بسم الله الرحمن الرحيم
مولوي داکتر محمد سعيد ( سعيد افغاني ) چه
دهيواد دينى او ملى شخصيتونو له ژواندانه سره مينه وخاصه علاقه لرله ،
دنجم الدين اخوندزاده صاحب دڅيړنو تاداو په کال ( ١٣٣٧ ) دنجم المدارس په
مدرسه کښى کيښود :
کله چى مولوى سعيد افغانى په کال ( ١٣٣٧ ) دهغه مدرسى مدير او سر مدرس و نو هلته ئې دمدرسو دشاګردانو ددينى ، اجتماعى تربيتى دلوړ تيا لپاره اوه نيزه قلمي جريده په دوو مخونو کښى داولين ځل لپاره په نشراتو پيل وکړه .
ددې جريدې لومړى ګڼه د ١٣٣٧ هجري شمسي کال دميزان په ٣٠ مه نيټه د ( النجم ) په نامه خپره شوه چه د اخوندزاده صاحب له نامه سره ارتباط لرى .
مولوي داکتر سعيد افغاني دالنجم په څلورمه ګڼه کښي چۍپه کال ( ١٣٣٧ ) هجري شمسي دعقرب دمياشتي په (٢١ ) نيټه خپر ه شوه ، داسي وليکل :

ددغه عنوان لاندي غواړم چي دملا نجم الدين اخندزاده صاحب سوانح چه
په خپل وخت کښى زيات مصلح او دانګليسانو په مقابل کښى په کلو کلو
جنګيدلى بيان کړم .
( سعيد افغاني )
( سعيد افغاني )
دده اجمالي پيژندانه :
ملا نجم الدين اخند زاده صاحب (١) دامير عبدالرحمن دپاچائى په وخت کښى دلوى اعتبار خاوند ؤ . دغه شاه دي سره دماذونانو دکابل په ښار کى بندى کړو. دى دبندى خانى نه په يو خاص تر تيب مخ په مشرقى وتيښتيده او هلته دمشرقى په سرحد ادتو کښى دمهمندو په سيمه په ژړوبى او چمر کند کښى او سيده او دانګليسانو په مقابل کښى به جنګيده. دي بيا دامير حبيب الله خان دپا چائى په وخت کښى دهغه په غوښتنه او اعتماد بيرته افغانستان ته راغى او دننګر هار په ولايت کښى دجلال کوټ نه مخ په جنوب دهډي په قريه کښى اوسيده . ده دهمدغه پا چا په عصر کښي ډير داسلام ددين اساسون محکم کړو او هر خواته يى ريشى او پلى خورى شوى او دى دداسۍ لوى شخصيت خاوند شو چه په ټول افغانستان کښى ده دخلکو په عقيده و حاکميت درلوده دغه منلى شخصيت دهمدغه امير حبيب الله په وخت کښى ١٣٢٠ يا ١٣٢١ هجري قمرى کال ؤ چه د اجل داعى ته ئى لبيک وويلى .
په دى حساب دده د وفات تاريخ ( قبر غازى ) ١٣٢٠ دى . دده مزار او مقبره دهډى په قريه کښى دوالاحضرت سر دار محمد داود دافغانستان صدراعظم په اهتمام ښه جوړه شوى. دده هديره دټول مشرقى او سرحد بلکه دټول افغانستان او پشتو نستان دخلکو د عقيدى ځاى دى . ( ٢)
دده تفصيلى پيژندنه :
دنجم الدين اخند زاده صاحب رحمة الله عليه دمفصل پيژندلو دپاره په کار ده چه په لانده ډول سره ئى وپيژنو :

١- دده عمر او حيات او قواره
٢- دده هويت قوم او نسب
٣-دده اصلى او فرعى مسکن
٤- دده تحصيل او علم
٥- دده تصوف
٦-دده جهاد
٧- دده دشهرت اندازه او کار روائى تر مر ګه پورى
٨- دده مشهور ماذونان او منسوبين
٩- دده دمرګ نه وروسته شهرت او تا ثيرات

