Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, July 26, 2011

د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه

د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه

 
هيواد پال
 په کال کې يوه مياشت روژه نيول چې په قمري تقويم سره ۲۹ يا ۳۰ ورځي کيږي د اسلام له پنځو ارکانوڅخه يو مهم رکن دي، د قرآن عظيم الشان او د پيغمبر(ص) د احاديثو د رواياتوله مخي دغه عبادت په ټولو آسماني اديانوکې په مختلفو ډولونوسره فرض ؤ، لکه څرنګه چې پاک خداي (ج) په قرآن عظيم الشان کې فرمايلي دي: ( ياايهالذين آمنوا کتب عليکم الصيام کماکتب علي الذين من قبلکم).
ترجمه: اې مومنانو! فرض شوې ده پرتاسو باندې روژه، لکه څرنګه چې فرض شوې وه پرهغو امتونوباندې چې پخوا له تاسو تيرشوي دي.
روژه نيول برسيره پردې چې د الله (ج) د امر پرځاي کول او د يوه فرض اداکول دي، ډيرې صحي او اجتماعي ګټې هم لري. نن ورځ حتي په غير اسلامي هيوادونوکې د طب ډاکټران د ډيرو ناروغيو د علاج په مقصد ناروغ ته د روژې په نيولو او يا ورته تدابيرو توصيه کوي، لکه د رژيم ساتنه او داسې نور. ننني طب دې حقيقت ته غاړه ايښې ده چې په کال کې لږ ترلږ يوه مياشت د څو ساعتونو دپاره څښاک او خوراک نه کول ډيرې صحي ستونزې لرې کوي چې زيات تفصيل يې دلته امکان نه لري، همدا وجه ده چې نبي کريم(ص) فرمايي: (صوموا تصحو) يعني روژه ونيسئ چې صحت مو ښه شي.
دغه راز په دې ستر عبادت کې ډيره ستره اجتماعي فلسفه هم پرته ده او هغه دا چې روژه نيوونکي انسان عملاً د ورځې په اوږدوکې د لوږې په رنځ باندې پوهيږي او په دې توګه د بې وزلو، مسکينانو او فقيرانو سره د مرستې کولو احساس ورسره ژوندي کيږي.
برسيره پردې روژه نيول د انسان د شهواني او حيواني قوې په کمزورتياکې هم ستر رول لري چې که چيرته څوورځې په پرله پسي ډول روژه ونيول شي، انساني نفس تزکيه او شهواني قوت يې چې ډيرکله د ناوړوګناهونو د ارتکاب سبب ګرزي، کمزوري کيږي، نوځکه نبي کريم فرمايي:( که څوک د ازدواج او واده د خرڅ او مصرف توان نه لري، نو دې روژه ونيسي ځکه روژه د ده لپاره د شهوت د تسکين موجب ګرزي) يعني شهواني قوه کمزوره او انساني نفس پاک او سپيڅليکوي، او د زنا او نورو جنسي جرايموله ارتکاب نه مخنيوي کوي.
او له بلي خوا روژه يوازني عبادت دي چې په کې رياْ نه راځي، ځکه که چيرې يو څوک وغواړي چې روژه وخوري، نو پرته له پاک الله(ج) هيڅوک پرې خبريداي نه شي، ځکه دي کولاي شي په پټه خوراک او څښاک وکړي، مګر کله چې دا کار نه کوي، نو دا د دې حقيقت ښکاره ثبوت دي چې ده يوازې او يوازې د پاک الله (ج) له ډاره او د ده (ج) د امر د تعميل او د ده رضا لپاره روژه نيولې ده، په نورو ټولو عباداتوکې د ريا کارۍ امکان شته، مګر روژه چې نيول بې د ريا څخه عبادت دي، نو ځکه په قدسي حديث شريف کې راغلي دي چې الله (ج) فرمايلي : روژه ز ما ده او زه پخپله هغه ته ثواب ورکوم او يا دا چې زه پخپله د هغي عوض يم. يعني دا چې د الله پاک رضا چې ډيره لويه اخروي او دنيوي سرمايه ده، د دې عبادت عوض او اجر دي.
