Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 23, 2011

په ماشومانو کې شرم او کم جراتي



 

په ماشومانو کې شرم او کم جراتي




ژباړه او ليکنه: رفيع الله ستانکزی

 
د روزنيزو علومو پوهان په دې اند دي، چې د ماشومتوب پړاو د راتلونکي ژوند په جوړښت کې ډېر ستر رول لوبوي او که د ماشومتوب پړاو له ستونزو سره مخ شي؛ نو د هغه ماشوم په راتلونکي او په ټوله کې به په ټولنې ډېر منفي اغېز ولري.
که په ځينو ماشومانو کې د شرم او کم جراتي ستونزه وليدل شي؛ نو ميندو، پلرونو او ښوونکو ته لازمه ده، چې د دې ستونزې د لمنځه وړلو په پار مبارزه وکړي، ځکه چې د دې ستونزې په لرلو سره ماشومان شرمناک او ګوښه ګير کېږي او د ټولنې او کورنۍ د اوږو بار جوړېږي.
د کم جراتۍ او حيا ترمنځ توپير
د دې دواړو ترمنځ ډېر توپير شته دی، کم جراتي عبارت ده له: د ماشوم ګوښه ګيري او يوازيتوب خوښول دي او غواړي، چې له ناستو او غونډو څخه لرې اوسي، غواړي تل يوازې اوسي او له نورو سره اوسېدل يا روغبړ کول ورته ښه نه ښکاري. خو حيا بيا د هغو عادتونو ټولګې ته وايي، چې ماشوم يې د ژوندانه له پيله خپلوي، هغه عادتونه، لکه: ځان له ګناه څخه ژغورل، مشرانو ته ا حترام کول، له ناروا کارونو څخه ځان لرې ساتل او ورته نه کتل او همدارنګه له دروغ ويلو او حرامو مالونو خوړلو څخه ځان ساتل حيا ګڼل کېږي او غواړي ټول وخت د خدای (ج) په اطاعت کې تېروي. دا ټول ويل شوي کارونه هېڅ وخت په کم  جراتۍ کې نه شمېرل کېږي.
کم جراته ماشوم څوک دی؟
کم جراته ماشوم هغه ماشوم دی، چې له خپلو همزولو سره په ښوونځي او ټولنه کې د راکړې ورکړې وړتيا په ځان کې نه ويني او د نورو ماشومانو په پرتله ځان کمزوری او ناتوانه احساسوي.
کم جراته ماشوم خپل ټول کارونه خراب ګني او ځان يې په اړه مسؤل ګني، ځکه، چې کم جراتي يو رواني حالت دی او ورسره په خپل ځان کې د عيب او نيمګړتيا احساس کوي.
کم جراته ماشوم په ښوونځي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي او په ټولګي کې له خپل ښوونکي څخه هېڅ ډول پوښتنه نه شي کولای او همدارنګه له نورو ټولګيوالو سره مباحثه يا منقاشه هم نه شي کولای، ځکه چې د خپلو پوښتنو او موضوعاتو په برخه کې متردد وي او ډېری وخت ګوښه ګير وي. ډېری وخت له خپلو ټولګيوالو او همزولو سره له ساعتيري کولو او وخت تېرولو ځان لرې ساتي.
کم جراته ماشوم هېڅ وخت نه شي کولای په سم ډول رشد وکړي، ځکه چې هغه په خپل ځان کې د يو ډول سستۍ او تنبلۍ احساس کوي او همدا سستي او تنبلي يې د پرمختګ مخنيوی کوي. کم جراته ماشوم ډېری وخت په خپلو ټولو کارونو کې سرکښه او حساس عصبي وي، ترڅو د نورو پاملرنه ځان ته راواړوي.
