Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

د روژې مادي او معنوي ګټې

د روژې مادي او معنوي ګټې


هدايت الله هميم


روژه د خدای تعالی طاعت په ځای کول دي، چې مومن ته یې یو داسې ثواب رسیږي، چې د ده په سوچ او فکر کې نه وي، ځکه چې روژه د خدای تعالی لپاره ده، او د روژې په وسیله د خدای خوښي او رضا لاسته راځي،
رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) فرمايي:
بېشکه چې جنت کې یوه دروازه ده چې الریان ورته ویل کېږي، چې د قیامت په ورځ به روژه نیونکي ورننوځي، پرته له دوی څخه به نورڅوک نه ننوځي. کله چې دوی ننوځي دروازه به بنده شي او نور به هېڅوک نشي ننوتلای- متفق عليه.
روژه د انسان د یوه کال د ګناهونو د بښلو  موكه ده. او روژه یوه داسې مدرسه ده، چې مومن پکې زیات شمېر  نيك صفات زده کوي، له نفس سره جهاد، د خواهشاتو او شیطاني افکارو سره مبارزه او د صبر په ګاڼو انسان ته ښکلا بښي او له سختیو سره انسان روږدی کیږي، هغه خوندور خوراکونه یي مخته پخیږي، زړه وړونکي بویونه یې پزې ته راځي، صافې او پاکې اوبه یې په سترګو لږي، خو له هر څه نه منع وي تر څو چې څښتن تعالی ورته  اجازه ونکړي، هېڅ څیز نه خوړلای او نه څښلای شي، روژه یوه داسې الهي ازموینه ده چې مومن ته د امانت ساتلو، په پټه او ښکاره کې د خدای تعالی د مراقبت او څارنې زده کړه ورکوي، ځکه چې د روژه نیونکي په سر هېڅ څارونکی نه وي پرته له الله څخه.
روژه هغه څیز دی چې د انسان اراده او عزم لا نورهم پیاوړی کوي او د صبر روزنه ورکوي، او د ذهن په سپېڅلتیا کې ورسره مرسته کوي او فکر یې نور هم روښانه کوي:
لقمان حکیم خپل زوی ته وویل: کله چې معده ډکه شي د انسان فکر ویده شي او حکمت له منځه ولاړشي، او اعضا د عبادت توان نلري.
روژه نظام او انضباط مومن ته بښي ځکه چې انسان ته په معین او محدود وخت کې د خوړلو او څښلو اجازه کوي او په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د وحدت ملي شعور احساس ورکوي، ټول مسلمانان په یومعین وخت روژه نیسي او په ټاکلٍي وخت یې خوري ځکه چې د دوی ربّ یو دی او دين يې يو دى.
روژه هغه څه ده چې په انسانانو کې د عاطفې، ورورګلوۍ او شفقت شعور ته پراختیاورکوي د لوږې هغه احساس ته پاملرنه ګرځوي کوم چې ناچاره خلک ورسره لاس او ګریوان دي او د صله رحمۍ پولې ته یې راکاږي او د فقر، لوږې او ناروغیو په وړاندې مبارزه پیلوي او د انسانانو تر منځ د ټولنیزو اړیکو تارونه لا نور هم ټینګوي په ټولنه کې د ناوړه حالاتو په درملنه کې ورسره مرسته کوي .
روژه د انسان په ژوند کې بدلون راولي داسې بدلون چې د انسان خلاوې بیانوي او اضافي څیزونه ترې لرې کوي، معدې او د هضم سیستم ته راحت ورکوي، د جسم ساتنه کوي او له فاضلاتو او ناهضم شویو خوراکونو څخه ځان خلاصوي، هغه عفونات او رطوبات چې د خوراک او څښاک په وسیله رامنځته کیږي، له منځه وړي.
رسول الله صلّی الله علیه وسلّم څه ښه وایي:
روژه ونیسئ چې روغتیا ومومئ.
د عربو طبیب حارث ابن کلده ویلي: معده د ناروغیو کور دی ساتنه یې د هرې دوا په سر کې راځي.
بالاخره روژه هغه مبارکه میاشت ده چې، اول یې رحمت، منځ یې مغفرت او پای یې له اور څخه خلاصون دی.



سرچينه اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User