خو هغه څه چې د دې عبادت په سرته رسولوکې زيات مهم دي، هغه دا دي چې روژه نيول يوازې او يوازې د خوراک او څښاک په بندولوکې خلاصه نه شي، ځکه دا چې موږ له سهار څخه تر ماښامه پورې له خوړولو او چښلو ځان وساتو او روژه ونيسو کفايت نه کوي، په دې کار سره يوازې فرض ساقطيږي، مګر هيڅکله هم مکمله او واقعي روژه نشي کيداي، روژه هلته واقعي روژه ده چې روژه نيوونکي له ټولو محرماتو څخه هم ځان وژغوري، يعني ژبه له غيبت، نميمت، بهتان او بد ويلو څخه بنده کړي او سترګې د هغو مظاهرو کتلو ته ونه غړوي، کوم چې کتل يې جواز نه لري، غوږونه د ناروا مطالبو له اوريدلو څخه خوندي کړي، د ناروا کارونو کول، ليدل او اوريدل په هر وخت کې ګناه ده، خو د روژې د مبارکې مياشتې په جريان کې کولاي شي برسيره پرهغه د روژې د عبادت کمال ته هم تاوان ورسوي. د دغو حقايقو بيان ټول په مبارکو احاديثوکې په تفصيل سره راغلي دي.
برسيره پر دي، لکه څرنګه چې په قرآن عظيم الشان او نبوي احاديثوکې راغلي دي، قرآنکريم په همدې مبارکه مياشت کې نازل شوي (شهر رمضان الذي انزل فيه القرآن...) د روژې مياشت هغه مياشت ده چې په هغې کې قرآن نازل شوي. او د بل مبارک آيت څخه بيا دا څرګنديږي چې د قدر شپه چې عبادت کول په کې د زرو مياشتو له عبادت سره سمون لري، په همدې مبارکه مياشت کې ده ( انا انزلناه في ليله القدر) پاک الله (ج) فرمايي چې ( په تحقيق موږ نازل کړي دي قرآن د قدر په شپه کې) او له هغه ځايه چې مخکيني آيت کې وويل شول چې قرآن پاک د روژې په مبارکه مياشت کې نازل شوي، له دې نه څرګنده شوه چې د قدر شپه بايد په همدې مياشت کې وي. علما په دې هکله مختلف اقوال لري، ځيني وايي: د قدر شپه د روژې په مياشت کې يوه شپه ده، ځيني بيا وايي چې دغه متبرکه شپه په وروستيولسو شپوکې ده او ځينييې بيا د وروستيو لسو شپو په تاقو شپو يعني ۲۹- ۲۷- ۲۵- ۲۳- ۲۱ شپوکې بولي او ډير لږ شمير فقها او مفسرين وايي چې زيات احتمال شته چې دغه متبرکه شپه دې د روژې د مياشتې په ۲۷ شپه کې وي. په هرحال د دې ټولو معنا دا ده چې انسان بايد په دې ټوله مبارکه مياشت کې زيات طاعت او عبادت وکړي، مخصوصا په هغو شپوکې چې ورته اشاره وشوه او د قدر د شپې احتمال په کې شته.
په حديث شريف کې راغلي دي چې د ابراهيم (ع) صحيفي، دغه راز تورات او انجيل هم په دغه مياشت کې نازل شوي دي. دغه راز د دغې مياشتې په ۲۴ نيټه قرآن عظيم الشان په مجموعي ډول له لوح محفوظ څخه د دنيا آسمان ته نازل شوي دي او هم جبرئيل امين هرکال په دغه مبارکه مياشت کې منزل قرآن د حضرت پيغمبر(ص) په حضورکې په تکرارسره لوست. دا وو د روژې د مبارکې مياشتې ځيني فضايل او برکات، نو مسلمانانوته پکار ده چې د دې مياشتې سخت درناوي وکړي، طاعت، عبادت، خير او خيرات ته زور ورکړي، دا مياشت د خير او برکت او د رحمت او فضيلت مياشت ده. پاک خداي (ج)دې ټولو مسلمانانو ته توفيق ورکړي چې د دې مبارکې مياشتې قدر پرځاي کړي.