مګر ډير تاسف دى چه دداسى يو لوى شخصيت چه دټول حيات ګذارشات او حر
کات ئى نهايت متانت او سنجيدګى لري . هغومره چه ويل کيږي او يا
اورديل کيږي او يا ئى وينو په دغه اندازه دده سوانح دليکلو دپاره
چا کوښښ نه دى کړى په دغه حقله زمونږ ګيله دده دمعقولو
منسوبينونه کوم چه په خپل وخت کښى نهايت منلى تير شوى زياته ده يوازي
دملا طوطى اخند نه هغه هم صرف دده دمواعيظو تذکرى مګر نهايت ناقص
ليدل کيږى او بس .
بهر صورت که اوس زمونږ په لاس کښى مطلوبه معلومات راشى اميد دى چه څه ناڅه خوبه ترى جوړ شى او آينده دپاره به ګوندى دغه آرزو دده پوه عقيدت مندان کوښښ وکړي چه زمونږ دهدف نارسيده مطلب تکميل او پوره کړى باور لرم چه په دغه ليار کښى سعيه به دده د عقيدت مندى ښه ثوبت وي .

دده عمر او حيات او قواره
زمونږ په لاس تحريرى اسناد ډير کم دى کوم تحريرى سند چه زمونږ په
لاس کښى شته هغه يوازى دده دفوت تاريخ ښى چه په (١٣٢٠ ) او يا (
١٣١٩ ) هجرى قمرى کال کښى فوت شوى چه دده نه دټول عمر اندازه نشى معلو
ميدلى مګر شفاهآ مو ډير او ريدلى چه اخند زاده صاحب عمر او يا
کلو په حدود کښى اندازه کيدلى شو خلک وائى چه ښه قوى وجود ئي
درلوده مګر رياضيت او تقوى په وجه نحيف شوى ،حتى چه دډير رياضيت په
وجه دده دلاسو رګونه شنه شنه بلقيدل .
وائى چه دى ښه خوش قواره جږ سړى ؤ او په اوجلى باندى شين خال هم درلوده او دده دشين ښکلى خال شهرت زيات ؤ .
دده رنګ او قواره با تاثيره هيبت ناکه وه دو رايه به په خلکو دده رعب وليده مګر په عين وخت کښى مشفق او مهريان هم ؤ .
دد حيات ټول په حرکت کښى تير شوى معلو ميږى چه دده په ضمير کښى يو داسى اور او تپش او حرکت مودجود ؤ چه په يو ځاى نشو پاتى کيدلى . ده هر چيرته ته دخلکو په افکارو کښى داسى تحول قايم کړ ى چه تر ننه هم هغه تحول دخلکو په مابين کښى ياد او دقدر وړ دى ده په ځان باندى ډير خلک دښو اخلاقو په وجه عاشقان کړى ؤ دده دحقانيت داثبات دپاره دا کافى ده چه دى ټولو پوهو علماؤ منلى ؤ او دده حر کات ئى داسلام ددين په اساس موافق ګڼل .

دده هويت قوم او نسب
اصلى او فرعى مسکن او ځايونه ئى
ملانجم الدين اخند زاده صاحب په قوم کاکړ او په مليت افغان دى په اصل دجنوبى شپلګر دعلاقى نه دى او هم هغلته ددنيکونه او پلرونه تير شوى . ( ٣ )
دى بيا دتحصيل او زده کړى په وخت کښى دجنوبى نه مخ په مشرقى ننګرها را روان شوى په ننګر هار کښى ځاى په ځاى ديره شوى او تحصيل ئى کړى دى. دتحصيل دپاره افريدوته هم تلى پيښور او صوات کښى هم اوسيدلى دى. ده دتحصيل نه ورسته مخ په خپل وطن افغانستان روان شوى او په هډه کښۍ اقامت اختيار کړى ؤ .

