Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, June 26, 2011

حكيم الامة شيخ المشايخ شاه اشرف علي تهانوي رحمه الله

حكيم الامة شاه اشرف علي تهانوي رحمه الله


په دې څو کرښو کې غواړو د اسلامي امت د مصلحو رباني او دعوتګرو علماوو څخه د يوه لوی شخصيت په هکله څه وليکو.
د هند د نيمې وچې  په آسمان کې د علم او معرفت يو ځليدونکی ستوری راوخوت، چې پلوشو يې د احياء او تجديد د اصلاحي حرکت لپاره لاره رڼا کوله او د ړانده او جامد تقليد څخه  د خلکود خلاصون په اړه يې د علمي او ژوندي انقلاب توغ پورته کړ ، په ځانګړې توګه د نفس د تزکيې او احسان د مراتبو په پوړيو کې د پل ايښودو نښې نښانې يې په ګوته کړې.
خپل ټول ځواک يې د اسلامي شريعت د دفاع او پلي کولو او ټولنه او چاپيريال د افراط او تفريط د ناخوالو څخه خلاصولو ته وقف کړ چې ټولنه او افراد په کې تر ستوني غرق ښکاريدل.
خلک د جاهلانو ، ناپوهانو د عقيدوي ، سلوکي او عملي بې لاريو په لومو کې نښتي و،د جاهلي رسمونو او دودونو حکمراني چليده ، هغه عادات او خويونه او رواجونه چليدل چې په هيڅ رنګ کې يې له اسلامي عاداتو سره اړخ نه لګاوه.
په دې ناسمه ، غموونکې او دردونکې وضعه کې يو عالم الله تعالی راپيدا کړ  چې هغه حکيم الامت مولانا اشرف علی تهانوي رحمه الله دی. الله تعالی هغه ته ژور علم ، او اوچت استعدادونه ورکړي و چې په خپلو همزولو او ملګرو کې په ټولو فنونو کې پورته ښکاريده.الله تعالی فصيحه ژبه ، ښکلې اسلوب او ځواکمنه ملکه ورپه برخه کړې وه ، دخطابې او مناظرې غوڅ او پريکنده قوت ورسره و او د خپلو صلاحيتونو د ښه کارولو او د دين په دفاع کې د هغوی د استعمال ښه ځايونه يې پيژندلی شوای.
نوم او نسب :

علماوو د ده په سوانحو کې ليکلي دی: هغه يو ستر علامه ، شيخ المشايخ، ستر محدث، د ډيرو ګټورو تصنيفاتو لرونکی، حکيم الامت ، د دين يو مجدد شاه اشرف علي تهانوي، د عبدالحق زوی د حافظ فيض علي لمسی و چې د نسب سلسله يې دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ته رسيږي. هغه يوې شتمنې او نېکې کورنې کې وزيږيد، دغه کورنۍ ډير علمي او ټولنيز افتخارات درلودل، په علم ، ادب ، احسان او فضيلت کې  مخکې وه. پلار يې عبدالحق صيب د لويو شتمنو او قومي مشرانو څخه و، چې د اتراپرديش ايالت د مظفر ناغر د علاقې په تهانه بهون کلي کې يې ښه شهرت درلود، ، مولانا صاحب  د فارسي ژبې ښه ماهر او ليکوال و، الله تعالی د ځمکې او آسمان څخه د نعمتونو دروازې ورته پرانستلې وې.
زوکړه او ماشومتوب:

