Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, June 26, 2011

شین چای روغتیایی ستونځی را منځته کوی

  روغتیایی ستونځی را منځته کوی


پوهنمل حاجی محمد نوزادی


            

د (24timer  ) پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼی خپل د ۱۷ / ۰۱ / ۲۰۱۱ نیټی په ګڼه کی د 
( شین چای ستاسی اینه زیانمنه کوی ) تر سرلیک لاندی یوه څیړنیزه لیکنه خپره کړیده چی پښتو ژباړی ته یی په لاندی کرښو کی د درنو لوستونکو پام را ګرځوم :

ډاکتران په حیرانتیا سره وایی چی شین چای د ګټورو انتی اوکسیدانتی موادو د درلودلو سره سره ستاسی اینه زهرجنه ( مسموم ) کوی ( انتی اوکسیدانت – دا هغه طبعی اویا په مصنوعی ډول جوړ شوی  مواد دی لکه انزایمونه او نور عضوی مالیکولونه چی د اینی په انساجو کی د اکسیجن دتخریبی اغیزو مخنیوی کوی . ژباړونکی ) . په نړۍ کی ډیر کسان شته چی هره ورځ شین چای څکی او یو شمیر یی لدغه لامله د اینی د زهری کیدلو سره مخامخ کیږی .

د ګلوستروپ  (Glostrup) په روغتون کی یوی ډلی ډکترانو په لومړی ځل دا ډول زهری کیدل په یوی ۵۵ کلنی ښځی کی و موندل چی اینه یی دشین چای د څکلو لامله التهابی شوی وه . یو نیم کال وړاندی دغه ښځه روغه غوندی په روغتون کی پدی خاطر بستر شوه چی خپل شخصی ډاکتر یی د اینی د تست په نتیجه کی ځینی اعداد په غیرنورمال ډول لوړ تثبیت کړی وو . که څه هم دقیق او هر اړخیز معاینات ترسره شوه مګر دهیڅ ډول درملو ، الکولو ، ویروسونو او یا د شخصی محافظوی سیسټم د لاری د نوموړو عددونو دجګوالی لامل و نه موندل شو .    



ګټور او زهری مواد  :

په نوموړی روغتون کی ډاکتر جوهن روهدی (Johan Rohde  ) پدی اړوند وایی : « تر ډیرو پوښتنو ګرویږونو وروسته ښځی څرګنده کړه چی دا هره ورځ د څلورو څخه تر شپږو ګیلاسونو پوری شینی چای څکی . په پای کی مو هغه له روغتون نه رخصت او سپارښته مو ورته وکړه چی نور دی دشنو چایو له څکلو څخه بیخی لاس واخلی . کله چی څو میاشتی وروسته هغه دکنترولی معاینو پخاطر راغله ، څرګنده شوه چی د اینی نوموړی عددونه  یی نورمالی کچی ته راغلی وو » .

د نوموړی ډاکتر د څیړنو له مخی هغه شی چی ددغی ښځی د اینی د التهابی کیدلو باعث ګرځیدلی وو ، هغه انتی اوکسیدانتی مواد دی چی همدارنګه د روغتیا دپاره مفید ګڼل کیږی . وروسته پر ځینو حیواناتو باندی یو لړ څیړنو وښودل چی همدغه ګټور انتی اوکسیدانت کولای شی د اینی په زهری کیدلو کی رول ولوبوی .

ډاکتر جوهن روهدی وایی : « یو شمیر داسی درملونه شته لکه انتی بیوتیک چی کیدلای شی د داډول ناروغی درامنځته کولو لامل شی مګر دشنو چایود څکلو له کبله پدی ناروغی باندی اخته کیدل د حیرانتیا وړ خبره ده  . دی زیاتوی چی وروسته یی دا وموندل چی په نورو هیوادونو کی هم خلګ دشنو چایو د څکلو له مخی د اینی د التهابی کیدو سره د نوموړو چایو په وړاندی ددی ډول غبرګون سره مخامخ شویدی . په ځینو ځانګړو مواردو کی دا کار ددی سبب شوی چی د اینی نیمګړتیاوی رامنځته کړی . ددی ستونزو سره سره بیا هم ددی خبری مانا دا نده چی څومره شنی چای په کور کی لری ، هغه کثافتدانی ته وغورځوې دا ځکه چی د اینی د عدد جګوالی هروخت د اینی د التهابی کیدو سره تړلی نه وی . د یادی بستری شوی ښځی بیلګه ښئی چی هره ورځ په زیاته پیمانه ( د څلورو شپږو پیالو نه زیات ) د شنو چایو څکلو ته باید زړه ښه نکړل شی .



د اینی التهابی کیدلو یا هیپاتیت ( Hepatitis) بنسټیز لاملونه :

هیپاتیت کولای شی بیلابیل لاملونه ولری چی تر ټولو مهم لامل یی عفونی یا میکروبی دی . لدی نه پرته الکول ، یو شمیر داروګان او په ارګانیزم کی د اوسپنی او مسو د تعاملاتو د اختلال څخه راپیښی شوی ناروغې هم د اینی په التهابی کیدو یا هیپاتیت باندی انسان مصاب کولای شی . په ځینو کسانو کی د هیپاتیت ځانګړی ډول لیدل شوی چیری چی د بدن ذاتی معافیتی مقاومت د یو لړ ناپیژندل شوولاملونو له کبله د اینی په وړاندی غبرګون ښئی او هیپاتیت منځته راولی . دا ډول هیپاتیت د ( Autoimmun Hepatitis) پنامه یادوی . یو زیات شمیر ویروسونه هم شته چی د هیپاتیت لامل ګرځی ، دبیلګی په توګه د ویروسی التهابی کیدو هغه ساده شکل چی د غدوی ریږدونکی تبی له مخی منځته راځی او د مونونوکلئیوز ( Mononukleose) پنامه یی یادوی . د ژباړی پای


د ژباړونکی یادونه :

زه پخپله د عادت له مخی تور چای څکم او د بانډار انډیوالان می ټول پدی خبر دی چی د شنو چایو سره می ډیره جوړه نده . یوه ورځ می د چایو سره د بانډار پر وخت په لوړه ورځپاڼه کی د لیکل شوی خبر په اړوند کیسه ورته وکړه ، ځینو له هغوی نه داسی و ښودل چی ګواکی زه پدی خاطر چی د شنو چایو سره می جوړه نده ، نو یی پرضد کمپاین کوم . هغه دوستان به می هم د نورو لوستونکو تر څنګ دادی د نوموړی لیکنی ژباړه ولولی او نور دوی پوه شه او دشنو چایو سره یی مینه . باید ووایم د لوړی لیکنی موخه دا نده چی خلګ باید دشنو چایو څخه بیخی لاس واخلی بلکه اصلی سپارښت یی دادی چی په ډیره پیمانه یی څکل د اینی د التهابی کیدو امکانات ډیروی . ځکه نو پکار ده چی په پام سره وڅکلی شی . 


ـ  د ټولو د روغتیا په هیله ! 


منبع : جام غور

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User