روژه د هغه مادي او معنوي تزکېې نوم دي چې انسان د الهي قرب لوړ مقام ته رسوي.کوم وخت چې د رمضان مياشت راشي نو روژه نيول به فرض شي. د رمضان مياشت په کال کې يوځل راځي او د مسلمانانو کورونه د پيشلمي په رڼا او په جوماتونوکې د قرآن کريم په ختمونوسره ښايسته کېږي. د زمکې او آسمان څخه د خاوند تعالي برکتونه او رحمتونه په مسلمانانو وريږي. حديث شريف دي:
اذا جاْ رمضان فتحت ابواب الجنه و غلقت ابواب النار و صفدت الشياطين.
(د روژې په مياشت کې د جنت دروازې خلاصې دي او د دوزخ دروازې بندي دي او شيطانان تړل شوي دي.)
په دغه مياشت کې د روژې د فرضيت حکم د قرآنکريم په دغه مبارکه آيت کې بيان شوي دي.کتب عليکم الصيام کما کتب علي الذين من قبلکم
( اي مؤمنانو! پرتاسو باندې روژه فرض شوي ده لکه څرنګه پر هغو امتانو باندې فرض شوي وه چې له تاسو پخواني تير شوي دي.)
له دې آيت څخه په صراحت سره معلوميږي چې روژه يوازې په اسلامي شريعت کې نه ده فرض شوې، بلکې په پخوانيو اديانونوکې هم روژه فرض وه.
د روژې مياشتې روژه ډير فضايل او ډيرې ګټې لري، چې ځانګړي تاليفات ايجابوي خو دلته په اختصار سره يو څه ليکل کېږي.
د روژه صحي ګټې:
نن ورځ حتي په غير اسلامي هيوادوکې د طب ډاکټران د ډيرو ناروغيو د علاج په مقصد ناروغ ته د روژې په نيولو او ياورته تدابير توصيه کوي، لکه د رژيم ساتنه او داسې نور... نني طب، دې حقيقت ته غاړه ايښي ده چې په کال کې لږ ترلږ يوه مياشت د څو ساعتونودپاره د څښاک او خوراک نه کول ډيرې صحي ستونزي لري کوي چې زيات تفصيل يې دلته امکان نه لري، همدا و جه ده چې نبي کريم (ص) فرمايي( صوموتصحو) يعني روژه ونيسي چې صحت مو ښه شي.
د روژې مياشت ده چې انسان ته جسمي او روحي ښکلا وربخښي، په جسمي ډول معدې ته استراحت ورکوي او ډيرې هغه ناروغتياوي چې د ډيرخورۍ څخه پيداکېږي تداوي او معالجه کېږي لکه د ويني فشار جګوالي، ډير څربښت او داسې نور... له مينځه وړي.
اخلاقي او معنوي ګټي:
روژه دار په روحي ډول هغه مقام ته رسيږي چې حيواني غرايز شاته اچوي، د خوراک څښاک څخه ځان ژغوري او شهواني قوه د پښو لاندې کوي. روژه دومره زورآور او پهلوان عمل دي چې اماره، سرکښ او متمرد نفس محکوموي، روژه د انسان د ولږي تندې له درده خبروي چې په هر غريب، يتيم او محتاج باندې يي زړه سوځي.
