Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 31, 2011

له نيمې شپې څخه وروسته لمونځ كول مكروه تحريمي دى اوكه نه


له نيمې شپې څخه وروسته لمونځ كول مكروه تحريمي دى اوكه نه


پوښتنه (۸۵) دماخوستن لمونځ دنيمي شپي څخه وروسته مكروه تحريمي دى اوكه نه دى كه چېرې دنيمي شپي څخه وروسته وكړل شي نو واجب الاداء دى اوكه نه ؟مولاناعبدالحى صاحب G په مجموعه ( ج۱ ص ۳۳ ) ليكلي دي چې دماخوستن لمونځ وروسته له نيمي شپې څخه وروسته مكروه تحريمي دى او واجب الاداْء دى اوكه چيرې يي را ونه ګرځوي نوګناه ګاربه وي ،اومولانا اشرف علي صاحب په (بهشتي زيور) كې ليكلي دي چې دلمانځه وخت ترصبح صادق پوري دى او وروسته دنيمي شپي څخه مكروه دى او ثواب يي كميږي ،په دې دواړو ليكنوكې كومه يوليكنه سمه ده ؟ كه چيرې دماخوستن لمونځ دنيمې شپې څخه وروسته وكړاى شي نو هغه دي  راوګرځول شي اوكه نه ؟ اوكه چيرې يي راګرځول واجب نه وي نودمولانا عبدالحى صاحب دفتوا څه مطلب دى ؟
ځواب:دنيمې شپې څخه وروسته دماخوستن لمونځ كول مكروه دى ،ځيني ئي مكروه تحريمي اوځيني ئي مكروه تنزيهي ګڼي (فان اخرهاالى مازادالى النصف كره لتقليل الجماعة (درمختار) قوله كره اى تحريما كماياتى تقييده فى المتن اوتنزيها وهوالاظهركما نذكره عن الحليه شامى (1)،ثم قال تحت قول الماتن تحريما كذافى البحرعن القنيه لكن فى الحليه ان كلام الطحاوى يشيرالى ان كراهة تاخيرالعشاء تنزيهية وهوالاظهر(2)) نوكوم فقهائي چې مكروه تحريمي ګڼي دهغوى په نزد واجب الاداء دى اوڅوك يي چې مكروه تنزيهي ګڼي دهغوى په نزد واجب الاداء نه دى ځكه چې دمكروه تنزيهي مطلب ديوه كار نه غوره والى دى ،دعلامه شامى دقول اودحليه له روايت څخه معلوميږي چې مكروه تنزيهي كيدل ښه ښكاره دى ،اودښه ښكاره كيدلو وجه داده چې سبب ددې مكروه والى دجماعت كميدل دي نه داچې په وخت كې څه خرابي ده ،نوڅرګنده شوه چې كه چيري مولانا عبدالحى صاحب رحمه الله واجب الاداء ليكلي وي نوهغه دمكروه تحريمي كيدلوروايت غوره بللى دى ،اودمولانااشرف علي رحمه الله مقصد كه دمكروه څخه مكروه تنزيهي وي نوهغوى دويم قول چې واضح دى غوره كړى دى اوهمدا حق ته زيات نزدي دى چې كراهيت تنزيهي دى اوراګرځولوته يي اړتيانه شته .


(1)  ردالمحتاركتاب الصلوة ج ۱  ص ۳۴۱ .
(2)  ردالمحتار كتاب الصلوة  ج ۱ ص ۳۴۲


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User