Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 31, 2011

د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق


د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق 

پوښتنه (۸۷ ) زيد ځان ته داهل حديث وايي اوبكرحنفي دى دواړه اتفاقاپه سفركې يوځاى شول، زيد دماسپښين د لمانځه سره دمازديګرلمونځ هم يوځاى كوي بكرپه هغه باندې اعتراض وكړچې تراوسه پوري خودمازديګر وخت نه دى داخل شوى ،زيدځواب وركړ چې دماسپښين اومازديګرلمونځونه يوځاى كول په ډيروا حاديثوكې راغلي دي اوحضرت محمدe ډيرځله په سفراوپه كوركې دماسپښين اومازديګرلمونځونه دماسپښين په وخت كې يوځاى اداء كړي په دي سبب  چې زماپه امت باندې اساني وي ،اوددي په روا والى كې هغه حديث شريف وړاندي كوي چې دكتني لپاره ستاسې حضورته ليږل شوى دى ،مسلم شريف حديث ښيې اوداهم وايي چې كه چيرې په دې حديث سره تسلي نه وي شوي نونورحديثونه هم وړاندي كولاى شم او كه نه نوتاسې په نه رواكيدلوباندې زماپه خلاف يوحديث دمعتبروكتابونوڅخه وړاندې كړئ چې حضرت محمدe په يووخت كې دوه لمونځونه نه دي كړي اوله دې (په لمونځونوكې يوځاى والي )څخه ئي پكې منعه كړي وي .
زيدوايي چې په يوځاى لمونځ كولوكې پخپله دآنحضرت e قول موجود دى اوداقول دامام صاحب دى چې يوځاى لمونځونه مه كوئ ،هركله چې حديث موجود د ى نوبياولې دامام صاحب يه قول باندې عمل  وشي په داسې حال كې چې حديث هم موجودوي ،سره له چې پخپله امام صاحب وايي چې زماقول پريږ دئ كله چې تاسې ته  زمادقول څخه مخالف حديث  په لاس درشي نوپه داسې حال كې بكربايدڅه وكړي اوپه نه رواوالي باندې چې كوم حديثونه وي دمعتبروكتابونوپه حواله يوڅو حديثونه  په تفصيل سره وليكئ ،
له ابن عباس رضى الله عنهما څخه روايت دى  چې رسول الله e په مدينه منوره كې پرته له ويرې اوسفرڅخه دماسپښين اومازديګرلمونځونه يوځاى وكړل ،ابوالزبيروايي چې ماوروسته له سعيدڅخه پوښتنه وكړه چې دڅه لپاره انحضرت e داسې وكړل نوسعيدوويل: څنګه چې تازماڅخه پوښتنه وكړه ماهم له ابن عباس رضى الله عنهماڅخه پوښتنه وكړه نوهغه وويل: چې آنحضرت e اراده كړي وه چې زما په امت كې چاته حرج اوستونزه نه وي ،داحديث مسلم روايت كړى دى ؟
ځواب: نحمده ونصلى على رسوله الكريم ،په دې طريقي دوه لمونځونه يوځاى كول دمثال په توګه دماسپښين لمونځ دمازديګر په وخت او يادمازديګرلمونځ دماسپښين په وخت كې وكړاى شي دانه په سفركې روا دى اونه په كوركې ،درسول الله e څخه داډول جمع كول ثابت نه  دي ،حضرت عبدالله بن مسعودy چې درسول الله y په خدمت كې به هروخت حاضرؤ دهغه e مسواك ،تكيه اوداسې نور به له ده سره ؤده به اكثره وخت داوداسه او به هم ورته تيارولي په دې سبب ده ته (صاحب السواك والوسادة والطهارة )لقب وركړاى شوى ؤ دى فرمايي (قال مارائيت رسول الله e جمع بين الصلوتين الا بجمع رواه البخارى ومسلم (1)) ژباړه مارسول الله e هيڅ چيرې هم نه دى ليدلى چې هغه دوه لمونځونه په يوځاى كړي وي پرته له مزدلفي څخه داحديث مسلم اوبخارى روايت كړى ده اودنسائي په روايت كې دي (عن عبدالله بن مسعودy قال كان رسول الله e يصلى الصلوة لوقتها الابجمع وعرفات )ژباړه: له حضرت عبدالله بن مسعود y څخه روايت دى چې رسول الله e به هميشه په خپل وخت لمونځونه كول پرته