لکه مخکښى چه مو وويلى دځينى سياسي معاذيرو په وجه کابل ته غوښتل
شوى ؤ دکابل په ښار تندور سازى کښى او سيدلى او بيا دکابل نه مخ
په ننګر هار تلى او مهمندو په علاقه په جړوبى ، او چمرکنډ کښ
استوګنه کړى دى . په ننګر ها کښى په روداتو کښى څه موده تيره کړى او
هلته په فقير آباد او نورو روداتو او شينوار کښى ګر ځيدلى په لغمان
او سور رود او کامه او خو ګياڼو کښى هم د وعظ او تبليغ او يا دنورو
مقاصدو په مطلب تلى دى دګرمى په وخت کښى دى به کابل ته هم تلو او
هلته په پغمان کښى څه موده ئى استو ګنه کړى ده . دى په شمالى کښى دکوه
دامان خواته دداؤد ځو په علاقه کښى اوسيدلى او شايد چـه هلته به
دکوه دامان په ځينو ځايو کښى ګر ځيدلى وى مګر دده د حيات اخرنى شپى
او ورځى دننګر ها په علاقه دجلال کوټ نه درى ميله مخ په جنوب هډه کښى
تير شوى دى .
دى شايد په نورو ځايونو کښى هم ګرځيدلى او يا او سيدلى وى مګر مونږ نه دى اوريدلى نو ځکه دليکو جر ئت نه کوو .

دده تحصيل او علم
مخکښى مو وويل چه دى دتحصيل دپاره زيات ګرځيدلى او په ډيرو ځايونو کښى او سيدلى دى .
وائى چه اخند زاده صاحب ډير پوه او ښه معقول عالم ؤ په تفسير ، او حديث ، قرائت ، صرف ، او نحو ، او فقه ، او اصول ، او معانى ، منطق ، او هيئت او رياضى ، او حکمت ، او ميراٍ ، او حساب او تصوف ... .

دده دعلم او تحصيل
په علومو کښى ئى ښه قوى لاس درلوده رښتيا دده هغه کتاب خانى نه چه اوس دنجم المدارس په لاس کښى ده معلو ميږى چه دى ښه عميق عالم او د مطالعى شائق ؤ .
وائى چه اخند زاده صاحب به دعلما سره ډير علمى بحثونه کول ده به هميش دعلم دپاره دعمل اندازه کتله دده استاذان هم خلک ښه يادوى . دده د استاذانو په سلسله کښى دسر شاهى نه چه سړى مخ په بړو ځى يو هديره ده دهغى ځاى خلک يو قبر ښى وائى دا داخندزاده صاحب استاذ تير شوى او ډير ښه مبارک شخص ئى خلک يادوى .
وائى ملا نجم الدين اخندزاده صاحب دده زيارت ته را تلو دده استاذان په ننګر ها او سر حداتو او صوات او پيښور او شايد نورو ځايويونو کښى هم تير شوى وى . کوم وخت چه دده دعلم قال نه مخ په علم حال تو جه برابر وى داوخت دده يو بله دوره شروع کيږى دا په تواتر ثابته ده چه اخندزاده صاحب دصوات صاحب نه په حيات کښى دقادرى شريفى طريقه وکړه او په دغه طريقه کښى ترنه درسونه کامل کړو او ماذونى مرتبى ته ورسيده . ده په صوات کښى ډير وظايف کړى او دصوات صاحب په نزد نهايت منلى ؤ . که څه هم زمونږ سره دده او صوات صاحب په هغه وخت کښى دکرامت زياتى قيصى نشته مګر مونږ دومره پو هيږو چه دواړه جنابان با تقوى او پر هيز ګاران تير شوى ، عقيده لرو چه اوراد او وظايفي ئى ډير پوره تا ثيرات شته دى مګر زه نه غواړم چه دقيصو رطب اويالس ياد کړو .
وائى ملا نجم الدين اخند زاده صاحب په څلور واړو طريقو کښى ماذون و . ( ٤ ) مګرده به خلکو ته يوازۍ د قادرى طريقى اجازه ورکوله .(٥)

