Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, April 10, 2011

دحج فضائل اومسائل

مولوي محمدغفورپېروز

دحج فضائل اومسائل  

لومړۍ برخه


حج داسلام په پنځوارکانوکي يومهم رکن دی،کوم څوک چي دهغه دترسره کولوتوان ولري اوترسره يې نه کړي په اخرت کي به له بدې رسوائي اوسخت عذاب سره مخ شي،حج داسلام له شعائروڅخه دی،حج دمسلمانانوترمنځ د ټولنيزژوند،اتحاد،ديوه خدای (جل جلاله) په وړاندي دخپل عجزدڅرګندولواوخپل منځي يورنګوالي دښکارولو مهم فرضيت دی،حج له ځان سره ديووالي  پيغام راوړي،په دغوشپواوروځوکي چي کوم روڼ پيغام پروت دی هغه دادی چي دمسلمانانوترمنځ بايدتل يووالی اواتحادوي،دحج په شپوورځوکي په ډاګه کيږي چي ژبه،نسل،وطن، شتمني،رنګ،قوم،دمسلکونوبېلوالی اودافکارواختلاف مسلمانان نه شي سره بېلولای دلته که له يوې خوا د اسلام دنه شلېدونکي مزي څرګندتارليدل کيږي،نوبل لورته داسلامي شعائروددرناوي پيغام هم دهرچاغوږته رسيږي،په دې دوران کي که دتور،سپين،عرب،عجم،اميراوغريب توپيرله منځه ځي نوداورځې مسلمانانوته داسلامي خواخوږۍ پيغام هم راوړي .
دقرآن کريم په ګڼوايتونوکي دحج يادونه شوې ده ان داچي يوبشپړسورة په همدې نوم يادشوی دی . په حج کي هم د لمانځه اوروژې خاصيت شته،ځکه بدني افعال پکښي دي اوهم دزکوة ځانګړتياپکښې ده ځکه دوجوب لپاره يې دومره  مالي توان اړين دی چي دهغه اړتياوې اوضرورتونه پرې پوره شي،لنډه داچي دحج دڅوعباداتوټولګه او مجموعه ده .
حج په داسي سیمه کي ترسره کيږي چي هلته الهي انوار،برکات اورحمتونه اوري،په دې سيمه کي محمد(صلی الله عليه وسلم) لوی شوی،هلته هغه دې  نړۍ ته راغلی،دالهي استازوپه کتارکي محمد(صلی الله عليه وسلم) دوروستي استازي په توګه په همدغه سيمه کي ديارلس کاله خپل دعوت جاري ساتلی ؤ،په همدې منطقه کي داسلام دلومړني شهيدوينې توی شوې اوهمدلته دهمدې کعبې دخالق دښوويلي کولولپاره ګران نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) څوکاله سخت اقتصادي بنديززغملی . حاصل داچي  حج ته په ورتلودسړي په ذهن کي درسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) دسپېڅلـــي سيرت بېلابېل خاطــــرات اودصحابه کرامو(رضی الله عنهم) دمبارک ژوندبيل بېل اړخونه ورتيريږي .
که څه هم داسلام په ټولواحکاموکي ديووالي اواتحادپيغام نغښتی دی،خوپه څومره څرګنداوښکاره ډول چي ددې عبادت په ترسره کولوکي پروت دی،په بل عبادت کي دومره روڼ نه دی . خولکه څرنګه چي څرګنده ده هرعبادت خپل ارکان،شرائط،پېژندګلوي اوډولونه لري ځکه نوښه به وي که دحج پردغواړخونولنډه رڼاواچول شي .
دحج لغوي اواصطلاحي معنی :
حـــج په لغت کي قصد،ارادې اوعزم ته ويل کيږي په لسان العرب کي دحج دلغوي معنی په اړه ليکي :" الحج القصد" اوپه اصطلاح کي حج په ځانګړې زمانه کي په خاصوافعالوسره ديومخصوص ځای زيارت کول دي . له مخصوصوافعالوڅخه مرادطواف اودعرفات وقوف دی . له مخصوص ځای څخه مرادبيت الله اودعرفات غردی نوحج دځانګړیوکارونونوم دی لکه لمونځ چي دځانګړوافعالونوم دی .
حافظ ابن حجر(رحمة الله عليه) ليکي چي حج پرنوروامتونوهم فرض ؤمګردفتح المعين ليکوال،ملاعلی قاري اونور له دې نظرسره مخالف دي دهغوئ په اندحج دمحمدي امت له ځانګړنوڅخه دی .
دحج داداکولووخت :
حج دلمانځه،روژې اوزکوة په څېرنه دی  چي دمسلمان په ژوندکي بيابيافرضيږي،حج په ټول عمرکي يوځل پرهغه چافرض دی چي حروي،مسلمان وي،عقل ولري،جوړوي،تربيت الله پوري دتلوراتلولګښت ولري اوترخپلو راستنېدوپوري داولادنفقه ولري اودمېرمنې لپاره خوداشرط هم دی چي دلارې دسفرلپاره داسي  ملګری ولري چي له هغه سره يې سفرجائزوي  که داسي څوک ونه لري نوهغه مېرمن که څه هم په نوروشرائطوپوره وي ليکن بيا هم حج نه شي کولای خوپه دې شرط چي ددې اومکې ترمنځ دسفرپه اندازه واټن وي یعني درې ورځې  يازيات له دې سره يوشرط داهم دی چي لاره به په امن وي،پرلاره به غله،ډاکوان اوشوکه کوونکي نه وي،که دلارې امنيت خوندي نه وي بياهم حج فرض نه دی،په پورتنيوشرائطوکي که يوکم  شي نوحج فرض نه دی خوله دې سره سره که پرکوم چاحج فرض نه وي اوهغه په يوډول حج وکړي وروسته که توان ومومي نودحج له فريضې څخه خلاص دی .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User