۳۰ سلنه (فیصدي) کم جراتي د نوي زېږېدو ماشومانو په منځ کې رامنځ ته کېږي او هغوی له داسې پېښو سره مخ کوي، چې په نوي زېږدو ماشومانو کې نه ليدل کېږي؛ د بېلګې په ډول: د کم جراته ماشوم د زړه درزا د نورو همزولو ماشومانو په پرتله چټک يا تېز وي. کم جراتي په څلور مياشتني ماشوم کې ترسترګو کېږي او هر نوی شی هغه ډاروي او که ناپېژانده وګړی وغواړي له هغه سره خبرې وکړي، مخ ورنه اړوي او يا په خپلو لاسونو خپل مخ پټوي. په درې کلنۍ کې هغه مهال د کم جراتۍ احساس کوي، کله چې يې مور بل ناپېژانده کور ته مېلمنه ولاړه شي او هلته د ماشوم ترڅنګ مور نه وي؛ نو له کم جراتۍ سره مخ کېږي.
په ماشومانو کې د کم جراتۍ لاملونه
کم جراتي ډېر لاملونه لري، چې ځينې عمده لاملونه يې دا دي:
۱-  وراثت
وراثت د کم جراتۍ په برخه ډېر مهم رول لوبوي، ځکه چې د کم جراتۍ هورمونونه ماشوم ته لېږدول کېږي او په هغه کې مخکې له مخکې ځای په ځای کېږي. طبي څېړنو ښوولې ده، چې کم جراتي د ماشوم د پيدايښت پر مهال ښکاره کېږي او هورمونونه ارثي خويونه او صفتونه له مور او پلار څخه ماشوم ته لېږدوي، د ډېرو کم جراته ماشومانو مور او پلار هم همداسې کم جراته و، که يې مور او پلار کم جراته نه ول؛ نو کېدای شي نور خپلوان يانې بابا، کاکا او يا ماما يې د کم جراتۍ ښکار وي.
۲- د مور له حده ډېر احتياط
هره مور له خپل اولاد سره له حده ډېره مينه لري؛ نو ډېری وخت هغه غواړي يا احساس کوي، چې خپل ماشوم له زيانونو څخه وژغوري، کله چې دغه احتياط له حده تېری وکړي؛ نو ماشوم ته په غير مستقيم ډول دا ور په يادوي، چې هغه له سلهاوو بهرنيو خطرونو سره مخ دی؛ نو له همدغه ځایه دی، چې ماشوم د خطر او ډار احساس کوي او يوازينی ځای، چې د ارامۍ احساس ورکوي هغه د مور غېږ ده. ډېری وخت شوي دي، چې مور د ډېر خطر له وېرې خپل زوی بهر نه پرېږدي، ترڅو له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي او يا هم مور يې د دې وېره لري، چې له نورو ماشومانو کنځلې زده نه کړي؛ نو له همدې امله ماشوم کم جراته او ډارن ټولنې ته وړاندې کېږي، نه غواړي له ټولنې سره يوځای شي او يوازېتوب خوښوي.
۳- معيوبيت او کم جراتي
ځينې هغه ماشومان، چې معيوبه وي او يا هم کومه جسمي ستونزه ولري، نو ډېری وخت د شرم احساس کوي او همدغه د دې لامل کېږي، چې ما شوم ګوښه ګير  او کم جراته شي. کېدای شي ځينې ماشومان د غريبۍ لامله هم د کم جراتۍ احساس کوي، ځکه د کاليو خرابوالی يا نشتون او همداسې نور لاملونه هم د کم جراتۍ لامل کېږي.
۴- د مور او پلار له حده ډېر زړه سوی
د مور او پلار له حده ډېر زړه سوی کېدای شي ډېری ماشومان کم جراته رامنځ ته کړي، بېلګې په ډول: مور او پلار ماشومانو ته اجازه نه ورکوي، ترڅو هغه کارونه ترسره کړي، چې د ترسره کولو وړتيا يې لري؛ نو ماشوم همداسې له ځان سره فکر کوي، چې د هېڅ شي د ترسره کولو وړتیا نه لري.