دده تحصيل آو علم او تصوف
هډى صاحب عالم ؤ مګر داسى نه چه علم ئى دعمل سره نه برابر يده او يا
دسر تنبه توب نه به ئى کا راخستلو او يا دکبر او غرور نه ډ ک عالم او
يا داچه دده علم علم داوهامو او خرافاتو يوه مجموعه ؤ او يا خدآى
ناکرده چه ده به دين ددنيا دپاره وسيله ګرځولى وى يو حقانى عالم ؤ.
ده داسلآم دين پيژندلودى په دى خبره پو هيده چه خلکو کښى بايد
دمحبت او مؤدت اساس قائيم شى دى ريا کار صوفى نه ؤ او نه دکونج آو
صومعى طرفدار ؤ . دى يو اجتماعى شخصيت ، هميش دناوړو رسم او رواج
سره مجادلى کړى خلک ئى دبى کارى او تنبلى نه خلآصول .
مصلح او مجاهد
وائى نجم الدين اخندزاده صاحب به علماؤ سر زيات محبت کولو او ښه عالم به ئى زيات خوښو .
دهغه وخت علما ؤ په ده باندى دعلميت ازميښتونه کړى ؤ علما ، دده نه په لو يو لويو کتاب، او علومو او په باريکه باريکه مسايلو کښى پو ښتتنى کړى مګر دده سره دعلميت اندازه قوى وه .
دعلما ؤ پو ښتنو د پاره ئى ښه ځوابونه ورکړى . دى د علما ؤ په نزد ښه جيد عالم ثبوت شوى ؤ نو ځکه ئى دى ددين داقتدا او ددين دحمائى دپاره دهغه عصر لوى نابغه شخصيت ليدلو . ده علما تربيه کول او علماؤ ته ئى دعمل درس ورکولو .
وائى نجم الدين اخندزاده صاحب ته هر کال په سلهاؤ بړ ستنى جوړولى او بخشش به ډول به ئى ورکولى . دى دعلماؤ دپاره خولى او پګړى پيداکولى او دبخشش په قسم به ئى ورکولى دنجم الدين اخندزاده صاحب علمى بحثونه علمى موعظى او خطا بى ښى با تاثيره ياديږى . ده خلکو ته دکونج او زاويى در س نه دى ورکړى ده خلکو ته دنيا په داشان بده نه ده ظآهره کړى چه خلک دى دنيا ترک او کار دى نه کوى .
دى په دى خبره پو هيده چه ددنيا مذمت هم ددى دپاره دى چه بايد مسلمان ددنيا دمحبت اندازه وپيژنى داسى نه چه ددنيا دمحبت په وجه دخلکو حقوق تلف درحم او عاطفى خيال ونه ساتى داسى دنيا نه چه هرج مرج پيدا شى دجنګ او قتل موجب وګرځى او داسى نه چه خلک په دنيا غره شى خپل خالق هير کړى او دبلى ورځى غمه ورسره نه وى اوکه نه دنيا ددى دپاره چه د ځان او دخلکو دخدمت او رفاهيت په مقصد وۍ بده نه بلکه پيد ا کول ئى ثواپ دى.
نجم الدين اخند زاده صاحب حقيقى عالم ، په دى خبره ښه پو هيده چه ځنګه علما ؟؟؟ دى په دى پوه ؤ چه دخلکو داصلاح دپاره څنګه علم په کار دى .
ده سره دا ملاحظه وه چه دوخت او زمان مراعات شته دى ده علما په ځان را ټول کؤل خلکو کښى نوى روح پو کړو . مګر ډير تاسف دى چه دده دکار نقشه دده نه پاتى وروستينو خلکو بدله کړه په دى پوه نه شول چا اصلى سر څه وۍ په دى ښه پوه نشول چه دنجم الدين اخند زاده صاحب مطلب څه ؤ چا داخيال وکړو چه د اخند زاده صاحب سره دتسپو دشمار خيال ؤ . څوک په دى عقيده لاړل چه ډوى ورکول او لنګر مقصود دى چا داګمان وکړ و چه سر مراقبه سپين څادر او قبا په کار ده چا سره دا سودا پيدا شوه چه چا دساده خلکو په وسيله نور خلک تهديد ول او غولول په کار دى همداوجه وه چه چا دلنګر په نامه او چا دمسجد دجوړولو په هنګامى او چا دمدرسى جوړولو په انګازى چا په دى نامه چه دا کوم او داسۍ داسى خيال مى دى ناروا نارو کارونه وکړل عامونه عامونه مسلمانان ئى په حقيقي اسلام باندى هم بد ګمان کړي خداۍ خبر چه داسى جنبان داوسنى اسلام دضعف له امله په هغه ورځ دپاک خداى په لوى دربار کښى څه ځواب ورکوى .
بايد ووايم چى نجم الدين اخندزاده صاحب په مخلصانو کښى ښه پاک او پوه خلک هم وه دهغوى دخدمتونو اندازه مونږ سر شته اميد دى چه هغوى دکارنامو تذکرى آينده تماس ونيسم او خپلو ګرانو لو ستو نکو دپاره ئى دهدئى په ډول وړاندى کړم .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١ ) سر محقق عبدالله بختانى خدمتګار دنجم الدين اخندزاده صاحب دنوم په هکله ليکى :
( مادسر محقق مولوۍ محمد اکبر معتمد شينوارى څخه څو څو ځلى اوريدلى دي چه هغه به ماته ويل : چى ما دشينوارو صوفي صاحب نه اوريدلى دى چى : دهډى آخونزاده صاحب اصلى نوم ( عبد القدير ) دى مګر دعلم ، رو حانيت او غزاګانو په برکت ونورو لخوا ورته ( نجم الدين ) لقب ورکړ شوى دى چه معناي (ددين ستورى ) کيږى .
دشينوارو صوفى صاحب اصلئ نوم صوفي علم گل دى . داخوندزاده صاحب ماذون او هغه ته نژدى سړى و په ډير غزاگانو کښې يې دجناب هډۍ صاحپ سره برخه اخستي ده .)
( دهډى اخوندزاده مو لنا نجم الدين ) ليکنه : سر محقق عپد الله بختانى خدمتګار . دغه کتاپ په ١٣٨٧ ( دافغانستان دکلتورى ودې )

