Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, July 23, 2011

د پاکستان د مختلفو ښارونو د علماء کرامو او مشائخ عظامو تقريظونه

د پاکستان


د مختلفو ښارونو


د علماء کرامو او مشائخ عظامو


تقريظونه

image011

بسم الله الرحمن الرحيم

د عزت او همت خاوند، محترم الشيخ عبدالله "الذاکري" حفظه الله تعالى ورعاه! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
ستاسو د زياتو هڅو چي د اسلام او مسلمانانو د خدمت په هکله يې کوئ،  درناوى او احترام کوم. ستاسي قيمتي رساله چي د مشرکانو او کفارو له هېوادونو څخه لکه امريکا، اروپا او اسټراليا او نورو څخه د واردو شوو غوښو په هکله مو ليکلې ده، راورسېده، الله' دي داسي ښه جزاء درکړي، لکه چي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر علماوو ته يې ورکوي. هغوى چي شپه او ورځ کوښښ کوي، د مسلمانانو زړونه د قرآن کريم او احاديثو په رڼا روښانه کړي، په خاصه توګه چي د خوراک او څښاک حلال او حرام ورښيي. د پرديو دولتونو شرکتونه له اسلامي هېوادونو څخه په مليونونو ډالر ترلاسه کوي او ساده مسلمان سوداګران سيوا له پلټني او تحقيق څخه په دغو عنوانونو چي په نايلوني کڅوړو او کارتنونو يې ليکلي وي چي (مذبوح بالطريق الاسلامى) او يا دا چي (ذبح على الطريقة الاسلامية) خطا باسي. ځيني سوداګران وايي چي دغه د اهل کتابو ذبائح دي او په دې خبر نه دي چي يهودان او نصرانيان په دې وخت کي اکثره مشرکان دي نو پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چي بيداره سي او له دغو غوښو څخه ډډه وکړي، کومي چي د دښمنانو له هېوادونو راځي. زه يو ځل بيا ستاسي له لوړ حضور څخه د داسي مبارکو هڅو قدرداني کوم او له الله' څخه غوښتنه کوم، ستاسي دغه ښايسته اعمال قبول کړي او لا زيات اخلاص او توفيق درپه برخه کړي.
image012
image014
image017

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله و کفى و سلام على عباده الذين اصطفى.
اما بعد: ما دا رساله (حکم اللحوم المستوردة من الدول الکافرة) او د فضيلت پناه شيخ علامه عبدالله "الذاکري" (حفظه الله) تأليف هغه چي ډېرو علماوو يې له مضمون سره موافقت اظهار کړى، ولوستله او په دې رساله کي د ذبائحو احکام له قرآني او نبوي ارشاداتو سره موافق وو، په نوموړې رساله کي اړوند حکمونه په ښه ترتيب او واضح عبارت راوړل سوي وو، الله' دي مؤلف ته د خير جزاء او ټولو مسلمانانو ته پهمقدس شريعت د عمل کولو توفيق ورکړي. والله سبحانه وتعالى هو الموفق والمعين.
image018
image023

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمين و الصلوة والسلام على رسوله الکريم.
الله' اسلام د نورو اديانو او مذاهبو څخه د شرف او کرم خاوند ګرځولى او له دې سره يې مسلمانان په څو مکلفيتونو د دوى د ګټي او مصلحت لپاره مکلف کړي دي، تر څو ديني، اخلاقي او بدني ضرر او تاوان ور ونه رسيږي.
تر ټولو مهمه داده چي الله' پر دوى لازمه کړې چي د خوراک اوڅښاک لپاره هغه پاکيزه شيان غوره او له محرماتو څخه ځان وساتي او همداسي الله' څو حکمونه د خوراکي شيانو په باب نازل کړي دي چي مهم يې د حلال حيوان د ذبح کولو حکم دى نو که په کوم څاروي (حيوان) کي دغه حکم وي، حلال او که نه وي بيا حرام دى. په دې زمانه کي نوي، نوي اختراعات شوي چي د حيواناتو ذبح هم په آسانه او ژر تر ژره ترسره کوي، خو دا چي ايا د دې ماشين آلاتو په استعمالولو کي د شرعي ذبحي حکمونه راتلاى سي او که نه؟ د علماوو دنده ده چي د داسي ذبائحو په هکله د شرطونو له موجوديدو څخه متأکد سي. الحمدلله چي دوى خپل مسئوليت ادا کوي او واجبات پر ځاى کوي او د ذبائحو د طريقو طلب کوي، سره له هغو موانعو چي د دوى د لاري خنډ ګرځي. تر ټولو مهمه مسئله چي د حيوانانو په ذبح کولو پسې تعلق نيسي، هغه په اوتوماتيک اوسپنيز ماشين باندي په بهرنيو هېوادونو کي د حيواناتو حلالول دي او تر اوسه پوري دغه مهمه مسئله تر بحث او څېړني لاندي ده او يو زيات شمېر د عربو او عجمو څېړونکو علماوو د دې موضوع په هکله مقالې خپرې کړي دي. همداسي شيخ عبدالله "الذاکري" (حفظه الله) د دوى پر پله پل ايښى او يوه مختصره رساله يې په کوښښ او محنت سره په دې باب کي راجمع کړې، نهايت سعى يې کړې چي اوسنۍ د ذبح کولو طريقې يې راټولي کړي او بيايې د شرعي حکمونو له پلوه بحث ورباندي کړى دى.