۵- د مور او پلار او يا کورنۍ ډېره ترټنه (رټل)
ډېری وخت مور او پلار په خپلو ماشومانو هر وخت په غوسه کېږي او هغوی هېڅ خپلې مخې ته نه پرېږدي، که څه هم کېدای شي د هغه نظر او کار به ډېر ګټور او ښه وي، خو مور او پلار يې نه پرېږدي، ترڅو هغه کار ترسره کړي؛ نو له همدې امله ماشوم ډارن لويېږي او راتلونکي ژوند کې هم ډارن او کم جراته وي، چې په دې برخه کې بايد مور او پلار په ټوله کې کورنۍ د ماشوم د رټلو په برخه کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي.
د کم جراتۍ د علاج لارې چارې
موږ کولای شو، چې په لاندينيو لارو چارو سره د خپل ماشوم راتلونکی له ستونزو وژغورو او د راتلونکي لپاره يې باجراته او په ځان متکي وروزو.
۱- موږ بايد د ماشومانو لپاره ارامه فضاء او چاپېريال جوړ کړو، ترڅو ماشوم هېڅ ډول د کم جراتۍ او زړه تنګۍ احساس ونه کړي، همدارنګه بايد له ماشوم سره د تېز او سخت برخورد، زشتو خبرو او رټلو څخه هم ډډه وکړل شي، ځکه چې که له ماشوم سره سخت برخورد وشي؛ نو هغه به هېڅکه ونه شي کړای چې په ټولنه کې زړور اوسي او بیا به ګوښه ګير او يوازېتوب خوښوونکی انسان ورنه جوړ شي. ماشوم بايد آزادانه بحث ته پرېښوول شي، ترڅو خپل نظر که هغه سم وي او يا ناسم له نورو سره شريک کړي يانې د کورنۍ په منځ کې له نورو غړو سره شريک کړي، ځکه چې له همدې لارې بيا په ټولنه کې هم همداسې زړور او اجتماعي خواص غوره کوي او په پای کې يو بريالی او ټولنې او کورنۍ ته ګټه رسوونکی ځوان ورنه جوړېږي.
۲- مور او پلار بايد له خپلو ماشومانو سره په وړ اندازه مینه وکړي، ځکه چې هرڅه بايد اوسط وساتو- که په مينه کې هم ډېرښت وشي؛ نو د ماشوم راتلونکي ته ستونزه جوړولای شي. له ماشوم سره بايد د مور، پلار او کورنۍ اړيکې سپکوونکي يا له انتقاده ډکې نه وي او همدارنګه بايد ماشوم د خپلو همزولو په مخ کې ونه رټل شي، ځکه چې هغه بيا د دې احساس کوي، چې د هېڅ چا د خوښې وړ نه دی او له دې لارې هغه کم جراته او ګوښه ګير جوړېږي، چې ژوند به يې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
۳- مور او پلار بايد د ماشومانو په اړه خپله اندېښنه له ځان سره پټه وساتي او هغه دې پرېښوول شي، ترڅو پر ځان وېسا او ډاډه اوسي؛ ډېری روانپوهان وايي، چې له ماشومانو سره داسې طبعي غريزې شته دي، چې دوی دېته هڅوي ترڅو د خپل وجود پر وړاندې له ګواښونو څخه ساتنه وکړي.
۴- مور او پلار بايد خپلو ماشومانو ته دا وروښيي، چې له نورو سره ناسته ولاړه ولري، خپل ملګري خپل کور ته راوبلي او يا يې له ځانه سره د نورو دوستانو کورونو ته يوسي. له ما شومانو بايد وغوښتل شي، ترڅو د نورو مخ کې خبرې وکړي، که څه هم هغه ډېر کمکي ماشومان هم وي، پروا نه لري، له همدې ځايه ده، چې ماشوم د خبرو کولو ښه مهارت زده کوي او په راتلونکي کې د ډېرو مشرانو مخ کې بې له کوم ډار او وهم څخه په ډېر ښه ډول خبرې کولای شي.
صحابه کرامو به خپل ماشومان داسې روزل، چې په هغوی کې به د کم جراتۍ عوامل نه ترسترګو کېدل، ځکه چې هغوی به خپل ماشومان له ځانه سره محافلو او نورو پروګرامونو ته وړل او هغوی به يې هڅول ترڅو د نورو خلکو مخ کې خبرې وکړي او يا يې مشران او چارواکي دېته هڅول، چې له ځينو پوهو او تکړه ماشومانو سره خبرې اترې ولري او په ځينو مسايلو کې د هغوی مشوره واخلي. حضرت عمر (ض) به خپل زوی عبدالله د حضرت محمد (ص) مجلس ته له ځانه سره بووه، هغه و خت عبدالله لا د بلوغ حد ته نه و رسېدلي.
۵- مور او پلار بايد خپلو کم جراته ماشومانو ته دا وووايي، چې له نورو خلکو سره اړيکې ولري او له هغوی سره په خبرو اترو او لوبو کې ګډون وکړي او ورڅخه دې وغواړي، ترڅو له نورو ماشومانو سره دې د دوستۍ اړيکې وساتي.
مور او پلار دې په دې برخه کې د ډېر زړه سوي څخه هم ځان وژغوري او پرېږدئ، چې خپله ماشوم په خپلو ټولو کارونو؛ لکه: کالي اغوستلو او باټو اخيستو او پښو کولو کې خپلواک اوسي، ترڅو د خپل ژوند په ټولو چارو کې په  خپل ځان اتکا وکړي. کله چې ماشوم په خپل ځان نه بلکې په مور او پلار متکي وي؛ نو د هغه ذاتي پوخوالی نيمګړی پاتې کېږي او ماشوم هر وخت حتا په ډېرو وړو کارونو کې هم په ځان متکي نه وي له دې ځايه ده، چې ماشوم کم جراته او ډارن لويېږي.
ښوونکي بايد په ماشومانو کې پرځان د وېسا کېدلو حس تقويه کړي او له ټولو سره بايد په مساويانه يا برابر ډول کړنې يا رفتار وشي او بايد د هغوی ترمنځ د دې په پار چې فلانی ښه استعداد لري او فلانی یې نه لري بېلابېل رفتار ونه شي، ځکه چې دا پرتلنه بيا په ماشوم کې پرځان د وېسا کېدلو حس کمزوری کوي او هغه د کم جراتۍ لور ته بيايي. 

سرچينه:تاند

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User