له مزدلفي اوعرفات څخه ،اوپه خپله دحضرت ابن عباس y څخه چې مخكې دروا والي روايت دجمعي ددوه ؤلمونځونوپه هكله بيان شو دغسې روايت دى (من جمع بين الصلواتين من غيرعذرفقداتى باب من الكبائر رواه الترمذى(2) )ژباړه يعني چاچې دوه لمونځونه پرته دله كوم عذرڅخه جمعه كړل نوده لويه ګناه وكړه ،دا ترمذي روايت كړى دى خوددې په اسنادكې كمزوري ده چې ترمذي بيان كړيده خوورسره يي داهم ليكلي دي چې دجمهور امت عمل سره له دې كمزورى په همدې حديث باندې دى يعني جمع بين الصلوتين پرته له عذرڅخه روا نه ګڼي ،چې په دې سره ددې په كمزورۍ پټۍ لګيداى شي ،ددې سره خاتم الحفاظ حافظ ابن حجرعسقلاني شافعي G دتخريج زيلعي دتلخيص په  ( ص ۱۳۱ )كې فرمايلي دي (واخرجه البيهقي عن عمرمرفوعا ) ژباړه : اوداروايت بيهقي دحضرت عمرy څخه مرفوع روايت دى ،له دومره فرمايلوڅخه وروسته سكوت كوي ،ددې حديث په اسنادكې اوياپه بل څه نيوكه نه كوي ،نومعلوميږي چې ددې په اسنادكې كه  څه نيمګړتيا واى نوخامخابه يي ليكلي وه لكه څنګه چې دترمذي اسنادله نقل كولوڅخه وروسته كمزوى بللى دى اوهمدا ډول دحضرت ابن عباس رضى الله عنهما څخه په صحيح اسنادكې روايت شوى دى (عن طاؤس عن ابن عباس رضى الله عنهما

قال لايفوت صلوة حتى يجئ وقت الاخرى رواه الطحاوى واسناده صحيح (1)) ژباړه : دطاوس څخه روايت دى هغه دابن عباس رضى الله عنهما څخه روايت كوي چې هغه فرمايلي دي چې هيڅ يولمونځ ترهغې نه قضاء كيږي څوپوري چې دبل لمانځه وخت نه وي راغلى نودحضرت ابن عباس رضى الله عنهما په نزد هم دوخت په تيريدلوسره اولنى  لمونځ قضاء شي اوښكاره ده چې كه د دوه ؤلمونځونويوځاى كول روا وګڼل شي نوبياد قضاء كيدلوهيڅ معنى نه وي ،دحضرت ابوهريره y څخه روايت دى (عن عبدالله بن موهب قال سئل ابوهريرة y مالتفريط فى الصلوة قال ان تؤخر حتى يجئ وقت الاخرى رواه الطحاوى (2)) ژباړه : دحضرت عبدالله بن موهب څخه روايت دى چې دحضرت ابوهريره y څخه پوښتنه وشوه چې په لمانځه كې تفريط څه شى دى؟ هغه وفرمايل چې لمونځ دومره وروسته كړاى شي چې د بل لمانځه وخت راشي ،(طحاوى  ص ۹۸ ) له دې څخه معلومه شوه چې يولمونځ دخپل وخت څخه وروسته كول تفريط اونيمګړتيا ده ،اودحضرت ابوقتادة y څخه روايت دى (ان رسول الله e قال اما انه ليس فى النوم تفريط انماالتفريط على من لم يصل حتى يجئ وقت الاخرى ،رواه مسلم وغيره(3) )ژباړه : رسول الله e فرمايلي دي چې دخوب په سبب كوم لمونځ په ناڅاپي توګه پاتې شي په هغې كښي تقصيراونيمګړتيا نشته ،البته تفريط اونيمګړتيا په هغه چاباندې ده چې ويښ وي اوتر هغه وخت پوري يي لمونځ ونه كړترڅو چې دبل لمانځه وخت ورباندې راغى ،مسلم اوداسې نورو داروايت كړى دى ،امام طحاوىG فرمايي چې پيغمبرe داخبره هغه وخت فرمايلي وه كوم وخت چې هغه e په سفر كې ؤاوددې حكم مخاطب هم مسافرؤ ،ددې څخه په ډاګه معلومه شوه چې په دې حكم كې يواځې حضرداخل نه دى بلكې دسفرهم همدا حكم دى ،ځكه چې په سفركې هم يولمونځ دخپل وخت څخه ويستل كيږي اودبل لمانځه په وخت كې كول تفريط اوګناه وګڼل وشوه،نوآيايوبزرګ به دپيغمبر e لوري ته په دې نسبت كولو نه شرميږي چې هغه e يولمونځ دخپل وخت څخه وروسته كړي اودبل لمانځه په وخت كې يي وكړي اودتفريط اوګناه مرتكب شي (تعالى شان النبوة عنه ).