جزاهم الله احسن الجزاء آمين

د علامه محمديوسف بنوري ټاون کراچي د جامعة العلوم الاسلامية دار الافتاء د دغي ګټوري رسالې له محتوياتو سره موافقت کوي او همداراز له مؤلف شيخ سره په دې فتواء کي د نظر يووالى ښيي.
والله الموفق و المعين
دار الإفتاء
image028

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على خاتم النبيين و على آله و اصحابه الطيبين الطاهرين و من تبعهم باحسان الى يوم الدين.
موږ هغه بحث مطالعه کړ، کوم چي د بهرني کفري دولتونو څخه اسلامي هېوادونو ته د را واردو شوو غوښو په هکله و او د شيخ عبدالله "الذاکري" تر مشرتابه لاندي د"اتحاد علماء افغانستان" په غونډه کي څېړل سوى و. نوموړي هيئت په خورا اهتمام سره د هغو چارو په هکله چي د حيواناتو، له ذبح کولو او له کفري دولتونو څخه د راواردو شوو غوښو سره يې تړاو درلود، څېړنه کړې او لنډون يې دادى: (١)               د حلال او حرام پيژندل د سپيڅلي شريعت له مهمو مقصدونو څخه دي او الله' ټولو خلګو او په ځانګړې توګه بيا مسلمانانو ته د پاکيزه حلال خوراک د خوړلو امر کړى دى، لکه چي پيغمبرانو عليهم السلام ته يې هم دغه امر کړى دى. (٢)                د غوښو په باب  اصل منع او تحريم دى او د ذبحي کولو چاره او د هغې طريقې او لاري تعبدي دي چي اتباع يې واجب ده، له دغو طريقو سيوابله طريقه جوړول روا نه دي، ځکه چي ذبيحه نه ورباندي حلاليږي او اسلامي شريعت له نورو شرائعو څخه د دې امتياز لري چي د ذبح کولو لپاره يې طريقې ښودلي چي زياتره يې په دې بحث کي سته دي. (٣) اهل کتاب، يهود او نصارا که څه هم چي د دوى ذبيحه چي کله يې د دوى په نزد په ذبح کي د شرعي قيودو مراعات کړي وي، خوړل کيږي، خو د ذبح کونکي دين نه معلوميږي، ځکه په دغو هېوادونو کي بت پرستان، دهريان، مجوسيان او ماده پرستان ډېر دي او که چيري دا ثابته شي او يا د اوسيدونکو لويه برخه يې اهل کتاب وي نو د دوى زياتره خلګ خو اوس له خپل دين څخه ګرځيدلي او په تېره بيا د ذبح کولو پر وخت خو د شرعي طريقو هيڅ خيال نه ساتي، ځيني خپل څاروي په خفه کولو وژني، ځيني يې سيواله رګونو پرې کولو او ځيني يې بيا د بې هوښه کولو په طريقو مړه کوي، لکه څرنګه چي علماوو، دعاتو، محصلينو او د افتاء بحثونو د استازو له راپورونو څخه ښکاره کيږي نو له دې امله د دغو غوښو خوړل روا نه دي، که څه هم چي پر کڅوړو يې (ذبح على الطريقة الإسلامية) ليکل شوي او مهر شوي وي، ځکه دغه شهادت پاڼي د باور کولو نه دي. پر دې باندي د موضوع ټول اړخونه پوره کيږي چي پاى يې پر هغو نتائجو مشتمل دى، کوم چي څېړونکي ورته رسېدلي او بيا يې ښايسته لنډيز په ملاحظاتو، يادونو او توصياتو کړى چي بايد شرعي اهم جانب اسلامي هېوادونه او د هغوى اوسيدونکي يې په پام کي ونيسي.
موږ د افغانستان د علماوو د اتحاد مجلس (غونډي) او په تېره بيا د شيخ عبدالله "الذاکري" د ښو هڅو قدرداني کوو او په دغه بحث کي د دوى ملاتړي يو، له الله' څخه غواړو چي د دوى کوښښونه قبول کړي، ستره جزاء ورکړي او دغه څېړنه يې د اسلامي امت لپاره ګټوره کړي.
و الله الموفق و الهادى إلى سواء السبيل و صلى الله تعالى على خير خلقه سيدنا محمد خاتم الأنبياء و المرسلين و على اصحابه الطاهرين اجمعين.
image032
image030
image035