علامه تهانوي رحمة الله عليه، د ۱۲۸۰ ه ق کال د ربيع الاول د مياشتې په پنځم سهار چې د ۱۸۶۳ م کال د سپتمبر د لسمې سره سمون خوري ، په خپل کلي ( تهانه بهون) کې سترګې پرانستې او وزيږيد.
پورتنی کلی په علم ، دين، پرهيزګارۍ او تقوی سمسور و.علامه تهانوي د همدې کلي په يوه علمي او سوچه دينداره کورنۍ کې رالوی شو چې د اصلاح او تقوی وږمۍ په کې چليدې.
پلار يې له لمړي سره د شرعي علومو  زده کړې ته کښيناوه، او ديني تربيه يې ورکړه ، له هغه سره دوړوکوالي څخه د علم او علماوو مينه او قدر په زړه کې ځای نيولی وو، د اطاعت او عبادت ولوله په کې څپانده وه، او د بې ځايه لوبو او بابيزه ساعت تيريو څخه به يې ځان ساته.
هغه په ټولو ډير ګران و، هر چا سره به چې و، او هر ځای کې به چې و، هلته يې د خلکو په زړه کې خاص ځای درلود، دخپلوانو او ګاونډيانو په زړونو کې يې د مينې ځاله جوړوله.الله تعالی له وړوکوالي څخه هغه ته د وعظ او خطابې سره مينه په زړه کې وراچولې وه.
هغه لا وړوکی و چې د لويو لويو خطيبانو او واعظانو د تقليد په څير به منبر ته پورته کيده او څه به يې ويل، هو هغه لا د اوو اتو کلونو و چې د لمانځه او مسجد پابندي به يې کوله. آن تر دې چې په دولس کلنۍ کې يې د تهجد  د لمانځه سره پوره عادت اخستی و. د تره ښځه به يې کله ناکله نیمه شپه پاڅيده ، کتل به يې چې هغه ماشوم په لمانځه ولاړ دی، د هغې به زړه ورباندې خوږيده په ځانګړې توګه د ژمي په سړو کې ، خو هغه د ګرمۍ او یخنۍ خيال نه ساته او نه يې د چا خبرو ته په دې هکله اهتمام کاوه.
د مور د مړينې پيښه:

هغه لا د پنځو کالو و چې د لويې دردونکې او غمجنې حادثې سره مخ شو، زمانې يوه سخته او ترخه څپيړه ورکړه ، دمور له نعمت څخه محروم شو، او د انسان لپاره په داسې عمر کې داسې درنده پيښه نه د هيريدو وي او نه دجبيره کيدو. خو تهانوي صاحب ته دا مصيبت ورپيښ شو، مور بي بي يې وفات شوه. هغه به د دغه پيښې يادونه داسې کوله:
( د مور څېره زما ياد ته پوره نه راځي خو کله چې ښه ژور فکر وکړم دومره مې په ذهن کې راګرځي چې زه خيال کوم هغه دتخت په څنډه ناسته وه او بس)
د دې پيښې نه وروسته يط ټوله پالنه پلار ته ورله غاړې شوه ، تهانوي صاحب وايي: پلار مې د مور له مړينې وروسته زما او زما د ورور پالنه کوله ، ما لده څخه هغه مینه ، محبت ، شفقت او توجه وليده چې په دې وړوکوالي کې يې د مور نشتوالی راڅخه هیرکړ، له مور نه يې زيات ونازولم، د راحت او آرام ژوند ټول وسايل يې راته برابرکړل.د هغه د ترحم تر ګڼې سيوري لاندې مود عمر ارزښتناکې شيبې تيرې کړې.
زده کړه يې:

تهانوي صاحب ابتدايي درسونه په خپل کلي پيل کړل، هغه کلی چې په ديني علومو او فنونو آباد و، او د لويو لويو علماوو ټاټوبی و.
قرآن کريم يې د ميرت د اخون جی سره ولوست او حفظ يې د دهلي د اوسيدونکي حافظ حسين علی سره تکميل کړ چې په ميرټ کې اوسېده.
علامه تهانوي فارسي ژبه او لمړني درسونه د ځينو علماوو نه او بيا د متوسطې درسونه يې د استاذ فتح محمد تهانوي نه ولوستل، چې د صالحو فقهاوو څخه و ، دعربي ژبې مبادي او قواعد ، علم الصرف، علم النحو يې هم ورڅخه زده کړل،بيا يې د شيخ واجد علی صيب سره پای ته ورسول چې په فارسي ادب کې يې لوی لاس درلود.
تهانوي په  دارالعلوم ديوبند کې:

