترګه مخامخ ګوري او بله هغه یا دننه لور ته او یا بهر ،ښکته او ښي او یا چپ لور ته  وڅرخیږي کله دغه کږه سترګه بیرته خپل اصلي ځاي ته راګرځي خو  ځینې وخت  بر عکس ښايي هغه سترګه کږه شي چې مخامخ ېې کتل .
دسترګو دغه ستونزه په حقیقت کې دماشومتوب ستونزه ده  او څلور په سلو کې ماشومان پرې اخته کیږي خو په لوینې کې هم رامنځته کیداي شي .
دغه خبره هم باید وکړو چې په عادي حالت کې  دواړه سترګې کله چې یو تصویر ته ګوري  او په طبیعي حالت کې یو ځاي ته دواړه تمرکز وکړي نو  دماغزو دکتلو برخې ته دوه تصویرونه ورسیږي  او هغه مازغه  دواړه  د یوه درې ګوټیز تصویر په بڼه ترکیب کوي او یو تصویر ترې رامنځته کوي  خو کله چې دسترابیزم له امله سترګه کږه شي  اویوه سترګه  له خپل اصلي موقعیته وغړیږي ماغزو ته دوه متفاوت تصویرونه رسیږي  کله چې دغه ستونزه په ماشومانو کې موجوده وي  دهغه مازغه دا زده کوي  چې دکږې سترګې تصویر له پامه وغورځوي او یوازې دهغې سترګې تصویر ته تمرکز کوي چې نیغ همغه شي ته ګوري  دغه چاره ددې سبب کیږي چې دغه ماشوم نه پوهیږي په کږې سترګې دوه بیلابیل تصویرونه ګوري  او په دې ډول ماشوم دخپلو کږو سترګو  دکوږوالي په اندازې نه پوهیږي .
خو کله چې لویان په سترابیزم یا قیچۍ اخته شي  نو لومړني نښه ېې دا وي چې هرڅه دوه دوه ګوري له دې چې مخکې مازغو  ددې وړتیا درلوده چې د دواړو سترګو تصویر ومني او هغه درک کړي او همداسې روږدي شوی ؤ نو اوس هم د دواړو سترګو تصویرونه ګوري او په دې ډول ګورو چې  په سترابیزم اخته کسان چې عمرونه ېې  ‌ډیروي هرڅه دوه دوه ګوري  په دې حالت کې مازغه دغه وړتیا نه لري چې دکږې سترګې تصویرحذف کړي او یا ېې له پامه وغورځوي  خو په ماشومانو کې دکږې سترګې دتصویر دحذفیدا کار ژر رامنځته کیږي  او دغه چاره ددې سبب کیږي چې سترګه تنبله  شي چې ډاکټران دغه حالت ته امبلیوپي وايي .
دغه مسله ددې ښودنه کوي چې کله تاسو پوه شوئ ستاسو دماشوم سترګې کږې یا قیچي دي باید ډیرژر ېې علاج وکړئ  او که د(امبلیو پي) معالجه ژر پیل شي هومره ښه نتیجه هم ترلاسه کیداي شي .
خو سترګې څنګه قیچې کیږي یا سترابیزم څنګه رامنځته کیږي  ؟
 هره سترګه شپږعضلي  یا مسلز لري چې دسترګو دحرکتونو مسولیت ور په غاړه دی  په هره سترګه کې  دوه عضلې سترګې ښي يا کیڼ اړخ ته بیايي  او څلور نورې عضلې شته چې سترګې ښکته او پورته لور ته کشوي کله چې موږ یو شي ته ګورو  باید د دواړو سترګو ټولې دغه عضلې سره غږمله کار وکړي چې سترګې دغه شي ته متمرکزې کړي  په هرعلت کله چې ددغو عضلو ترمنځ غږملتیا له منځه لاړه شي  او ټولې عضلې ونه کړاي شي غږمله کار وکړي  نو سترګې کږیږي او سترابیزم رامنځته کیږي .
ددغو عضلو په کنټرول کې ماغزه ډیر مهم رول لوبوي  نو هغه ماشومان چې  دماغزو ستونزې لري لکه دمغزو وروسته پاتې والی  دمغزو فلج ، هیډروسفالي  او دمغزو تومورونه ممکنه ده په سترابیزم اخته شي دغه راز هر عامل چې دسترګو نظر کموي او یا سترګو ته ورپیښ شوي ګوزارونه ممکنه ده دسترګو  په عضلاتو کې ناغږملتیا او په دې ډول  سترابیزم رامنځته کړي .
دسترابیزم اصلي نښه کږې سترګې دي  کله ماشومان لمر ته په کتلو سره یوه سترګه بندوي او کله یوه خاصي ځاي ته دکتلو لپاره سر کږوي  اوهڅه کوي له خپلو دواړو سترګو استفاده وکړي خو کله چې لویان په دې ستونزه اخته شي  غالباً هر شی دوه دوه  ګوري  البته ځینې وخت ښايي سترابیزم موجود نه وي خو سړی فکر کوي چې سترګې ېې کږي دي  نو ددې لپاره چې سم تشخیص وشي باید ډاکټر ته ورشئ .
لکه چې وویل شول دغه ستونزه دماشومتوب په وخت کې موجوده وي خو ډیر ځله پلار او مور پرې نه وي خبر  نو غوره ده ماشوم ښونځي ته تر تګ مخکې دسترګو دیوه ډاکټر له لوري معاینه شي په ډیرو هیوادو نو کې ښونځي ته  تر تګ مخکې ټول ماشومان معاینه کیږي  او که دغه ډول ستونزه ولري علاج ېې پيلیږي ځکه ډیر ځله مور او پلار په دې نه پوهیږي چې دماشوم سترګې ېې کیږي دي او که پوه هم وي ښايي و رته مهمه چاره ښکاره نه شي .