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلى على رسوله الکريم، اما بعد:
د (المحيط) مؤلف ليکي:
نو موږ وايو چي د ذبح کولو اهليت هغه څوک لري چي د توحيد د عقيدې درلودونکى وي، که هغه عقيدتًا وي او که دعوًا، لکه مسلمانان چي معتقد دي او يا د دعوى په لحاظ لکه اهل کتاب خلګ او په اهل کتابو کي حربي او ذمي دواړه راځي، لکه چي د الله' قول دى، فرمايي: ¼ وَ طَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْکِتَابَ حِلٌّ لَّکُمْ » دغه د دوى عموم افاده کوي. بيا وايي چي د ذبح کولو شرائط وپېژني چي د رګونو پرې کول دي او ذابح دي د عقل خاوند وي، د دې معنا زموږ ځينو علماوو داسي کړې ده چي په تسميه ويلو پوهيږي او ځيني بيا وايي، معنا دا چي په دې پوهيږي چي ذبح په تسميه کولو حلاليږي او ځيني بيا وايي چي د دې معنا دا ده چي په دې پوهيږي چي د غاړي د رګونو په پرې کولو ذبح روا کيږي. [المحيط البرهاني:٨ / ٤٤٨]
د (الجوهرة النيرة) مؤلف ليکي: د دې قول په هکله چي د مسلم او کتابي ذبيحه حلاله ده، په مستصفى کي راوړي چي دا په هغه وخت کي که دغه اهل کتاب دا عقيده نه درلوده چي حضرت عيسى6 خداى دى او که يې دغسي عقيده درلوده، بيا نو د ده او مجوسي فرق نه سته، د ده ذبيحه موږ ته حلاله نه ده او د ذبيحې شرط دا دى چي ذابح به د توحيد د عقيدې درلودونکى وي ، لکه مسلمان چي عقيدتًا دى او يا لکه کتابي چي دعوًا دى، بل دا چي د حرم ښکار به له حرم شريف څخه بهر ذبح کيږي او دا چي مطلقًا د مسلمان او کتابي ذبيحه حلاله ګڼل شوې ده، هغه وخت ده چي ذبح کونکى د عقل او پوهي خاوند وي، په تسميه پوهيږي، نور که نارينه وي او که ښځينه، ماشوم وي او که لوى سړى او که په ذبح کولو يې قدرت نه درلود او يا په تسميه نه پوهيدى، د هغه ذبح مرداره ده، نه خوړل کيږي... بيا ليکي چي مسلمان او ذمي د تسميې په پرېښودلو کي يو ډول دي. [الجوهرة النيرة: ٢ / ٢٦١]
په (الهنديه) کي راوړي چي د تسميې له شرائطو څخه دا دى چي په خپله ذبح کونکى به يې په ژبه راوړي، که بل چا و ويله او ذابح پټه خوله و، په ياد يې هم وه او ځني هيره نه وه نو بيا يې ذبح حلاله نه ده. بل دا چي په تسميه به يې قصد دا وي چي ذبح کوي، که يې نيت دا و چي د کار پيل کوي، بيا هم حلاله نه ده او وخت يې د اختياري ذبحي د ذبح کولو وخت دى، نه به ډېر دمخه وي او نه وروسته، بيا وايي چي ويني بهېدل په هغو حيواناتو کي چي سيوا له ذبحي څخه نه حلاليږي نو ايا دغه د حلال والي له شرطونو څخه دى او که نه؟ په دې هکله زموږ د يارانو رحمهم الله کوم روايت نسته او په ځينو فتاواوو کي راغلي دي چي يا به يې ويني بهيږي او يا به يې حرکت ليدل کيږي، که دا دواړه نه وي نو بيا حلال هم نه دي. بدائع ليکلي دي: دارنګه د اختياري ذبحي په تسميه کي د محل تعين دى نو کله چي يوه ذبح وکړي او تسميه و وايي، بيا بله ذبح وکړي، ګومان يې دا وي چي لومړنۍ تسميه له دواړو څخه کفايت کوي، هغه دوهمه ذبيحه نه خوړل کيږي نو خامخا دي دهري ذبحي لپاره نوې تسميه وايي، بل دا چي د امام صاحب رحمه الله په نزد په اهلي حيواناتو کي د ذبحي کولو په وخت کي ژوند معتبر دى، که لږ وي، که ډېر او ياران رحمهما الله بيا وايي چي يوازي ساه اعتبار نه لري، تر څو چي ښه مستقر ژوند او حيات يې نه وي. [بدائع]
هنديه راوړي: که يو چا ناروغه پسه حلال کړ، د هغه پسه له خولې سيوابل اندام (غړى) ونه ښورېدى نو که يې خوله پرانيستله (خلاصه کړه) نه خوړل کيږي او که خوله يې پټه کړه، بيا خوړل کيږي او که يې سترګي پرانيستې، بيا نه خوړل کيږي او که يې پټي کړې، بيا خوړل کيږي او که يې وېښتان جګ نه سول، نه خوړل کيږي او که جګ سول، بيا خوړل کيږي، دغه ټول حالات کله چي دوى نه په پوهيږي، چي د ذبح کولو په وخت کي مړ دى او که ژوندى؟ تر څو دغه نښانې وي او که په دې پوهېدل چي د ذبح کولو په وخت کي ژوندى دى، بيا په هر حال کي خوړل کيږي. همداسي په (السراج الوهاج) کي ليکلي.[الهندية ٥ / ٢٨٦]
په پورتنيو فقهي عباراتو کي او د علماوو له تحقيق څخه معلوميږي چي په لاس باندي ذبح کول ډېر اهميت لري، ځکه د ذبح کولو د اهليت شرط او د تسميې د ويلو شرط سيوا د لاس له ذبح کولو په نورو حالاتو کي نشي راتلاى او د دوى په ذبائحو کي دا نه سته، لکه چي نور شرائط هم پکښې نه سته، خو کله چي يو شرط هم نه وي، ذبيحه نه حلاليږي، خو دا چي ټول شرطونه نه وي پکښې او دا غوښي له دغو کفري هېوادونو او يا ځينو اسلامي هېوادونو څخه راځي چي هغوى په ديني چارو کي بشپړه پاملرنه او اهتمام نه لري نو دغه د متأخرينو علماوو په اتفاق حرامي او نه خوړل کيږي، ځکه چي د ذبح کولو شرائط پکښې نه سته او ځيني دغه شرائط هغو علماوو چي دا رساله يې ليکلې، څېړلې او موږ هغه شرائط چي د لاس په ذبحه کي دي ورسره يوځاى کړي نو مسلمان بايد په دې ونه غوليږي چي په کارتنونو يې ليکل شوي (ذبح على الطريقة الإسلامية) ځکه دغه د کفارو فريب او چل دى، هغوى د اسلام له منځه وړل غواړي نو ويښ اوسئ، دغه غوښي که هر ډول وي، ځان ځني وساتئ، ځکه الله' پيغمبرانو عليهم السلام او مسلمانانو ته امر کوي چي حلال خورئ او نيک اعمال کوئ، فرمايي:
¼ يٰأَيُّهَا الرُّسُلُ کُلُوْا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَ اعْمَلُوْا صَالِحًا »
[المؤمنون:٥١]
او بل ځاى فرمايي:
¼ يٰأَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْا کُلُوْا مِنَ الطَّيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاکُمْ وَاشْکُرُوْا لِلَّهِ اِنْ کُنْتُمْ اِيَّاهُ تَعْبُدُوْنَ » [البقرة:٧٢]
نو هغه چي شيخ عبدالله "الذاکري" په خپله دغه رساله کي ليکلي، صحيح او سم دي، الله' دي د دوى سعي قبوله او د خير اجر او ثواب ورکړي.

