شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
خو دا هر څه د هغه چا لپاره چې د نیکیو طلب ګار وي، خپل ځان د الله د
رحمتونو حق دار وګرځوي، فسق او ګناهونه پریږدي او د تقوی او پرهیزګارۍ په
لاره روای شي.
شیطانان به وتړل شي، خو که د انسان خپل نفس شيطان شي، د جهنم دروازی به
بندی شي، خو که انسان په خپل لاس د هغې د وازولو کوشش کوي، د روژی په واسطه
خو به علاج شروع شي، خو که انسان په خپله د خپلی مریضتیا اثر ختمولو ته
چمتو نه وي، نو بیا ملامتی د روژې نه ده، بلکه دغه انسان په خپله ملامته
دی.
لدې امله چې په روژه کې هم د چا ګناهونه معاف نه شي، نو د هغه انسان
لپاره هلاکت دی، څرنګه چې جابر بن عبد الله (رضي الله عنه) روایت کوي چې یو
وارې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) منبر ته د ختلو اراده وکړه، چې کله
یې په اولنی پاټکي قدم مبارک کیښود، نو ويې ویل: آمین، په دوهم پاټکې یې
بیا وویل: آمین، او په دریم پاټکی يی بیا وویل: آمین، صحابه کرامو پوښتنه
وکړه، ای د الله رسوله! نن مونږ ستا څخه منبر د ختلو په وخت کې دری ځله
آمین واوریده، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: « کله چې ما په اول
پاټکي قدم کیښود نو جبرئیل (علیه السلام) راغی او وی ویل: هلاک دی شي هغه
څوک چې روژه بیامومی، او بیا هم د ده ګناهونه ونه بښل شي، نو ما وویل:
آمین، کله چې ما په دوهم پاټکي قدم کیښود هغه بیا ووئیل: تباه دی شي هغه
څوک چی خپل مور پلار دواړه او يا يو يې ژوندی بیامومي او بیا هم هغوى د ده د
مغفرت وسیله نه شي، نو ما وويل: آمین، هغه بیا وویل: هلاک دې شي هغه څوک
چې ستا نوم یاد شي او پر تا درود ونه وايي، نو ما وویل: آمین»، (الأدب
المفرد للامام البخاري، کتاب الأذکار، باب من ذکر عنده النبی (صلی الله
علیه وسلم) فلم یصل علیه).
د هغه خلکو لپاره د فکر ځای دی چې د رحمتونو او بخششونو څخه په دې ډکه
میاشت کې هم د خپل مغفرت لپاره کوشش ونه کړي، سره لدې چې ځان ته به مسلمان
وایي خو بیا هم روژه ونه نیسي، یا یی روژه نیولی وي خو ټول وخت په فضول او
بې فائدې کارونو کې تیروي، او داسی کارونه کوي چې د روژه دار سره مناسب نه
وي، د وخت د تیرولو او د روژي د لنډولو په بهانه هغه کارونه کوي چې هغه د
روژی د روح سره سمون نه خوری، د هغه خلکو لپاره به ولې هلاکت نه وي د چا
لپاره چې جبرئیل (علیه السلام) ښیراوي کړې وي او خیر البشر (صلی الله علیه
وسلم) په هغې آمین ویلي وي.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.