Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, July 29, 2011

له روژې نه د ښې ګټې لپاره لس لارښونې




حزب الله ناصح*
مسلمان بايد د طاعتونو په موسمونو كې ټنبلي ونه كړي، بلكې بايد په پوره مينې او ليوالتيا سره هڅه وكړي چې لدې موكې نه پوره ګټه واخلي:
الله تعالى فرمايي: (وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسْ الْمُتَنَافِسُونَ) (المطففين / ۲۶ )
“نو څوك چې د دې نعمتونو په لاسته راوړلو كې ځان وړاندې كوي نو ژر دې وړاندې شي “
نو مسلمانه وروره  د روژې د استقبال لپاره لاندې لارښوونې په پام كې ونيسه.
1. دعا كوه چې د روژې مياشتې ته په داسې حالت كې ورسيږې چې روغ او جوړ وې، تر څو د الله تعالى د عبادت روژې، قيام الليل او ذكر لپاره تكړه واوسې، ځكه د انس رضى الله عنه څخه روايت دى فرمايي: كله به چې د رجب مياشت داخله شوه نورسول الله صلى الله عليه وسلم به دا دعا كوله : اى الله تعالى مونږ ته په رجب او شعبان كې بركت واچوې او رمضان كې ته مو سلامت ورسوې (رواه احمد والطبرانى )
سلف صالحينو به الله تعالى ته دا دعا كوله: اى الله تعالى مونږ روژې ته سالم ورسوې او بيا يې رانه قبوله كړې .
كله چې د رمضان مياشت را څرګنده شوه دا دعا ووايه
(الله أكبر، اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان، والسلامة والإسلام، والتوفيق لما تحب و ترضى ربي و ربك الله) -رواه الترمذي، والدارمي، وصححه ابن حيان.
الله لوى دى، اى الله! دا مياشت پر موږ باندې په امن او ايمان، سلامتى او اسلام او د هغه څه په توفيق باندې تيره كړې چې ستا خوښيږي او ته پرې راضي كيږې. اى سپوږمى، زما او ستا رب الله دى.
2. روژې ته په رارسيدو باندې د الله تعالى حمد او شكر بيانول:  امام نووي رحمه الله په خپل كتاب  “الاذکار” کې فرمايي: (څوك چې له يوه غوره نعمت سره مخامخ شي، يا له يوه عذاب نه راخلاص شي نو غوره دا ده چې د شكر لپاره يې الله تعالى ته په سجده پريوزي يا د الله تعالى داسې ثنا بيان كړي چې هغه يې وړ دى)
د الله تعالى يوه لويه پيرزوينه پخپل بنده باندې دا ده چې د طاعت او عبادت توفيق وركړي، نو دا چې بنده روغ رمټ د رمضان مياشتې ته داخل شي دا د الله تعالى لويه پيرزوينه ده، بايد د منعم او مهربان ذات شكر او ستاينه وكړى،
3.    تازه او خوشحاله اوسيدل: د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اړه ثابت دي چې ده به خپلو صحابوو ته د رمضان په راتګ سره مباركي وركوله او ويل به يې: د رمضان مياشت تاسې ته راورسيده، دا مباركه مياشت ده روژه يې الله تعالى پر تاسې فرض كړې پدې كې د جنت دروازې پرانستل كيږي او دوزخ دروازې بندې كيږي (اخرجه احمد)
زمونږه سلف صالحينو صحابوو او په هغوى پسې روانو تابعينو به روژې ته ډير ارزښت وركولو، په راتللو به يې خوشحاله كيدل، په داسې مياشت باندې به څنګه خلك خوشحالي نه كوي، همدا د رحمتونو او بركاتو د را نازليدو مياشت ده .
4.    مخكې له مخكې نه له ځان سره عزم كول او نقشه جوړول تر څو په سمه توګه د رمضان نه ګټه واخستل شي، ډير د افسوس ځاى دى چې ډيرى مسلمانان ان ډيرى متدين مسلمانان هم د دنيوي چارو لپاره دقيق پلان جوړوي، لكن ډير كم خلك دي چې داخرت په لټه كې دي او كار ورته كوي، د دې لامل دا دى چې مسلمان په ژوند كې  خپل هدف ته ارزښت ندى وركړى، دا يې يا هير كړى يا يې غوږونه پرې مړه اچولي چې د مسلمان لپاره ځينې مهم فرصتونه دي تر څو پرې په دنيا كې ځان وروزي.