image037
image039

بسم الله الرحمن الرحيم

الجواب وبالله التوفيق
له کفري هېوادونو څخه چي کومي غوښي راوارديږي، د هغوى په هکله تحقيق دا دى چي څاروي (حيوانات) په شرعي توګه نه حلاليږي او ترڅو چي حيوانات په شرعي توګه نه وي ذبح شوي نو مردار بلل کيږي او خوړل يې ناروا دي، په دې باب چي علماوو کومه فتوا په ليکلې توګه نشر کړې ده، هغه سمه او صحيح ده او موږ موافقه ورسره لرو، د دوى په فتوى کي حوالې سته او د زياتو حوالو ورکولو اړتيا نه سته. و الله اعلم بالصواب.

image041
image043

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله الذى اعز الإسلام بکتابه و أوضح معالمه بسنة نبيه وخطابه و الصلوة والسلام على سيد الرسل و على آله واصحابه اما بعد:
علماء پوهيږي چي شيخ عبدالله "الذاکري" ته الله' د علمي مسائلو د تنسيق (پېيلو) ترتيب او د څېړلو لپاره استعداد ورکړى او په دې هکله يې ډېر کوښښونه کړي او زيارونه يې ايستلي دي چي زيات شمېر مهمي ديني مسئلې يې په ډېرو رسالو کي چي سترو علماوو تصويب کړي او نشر کړي دي.
له همدې مهمو مسئلو څخه يوه هم د کفري دولتونو څخه راوړل سوي غوښي دي، دا هغه مسئله ده چي د انسان په غذا نه، بلکي د ګرد انسانيت د پاملرني وړ ده، ځکه هر انسان دا خوښوي چي غذا يې حلاله او پاکه وي، خو کله په ناپوهۍ کي په نارو ا او حرامو کي ولويږي، دغه چاره (قضيه) هلته لا نور اهميت پيدا کړي چي له ژوند او مرګ سره يې تړاو پيدا شي. د مسلمان ژوند پر عباداتو او معاملاتو ولاړ دى او معلومه خبره ده چي د معاملاتو فساد د عباداتو فساد پيدا کوي، لکه چي په اثر کي راغلي چي يو چا د حضرت عمر> په مخ کي د بل چا صفت وکړ نو عمر> ځني وپوښتل چي ايا کومه معامله دي ورسره کړې ده؟ هغه ويل نه، خو صالح سړى دى نو عمر> ورته و ويل چي څرنګه يې په مصلحت ستايې چي معامله دي هم ورسره نه ده کړې، ځکه معامله ښه سړى له بد سړي څخه جلا کوي، همداسي له امام محمد بن حسن څخه وپوښتل سول چي تاسو د نفس د تزکيې په باب کوم کتاب ليکلى دى؟
هغه ورته و ويل: هو! مقصد يې د جامع صغير او کبير کتاب البيوع و، ځکه د چا چي معامله پاکه او سمه وي نو نفس يې پاک وي.
شيخ احمد علي لاهوري وايي چي د انسان حرامه غذا سړى په سلو کي اتيا ٨٠% ګناهونو ته بيايي او نوري شل برخي ګناه بيا د شهوتونو په سبب وي.
همدا يو حقيقت دى چي موږ يې د سر په سترګو وينو، د مثال په ډول: که موږ د موټر په ټانکۍ کي د تېلو پر ځاى اوبه او يا نور مائعات واچوو نو د موټر ټول ماشين به په ټپه ودروي، همداسي د انسان حال هم دى، کله چي له حرامو څخه خپله ګېډه ډکه کړي نو بيا يې ټول اندامونه د الله' له اوامرو څخه معطل پاته سي او دغه يې بيا ټول ګناهونو ته بيايي. مثلاً سترګي يې ناروا ته ګوري، غوږونه يې سندري اوري، په خبرو اترو کي فحش وايي، پر خلګو باندي ظلم کوي، عفيف (پاک لمنى) نه وي، زړه يې د الله' په ذکر او يادولو نه نرميږي او دغه کسان په ښکاره ګمراهۍ کي دي.
که اسلامي هېوادونه د حلالو غوښو د ترلاسه کولو په لار کي کوښښ وکړي نو دا مشکله نه ده چي مسلمانان دي حلالي غوښي پيدا کړي. (د مثال په توګه):
زه يو وخت افريقايي دولتونو ته په سفر تللى وم او په زامبيا کي هغي ادارې ته ورغلم چي علماوو په يوساکا پايتخت کي جوړه کړې وه او ذبيحه نوميده، د دغي ادارې کار په نړۍ کي د شريعت له اصولو سره سم د مسلخونو جوړول و، دغي بختوري ټولني د حلالو غوښو شهادت پاڼي جوړي کړي دي چي خلګو به د دوى له تصديق نه سيواغوښي نه رانيولې او له هغو مسلخونو څخه به يې غوښي اخيستې چي د دغي ادارې اجازه نامه به يې درلوده.
ما يو بل مسلخ وليدى چي يو کبرجن يهودي اداره کاوو او ويل يې چي زه دغو شهادت پاڼو ته ضرورت نه لرم، کومي چي علماوو را ايستلي دي، خو ډېر وخت لا نه و تېر سوى چي د غرور او تکبر هوا يې و وتله او خلګو د ده له مسلخ څخه نور غوښي نه رانيولې، تجارت يې تاواني سو او په ډېره عاجزي علماوو ته راغى، تر څو ده ته هم شهادت پاڼه ورکړي، خو علماوو پر ده باندي شرطونه کښېښودل.
يو دا چي دوه تنه به په مناسبه تنخواه په خپل مسلخ کي مقرروي چي يو له اسلامي شريعت سره سم ذبح کوي او بل يې د صادراتو څارنه وکړي، يهودي هم راضي سو او د نړۍ کنج،کنج ته دغه مبارک نظام خپور سو. علماوو به د حيواناتو د مختلفو مسلخونو کتنه او ليدنه کوله نو کله چي يوه شخصي اداره په کفري هېوادونو کي په دې توانېدلى شي نو ايا په هغه هېواد کي چي هغه د اسلام دعوى کوي، ممکن نه ده؟ خو ډېر افسوس دى چي زموږ حکمرانان د شريعت له تطبيق کولو څخه بېزاره سوي او ضمائر يې مړه سوي دي، په مذهبي چارو کي فکر نه کوي او نه هم داسي چاري په کوښښ او پاملرنه سر ته رسوي. دوى ښه پوهيږي چي کفار شپه او ورځ کوښښ کوي چي مسلمانانو ته حرامي غوښي صادري کړي او له دې امله څو ځله په پاکستان کي د چرګانو فارمونه (پالن ځايونه) د دوى د ظلم ښکار سوي دي، تر څو د پاکستان ولس د دوى غوښتنو ته اړ سي او دلته نور لوى مصيبت رامنځ ته سي. د اسلامي هېوادونو حاکمانو ته په کار ده چي يوه کمېټه وټاکي چي حلال او حرام سره جلا کړي او له پرديو هېوادونو څخه د مردارو غوښو راوړل منع کړي او د حيواناتو او مرغانو د پاللو لپاره بشپړه توجه وکړي، تر څو په خپلو مټو حلاله غذا ترلاسه کړي.
شيخ عبدالله "الذاکري" (حفظه الله ورعاه) پر دغه مسئله په نړيواله سطحه ژور بحث کړى او وړې، غټي ټولي پيښي يې د باوري هيئت له خولې څخه راوړي نو تأليف يې يوه درنه علمي ذخيره ده، الله' دي يې د آخرت د ورځي لپاره ورته توښه کړي، له ده څخه هيله لرو چي په مختلفو ژبو لکه پښتو، اردو، انګريزي او فارسي يې وژباړي، ترڅو چي ګټه يې عامه شي.يادونه: اى مسلمانه! کفري هېوادونه تا ته هيڅکله هم حلاله غوښه نه صادروي، بلکي غواړي زموږ نسلونه په حرامه غذا وروزي، له الله' څخه سوال کوو چي مسلمانان د کفارو له شرارتونو او چلونو (فريبونو) څخه وژغوري.