د ۱۲۹۵ ه ق کال د ذوالقعدې مياشت کې هغه د پنځلسو کلونو و چې له خپل کلي څخه د ديوبند په لور وخوځيد  او هلته په دارالعلوم کې شامل شو ، پنځه کاله يې هلته تېر کړل ، تر څو د فراغت سند يې ترلاسه کړ ، ټول عربي ، ادبي ، عقلي اونقلي علوم يې د داسې استاذانو څخه واخستل چې د پخوانيو علماوو دپراخ نظرۍ او وسعت علمي يادونه يې تازه کول.
شيخ تهانوي د زده کړې او علمي پانګې دزياتوالي په خاطر داسې ګونډې ووهلې چې د درسونو په اوږدو کې يې پرته له کتاب مطالعه کولو او د استاذانوله خدمت څخه بل هيڅ کار نه پيژنده.
په ديوبندکې د هغه ډير خپلوان و، تل به يې هغه ته د مېلمستيابلنه ورکوله خو هغه به ورته عذرونه وړاندې کول او ورته ويل به يې چې زه دلته د علم له حاصلولو پرته د بل شي پسې نه يم راغلی.
پنځه کاله دچا سره مېلمه نشو تر څو چې فارغ شو ، هغه د ديوبند دارالعلوم د زده کړې په موده کې په جديت ، وقار،ادب او اخلاقو شهرت درلود او تل به يې ځان له لهواو لعب څخه په کلکه ساته.
د تهانوي صاحب استاذان:

الله تعالی تهانوي صاحب ته باکفايته استاذان ورپه برخه کړي و، چې د خپل وخت د علم او مهارت په لوړه څوکه کې ليدل کېدل،په مختلفو او ګڼو علومو او فنونو کې يې ښه شهرت درلود.
له ډيرو علماوو يې سبق وويلوچې ځينې  مشهور يې دا دي:
۱: علامه محمد يعقوب النانوتوي رحمه الله تعالی چې ستر محقق عالم و، داسې چې د هند د مشهورو او جيدو علماوو څخه يې په فنونو کې شهرت له چا نه پټ نه دی. هغه په فقه ، اصول الفقه، حديث او عربي ادب کې زيات شهرت درلود، کله کله به يې شعر او شاعري هم خوښېده  سره لدې چې زېات وخت به په ذکر او طاعت مشغول و.
تهانوي صاحب له ده نه تفسير او حديث ولوستل.
۲: علامه منفعت علی التهانوي صاحب چې مشهورفقيه عالم و، په ديوبند کې زيږيدلی او ستر شوی و، د ميراث په علم کې يې يوه مختصره رساله په اردو ژبه ليکلې ده، اشرف علی صاحب له ده نه د عربی ژبی مختصرات لوستي دي.
۳: شيخ الهند او د محدثينو استاذ محمود الحسن الديوبندی رحمه الله د تهانوي صاحب بل استاذ و، هغه د خپل عصر نابغه عالم و او په سمه معنا شيخ الحديث اوشيخ القرآن و، په شيخ الهند يې شهرت درلود ، هغه د هند د شبه قارې د علمی او سياسی نهضت قايد بلل کيږي،هغه د اسلام د مجد او عظمت د احياء د لارې ستر مدافع او اتل و، باغيرته مجاهد، او عظیم روحاني مربي و، چې د نولسمې پيړې  په نيمايي او د شلمې پيړې په لومړيوکې د اسلام د دفاع د مورچل له غيورو ساتونکو څخه شمېرل کېده.
تهانوی صيب له ده څخه ډير څه زده کړل.
۴: شيخ الحديث  مولانا محمود رحمه الله تعالی يې د حديثو استاذ پاتې شوی دی.
۵:له شيخ سيداحمد صيب څخه يې د رياضی او ميراث علوم ولوستل.
۶: تهانوي صاحب د تجويد ځينې رسالې د عربي نړۍ دمشهورمجود او مقرئ شيخ محمد عبدالله المهاجر المکي صيب څخه لوستي دي، چې الله تعالی ورته ښکلی آواز او حنجره ورکړی وه، او ټولو خلکو ورته د قدر په سترګه کتل، تهانوي صاحب له هغه نه په مکه مکرمه کې ټول قرآن په ترتيل سره ولوست.ښاغلي تقی عثماني صاحب دتهانوي صیب په هکله په ديوبند کې دده د اوسېدلو يادونه په داسې توګه کوي.(لنډه دا چې حکيم الامت تهانوي رحمه الله په ديوبند کې د دغه استاذانو په منځ کې اوسېده ، د هغوی له علومو څخه يې ګټه پورته کړه، د هغوی د خدمت او صحبت شرف ورپه برخه شو، چې د درس په اوږدو کې يې د استاذانو د خدمت او د کتابونو د لوستلو پرته به څه کار نه درلود.)
زده کړه او دعوت