له دې سره دقرآن كريم اواحاديثو ډيرشهادتونه په دې خبره موجوددي چې شارع عليه السلام دهرلمانځه لپاره جدا جدا  وخت ټاكلى دى چې دهغه څخه وروسته كول هيڅ كله روا نه دي ،(قال الله تبارك وتعالى :ان الصلوة كانت على المؤمنين كتاباموقوتا (1)) ژباړه: په يقيني توګه چې لمونځ په مومنانو باندې په خپل خپل وخت فرض كړاى شوي دى ،كه چيرې يولمونځ دخپل وخت څخه تيرشي اوپه وخت كې كول يي صحيح شي نووخت ټاكل څه معنى لري او وګورئ   په بل ځاى كې داسې حكم دى (حافظوا على الصلوات والصلوة الوسطى (2))ژباړه : تاسوپه ټولولمونځونو محافظت وكړئ باندې اوپه مينځني لمانځه باندې ،ددې آيت په تفسيركې چې لمونځ په خپل وخت باندې اداء كوئ دحضرت ابن عمررضى الله عنهماڅخه روايت دى ( ان رسول الله e قال الوقت الاول من الصلوة رضوان الله والاخرعفوالله ،رواه الترمذي (3))ژباړه : په يقيني توګه چې رسول الله e فرمايلي دي چې دلمانځه لومړى وخت دالله Y خوښۍ ده اووروستى وخت يي دالله Y له طرفه بخښنه ده ،داحديث ترمذي روايت كړى دى يعني څوك چې په اول مستحب وخت كې لمونځ وكړي دهغه څخه الله تعالى خوشاليږي اوڅوك يي چې په آخروخت كې كوي نودهغه له ذمې څخه لمونځ ساقطيږي ،اوالله تعالى دهغه دومره وروسته والى معاف كوي اودهغه په دې عمل نه نيسي ،نوله دې څخه په ډاګه څرګنديږي چې كه بالكل دوخت څخه  ور واوړي نو بياپه شرعي قانون كې معافي شته ،الله Y به هغه په دغه عمل نه نيسې ،داجدا  خبره د ه چې خداى تعالى په خپله مهربانۍ سره دنورو ګناهونوپه ډول دا هم بښي خوجرم په ده باندې ثابت شودايوڅو آياتونه دقرآن شريف اوڅو روايتونه داحاديثو دي چې له هغو څخه الحمدالله په بشپړتفصيل سره ثابته شوه چې دوه لمونځونه په دې ډول يوځاىكول چې ديوبل په وخت كې يي وكړي ،نه په حضركې روا دى اونه په سفركې ،په دې وخت كې په همدې څو دلائلو باندې اكتفاء ځكه چې ديوانصاف لرونكي لپاره داهم له كفايت څخه زيات دي ،اوكه چيرې ددې څخه وروسته هم نوره اړتيا پيداشوه نوشايدچې څه نورهم وليكل شي ،آياله دومره صحيحواوحسنو روايتونو څخه وروسته هم څوك انصاف كونكى كس دې ويناكولوته تياركيداى شي چې د دوو لمونځونو يوځاى كولودنه رواكيدو هيڅ دليل نشته يواځې دامام صاحب قول باقې پاتې شو هغه دمسلم روايت دى چې دحضرت ابن عباس y څخه روايت دى چې پوښتونكي نقل كړى دى ،نواول خو په اجماع دامت په دې حديث عمل نه شي كيداى لكه چې امام ترمذي په خپل (علل صغرى  ص ۲۵۷ ) كې فرمايلي دي چې دحضرت ابن عباس رضى الله عنهما دا روايت په امت كې دهيچا څخه نه دى اخستل شوى ،چې سبب يي هم ترمذي په كتاب كې بيان كړى دى اوهغه روايت كوم چې پخپله حضرت ابن عباس رضى الله عنهما څخه  ددوه لمونځونو په يو وخت كې دكولوپه خلاف باندې ذكرشو ددې ګواهې وركوي چې په خپله حضرت ابن عباس y هم جمع ددوه لمونځونوپه ياده شوي روا نه ګڼي اوهغه څنګه روا وګڼل شي چې رسول الله e هغې ته تفريط اونيمګړتيا وايي له دې څخه معلومه شوه چې په ياد شوي روايت كې د دوو لمونځونوله جمع كولوڅخه مقصد دا نه دى چې يولمونځ دبل په وخت كې وكړاى شي بلكې مقصد دادى چې داسانتيا په غرض ديوه ضرورت لپاره دجمعي صورت روا دى چې صورة ددواړو لمونځونود جمع كيدوسره اسانتياهم پيداشي اويولمونځ دخپل وخت څخه په اړولو دتفريط اوتقصيرمرتكب كيدلودحديث