Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, July 29, 2011

له روژې نه څنګه ښه ګټه واخلو (مشوره)

له روژې نه څنګه ښه ګټه واخلو

(مشوره)



ژباړه: فضل الرحمن مظهري*

پوښتنه:
السلام عليکم ورحمة الله و برکاته
آيا داسې لارښوونې شته چې د هغو په كارولو سره د روژې له مبارکې مياشتې څخه په ښه توګه ګټه پورته کړو؟ جزاک الله خيرا.
ځواب
وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته:
ټولې ستاينې الله جل جلاله لره دي او درود او سلامتي دې وي د هغه په پيغمبر (صلى الله الله عليه وسلم).
ګرانه وروره، الله دې وکړي چې خوشاله او له برکتونو ډکه روژه ولرې، روژه د روزنې، د نفس د کابو کولو، صبر او د ښو کړو وړو مياشت ده. په روژه کې له مسلمانانو څخه هيله کيږي چې له دې مبارکې مياشتې څخه ګټه پورته کړي او له خپل مهربان خداى سره اړيکې ټينګي کړي.
په دې اړه الله جل جلاله د سورة البقرې په ١٨٣ ايت کې فرمايي:
 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ]
ژباړه: اى مومنانو! پر تاسې روژې فرض شوې، لکه چې له تاسې څخه په وړاندې خلكو فرض کړاى شوې وې، د دې لپاره چې په تاسې کې د پرهيزګارۍ صفت پيدا شي.
روژه د اسلامي کليزې تر ټولو برکتې مياشت ده، د  روژې په مبارکه مياشت کې اللهي کتاب او د بشر لارښوونکى کتاب قران کريم نازل شوى، روژه په اصل کې زموږ لپاره يو معنوي کورس دى چې موږ په هغه کې د باهدفه ژوند لپاره د اساسي او اړينو ښيګڼو درس زده کوو. د يو انسان په توګه موږ اکثره وخت ډېر ظاهري ژوند کوو او خپل ريښتنى هدف را څخه هير وي.  په بل عبارت موږ پوره په فيزيکې او مادي اړخ کې ډوب يو او د خپلو شمتنيو هغه معنوي هسته را څخه هيره وي. روژه په همدې خاطر موږ ته را په زړه کوي چې په حقيقت کې موږ څوک يو او څنګه د خپلو نفسونو روزنه وکړو تر څو د خپلو معنوي امکاناتو لپاره تيار او اماده و اوسو.
په همدې خاطر چې د روژې له برکتي مياشتې او د هغې له معنوي ترتيب څخه ګټه پورته کړو زما راتلونکې اوه وړانديزونه دي:
1.    د روژې هرکلى په جوش او ليوالتيا سره وکړئ او داسي اټکل کړئ چې له دې برکتې مياشت څخه په جسمي، ذهني او روحي توګه پاک را ووځئ.
2.     ټول عبادتونه منظم وکړئ، دا په هغه وخت کې چې د روژې له ابعادو او معناوو څخه په پوره ډول خبر و اوسئ ځکه اکثره وخت موږ فقط په عادتي او دوديزو لارو روان يو چې په حقيقت کې نه معنوي او نه اخلاقي ګټه لري.
3.    روژه په جسمي، ذهني او روحي توګه ونيسئ، لکه امام غزالي چې وايي اکثره خلک روژه يوازې د نامه لپاره نيسي، کله چې دوى له خوراک، څښاک او د جنسي غريزې له پوره کولو ځان لري ساتي، خو د هغوى ذهن، سترګې، غوږونه، ژبه او داسي نور بيا له حرامو څخه خوند اخلي. په دې خاطر چې له خپلې روژې څخه ريښتني ګټه پورته کړو، موږ بايد خپل ټول حواس کنترول کړو تر څو له ټولو ساده، وخت ضايع کوونکو، کلمو او کارونو څخه ځان لري وساتو او د الهي سنجش او ياد په لټه کې شو.
4.     رمضان يوازې د روژې نيولو مياشت نه ده، بلکې د ټولو ښيګڼو او ښو خويونو لپاره د چمتو کولو لپاره يو موسم دى. روژه يو ښه فرصت دى تر څو خپل ټول منفي خويونه چې موږ د خپلو ذاتي او ريښتيني خوښيو له لاسته راوړلو څخه لري ساتي له ځان څخه لري کړو،  نو په ريښتينو موخو تمرکز وکړئ او له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړئ تر څو ستاسو د ژوند د ريښتيني بدلون او لوړتيا لپاره تجربه شي.
5.    روژه مبارکه د خواخوږۍ او سخاوت مياشت ده، په حقيقت کې روژه موږ ته درس راکوي تر څو له خوارانو او مسکنانو سره خواخوږي وکړو، د لوږې او تندې په ګاللو سره موږ يو عملي درس زده کوو او له خوارانو او بي وزلو خلکو سره خواخوږۍ ته هڅول کيږو، هغه دى چې موږ ته امر شوى تر څو تر ټولو په زړه پوري خيرات د روژې په مبارکه مياشت کې وکړو.
6.     د روژې په مبارکه مياشت کې موږ د بشريت لپاره له تر ټولو پشپړې او کاملي تحفي يعني قران کريم سره اشنا کيږو، هغه قران چې د لارښوونې، تنوير، روغتيا او رحمت تر ټولو ريښتينې سرچينه ده. موږ يوازې هغه وخت د قران کريم په اړه انصاف کولى شو چې د قراني ايتونو په تلاوت او حفظ کولو سره د هرې کلمي په مقابل کې موږ د عمل په بڼه ځواب ورکړو او قراني لارښوونې په خپل ژوند کې عملي کړو.
7.     په اسلام کې د عبادت له موخو څخه مهمه موخه هغه ده چې د ټولني لپاره موږ ريښتنى شعور پيدا کړو او د الله جل جلاله له مخلوق سره نيک سلوک وکړو، په همدې خاطر دا اړينه ده چې زموږ د همدردۍ کلمي او عملونه يوازې د خپلو ځانونو لپاره نه بلکې د الله جل جلاله د ټول مخلوق لپاره وي.



سرچينه  اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User