روژه نيوونکې انسان عملا د ورځي په اوږدوکې د لوږي په رنځ باندې پوهيږي او په دې توګه د بي وزلو، مسکېنانو او فقيرانوسره مرسته کولو احساس ورسره ژوندي کېږي، برسيره پر دې روژه نيول د انسان د شهواني او حيواني قوي په کمزورتيا کې هم ستر رول لري چې که چېرته څورځي په پرله پسي ډول، روژه ونيول شي انساني نفس تزکېه او شهواني قوت يي کمزوري کېږي.
روژه دار دې چې د هر ډول ناخوالو په مقابل کې د ثبات او متانت څخه کار اخلي، که څوک ورته کنځل وکړي، نو ورته وايي زه روژه يم، که څوک تيري پري وکړي، نو وايي زه روژه يم، که څوک هربد ورسره وکړي نو زغمي يي.
ديني او ايماني ګټي:
روژه هغه عالي او منلي بدني عبادت دي چې مکافات يي مستقيما د رب الجليل له خوا ورکول کېږي. قدسي حديث شريف دي چې: (کل عمل ابن آدم له الاالصيام فانه لي و انا اجزي به.) يعني روژه ز ما ده او زه په خپله هغه ته ثواب ورکوم او يا دا چې زه په خپله دهغې عوض يم. يعني دا چې د الله پاک رضا چې ډيره لويه اخروي او دنيوي سرمايه ده، د دې عبادت او اجر دي. همدا وجه ده چې رسول اکرم د شعبان د آخري جمعې په خطبې کې وفرمايل: رمضان د رحمت او برکت مياشت دي، دا دمسلمانانو لپاره د الله د ضيافت او ميلمستيا مياشتې دي، مسلمان ته پکار دي چې په دغه مياشت کې په روژه نيولوسره د الله تعالي په ميلمستيا کې ګډون وکړي او د خداي له نعمتونوڅخه ګټه واخلي، يوه نعمت يي داده چې له دې مياشتې په استفادې سره د دوزخ له اور څخه ځان وژغوري، بل نعمت يي داده چې په روژه نيولوسره د بي وزلو يتيمانو او مسکېنانو په غم ځان شريک کړي او اخلاقي ښې صفتونه لاس ته راوړي ترڅو د انساني خلقت اصلي فلسفه چې احسان، رضوان او سعادت دي، تحقق ومومي، دريم نعمت يي دا چې روژه ونيسي او خپل صحت او سلامت بيرته لاسته راوړي.
واقعي روژه:
روژه يوازي هغه امساک نه ده چې انسان له خوراک او څښاک څخه ځان وژغوري، يوازي په نه خوړلو او نه څکلو سره روژه نه کېږي، بلکې واقعي روژه هغه ده چې انسان پرخپلو ټولو حواسو باندې کنټرول ولري، يعني روژه دار ځانله د خيټي حاکم نه دي، بلکې سترګې، خوله، لاس، پښي يي او ټول غړي يې د کنټرول لاندې وي، بدو او نارواکارونو ته يې نه پريږدي، د خوراک او څښاک باندې په کنترولولوسره يوازي ظاهري قرض اداکېږي، اما د روژه واقعي جوهر او اصلي فلسفه هغه وخت مينځ ته راځي چې انسان د خپلو ټولو جسم او بدن په ټولوغړوسره روژه ونيسي.
په هر حال روژه د خداي هغه عبادت دي چې که چېري په خپلو ټولوشرايطوسره ترسره شي، نو د انسان اخروي او دنيوي سعادتونه ضمانت کوي. د معصوم په قول، بدبخت هغه څوک دي چې د رمضان مياشت وځي او هغه هماغسي د ګناهونوپه سمندر کې ډوب وي، ځکه چې د رمضان فلسفه داده چې په دې مياشت کې د خداي ګناهکارو بندګانو، زيار باسي او خپل ځان له ګناهونواو نا پاکېوڅخه پاک وکړي



 سرچينه حزب وحدت اسلامي افغانستان



No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User