Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 8, 2011

که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟

 

که موټرچپه شې نوپه موټروان ...


که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟ 

که موټروان  څخه موټر واوړي [چپه شي ] اویوڅوک په کې مړه شي په موټروان اونورسپرلیو باندي دیت ، کفاره شته اوکنه ؟
همداراز که موټروان په موټریوڅوک ووهي نو ایاپه نورو سپرلیو باندي  یې هم دیت اوکفاره  شته اوکنه ،
بعضي علماء یې په حیوان ورقیاسوي اوپه حیوان یعني که دوه تنه په یوه دابه سپاره وي اویوتن ووهي مړشې نوپه دواړو کفاره شته ایاداقیاس یې صحیح دی اوکنه ؟ همداراز که یوسړي موټرپه خپل سایټ روان کړی وي اوبل تن دمخ لخوا یادشاه له خوا  ورشې اوخپل موټرپه دغه بل موټر کې چې په خپل سایت روان دی  ووهي اودغه دموټر والا مړشې .  یعني مقتول متعدي وي .  نودیت یې شته اوکنه ؟ همداراز کفاره
 : دغه مسئله  څواجزاوي لري   اوهرجزء ځانګړی حکم لري . اوهرحکم به په تفصیل باندي ذکرشې :
الف :  هغه موټروان چې  نورخلګ ورسره هم په موټرکې وي اوبیا دغه موټروان څخه موټرواوړي  که چیري موټر دموټر وان دغفلت یا کوم بل داسې عمل له  وجي [ لکه سمه  نه زده کړه ، یادموټرخرابي  سره  چلول، یاتیزچلول  اوداسې نور ]   واوړي چې نسبت یې همدغه موټروان ته کیږي  نو کفاره اودیة دواړه ورباندي شته  ، دية له دي امله  چې سائق دسیاري  مسئول دی عن کل مایتحدث بسیارته   کماسیجئ  . البته داهغه مهال دی چې دغه خلګ چې له موټروان سره  په موټرکې ؤ په کرایه نه وي سپاره شوي  ، بلکه بي دکرایې څخه سپاره وي .[دکرایې په صورت کې ضمان نشته ]
: اوپه نورو خلګوباندي  که متسبب یامباشرنه ودیة اوکفاره نشته . ځکه چې دادواړه  همدغه دواړو ته راجع کیږي  .
اوکه  بل موټروان  په خپل موټر دغه موټر ووهي اودغه موټر چپه شې نوبیا نه ضمان شته اونه کفاره . ځکه دلته که څه هم متسبب دی خومتعدي نه دی اومتسبب چې متعدي نه وی ضمان پري نشته . اوکفارة جزاء دمباشرة دی  .
کماسیجئ في البحوث  ص\ ۳۱۴ فان کان یتعهد السیارة  تعهدا معروفا ویسیرها ملتزما بقواعد المرور سیرا عادیا  فلاضمان علیه لعدم التعدی  ، نعم ان اخل  بشرط من هذه الشروط  مثل عدم تعهده للسیارة ، اوتیسیرها مع خلل  ظاهر  في جهازه  من اجهزتها  اوسوقها سوقا عنیفا  فانه یضمن  في کل ذلک  ، وان خرجت السیارة من ضبطه   لانه  مسبب لانفلات السیارة  بتعدیه  الخ
وفي  البحوث  ص\ ۲۹۳   المباشر ضامن  وان لم یکن متعدیا... وفيه  ۳۱۰ الاصل ان  ساءق السیارة  مسؤل  عن کل مایحدث  بسیارته  خلال تسییره  ایاها  ، وذلک  لان السیارة  آلة  في یده ، وهویقدرعلی ضبطها فکل ماینشأعن السیارة فانه مسؤل  عنه
،وفي  الدرالمختار وردالمحتار ۶\۲۸۴ والراکب علیه الکفارة  في الوطء  وفیه ص\ ۲۸۴   والکفارة   جزاء المباشرة  والاضافة  الی المباشر  اولی من المتسبب  وفیه ص\ ۲۸۱ ان المتسبب  ضامن  اذاکان متعدیا  والا لا  والمباشر  یضمن  مطلقا  الخ
ب : موټر په سوارلئ ورقیاسول صحیح نه دي  ،په دابه کې دانسان خپل ثقل اووزن  دمقتول دقتل سبب ګرزيدلی شې خوپه موټرکې نشې ګرځیدلی ، همداراز دابه متحرکه بنفسهادی  اوسیاره متحرکة بحرکة الغیردی .
في البحوث   :  والذي یظهرلي  ان هناک فرقا کبیرا بین الدابة والسیارة  من حیث ان الدابة متحرکة بنفسها بخلاف السیارة فانهالاتتحرک الا بفعل من السایق   الی قوله فجمیع السیارة آلة للراکب  وهویقدر علی ضبط جمیع اجزائها لان اجزائها متمساکة بعضها ببعض فیجب ان یضمن السائق کل ضرر  ینشأ عنها  ... فالاصل ان سائق السیارة ضامن لکل ضرر ينشا من عجلاتها  . . . الی قوله  فیه ص\ ۳۱۴ فان کان یتعهد السیارة  تعهدا معروفا ویسیرها ملتزما بقواعد المرور سیرا عادیا  فلاضمان علیه لعدم التعدی

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User