5.    ځان سره عزم كول چې رمضان به د ځان لپاره غنيمت ګڼو او په نيكو اعمالو به يې ودانوو، چا چې ريښتونى قصد وكړ،  الله تعالى به يې ورته ريښتونى ثابت كړي په اطاعت كولو كې به ورسره كومك وكړي او د خير لارې به ورته اسانه كړي، الله تعالى فرمايي :{ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْراً لَهُمْ } محمد: 12
” نو كه د الله تعالى سره يې رښتيا كړي واى ډير ورته ګټور وه
6.    د رمضان د احكامو په اړه پوهه تر لاسه كول، ځكه مسلمان بايد د الله تعالى عبادت له علم سره وكړي، كوم فرائض چې الله تعالى پرې فرض كړي د هغو په اړه د ناخبرتيا په صورت كې دى معذور نه ګڼل كيږي، د دغو فرائضو څخه يو هم د رمضان روژه ده نو بايد سړى د هغې د راتګ نه وړاندې د هغې مسائل او احكام زده كړي، تر څو يې روژه درسته شي او الله تعالى يې ترې قبوله كړي. (فَاسْأَلوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ)
كه تاسې په دې خبره نه پوهيږي نو د اهل علم نه پوښتنه وكړئ “
7.    د رمضان  استقبال بايد په  داسې عزم سره وكړو چې ګناهونه او بدۍ به پريږدو او له ټولو  ګناهونو څخه به رښتونې توبه اوباسو، ځان به ترې لرې كوو او بيا به هيڅكله نه ور نژدې كيږو، ځكه روژه د توبې مياشت ده چې سړى پدې كې توبه ونه باسي بيا به يې څه وخت وباسي، الله تعالى فرمايي : : (وَ تُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) النور: 31
“اى مؤمنانو ټول الله تعالى ته توبه وباسئ تر څو كامياب  شئ”
8.    د روژې لپاره د نفسي او روحي تيارۍ لپاره په تلاوت، د كتابونو مجلو په مطالعې د وعظ او نصيحت كيسټې اوريدلو سره چې په هغو كې د روژې فضيلتونه او احكام بيان شوي وي وكاروه تر خو نفس طاعت ته  چمتو شي:  لكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به  د صحابوو زړونه  تيارول تر څو له رمضان نه په  ښه توګه استفاده وكړي،
9.    پدې مياشت كې د دعوت الى الله لپاره په لاندينو مواردو كې ځان پوره تيار كړه.
•    ځينې مهمې مهمې موضوعګانې په ښه ډول سره برابرول او د كلي په جومات كې يې خلكو ته وړاندې كول كه ممكنه وي.
•    كه ممكن وي مهم واړه ديني كتابونه او رسالې په لمونځ كوونكو او كليوالو ويشل چې د روژې په اړه بحث كوي.
•    د رمضان ډالۍ  تيارول، ته كولى شې چې يو پاكټ راواخلې په هغه كې يو دوه كيسټې او يو كتاب كيږدې او بيا پرې وليكې (د روژې ډالۍ) او چاته يې وركړې.
•     نيستمن او بې وزله خلك په ياد لرل  او هغوى ته خيراتونه او صدقات وركول
10.    په رمضان سره بايد ته د خپل ژوند يوه سپينه پاڼه پرانيزې چې په هغه كې ستا د تير تور ژوند آثار نه وي، دا پدې ډول چې خپې اړيكې له ټولو سره نوې كړه:
•    له الله سره، د ريښتينې توبه  له لارې
•    له رسو ل اكرم صلى الله عليه وسلم سره،  د هغه د اطاعت او محبت له لارې
•    له مور او پلار، خپلوانو، اولاد او ښځې سره، د  ښه سلوك له لارې.
•     د ټولنې سره، ښه سلوك كول چې ته پكې اوسيږي تر څو يو صالح او گټه رسوونكى مسلمان واو سې. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: په ټولو خلكو كې غوره كس هغه دى چې خلكوته يې ګټه ډيره رسيږي.
مسلمان بايد دا ډول د روژې استقبال وكړي لكه تږې ځمكه چې د باران استقبال كوي، يا ناروغ كس چې د ډاكټر استقبال كوي يا لكه چې دوست د خپل غائب دوست استقبال كوي
نو اى الله تعالى مونږ روژې ته ورسوې او رانه قبوله يې كړي، بيشكه همدا ته اوريدونكى او پوه يي .


سرچينه  اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User