په حكم كې  هم رانه شي اودا زمونږ د ځانه جوړكړى قياس يااجنهاد نه دى بلكې په مسلم كې پخپله هم دحضرت ابن عباس رضى الله عنهمادروايت په ځينوطريقوكې ددې تصريح موجود ده چې له ذكرشوي روايت څخه يوڅوكرښې وروسته داسې دي ( عن جابربن زيدعن ابن عباس رضى الله عنهما قال صليت مع النبى e ثمانيا جميعا وسبعا جميعا قلت يااباالشعثاء اظنه اخرالظهروعجل العصر واخرالمغرب وعجل العشاء قال وانا اظن ذلك رواه مسلم(1) )ژباړه : دحضرت جابربن زيد>څخه روايت دى هغه وائي چې دحضرت ابن عباس y څخه په روايت كولو سره وايي چې ماله رسول الله e سره اته ركعته لمونځ په يوځاى وكړ ،اووه ركعته د(ماښام اوماخوستن ) په بل ځاى كې وكړ ،بيامي عرض وكړ چې اى ابوالشعثاء (دحضرت ابن عباس y اسم كنيه ده ) زما په نظردغه لمونځونه تاسې په يووخت كې جمع كړي نه دي بلكې ماسپښين به مووروسته اومازديګربه مومخكې كړى وي همداډول ماښام به مو وروسته اوماخوستن به مومخكې كړى وي حضرت ابن عباس رضى الله عنهما په روايت دجمع بين الصلوتين څخه له دې څخه پرته بل هيڅ مطلب نه دى چې يولمونځ دهغه په اخروخت كې وكړي اوبل لمونځ دهغه په اول وخت كې په همدې ډول اداء كړى شول چې  صورة جمع وشوه ،همداسبب دى چې حافظ الدنيا حافظ ابن حجرعسقلاني G سره له دې چې دامام شافعي G په مذهب دى اوجمع بين الصلوتين رواګڼي په دې روايت كې دامني چې په دې كې دجمعې څخه مراد هغه جمعه ده چې احناف ورته جمع صوري وايي لكه څنګه چې پورته ذكرشول ،په همدې ډول نورپه هرڅومره روايتونوكې چې جمع كول ثابتيږي په ټولوكې همدا صوري جمع مراد ده ،ترڅو له هغواحاديثوسره چې مخكې ذكرشول چې له هغوڅخه ناروا والى معلوميږي له هغېسره يي اختلاف رانه شي اوهغه پريښودل ئي ،له همدې امله قاضي شوكاني چې داهل الظواهرو څخه دى په ظاهردحديث باندې عمل كوي اودكوم امام مقلد هم نه دى اودچا دكتابونوتقليدچې زياتره غيرمقلدين  يي هم كوي او ددوى دليكنواوتقريرونو مغزهم  دده كتابونه وي ،لومړى په نيل الاوطار كې جمع بين الصلوتين رواګڼي خوكله چې دروايتونو دتلاش اوپلټني اوپه هغوكې دغوراوفكرنوبت راشي نوله دې څخه رجوع كوي ،
په همدې ډول له دې څخه وروسته هغه يوه رساله ( تشنيف السمع فى ابطال ادله الجمع ) تصنيف كړيده چې په هغې كې يي دجمع بين الصلوتين دليلونه باطل كړي دي ،اودناروا والې حقيقت يي ثابت كړى دى ،په دې وخت په همدومره وړانديزباندې اكتفاء كوو،هيله ده چې دانصاف اودفكرپه نظرسره يي وګورئ ،اوله خپل نظرڅخه وروسته به رجوع وكړئ اوكه چيرې له دې سره هم موفكرروغ نه شو  نوان شاء الله له دې څخه وروسته به ستاسې خدمت ته تردې زيات دليلونه وړاندې كړاى شي په دې شرط چې له دې څخه مقصد دحق تحقيق وګڼل شي نه مقابله اوبحث كول ، والله يهدي من يشاء الى سواء السبيل .


(1)  نصب الرايه للزيلعي ج ۲ ص ۱۹۴ .
(2)  نصب الرايه للزيلعي  ج ۲ ص ۱۹۳ .
(1)  شرح معانى الاثارباب الجمع بين الصلوتين  ص ۹۸ ، ج ۱ .
(2)  شرح معانى الاثارباب الجمع بين الصلوتين  ج۱ ص ۹۷ .
(3)  نصب الرايه للزيلعي ج ۲ ص ۱۹۴ .
(1)  سورة النساء ركوع  ۱۵ .
(2)  سورة البقره ركوع  ۳۱ .
(3)  مشكوة باب تعجيل الصلوة  ص ۶۱ .
(1)  مسلم شريف باب الجمع بين الصلوتين فى السفر ج۱ ص ۲۴۶ .


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User