image045


د شيخ الحديث مولانا سميع الله راشد (حفظه الله) تقريظ چي په صوبۀ سرحد هنګو کي د سراج الاسلام جامعې استاذ دى:

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين و على آله واصحابه اجمعين. امابعد:
په تحقيق سره چي شيخ عبدالله "الذاکري" (دامت برکاتهم العالية) له کفري هېوادونو څخه د راوړل شوو غوښو د حرام والي حکم د قرآن او حديث په رڼا کي څېړلى او د فقهاوو اقوال يې راوړي دي چي نور زيات پرې نه ځاييږي او موږ په دې کي ورسره موافق يو.

image047

د سرکي روډ کوئټه بلوچستان بلوچستان د جامعۀ رحيميه مفتي

مولانا ګل حسن (حفظه الله) تصديق:

الجواب صحيح (ځواب صحيح دى)
image049

دجامعۀ عربيه مرکزيه تجويدالقرآن ددار الإفتاء تصديق:

الجواب صحيح (ځواب صحيح دى) او موږ د ځواب ورکونکي بشپړ تائيد کوو.
image051

د جامعۀ عربيه اسلاميه زرګري هنګو د احاديثو استاذ مولانا عبدالستار (حفظه الله تعالى) تقريظ:

الحمد لوليه و الصلوة و السلام على نبيه محمد وآله وصحبه وسلم وبعد:
ما د دغي رسالې چي زموږ ورور فضيلة الشيخ عبدالله "الذاکري" د افغانستان د علماوو د اتحاد رئيس ليکلې، ځيني مهم بحثونه ولوستل، ډېر ګټور وو.
له الله' څخه غواړم چي په ښو منلو يې قبول کړي او ټول اسلامي امت ته ورباندي ګټه ورسوي او د مؤلف لپاره يې په باقيات الصالحات کي وشمېري.
په جامعة الاسلاميه زرګري کي د احاديثو د علم خدمت ګار
image053
image055