الله تعالى پر تهانوي صيب دډيرو اوچتو استعدادونو او ګڼو صلاحيتونو پيرزوينه کړې وه ، چې دهغو له کبله په همزولو او ملګرو کې په هر فن کې مخکې او لوړ ځليده ، فصيحه ژبه ، غوره اسلوب ، قوي ملکه او قانع کوونکى د خطابت او مناظرې استعداد ورسره ؤ.او هغه هم دغه رباني ورکړه ددين په دفاع کې بې دريغه او ښه وکاروله.
هغه به دتعليم او زده کړې پر مهال دنورو اديانو له پيروانو سره چې د هند په لرو او بر کې يې د نصرانيت دخپرولو ګروپونه او بلونکي په خلاصو مټو ګرځيدل او دعوت يې کاوه ، پريکنده او ګټونکې مناظرې کولې .
تهانوي رحمه الله به دزده کړې پر مهال چې کله هم وخت وموند هغوى ته ورتللو او مناظرې به يې ورسره کولې او هغوي ته به يې سختې ماتې ورکولې ، تر دې چې دديوبند په ټولو طلبه ؤ کې د قوي او مستدل مناظر په توګه مشهور ؤ ، خو دا يې د زده کړې د وخت عادت ؤ او چې کله استاد شو نو بيا دمناظرو او جدال نه ډير ليرې ګرځيده ، او ويل به يې :
زما نن د مناظرو سره همدومره نفرت پيدا شوى لکه څومره مې چې د زده کړې پر مهال ورسره مينه ؤ ، ځکه چې اوس مناظرې دوخت ضياع دي او هيڅ نتيجه ترې نه حاصليږي .
څرګند ذکاوت او ديادولو بې دريغه قوت :

تهانوي رحمه الله د ذکاوت او ديادولو دځواک بيلګه ؤ ، هغه په همدې اوچتو صفاتو پيژندل کيده او په همدې باندې دهمزولو تر مينځ مشهور ؤ .
له پنډو پنډو کتابونو څخه به يې ديوځل لوستلو وروسته علمي خبرې په بشپړه توګه او عجيب انداز کې را اخيستلې شوې ، پدې اړه ديوې ځانګړې ملکې او ځواک پيرزوينه الله تعالى پرې کړې وه .
هغه به يې په نوي اسلوب سره ترتيب او په زياتوالي او کموالي به يې نوروته اورولې .
وايې : کله چې په کال 1300هجري کې دديوبند دارالعلوم ددستار بندۍ او فراغت غونډه جوړه شوه ، مولنا شبير احمد ګهنګوي صيب فارغانو ته دسندونو او دفضيلت دپګړۍ دتړلو لپاره راغوښتل شوى ؤ نو مولنا محمود الحسن صيب ورته دتهانوي د ذکاوت او حافظې صفت پيل کړ ، نو سمدستي ګهنګوي رحمه الله له تهانوي نه څو ګرانې پوښتنې وکړې ترڅو دى امتحان کړي ، تهانوي صيب په ارتجالي شکل قانع کوونکي ځوابونه ورته وويل ، نو ګهنګوي صيب ډير زيات خوښ شو.
له سنتو سره مينه او له بدعاتو کرکه :
له سنتو سره مينه او له بدعتونو څخه کرکه دتهانوي صيب په خټه کې پرته وه ، داخبره دده له کتابونو څخه په ښه توګه جوتيږي چې د بدعاتو په رد او دخرافاتو او جاهلي دودونو په غندلو او له مينځه وړلو کې يې ليکلي دي .
له دې کتابونو څخه يو هم د (اصلاح الرسوم) په نوم کتاب دى او بل يې (تعليم الدين) نومى کتاب دى .
په دې کتابونو کې يې دغه ډول مسائل راغونډ کړي او خلکو ته يې دهغه څه لور ته ترغيب ورکړى او عمل يې ترې غوښتى په کوم باندې چې محبوب رب العالمين محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم او صحابه ؤ رضوان الله عليهم اجمعين تللي دي .
د تهانوي رحمه الله اخلاقي ښکلا :