البته په ځینو ماشومانو کې کله چې پوزه ډیر غټه وي اویا باڼو ګان ېې غټ پوستکی ولري ممکنه ده سترګې کږې ښکاره شي خو دغه چاره موقتي وي او په حقیقت کې دسترګو عضلات کومه ستونزه نه لري نو له یوې مودې وروسته ممکنه ده  دغه کاذب سترابیزم له منځه لاړه شي .
البته په لویانو کې  دسترابیزم علتونه هم ممکنه ده مختلف وي دمثال په توګه له لوړ ځایه په سرغورځیدل چې مازغو او یا  مستقیماً  سترګو ته تاوان  ورسیږي ،هغه تبه چې پکې مازغو ته تاوان ورسوي لکه محرقه ،مننژیټس ، ډیفټریا ، او دمازغو کیستونه ، دغه رازدمغزو ځینې  ناپيژندل شوې ناروغۍ هم ممکنه ده دغه ستونزه په لویانو کې رامنځته کړي نو که ستاسو سترګې اوس کږي دي په تیر وخت کې مو که دغه ډول ناروغۍ تیرې کړي وي باید دسترګو دغه ستونزه معالجه کړئ .
کله چې دسترګو شاوخوا عضلې چې دسترګو دحرکت دنده لري او مخکې مو یادونه وکړه فلج شي ممکنه ده سترابیزم رامنځته شي چې دغه حالت حاد وي او ډاکټر سپارښتنه کوي چې که دغه عضلې سمدستي فلج شي باید عملیات ترسره نه شي بلکه غوره ده استراحت ورکړل شي ی،او دعضلاتو دپياوړتیا لپاره اقدام وشي  که سم استراحت او پاملرنه وشي  پنځوس په سلو کې دغسې ستونزې چې دعضلو دحاد فلج له امله رامنځته کیږي ښه کیداي شي .
پردې سربیره هغه کسان چې دخاصو علتونو له امله سر کوږ نیسي او  یا هغه کسان چې  د نظر دښه کیدالپاره سر کوږ نیسي دغه ډله کسان ممکنه ده  په سترابیزم اخته شي  .
نارمل کسان  دیو شي دکتلو لپاره سر نه کږوي او یوازې سترګې هر شي ته وراړوي خو په ځینو خاصو ناروغیو کې ناروغان خپل سر کږوی  چې ښه وکتلاي شي  البته ډیر ځله دسترګو په عضلو کې دستونزو له امله ځینې کسان سر کوږ نیسي   نو ممکنه ده دغه کسان سترابیزم ولري خو څوک پرې نه وي پوه شوي .
دسترګو کږیدل یا سترابیزم معالجه کیداي شي  خو غوره ده څومره ژر چې کیداي شي معالجه پيل کړو څومره چې وځنډیږي هومره ېې تاوان ډیر او نتیجه ېې کمه وي  په ماشومانو کې دغه معالجه ژر نتیجه ورکوي او سترګې هم له کږیدا ژغورل کیږي خو په لویان کې ممکنه ده  دسترګو کږیدل ښه نه شي خو دوه دوه کتل یا ډوپلیپیا ېې ورسره معالجه کیداي شي  .
ددې ستونزه په معالجه کې له خاصو عینکو استفاده ، دسترګو دعضلو ورزش او تمرینونه ،او په نهایت کې جراحي شامله ده .
البته یوه خبره باید وکړو چې ددې ستونزې تشخیص ډاکټر کولاي شي او باید  ناروغ ډاکټره ورشي داچې ځینې سترګې ظاهرً کږې ښکاري خو ښايي کږې نه وي بلکه په خاصې معاینې  سره دسترابیزم تشخیص وضع  کیږي .
لکه چې وویل شول که دسترګو ډاکټر په نورو رودو دغه ستونزه معالجه نه  کړاي شوه نو باید جراحي عملیات تر سره شي جراحي عملیات ېې ساده او اسانه دی او په دې معني نه ده چې دسترګو کاسې  دې خلاصې شي بلکه  دسترګو په شاوخوا برخو کې یو ځاي څیرې کیږي او هغې عضلې ته لاسری  پيدا کیږي  چې ستونزه لري  او همغه عضله په جراحي عملیاتو سره اصلاح کیږي  ځینې وخت ممکنه ده دواړه سترګې عملیات شي .

په ماشومانو کې دغه عملیات په عمومي بیهوشي  سره کیږي خو په لویانو کې یوازې موضعي بیهوشي ورکول کیږي یعنې یوازې هغه برخه بې حسه کیږي  چې عملیات پرې اجرا کیږي.
له عملیاتو وروسته په څو  ورځو کې ناروغ ښه کیږي اوله عملیاتو وروسته ناروغ ته ممکنه ده عینکې ورکړل شي البته ځینې وخت ممکنه ده له عملیاتو وروسته یو ځل بیا اړتیا پيدا او عملیات ترسره شي چې اصلاحي عملیات بلل کیږي .
البته یادونه کوو چې وروستۍ حل لاره جراحي ده او ممکنه ده ډاکټر د نورو کارونو مشوره درکړي نو غوره ده یو ځل دسترګو ډاکټر ته ورشئ او لومړی باید تشخیص او له هغه وروسته  درملنه پيل شي .

ډاکټر سباوون منبع : تاند
 
 
 
 
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User