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله والصلوة والسلام على رسول الله و على آله وصحبه و على من تبع هداهم اجمعين.
وبعد: ما د دې رسالې يوه برخه ولوستله او د ډېري مشغولتيا له امله مي ونه کړاى شول چي ټوله ولولم، زه د هغې له ترتيب څخه وپوهېدم چي هغه د طالب لپاره ګټوره ده، په مسائلو کي يې پراخ معلومات وړاندي کړي، مهم مسائل يې راوړي. د دې رسالې مؤلف ډېر زيار ايستلى چي له مشهورو کتابونو څخه د ملغلرو په شان مسئلې راټولي کړي او زه داسي انګېرم چي دا هغه تصنيف دى چي مصنف يې د انعام او تقدير وړ دى، له موږ سره بل څه نه سته بې له دې چي دعا ورته وکړو چي الله' دي يې په تصنيف کي برکت واچوي او د کتونکونو لپاره دي يې ګټوره رساله وګرځوي، زموږ او د ده ګناه دي الله' معاف کړي او الله' مو دي د هغه څه لپاره چي پکښې د دنيا او آخرت نيکمرغي وي، بريالي کړي.
إنه ولى التوفيق
image057

د شيخ الحديث مولانا مفتي رحمت الله صاحب (حفظه الله تعالى) کوئټه بلوچستان تقريظ

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله الذى هو امر للناس وللمؤمنين خاصة و الرسل عليهم السلام ايضًا بأکل الحلال الطيب و الصلوة و السلام على سيدنا محمد الذى هو قائل للناس بأن الله طيب لايقبل الا طيبًا و ان الله امر المؤمنين بما أمر به المرسلين فقال:
¼ يٰأَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْا کُلُوْا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاکُمْ » ثم ذکر الرجل يطيل السفر اشعث اغبر يمد يديه الى السمآء يا رب يا رب ومطعمه حرام و مشربه حرام و ملبسه حرام و غذى بالحرام فأنى يستجاب ذلک کما فى مسلم بنقل مشکوة جلد( ١ ) ص( ٢٤١ ) و على آله و اصحابه اجمعين.
و بعد: اسلامي امت وروسته له خير القرون څخه په مصيبتونو او باطني ناروغيو چي د کفارو او ملحدينو له خوا ورپېښ شوي، اخته دى، الله' لره حمد دى چي په هره پېړۍ کي نوميالي پوه طبيبان پاڅېدلي او د دغو ناروغيو علاج يې کړى او مسلمانان يې د دې ناروغيو خطراتو ته متوجه کړي، پر دوى دي دالله' رحمتونه وي.
د ناروغيو په دې لړ کي په اوسني وخت کي اسلامي هېوادونو ته د حرامو غوښو واردول دي او ښکاره خبره ده چي دغه د اسلامي معنوياتو هلاکونکي دي نو الله' لره شکر دى چي حاذق (پوهيالي) طبيب فضيلة الشيخ "الذاکري" د دې ناروغۍ د درملني (علاج) لپاره دغه معجون چي ګټوره رساله ده، تأليف کړه، د آسمانونو او ځمکي خاوند الله' دي ورته د خير جزاء ورکړي.

image059

د شيخ الحديث مولانا عبيدالله صاحب ريګي بوستان

تقريظ

د عبيدالله ريګي بوستان له خوا د شيخ "الذاکري" ـــ مد ظله العالي ــــ لوري ته!
ستاسي له طرفه ستاسي مبارک تأليف راورسېدى، زه ستاسو په دې ليکنه چي د علماء کرامو اقوال مو راوړي، باوري يم، الله' دي موږ ته د عمل توفيق راکړي، تر څو مسلمانان پرې خبر کړو. ما د حل لاري هم ولوستلې، زما له خوا د حاجيانو لپاره وړانديز دا دى چي سعودي عربستان ته د تللو په وخت دي يې له ځانه سره، له خپله هېواده څورى (توښه) يوسي.
والسلام عليکم وعلى من لديکم
image061

په کوئټه بلوچستان کي د جامعه محمديه مهتم شيخ القرآن والحديث مولانا حبيب الله حقاني صاحب تقريظ

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله الذى خلق السماوات والارض و الشمس و القمر و النجوم و الملآئکة و الارض و نصب الجبال و نبت الاشجار و الزرع و جرى البحار و الانهار و العيون و الاودية و خلق و قدر کل شىء سوى الجبار المتعال الفعال لما يريد الخلاق بکلمة "کن" و الصلوة والسلام على خير الورى محمد المجتبى و على آله و اصحابه النجباء. اما بعد:
ستاسو هغه ليکلې رساله چي نوم يې و: (حکم اللحوم المستوردة من الدول الکافرة) مي ولوستله، هغه په باوري او موثقو دلائلو او معتمدو تفصيلي نقلونو مشتمله ده نو زموږ تفصيل ته اړتيا نه سته او نه هم نورو زياتو دلائلو ته، که ما يو څه ليکلاى هم غالبًا ستاسو له نوموړي ليکني څخه به بهر وتلي نه وو.

