Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار


د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار


لیکنه: ترکی العبدلي
ژباړه: حمد الله فایق
كله چې له ملګرو او دوستانو سره چې د زړه خواله کوم نو را جوته شي چې دوی د خپلو کورنیو په اړه دا اندیښنه لري چې ګواکي دعوت په كې ډیر کم رنګه دی. خو له بده مرغه چې ډیر خلک په کور کې د یوه فعالیت په لاره اچولو كې په خپل ځان تکیه کوي، نو ځکه خو نوموړی فعالیت د ده سفر او یا کوم بل مصروفیت له امله بیا له خنډ سره مخامخیږي.
زه غواړم چې د ډیرو داعیانو توجه دې ټکی ته واړوم چې که چیرې یو کس ډیر مصروفیتونه ولري نو بل چاته د کار د سپارلو تګلاره په کورنیو كې د دعوتي کارونو د سرته رسولو په موخه، ډیر د ستاینی وړ کار دی.
کله چې غواړی کومه دعوتی پروژه پر وړاندی بوزی نو پکار ده چې هغه په څو برخو وویشی او د هغو کسانو یو لست جوړ کړی چې له تاسې سره د دغه کار په سرته رسولو كې مرسته کوي، باک نه کوي چې کسان دوه وي او که ډیر او دا هم اړینه نه ده چې کار دی دومره دروند وي چې یوه لویه ډله يې هم سرته ونشي رسولاي او د نورو کارونو د بشپړ ځنډیدو لامل وګرځي، او هر هغه شی چې په پوره ډول لاس ته نه رازي یو څه برخه يې باید له لاسه ورنکړل شی.
اوس نو تاسوته دری پروژی په لاس درکوو که چیری تاسی وتوانیږي چې په دی میاشت كې يې سرته ورسوئ نو دابه ستاسی لویه لاسته راوړنه وي، سربیره پر دی به تاسی ته د یوې پروژی او یا د کوم کار په څو مستقلو برخو ویشل هم واضح کړو چې پدی کار سره کولای شئ کارونه د مهالویش په اساس د خپلی کورنی پر غړو وویشئ:
لومړی پروژه: زما همت زما په خدمت كې
د کورنی ډیر غړی له دی شکایت کوی چې هغوی په دی مبارکه میاشت كې د قرآنکریم ختم نشی ترسره کولای، ځکه چې میرمن د ورځی له خوا په پخلی كې اخته وی او د بیګا له خوا په میلمه پالنه او یا هم په کوم بل کار كې مصروفه وی، او همدارنګه زامن د ورځی له خوا په مکتب كې وی او د بیګاه له خوا ډیری وخت يې د ماشومانو تلویزیونی پروګرامونه اخلی، او که بیا هم کوم وخت يې پاته کیږی نو هغه خو يې په درس ویلو كې مصرفیږی، او میړه خو یا ددفتر په کار او یا هم د ملګرو په لیده کاته كې وخت تیروي، او متاسفانه چې د ډیرو کورنیو همدا حال دی او هر کال دوی هوډ نیسي چې دغه حالت ته به بدلون ورکوی مګر له بده مرغه چې د یادولو وړ هیڅ ښه پایله نلری !
که څوک غواړي چې د روژی په مبارکی میاشتې کښی کومه پروژه پلي کړي نو پکارده چې له وړاندی نه دی ځینی ټکی په پام كې ونیول شی، چې په لنډو ټکو يې وړاندی کوو: د قرانکریم د ختم لپاره باید یو فرضی پلان جوړ کړی په داسې شکل چې هریو کس د خپلو خاصو ظروفو په نظر كې نیولو سره يې د بدلولو حق ولري، لکه داسې چې هرکس دی باید له هر لمانځه مخکی او وروسته دوه دوه مخه د قرآنکریم تلاوت وکړي نو په همدی توګه به يې په ورځ كې یوه سپاره قرآن لوستی وی نو هرکس کولای شی چې د یوی ماشتې په موده كې قرآن ختم کړي.
خپلی پروژی لپاره دی په کورنی كې یو ستر تبلیغاتی کمپاین په لاره واچوی او تشویقونکی وړاندیزونه دی وکړی او د پروژی پلی کوونکی دی خپلی پروژی لپاره یو شعار و ټاکی لکه چې مونږ و ټاکه ( زما همت زما په خدمت کی) او د کورنی غړو ته دی باید یوه خاصه ناسته ولری چې د قرآنکریم د لوستلو د فضایلو او دهغی د لارو چارو  په اړه ورته ورته خبرې وکړي او داسې نور…..
د قرانکریم د ختم لپاره باید یو فرضی پلان جوړ کړی په داسې شکل چې هریو کس د خپلو خاصو ظروفو په نظر كې نیولو سره يې د بدلولو حق ولري، لکه داسې چې هرکس دی باید له هر لمانځه مخکی او وروسته دوه دوه مخه د قرآنکریم تلاوت وکړي نو په همدی توګه به يې په ورځ كې یوه سپاره قرآن لوستی وی نو هرکس کولای شی چې د یوی ماشتې په موده كې قرآن ختم کړي.
د کورنی د غړو تر منځ د سیالۍ روحیه را منځ ته کړی داسې چې هر ګډون کوونکی ته داسې جدولونه جوړ کړی چې په هغی كې د دوو ختمونو لپاره ځانګړی خانې موجودی وی او د پاڼی په پورتنۍ برخه كې د ګډون کوونکی نوم او هغه شعار چې هغه يې د ځان لپاره غوره کوي ولیکلی شی لکه ( زما موخه د کار پای ته رسول دی)، او هر سیالۍ  کوونکی غړی چې هر واری د قرآنکریم کومه پاره ختموي نو د جدول مربع خانی دی یا ډکوی او یا دی په هغه كې د ستوری نښه ږدي.
د پروژی خاوند دی هر وخت او هره ګړئ د سیالئ روحیه ژوندئ ساتی او هغه دی پیاوړی کوی، او پکار ده چې پخپله دی هم د نورو سیالۍ کوونکو لپاره یوه بیلګه واوسی او که نه نو بیا به د نورو ځواب هم کمزوری وي.
څوک چې خپلی موخی ته رسیږي نو باید هغه ته د جایزی ورکولو په موخه د یوه ساده پروګرام جوړول.