تهانوي رحمه الله د ښايسته او ښکلو اخلاقو خاوند ؤ ، نرمي ، حلم ، بښنه ، وقار ، تواضع او شکسته نفسي يې الله جل جلاله په فطرت کې اچولي ؤ .شيخ عزيز الحسن مجذوب رحمه الله وايي : چا به چې په ځير ورته وکتل نو دا حقيقت به  دلمر په څير روښانه ورته بريښيده چې د شيخ تهانوي رحمه الله په څير نيک خويونه به په لږو کسانو کې وي .
تهانوي رحمه الله پخپله پدې اړه وايي : زما يو آزاد طبيعت او مزاج دى ، خو نشم کولى يو څوک غمجن او په تکليف او مصيبت کې ووينم که څه هم زما دښمن وي .کله چې داسې څوک ګورم چې په مصيبت اخته وي ، يا له څه شي نه په تکليف وي ، هيله مې دا وي چې دزړه له اخلاصه دتکليف په ليرې کولو کې ورسره شريک شم ترڅو يې غم لري او يا سپک شي .
ويل به يې چې دښه خوى لوړه درجه داده چې سړي سره ددې خبرې فکر وي چې هيڅوک ورڅخه په تکليف نه شي ، دا هغه څه دي چې مونږ ته يې رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې جامع حديث کې ښودنه کړې ده : (المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده)
ژباړه : مسلمان هغه څوک دى چې نور مسلمانان دده د ژبې او لاس له زيان څخه خوندي وي .
څوک چې چاته دضرر رسولو سبب شي همدغه بد اخلاقي ده .علامه تهانوي رحمه الله د تواضع او حلم هغه اوچته بيلګه ؤ چې دسلف الصالحو يادونه يې تازه کول ، او هغه کسان چې د تهانوي صيب سره هميشه په ناسته ولاړه کې ملګري وو هغوى ددې خبرې ډير غوره او ښه شاهدان دي .
کله به چې ورته يوه علمي مسئله راغله يابه کومه ستونزمنه مسئله ورته وړاندې شوه ، نو خپلو شاګردانو او ملګرو سره به يې مشورې او علمي مناقشې پيل کړې ، نو له ژورې څيړنې ، بحث او استدلال وروسته به يې دشريعت د روح سرسم او دعامه مصلحت سره اړخ لګوونکې لاره غوره کړه .
دايې تل پاتې عادت ؤ