image063

په کوئټه بلوچستان کي د مولانا سراج الدين (حفظه الله) تقريظ

بسم الله الرحمن الرحيم

زه ضعيف بنده وايم چي ذبح د هر هغه حيوان لپاره چي غوښي يې خوړل کيږي، شرط ده، لکه چي الله' فرمايي: ¼إِلاَّ مَا ذَکَّيْتُمْ » وروسته له دې قوله چي: ¼ حُرِّمَتْ عَلَيْکُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ » ذبح لره شرائط سته، اول دا چي حلالونکى به د توحيد اعتقادي او يا د دعوې خاوند وي. دوهم شرط دا چي په ذبح کولو به پوهيږي. دريم دا چي د الله' نوم به د ذبح کولو په وخت کي پر ذبيحه باندي يادوي. څلورم شرط دا چي څلور رګونه او يا اکثر د هغو به پرې کوي.
د اهل کتابو ذبيحه حلاله ده، لکه چي الله' فرمايي:
¼ وَ طَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْکِتَابَ حِلٌّ لَکُمْ » خو چي د ذبح کولو په وخت کي د عزير او مسيح عليهماالسلام نومونه پر ذبيحه ونه وايي، که يې چيري دغه نومونه ورباندي ياد کړل نو ذبيحه يې حرامه ده، لکه د نورو مشرکينو کفارو، ځکه چي هغه د شريعت پر طريقه نه ده او نه هم له لازمو شرائطو سره موافقه ده نو دغه غوښي لکه چي حضرت مولانا "الذاکري" حفظه الله په خپله رساله کي ليکلي، حرامي دي.
image065

شيخ الحديث مولانا محمد حمدالله صاحب (حفظه الله) کوئټه بلوچستان

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله على حلمه بعد علمه و عفوه بعد قدرته والصلوة والسلام على خيرخلقه محمد و على آله و اصحابه اجمعين.
و بعد: ما دغه شريفه رساله ولوستله، د هغې په ترڅ کي مي نامتو ملغلري او عجيبه ديني فائدې وموندلې چي د طعام د فساد په وخت کي ورته سخته اړتيا ده. دغه رساله چي نوم يې دى: (حکم اللحوم المستوردة من الدول الکافرة) په مستندو شرعي دلائلو او د معتبرو کتابونو په فتواوو مشتمله ده، اى باعمل عالم شيخ صاحب! زه نه شم کولاى،چي ستا د ليکني شکر پرځاى کړم. سيواله دې چي و وايم: جزاک الله احسن الجزاء فى الدنيا والآخرة.

image067

د مولانا عبدالستار (حفظه الله) تصديق:


image069

شيخ الحديث مولانا عبدالرحيم حقاني

مهتمم مدرسه دارالعلوم رحمانيه کوئټه بلوچستان

الحمدلله الذى هدانا الى صراط المستقيم و وضح لنا طريق الحلال و الحرام الى يوم الدين. اما بعد:
زموږ د زمانې يهودو او نصاراوو ټول شرائع او اديان پرې ايښي دي، معلومه ده چي د ذبح کولو په وخت کي تسميه نه کوي، بلکي سيواله ذبح کولو يې خوري نو موږ د دوى واردي شوي غوښي او ذبائح څنګه وخورو؟ او موږ ته به څنګه روا شي؟ د دوى عام خلګ اهل کتاب نه دي، د دوى ذبيحې نه خوړل کيږي، خو کله چي د دوى يو څوک زموږ په وړاندي د الله' په نامه باندي ذبح وکړي او د الله' پر وحدانيت ايمان ولري نو د هغه ذبيحه حلاله ده خو دا بيخي نادره او نادر د معدوم په حکم کي وي.
[تفصيل په احکام القرآن دوهم ټوک ١٦٤ مخ کي]

image071

د شيخ نظر محمد صاحب تقريظ

مفتي جامعه عربيه دار العلوم قاسميه کوئټه بلوچستان

بسمه تعالى حامدًا و مصليًا
اما بعد: ستاسو دغي توجه ته مبارکي وايم چي په دې وخت کي چي ډېر غفلت او په ديني امورو کي ډېري اشتباه ګاني کيږي، کفار يو موټى شوي چي اسلامي امت او مسلمانان له منځه يوسي، همداسي دغه مسئله عامو خلګو ته نه ده معلومه، که څه هم ډېره روښانه ده، ځکه په اوسني وخت کي مسلخونه خپل ذبائح په ډېره چټکتيا (سرعت) حلالوي نو په دې وخت کي مرګ د ذبح په سبب نه وي او که چيري د ذبحي شرطونه هم پر ځاى شي، خو دوى حيوان نه ځنډوي چي ساه يې وخېژي، بلکي تر هغه له مخه يې څرمن او پوستکى کاږي او يا يې ټوټه کوي نو له دې پلوه مرګ په ټوټه کولو او يا پوستوکي ايستلو باندي ورته رسيږي نو د مړزګي حکم لري، دا هغه څه دي چي اورېدل شوي يا په مشاهده رسېدلي دي. ستاسو تفصيل کفايت کوي، بل دا چي له تاسو څخه هيله کوو چي ځيني نور شيان چي له غربي هېوادونو څخه راوارديږي، لکه د سينګار سامان، تېل، عطورات، مشروبات او نورو حرامو او اشتباهي شيانو په هکله هم فتواګاني صادري کړئ.
و الله اعلم بالصواب
image073
image075

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله تعالى وحده والصلوة و السلام على من لا نبى بعده.
د شيخ مولانا عبدالله "الذاکري" ـــ دامت برکاته ـــ را ليږل شوې رساله چي د (حکم اللحوم المستوردة...) په نامه وه، ما ټوله ولوستله، د نوموړو علماوو په تحقيق (څېړنه) باور دى، ځکه چي د دوى په معتمدوالي او د اوسنيو مسائلو په باب پوهي د علماوو بشپړ اعتماد دى. کله چي له څېړني معلومه شي چي له کفري هېوادونو څخه وارده شوې غوښه په شرعي توګه ذبح شوې نه ده نو پرهېز ځني لازم دى او دا د مشاهدې خبره ده چي کفار او د دوى حکومتونه د اسلامي غوښتنو او د خپلو مذهبي چارو بيخي خيال نه ساتي نو په دې وخت کي يوازي په دې ليکنه چي دا (حلاله غوښه ده) څرنګه باور کيداى شي؟ په تېره بيا چي معامله د حلال او حرام وي، زما ناقصه رايه د علماوو تائيد او تصويب کوي.
و أجرکم على الله
image078
image077

