په اوداسه یاغسل کې دمصنوعی اندامونو دوينځلو حکم
الاستفتاء ::
دځینو خلګو لاسونه یاپښي مصنوعي [دپلاستک یاکوم بل شي څخه جوړوي، ] په
اوداسه کې هغه څه حکم لري؟ مسح یا مینځل یې ورباندي ضروري دي اوکنه ؟ ضیاء
الرحمن
الجواب حامدا ومصلیا وبعد:
په اوداسه کې دمصنوعي اندامونویااعضاوپه هکله دعلماورایه
داده چې که چیري ددي اندامونوجوړښت داسې ؤچې دجراحی عمل څخه پرته یې خلاصول
اولیري کول شونی نه ؤ،یاداچې خورا په تکلیف سره خلاصيدل نودا مصنوعي
عضوداصلي عضوحیثیت لري لهذاپه غسل کې اوبه ورسول واجب دی اوکه له هغه
اندامونوڅخه وي چې په اوداسه کې پریمینځل کیږي نوداوداسه په مهال یې پریولل
واجب دي .
اوکه دا اعضاء داسې وي چې په اساني سره له بدنه جداکیدلی شې
نودغسل یااوداسه په مهال دي دغه مصنوعي اندامونه لیري کوي اوداصلي اندام
حصي ته دي اوبه رسوي .ددي مثال په فقه کې دهغي ګوتي یالاس ده چې پیدائشې
ډول زیات تخلیق شوی وي .
[کمافي
الدرالمختاروردالمحتار ۱\۷۶وکذاالزائدة ان نبت من محل الفرض کاصبع وکف
زائدتین والافماحاذامنهمامحل الفرض غسله ومالافلا الخ ]وفي المغني ۱\۶وان
خلق له اصبع زائداویدزائدة في محل الفرض وجب غسلها مع الاصلیة الخ
وایضافیه وان تعلقت جلدة من غیرمحل الفرض حتی تدلت من محل الفرض وجب غسلها.
مترجمامن جدیدفقهي مسائل لعلامه خالد ص۱\۹۵ الهند.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.