چې کله به يې له چا سره څه کار ؤ يا دڅه خبرې ضرورت به پيښ شو هغوى به يې ځان ته نه راغوښتل ، بلکې پخپله به هغوى ته ورتللو ، که څه هم هغه کس به يې شاګرد ؤ ، او ويل به يې : مناسبه داده چې حاجتمن هغه چاته ورشي چې ورته اړين وي .
ان تردې چې هغه ډاکټر چې دده له مخلصو دوستانو اوشاګردانو څخه ؤ او تل به يې له هغه ډاکټر سره ناسته پاسته ، تګ راتګ کاوه ، خو کله به چې تهانوي رحمه الله ناروغه شو نو پخپله به هغه ته د درمل اوعلاج  لپاره ورتللو او هغه يې ځانته نه دى را بللى ، مګر هغه وخت يې چې ناروغي ډيره سخته شوه چې او تګ راتګ يې نه شو کولي بيا به ډاکټر پخپله ورته راته .همدارنګه معامله يې د خپل کور له غړو سره هم وه ، د هيڅ کار امر به يې نه ورته کولو ، په ادب او احترام سره به يې په ادبي الفاظو څه ترينه غوښتل .
بيعت :

شيخ تهانوي رحمه الله د زاهدو علماؤ سره ډيره مينه لرله او دهغو ليدو ته ډير ليواله ؤ او دهغوى خدمت به يې وياړ بللو .له زده کړې څخه چې فارغ شو نو بيا يې له شيخ امداد الله صيب سره بيعت وکړ چې په مهاجر مکي شهرت لري او لوى عالم او زاهد ؤ .
او څه ډيره موده ورسره اوسيده او دهغه له صحبت نه يې ډيره ګټه پورته کړه .
ځينې وايې چې ددارالعلوم د شاګردۍ په زمانه کې يې دليک په واسطه له مهاجر مکي سره بيعت کړى ؤ په کال 1299هجري کې ، چې هغه مهال 19 کلن زلمى ؤ . بيايې پلار حجاز ته له ځانه سره د حج لپاره بوتللو ، دبيت الله له زيارت نه پس مدينې منورې ته ولاړ ، هلته دخپل شيخ سره څه وخت پاتې شو او بيا دوهم ځل په کال 1310 هجري کي حج ته ولاړ او نژدې شپږ مياشتې له خپل شيخ سره پاتې شو او هيڅ وخت به نه تر ګوښى کيده .
تهانوي صيب داسلام ډير خدمت وکړ ، ډير شاګردان يې وروزل ، داسلام داصيل فهم دنشر او خپرولو په لار کې يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړې او په دې لاره کې د جاهلانو او مبتدعينو له ګوزارونو څخه په امن کې نه ؤ ، خو هغه خپل جرأت له لاسه ور نکړ داسلام دفاع يې خپله اصلي او دژوندانه لوړه موخه ګرځولې وه .
وفات يې :

پدې کې شک نشته چې انسان او ټول مخلوقات له دې نړۍ څخه درومي او دا يو انکار نه منونکى حقيقت دى چې هر څوک به دمرګ مزه څکي او بلې نړۍ ته به ځي .ستر مصلح او دامت حکيم رباني عالم او دنه ستړيکيدونکي داعي شيخ تهانوي رحمه الله تعالى د ژوند دپاى شيبې هم را ورسيدې ، پداسې حال کې چې له ځانه يې په سلګونو تاليفات ، په زرګونو شاګردان او دلارې ملګري داسلامي امت دلارښوونې لپاره دوياړلي يادګار په توګه پريښودل د 1362 هجري کال درجب دمياشتې په 16مه نيټه د چارشنبې په شپه وفات شو چې د 1943 ميلادي کال د جولاى دمياشتې له 20 مې نيټې سره برابره وه ، الله تعالى دې پرې  رحم وکړي .
هوکې ! تهانوي رحمه الله تعالى وفات شو او دهند دنيمې وچې مسلمانان يې په لمدو سترګو پريښودل ، خو له ځان څخه وروسته په زرګونو داسې ژبې پريښودې چې ده ته يې دخير ، مغفرت او رحمت غوښتنې دعاګانې کولې او دهغه دخير ، نيکيو او خدمتونو يادونه يې کوله او کوي به يې .
او په هغې هديره کې خاورته وسپارل شو چې ده په خپله دمسلمانانو د مړو د خښولو لپاره وقف کړې وه .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قافله میاشتنی مجله، د ۱۳۸۹ کال د قوس میاشت

منبع : اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User