د مولانا عبدالخالق صاحب تقريظ

د جامعه عربيه مطلع العلوم کوئټه بلوچستان د احاديثو استاذ

الحمدلله و کفى والصلوة و السلام على سيد الرسل و خاتم الأنبياء.
وروسته له حمد او درود څخه دغه ناتوانه او په فقهي مسائلو نابلده د خراسان او افغانستان له علماوو سره موافقه لري چي هغوى ډېره ژوره څېړنه کوي، د ذبح کولو مسئله د دين له مهماتو څخه ده، خو اضطراري ذبح بيا شرائط نه لري، ځکه چي د حلال حيوان پيدايښت د انسان د ګټي اخيستلو لپاره سوى دى او د داسي ذبحي په وخت کي که شرائط معتبر کړاى شي نو هغه له لاسه وځي، ځکه شريعت احسان فرمايلى او شرائط يې لازم نه دي ګڼلي چي فقهاوو هغه په فقهي کتابونو کي راوړي دي چي د ځينو شرطونو د نه پر ځاى کولو څخه ذبيحه مکروه او د ځينو څخه حراميږي، هغه مسئله چي دلته ليکل شوې، د غرب خلګ د اختياري ذبح کولو په شرائطو نه پوهيږي او نه ورته اهميت لري. څرنګه چي اهل کتاب يهودان او نصرانيان نن پر خپله دين نه دي ولاړ او د زمانې خلګ هم کوم کار چي څومره آسانه ورته رسيږي، خوښوي، د حلال او حرام په غم کي نه دي، لکه چي د عربستان، پاکستان او د افغانستان خلګ سيواله مجاهدينو هم دې شيانو ته پاملرنه نه کوي، حال دا چي د کفري دولتونو د ذبائحو حرمت او کراهيت په مشاهده رسېدلى، لکه چي ستر عالم او مفتي تقي عثماني مد ظله چي په دنيا کي ګرځيدلى او کفري دولتونه يې ليدلي چي د ذبح کولو په وخت کي شرعي شرائط نه مراعات کوي نو د دوى ذبح به څنګه د قبول وړ وي؟
نو زما په نزد د دې ملکونو له مشروباتو څخه او له وچو شيدو څخه دي هم ډډه وشي. دا يو څو کرښي مي وليکلې، که څه هم چي مشرانو علماوو زيات تحقيق کړى، زما د ليکني ضرورت نه و، خو د علماوو په ليکه کي شاملېدل او درېدل د ځان لپاره سعادت ګڼم، له الله' څخه د دعا غوښتنه کوم چي موږ د حق د لاري له پلويانو څخه ونه باسي. والله تعالى اعلم
image080
image082

د شيخ القرآن و الحديث مولانا نور محمد (حفظه الله) تصديق

مهتمم دار العلوم اسلاميه پشتون آباد کوئټه بلوچستان

هغه چي ده ليکلي او فتوى يې ورکړې، کفايت کوي، ځکه يې زه لاس ليک کوم.
image084

image086
حامدًا و مصليًا:
اما بعد! ما ته دغه رساله چي شيخ "الذاکري" ليکلې، وړاندي سوه، ومي لوستله، نظر مي پکښې وڅراوو نو هغه مي په دلائلو، آيتونو او احاديثو او د فقهاوو په ويناوو بشپړه وموندله چي د مسلمانانو د خواصو او د عوامو لپاره يو شان ګټوره ده.
د دې رسالې تأليف د شيخ "الذاکري" له خوا پر مسلمانانو ستر احسان دى، خصوصًا په دې زمانه کي چي حلال او حرام پر خلګو ګډ(خلط) شوي دي، په ځانګړې توګه په خوراکي او څښاکي شيانو کي، آن تر دې چي خواص خلګ هم په حرامو کي واقع شوي. په دې رساله کي شيخ ټول مسلمانان له يوې ستري چاري څخه خبر کړي دي چي هغه د حلال او حرام جلا کول دي، خصوصًا په واردو شوو غوښو کي نو پر ټولو مسلمانانو دا لازم دي، خصوصًا په وارد شوي غوښو کي نو په ټولو مسلمانانو دا لازم دي، خصوصًا پر علماوو چي د شيخ "الذاکري" شکر پر ځاى کړي، همداسي د دې رسالې قدر وکړي او ورباندي لازم دي چي په کليو ښارونو مجلسونو او اجتماعاتو کي يې ولولي او په تېره بيا د جمعې او اخترونو په خطبو کي يې خلګو ته اعلان کړي.
فجزى الله الشيخ عنا و عن جميع المسلمين و حفظه الله من الآفات السماوية و الأرضية و من شر اهل هذا الزمان خصوصًا من شر الکفرة و الفساق و الظالمين و ان ينفع بعلومه و فيوضاته جميع المسلمين.
آمين يا رب العالمين
image088

تصديق دار الافتاء جامعه اسلاميه بحر العلوم سرياب

روډ کوئټه بلوچستان


image090
ختم تاريخ: ‏03‏/02‏/2011‏ 09:51:12 ص

اتحاد علماء افغانستان

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User