د پروژی د پلی کولو لپاره:
د پروژی خاوند باید پروژه په څو برخو وویشی داسې چې یوه کس ته دنده وسپاري چې هغه دی دقرآنکریم د فضایلو په اړه یو کتاب راوړي او له هغه څخه دی ټول اړوند معلومات را غونډ کړي، او بل ته دی د جدولونو د جوړولو دنده وسپاری، او دریم کس ته دی دنده ورکړي چې د جدولونو دډکولو لپاره دی (ستکرونه) راوړي، او پخپله دده دنده دی یواځی د پروژی اداره کول وي، په ځینی وختونو که ده ته دومره هم کافی دی چې د مصروفیت او یا د سفر په وخت كې  یواځی د یوه وینا وړاندی کول وي اګر که د تلفون له لاری هم وي!
دویمه پروژه: د روژی د میاشتی خاطره
دعوت کوونکی دی د روژی د میاشتی په اړه دیرش وړی خاطرې راټولی کړي چې له پنځو دقیقو څخه زیات وخت وانخلي، او که څوک دغه خاطری نشی ټولولای نو په کتابتونو په کتابونو كې د رمضان په اړه ډیری خاطری شته، او دا به څومره ښکلی وی چې دغه خاطری د کورنی پر غړو وویشل شی او هر یو غړی يې هره ورځ کله چې د کورنئ غړي سره راټول وی یوه خاطره ولولی، همدارنګه پکاره ده چې د کورنی د غړو په را ټولیدو كې له تکلف څخه کار وانخستل شی او په کوم غړی دروند تمام نشی، د خاطری د وړاندی کولو لپاره ترټولو ښه وخت له روژه ماتي څخه یو څو شیبی وړاندی وخت ډیر مناسب وخت دی چې د کورنئ ټول غړی پکی د روژه ماتي دسترخوان په شاوخوا راټول شوی وي.
دریمه پروژه: د کورنۍ په ګډه ویښ پاته کیدل
او هغه داده چې کورنۍ په اونۍ كې یوه ورځ و ټاکی چې سره را ټوله شي، او دا به شه وی ټوله کورنۍ د یوه دائری په شکل سره کښیني لکه د خویندو او نورږ محارمو سره را ټولیدل، او دا محفل باید سیالی ولري او ځینی خواږه شیان دی د سیالی کوونکو ترمنځ وویشل شی او د مشرانو له خوا دی داسې کیسی وشی چې د هغوی د روژی نیولو خاطری پکې بیان شي.
د کورنۍ د غړو تر منځ د کارونو د ویش مراعاتول به داسې وی چې څوک به د سیالی لپاره پوښتنی تیاروی او څوک به  د محفل لپاره ځای برابروی او څوک به د خوراک څښاک د تیارولو دنده پر غاړه اخلی او داسې نور……
همدارنګه د محفل او یا پروګرام د وخت او نیټی په اړه د کورنۍ دغړو له وړاندی خبرول یو اړین کار دی، چې د کورنۍ هر څوک وکولای شی چې په دغه پروګرام كې د ګډون لپاره خپل وخت منظم کړي چې غالبا دا کار به په میاشت كې له څلور ځلو څخه نه زیاتیږی.
پورتني دری داسې ساده پروژی وی چې د وخت څخه د ښی ګټی اخستنې مهارت او د ایمانی ودې او ثقافتي ودې سره یوځای کوي، او هر لوستونکی کولای شی چې د نورو پروژو او یا د خپلو هغو کامیابو تجربو وړاندیز وکړي چې د رمضان د میاشتې د موخو په تر لاسه کولو یي بری موندلی وي، او په پای کښی لوی الله تعالی سمی لاری ته لارښوونکی دی


سرچينه اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User