Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 23, 2011

د ســـبا اتلان

د ســـبا اتلان

لیکوال : بې نوم

ماشوم هغه څوک دی چي کله یو انسان ورته وګوري په هغه کي هېلي، امیدونه، ځلانده سبا او رسالت ویني، ماشوم هغه انسان دی چي لا اوس هم د بلوغ سن ته نه دی رسېدلی، ماشوم په اوس مهال کي دراتلونکي وخت سفیر دی، د ماشوم توب په مهال ماشوم په يوه له خوښیو ډکه نړۍ کي ژوند کوی، پدې مهال کي هغه دنړۍ ستونزي، دظلم او وحشت تیارې او د زبرځواکونو جګړي نشي درک کولای، هغه په يوه له خوشالیو او خنداګانو ډکه نړۍ کي ژوند کوی ، دهېواد اوټاټوبي دمیني او درسالت دسرته رسولو او دامیدونو او هیلو غوټۍ په ډېره خوښۍ پکی سپړېږي ، او بیا ورو ورو وده کوي نو چي څه ډول کرل شوی وي دهماغه کرهڼي مېوه ورڅخه لاس ته رواړله کېږي .

ماشوم د سبا اتل او دراتلونکي وخت پلار وي، هغه دراتلونکي وخت انجنېر او طراح وي، هغه د مستقبل وزېر دی او هغه بېشکه دراتلونکي وخت ولس مشر دی، ځکه خو په هرانسان لازمه ده چي هغه ته دخپل نظر دڅرګندولو، دابتکار ، نوي جوړښت او انکشافاتو وخت او حق ورکړي، ماشوم له خپلي زېږېدني سره سم دوه تخمونه په خپل جوړښت کي لري چي یو دخیر او بل دشر تخم دی، پدې وخت کي والدین مسئول وي چي دماشوم په جوړښت کي دخیر زړی اوبه کړي او وده ورته ورکړي ترڅوم ماشوم په سالمه توګه آو په پرامنه فضا، په روغه بڼه او داسي چاپېریال کي ستر شي چي دراتلونکي وخت غوښتنو، دآینده نسل قیادت او دوالدینو هیلو او امیدونو ته په بشپړه توګه تحقق ورکړي .

خو له بده مرغه ځیني وختونه والدین په غیر قصدي توګه دماشوم په روزنه کي دسترو اشتباه ګانو مرتکب کېږي پداسي حال کي چي هغوی يې ښه ګڼي او پدې ډول دهغه د مستقبل لاره ددې په ځای چي هواره يې کړي نوره هم اغزنه او ناهمواره کوي او دا دماشوم دروزني په وخت کي د والدینو دهغه منفي سلوک نتېجه وي کوم چي دهغوی په ګمان غوره تګلاره وه او پدې توګه دماشوم په خټه کي دشر تخم ته وده ورکوله کېږي . 

دماشوم روزنه تر والدینو پوري ایساره نه وي بلکه کله چي هغه کوڅې ته راوزي مکتب او مدرسې ته ځي دهغه دروزني د مسئوليت دائره ټولني ته پراخېږي ، چي بيا ټولنه او چابېريال د ماشوم په سالمه روزنه کي مهم عنصر بلل کېږي په کار دی چي ماشوم ته داسي ټولنېز چاپېریال چمتو کړل شي چي هغه دژوند پدې مرحله کي پداسي وسله سمبال کړي چي دراتلونکي وخت دجګړي دډګر یو ننګیالی اتل ورڅخه جوړ کړي .

داسمه خبره نده چي وايي : زما يې په پردي زوی څه، هرڅوک باید داسي فکر وکړي چي الله تعالی دا ټول انسانان له يوه نارېنه او ښځي څخه بیدا کړي دي او هر ماشوم له ټولني سره تړاو لري دماشوم له مستقبل سره دټول انسانیت برخلیک تړلی دی دوهمه خبره داده چي که يوڅوک غواړي خپل ماشوم يې دمستقبل اتل او برخلیک جوړوونکی شي ورته په کار ده دنورو ماشومانو په هکله هم ورته رغنده نظر ولري ځکه مونږ ټول د ژوندانه په منطقي مفهوم کي يو له بل سره مښلېدلي او مشترک مسئوليت لرواو د الله تعالی په وړاندي به راڅخه دبل انسان ورور په هکله هم هرو مرو پوښتني کېږي.

له عادت سره سم کله چي ماشوم پوښتنه کوي نو مشران يې ترټي چي هلکه چُپ شه !!  او دهمدغه منفي سلوک په نتېجه کي دماشوم په زړه کي ډېري پوښتني بې ځوابه پاته کېږي ځکه چي هغه دپوښتني کولو جرأت له لاسه ورکوي او داسي فکر کوی چي که پوښتنه وکړي له ترټني سره مخامخ کېږي او دا ډول سلوک دماشوم په روزنه منفي اغېزه کوی.