( ٢ ) دننګر هار دسره رود دولسوالى دچهارباغ حضرت محمد سعيد سعيدى
مجددي عليه الرحمه دحضرت صاحب عطاء معصوم مجددي زوي دى . په کال ١٢٥٧
هجرى شمسى کښى په چهارباغ صفا کښې زيږيدلى او دسنبلى په شپږمه کال ١٣٧٢
هجرى شمسى دلوى اختر دمياشتى په ١٩ مه دخوږ ياڼيو په اګام کښى حق ته
رسيدلى . هغه مرحوم چى دمولانا نجم الدين اخوندزاده يو نژدى ملګرى ،
دوست ، مريد او خليفه يا ماذون و د نجم الدين داخونزاده صاحب دوفات
نيټه په خپله هغه مرثيه کښى چى ( در مرثيه غوث زمان قطب دوران
قدوۀ سالکان پيشواى پير وجوان مرشد کاملم محبوب دلم اعنى صاحب هډه
رحمة الله عليه) په نامه ياديږى دنجم الدين اخند زاده صاحب دوفات نيټه : (
دچهار شنبى شبه د ١٣٢٠ هجري قمري کال دروژى دمياشتې ٢١ مه معرفى کړى
ده . )
مرحوم حضرت صاحب محمد سعيد د په خپلي مرثيه کښى پدى هکله ليکى :

چــــــونکه سردار بشر رفت ازاين دار فنا
صبر از رفتن خــــــوبان جهان مـــــى بينم
صبر تلخ است وليکن ثمرش شيرين است
مژده نيک به صابر زسبحان مــــــى بينم
ګر ازاين دار فنا جـــــــان به سلامت ببرم
سابقون را همه اى غمـــــزدګان مۍ بينم
شپ چهارشنبه شنو تو زوفــــات صاحب
بيست ويکم زمه وشهر رمضان مۍ بينم
سنۀ الف وهم سه صد وعشرين بــه يقين
بيست ويکم زمه وشهر رمضان مى بينم
چـــونکه خوبان هم رفتند سعيدى زجهان
شو مجرد کـــــه ترا نيز روان مى بينم

