خواړه او روغتيا
صحت
یو ارزښتمند نعمت دی چي نه یوازي د بشر د نسل بلکه د ټولو ژونديو موجوداتو
دپاره مهم دی. دا چي زموږ هیوادوال د حفظ الصحې، وقایې او د خپلو مریضانو
د تداوي د قواعدو په مراعاتولو کي څه ډول لار پر مخ بیایی، به د خپروني د
مطالبو په لړ کي ښکاره سي.
صحت
ته نه پاملرنه او بې ځایه او بې وخته یا ډېر خوراک او کار نه کول څه
نتیجه ورکوي؟ انسان باید په ټول ژوند کي، خپل کارونه په پلان او اندازه
سرته ورسوي: لږه ډوډۍ وخوري، سپورټ وکي، کار وکي او صحي خوراک وکي .
کله چي یو څوک ناروغ سي، نه بايد هغه ته پر خپل سر دوا ورکول سي او باید عاجل ډاکټر ته یوړل سي.
که غواړی چي تل صحتمنده او قوي واوسۍ، تر ټولو دمخه خپل خوراک او دکور
او چاپیریال پاکۍ او نظافت ته پاملرنه وکۍ. هیڅکله اومه مېوه مه خورۍ، په
تیره بيا که هغه هم بیا ناپاکه وي. او بله خبره داده چي په ځینو کورنیو کي
لیدل سوي چي د کور سپین سراني، يعنې میندي او اناګاني د پخوا څخه څو ډوله
یوناني دواګاني پېژني او د مریضیو په وخت کي یې عاجل مریضانو ته ورکوي. که
هغه ګړی ګټه رسوي خو وروسته بیا څو ډوله نوري مریضۍ را منځته کوي. دغه ډول
تداوۍ ګاني په کلو کي ډېري کيږي چي په اصطلاح، خاله کوکو ګاني یې کوي!
خدای دي وکي چي زموږ دوستان خپلو او د کورنۍ د غړو د حفظ الصحې مسایلو ته
پام وکي او خپل مریضان هیڅکله خپلسره طبیبانو ته ور نه ولي. ډاکټر ته دي
ورولي او د دوا اخیستلو په وخت کي دي پام وکي چي د هغه تاریخ نه وي تېر
سوی. که په خپله نه پوهيدل بل چاته دي ښکاره کي. هیڅ وخت دي دسړک د غاړی
څخه دوا نه اخلي دا ځکه چي اکثره تقلبي او بې کیفیته وي .
منبع : DW-World
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.