بې لاسو ښځه
سيد بديع الزمان هاشمي
وايي چې په پخوا زمانو کې يو باچا و، چې
ډېر بخيل و، امر يې وکړ چې هېڅ څوک نه شي کولاى چې خيرات او صدقه ورکړي، او
که چا خيرات ورکړ، نو سمدلاسه يې لاسونه ورپرې کړئ. د باچا امر و، خلک له
خيرات ورکولو منع شول، هېڅ چا نه شواى کولاى چې يو فقير او مسکين ته خيرات
ورکړي. د خداى کړه وو له ورځو څخه يوه ورځ يو فقير لوږې وارخطا کړ ، د يوې
مړۍ ډوډۍ د غوښتلو لپاره يې د يو کور دروازه وټکوله، يوه پېغله نجلۍ دروازې
ته راغله، فقير ورته وويل چې ما ته يوه مړۍ ډوډۍ راکړه! نجلۍ ورته وويل:
ته نه يې خبر چې باچا موږ له خيرات ورکولو منع کړي يو، غواړې چې لاسونه مې
پرې کړل شي؟ فقير ټينګار وکړ او ورته ويې ويل چې د خداى (ج) لپاره يوه مړۍ
ډوډۍ ما ته راکړه، ډېر وږى شوى يم. نجلۍ چې د الله نوم واورېد، په منډه
ولاړه، دوه چنډې ډوډۍ يې راوړلې، فقير ته يې ورکړې. يو چا باچا له دې کېسې
خبر کړ، باچا امر وکړ چې د نجلۍ دواړه لاسونه دې پرې کړل شي. د باچا امر و،
د نجلۍ دواړه لاسونه پرې کړل شول. ډېره موده په منځ کې تېره شوه، يوه ورځ
باچا خپلې مور ته وويل: غواړم چې يوه ښکلې ښځه راته واده کړې، مور يې له
ډېرو ګرځېدو وروسته راغله، باچا ته يې وويل: زويه! هلته په يوه کور کې يوه
ډېره ښکلې پېغله ده، خو يوه نېمګړتيا لري چې د نجلۍ دواړه لاسونه پرې کړل
شوي دي.
باچا امر وکړ چې هغه نجلۍ ما ته راولئ، چې
زه يې ووينم. نجلۍ يې راوستله، باچا چې نجلۍ وليدله، پر مين شو، له هغې
نجلۍ سره يې واده وکړ، دا هماغه نجلۍ وه چې باچا يې د خيرات په ورکولو
لاسونه ورپرې کړي وو. باچا له نجلۍ سره واده وکړ، پر باچا ډېره ګرانه وه، د
باچا نورو ښځو دا ګرانښت نه شو زغملاى، د ټولو له دې نجلۍ سره کينه پيدا
شوه، د دې د ورک کولو لپاره يې ډول ډول پلمې لټولې، بالااخره پر دې خوارې
يې د بدکارۍ تور ولګا وه، لمسون بد شى دى. باچا هغه په داسې حال کې چې
اميدواره هم وه، له کوره وشړله، امر يې وکړ چې دا ښځه په داسې دښت کې
پرېږدئ، چې د ودانۍ نښه پکې نه وي، د باچا امر پر ځاى شو، ښځه يې په يوه
داسې دښت کې پرېښودله، چې د آبادۍ نښه پکې نه وه، ښځې ته خداى (ج) په دې
دښت کې زوى ورکړ، خپل کوچنى زوى يې په سينې پورې ونيوه، د آبادۍ په لټه
روانه شوه، له لوږې او تندې يې ژړا اوفرياد کاوه، روانه وه، اخير دا چې د
يوې لويې ويالې غاړې ته ورسېدله، د اوبو چښلو لپاره يې خپل دواړه زنګنونه
پر ځمکه ولګول، تر څو اوبه وڅښي، کوچنى زوى يې له غېږې وښويېد، په وياله کې
ولوېد، ښځې ډېره ژړا فرياد وکړ، خو زوى يې اوبو يووړ. د ويالې پر غاړه
ناسته وه، خپلې بې وسۍ او د کوچني زوى غمونو ژړوله، ناڅاپه دوه لاروي پر
لاره تېرېدل، د دې تر څنګ ودرېدل، ځنې ويې پوښتل چې ته ولې ژاړې؟
هغې ټوله کېسه ورته وکړه. لارويانو ورته وويل چې غواړې چې الله درته بيا لاسونه درکړي؟
هغې وويل: ولې نه. بيا يې ورته وويل: غواړې چې اوبو وړى زوى دې له اوبو رابهر او بيا ژوندى شي؟
هغې ورته وويل: ولې نه. هغو دواړو الله ته
دعا وکړه، د هغوى دعا لا پاى ته نه وه رسېدلې چې د ښځې دواړه لاسونه الله
(ج) روغ کړل، او اوبو وړى زوى يې هم له اوبو رابهر او ژوندى شو. لارويانو
ورته وويل: ته پوهېږې چې موږ دواړه څوک يو؟
هغې ورته وويل: نه زه تاسې نه پېژنم. هغوى
ورته وويل چې موږ د ډوډۍ هغه دوه چنډې يو، چې د الله په رضا دې هغه فقير
ته ورکړې وې او د هغې په سبب ستا دواړه لاسونه پرې کړل شوي وو. اوس ته له
خپل زوى سره خپل کور ته ستنه شه او د الله (ج) شکر ايستونکې واوسه!
منبع : سورغر
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.