Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, June 28, 2011

اسلامي انټرنيټي لټون ماشين له بې ساري هركلي سره مخ شو

اسلامي انټرنيټي لټون ماشين له بې ساري هركلي سره مخ شو



اسلامی انټرنیټې لټون به هم د انټرنیټ کارونکي او هم کورنۍ د انټرنیټ له مذهبی او اخلاقی بدو حساسیتونو څخه وساتي


سرچینه: اسلام آنلاین
 
ژباړه: نثار احمد اسلام مل
 
 
که څه هم چې د(زه حلال يم)  www.imhalal.com انترنيټي لټون ماشين په رسمي توګه بازار ته د راتګ ډيره کمه موده کیږی، خو په همدې کمه موده کې یې د ډيرو مصريانو زړونه خپل کړي دي.
په مصر کې د یوه بانک کارکوونکې. مروې اديب اسلام آنلاین ته وویل: نوی انټرنیټ لټون ماشين ډير ستر او غوره دی.
هغې زیاته کړه: د دې لټون ماشین په اړه ماته زما یوه همکار وویل او له هغه نه وروسته زه په ډ‌یره علاقې سره ترينه ګټه اخلم.
اسلامي انټرنیټ لټون ماشين تیره اونۍ په کار پیل وکړ. دا ماشين د انټرنیټ موضوعات چاڼ كوي او د جوړونکي په وینا يې، پدې ماشين كې ناوړه او غیر اخلاقې موضوعات نشته.
دا ماشين په ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته د انټرنیټ د ښو کارولو موکه ورکوي، پرته له دې چې له کوم حرام او یا بربنډو صفحو سره مخ شي.
که کوم کارونکی وغواړي چې حرام یا غیر اخلاقی موضاعات وګوري، هغه به سمدستي یو منفی ځواب لاس ته راوړي. د ناوړه كلماتو د لټون په صورت كې به ماشين تاسې ته ووايي: «کوم شی چې تاسو لټوى حرام یا غیر اسلامي دي».
دا لومړی اسلامي انټرنیټي لټون ماشين دی او د نړۍ په ۱۵ ژبې پكې فعالې دي چې عربي، فارسي، چینایي، ترکي او انګلیسي پكې شاملې دي.
مصر چی د اتيا ملييونه نفوس۹۰ سلنه يې مسلمان وګړي دي او ۱۲ په سلو كې خلک يې انټرنیټ ته لاس رسی لري، دا نوی ماشين به هغوى ته هر هغه څه چې غواړﺉ ور په ګوته کړي.
د دغې سايټ يوه ليدونكې وايي: اسلامی انټرنیټې لټون به هم د انټرنیټ کارونکي او هم کورنۍ د انټرنیټ له مذهبی او اخلاقی بدو حساسیتونو څخه وساتي.
د ډیرو نورو مصریانو په شان هغه هم کله چې د کمپیوټر صفحې مخ ته کښیني،نو تقریباً ټوله ورځ انټرنیټ کاروي.
پخوا به د هغې د انټرنیټ لټون چاڼ شوى نه وو. کله به چې یوه یا بل سایټ ته ورننوتله، نو د بربنډو انځورونه له ګواښ څخه خالې نه وو. او بربنډ انځورونو به تل د هغې حساسیت او قهر را پارولو.
شپږویشت کلنه ادیبه په خوشالۍ سره وایي: اوس زه هیڅکله هم له داسې بربنډو انځورونه سره نه مخ كیږم.
ریښتینې اړتیا
دا په داسې حال کې ده چې ځينې خلکو د دغه انټرنیټي پلټنې ماشين سره ډيره علاقمندي ښودلې او وایي چی دا به د یو نوي سیاست او اخلاقي حس په رامنځ ته کولو کې یو غوره لارښود وي.
عبدالطیف عبدالحکام د الازهر پوهنتون محصل داسې وايي: داسې انټرنیټيي لټون د بحران له رامینځ ته کیدو مخ نیوی کوي.
هغه زیاته کړه: د دې ماشين جوړونکي واقعا ټولو مسلمانانو ته ګټور او ریښتینی کار کړی دی.
شل کلن رضا ایرانی- کویتي محصل د دې ماشين جوړونکی، چی په هالند کې ژوند کوي، هیله لري چی دا نوی انټرنیټي لټون ماشين به د نړۍ د ټولو مسلمانانو په زړه پورې ماشين وي.
ImHalal  په ډيره اریانتیا سره د نړۍ د ډیرو عیسویانو له ښه راغلاست سره مخ شو.
مریم رفعت، څلورویشت کلنې عیسوي نجلۍ له نوي انټرنیټ لټون څخه ډيره ښه استفاده کړې ده. هغې زیاته کړه چی نوي لټون ماشين زه او زما مور د بربنډو عکسونو له خطر څخه وژغورلو او دا په ریښتیا سره ډیره عالي خبره ده.
هغه زیاتوي: دې ماشين له انټرنیټ نه یوه خوندي نړۍ جوړه کړې ده.
رفعت چې یوه ازاده ژورنالیسته ده، اوس هم د ګوګل او یاهو له  ماشين نه ګته اخلي.
هغه وایي: نوی لټون ماشين بعضی صفحې بندوي او دا تل د یوه ژورنالیست لپاره ښه اغیزه نه ده، چا ته چې هر ډول معلومات په کار دي.



منبع : اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User