په کار داده چي دماشوم پوښتنوته ولوکه ډېري او بې ځایه هم وي غوږ کېښودل شی او هره يوه يې په مشفقانه کي انداز کي دهغه له ذهني سويې سره سم ځواب کړل شی، که هغه تېر وزي بايد سمه لاره ورته وښودله شي، هغه ته ددې وخت او جرأت ورکړل شي چي څه غواړي هغه په ازادي سره ووايي، حتی الامکان وسائل او امكانات ورته چمتو کړل شي، کوم کار چي هغه يې سرته رسول غواړي ورته اسان کړل شي ترڅو دجسمي ودي ترڅنګ يې ذهن اوعقل هم وده وکړي. 

دا ماشوم دی، هغه له دې نړۍ څخه نشي بېلېدلای او هرڅه ته چي پخوا او شاکي يې پېښېږي پخپلو ماشومانه نظرونو او واړه عقل او پاک روح سره ګوري او غواړي چي ځان ورباندي پوه او خبر کړي، هغه دخپلو مشرانو سترګو ته په وار وار ځېر ځېر ګوري او غواړي چي هغه څه بيان کړي کوم چي يې په زړه څرخېږي خو له تعبیر څخه يې عاجز وي، هغه دپلار سترګوته ځکه ګوري چي غواړي هغه يې په تعبیرولو کي ورسره مرسته وکړی، داماشومتوب دی او ماشومتوب دانساني ژوند هغه مرحله ده چي غواړي دا نړۍ پکي ځان ته لوڅه کړي او ټولي چاري يې په ساده انداز کي څاری، هغه تل هڅه کوي چي په چارو يې ځان پوه کړي خو خپل احساسات نشي څرګندولای دا دژوند ډېره خوندوره مرحله وي کله چي ماشوم په خپلو پاکو نظرونو سره په هغه راتاو نړۍ ته په ډېر ساده انداز کي ګوري .

مشران له خپلو ماشومانو سره ولي پداسي بڼه کي خبري کوي لکه چي هغوی هېڅ ماشومتوب لېدلی نه وي؟ هغوی ولي خپل عقلونه يوځل په شا نه ځغلوی ترڅو هغه نړۍ وګوري کوم چي دوی هم يو وخت ماشومان وو، لوبي به يې کولې، څغاستل به يې، ټوپونه به يې وهل او له یو بل سره به يې کله ناکله جګړي هم کولې؟ هغوی ولي نن دا خپل نازک ګلان په ډېرو وړو وړو خبر او کارونو ترټي او تهدېدوي؟

هغوی ولي داهېروي چي دوی هم یووخت ماشومان وو او تېر وتل به؟ ماشوم ته خپله تېروتنه داسي ساده ښکاري او ګناه يې نه ګڼي لکه یووخت چي دنن پلار په ماشومتوب کي تېروتلو. مشران ولي دخپلو ماشومانو تېروتني داسي ساده نه تلقي کوی لکه څرنګه چي يې ماشوم ساده ګڼي؟ ترڅو سمه او چپه لاره دترټني او وهلو په ځای دماشوم له ذهني سويې سره سم په مینه او شفقت کي ور وښيي.

داخو دعامو ماشومانو په هکله خبري وې اوس راشئ هغه ماشوم وګورو کوم چي خواشینی او وېرجن دی، دچا چي پلار شهید شوی، دچاچي مور رنځوره ده، دچاچي داغوستلو کالي او دلوبو نانځکي نشته، هغه ماشومان کوم چي په سترګو ړانده، په اندامونو معذور او فالج وهلي دي، هغه ماشومان چي پدې پرمختللي نړۍ کي لا تراوسه له ښووني او روزني څخه محروم دي، دهغوی ددې ټولو محرومیتونو او بدحالت مسئولیت دمشرانو په غاړه پروت دی ، زمونږ دا واړه ګلان او دسبا اتلان دمشرانو د ناسمو کړو وړو او غیر عادلانه چلند په نتېجه کي پدې برخلیک اخته شوي دي .

او که همداسي بې پروايي دوام وکړ او دماشومانو لورته پاملرنه نه وي ډېر بوږنووونکي نتائج او ستره غمېزه را مېنځ ته کوي.

مونږ دلته په پای کي تاسو ته دماشوم په ژبه وايو: زما مشره!  ماته قلم او کاغذ راکړه چي لیک او لوست زده کړم، زه پدې نړۍ کي ډېر څه ګورم چي ځان ورباندي پوهول غواړم ما ته په مینه غوږ شه، زما پوښتني ځواب کړه او ما ورباندي پوه کړه، که زه تېروزم نو دا زما ساده توب دی ته مي دترټلو په ځای په خوږه ژبه پوه کړه، ماته دنهال لګول راوښیه چي اوبه ور واچوم ترڅو ستره شي او بيا يې مېوه وخورم، دهغې ترسیوري لاندي کېنم، او دهغې شنو پاڼو او ګلانو ته خاندم او خوشاله شم ، که نن زما خواته پاملرنه ونکړې نو زما دراتلونکیو ټولو بدمرغیو لومړنی عامل به ته اوستا دا جامد سلوک وي

والسلام

 سرچينه:تاند

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User