Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, April 24, 2011

د کتاب نړيواله ورځ او پښتو کتابونه

د کتاب نړيواله ورځ او پښتو کتابونه
نيټه : ٢٣م  د اپريل ٢٠١٠
نن د اپرېل ۲۳ نيټه ده ، چي د نامتو انګرېز لیکوال ویلیم شیکسپیر د زوکړې ورځ هم ده، او د کتاب نړۍواله ورځ هم ده
نن په ټوله نړۍ کښې دولتونه، لوستونونه، پوهنتونونه او د لوست او پوهنې نور ځایونه او منځي هڅه کوي چي د کتاب په ګټو او ښمر باندي خپل اولس او په تېره زلمی کول پوه کي
په بېلابېلو ځایونو کښې کتاب مېلې لګیږي چرته چي په ډېر وړیا نرخ ډېر ښه ښه کتابونه لوستونکو ته وړاندي کیږي
په دغې پرتمینې ورځ که موږ خپل هیواد او اولس ته وګورو نو نن له یوې خوا زموږ سوګند خوړلی دوښمن لګیا دی په سلګونو ښونځي په بمونو الوزوي او ښونکي او شاګردان یې شهیدانوي نو له بلې خوا موږ په پښتو کښې داسي کتابونه بېخي کم لرو چي زموږ د اولس د لوست تنده ماتولای شي او ځوان کول ته سپنه او اسانه لاره ښودلای شي
په لوی سر کښې په پښتو کښې کتابونه بېخي کم دي. او بیا چي کوم کتابونه شته هم هغه زیاتره د سندرو کتابونه چي زموږ شایران یې د خپل زړه د بړاس ایستلو لپاره وايي. سندریز کتابونه اولسونو هغه وخت لیکل کله چي چاپ او کمپیوټر نه و
نو سندریز پیغام به د لوستونکو لپاره اسان و چي په یاد کښې یې وساتي
د چاپ او کمپیوټر له راتلو وروسته هم زیاتره پښتانه نن هم سندریزې لیکنې کوي ځکه چي دا اسان کار دی
نَسَر لیکل خورا ګران دي ځکه چي لیکوال چي هرڅه لیکي پکار ده چي هم پخپله پرې پوه وي او وکولای شي چي لوستونکی پرې پوه کي
پوهنه که په هرې ژبې کې وي ، په هر وخت کښې چي لیکل شوې وي او که اوس د نړۍ په هبواد کښې وي ، دا د اینسانانو ګډه شتمني ده
د نړۍ او اولسونو تاریخ موږ ته په څرګنده توګه راښيي چي کومو کامونو چي له دغۍ ګډې شتمنۍ څخه د ګټې او ښمر اخیستلو هڅه کړې ده هغه بیا د کامونو په سیالۍ کښې خورا ځلېدلي دي. له دې ګډې شتمنۍ څخه د ګټې اخیستنې یوازینۍ لاره ژباړه ده
د پوهنې خزانې په نړۍ کښې خورې ورې پرتې دي
د کامونو لیکوالان چي له دغې شتمنۍ ګټه نه اخلي د هغوی بېلګه د هغې مور په شان دی چي کمکیان یې له لوږې او تندې مري مګر دا سره له دې چي کور کښې ډوډۍ لري خو دومره هڅه نه کوي چي هغوی ته یې ورکي
پښتنو وروڼو، راځئ چي نن د کتاب په دې نړۍوالې ورځې هوډ وکوو چي هر پښتون لیکوال به کمترکمه په خپل ژوند کښې یو کتاب له نورو ژبو څخه په پښتو ژباړو

منبع :افغان جرګه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User