در مرثيه اى که در فوق تقديم ګرديده ، باقيد ( يقين ) مصرع تاريخ ( سنۀ الف وهم سه صدو عشرين ( ١٣٢٠ به يقين ) معرفۍ شده است .
( ماخذ :دمحترم سر محقق عبد الله خدمتګار دهډى اخوندزاده مولانا نجم الدين له کتاب نه صفحه ١٣١ او ١٣٢ ) دچاپ کال ١٣٨٦ ( ٢٠٠٧ م ) ټولنه لخوا - جرمنى ) په پيښاور کښى چاپ شوى . )

(٣) محترم سلطان عزيز دمرحوم اخوند زاده صحا ب د نوم په هکله داسى ليکى :
دمرحوم اخوندزاده صاحب نوم ( نجم الدين ) او اصلي مسکن ئى شلګر دى . ولې دوى په ننګر ه او صوات او دپښتونستان په نورو ځينو کښې په ( کابل ) ملا شهرت درلود او دوى په خټه کاکړ او په کاکړو کښې
( ابک زائى ) او په ابک زايو کښې ( اخونزاده خيل ) حسابيږي دغه کورنى او س هم په شلګر کښر په اخونزاده خيلو سره خورا مشهوره ده دهمدې کبله دوى ته داخونزاده لقب هم ور په برخه شوۍ دى .
مونږ ته دمرحوم اخونزاده صاحب نژدې خپلوان پوره معلوم ندي مګر دومره خبر يو چه ، د دوى مبارک والد محمد حسن اخونزاده نوميده خو افواهى مو اوريدلى دي چه دوى نژدې خپلوان ډير نه در لودل .
( ماخذ : دننګر هار ورځپاڼه : ٤٩ مه ګڼه د١٣٣٩ دثور ٣١ نيټه دمحترم سر محقق عبد الله خدمتګار دهډى اخوندزاده مولانا نجم الدين له کتاب نه صفحه ٣٣ ) دچاپ کال ١٣٨٦ ( ٢٠٠٧ م )

( ٤ ) جناب نجم الدين اخوندزاده صاحب دقادرىد طريقى شيخ او دتصوف په
څلورو مشهورو طريقو ( قادريه ، نقشبنديه ، چشتيه ، سهرورديه ) که مرشد او
پير و . او په سلګونه ماذونان ئى درلودل .
اخوند زاده صاحب دقادريى دطريقۍ نه علاوه په دغه نورو طريقو کې هم اذن ورکاوه .
(٥) دهډى صاحب مشهور ماذونان :
يادونه :
ماذونان يا خليفه هغه چاته وايى چه پير ورته دمريد نيولو اجازه ورکړى وى .
داخوند زاده صاحب ځينى ماذونان هم دۍ درجى ته رسيدلى ؤ چى هغوى هم ځانته ماذونان ټاکلى وو.
محترم راز محمد دغبرګولى دمياشتى په ( ٣ او ٤ نيټه ) کال ١٣٣٩ دننګر هار دورځپاڼى په ( ٥٢ او ٥٣ ) ګڼى کښى دنجم الدين اخند زاده مشهور ماذونان په لاندى ډول معرفى کړى :
اول : ميا قمر الدين :
ميا قمر الدين صاحب په اصل کښې دپيښور داچنيى ؤ او بيا دهغه ځاى ځنې راغى او دلته دننګر ها دروداتو په بړو ګښې هستوګنه درلوده وائى چه ډير ښه عالم او ښه قلم خاوند ؤ دتدريس او تاليف سره ئى ډير شوق لرلو چه دده تر اوسه قلمى ځيني چاپى اثار شته دى .
دوم : دبتخاک حضرت صاحب :
دبت خاک حضرت صاحب چه دده مبارک نوم عبد الشکور او دزياتى تقوا خاوند او ښه عالم او مجاهد هم ؤ . د چکنور ملا صاحب ( محترم امير محمد دمرحوم اخترمحمد زوى دننګر هار دمومند درى وسيدونکى په کال ١٢٦٠ هجرى ، قمرى زيږيدلى او پا کال ١٣٥٠ هجرى قمرى د ٩٠ کالو په عمر دمارسينګى په منطقه کشى وفات شوى ) چۍ يو لوى مجاهد شخص و دبتخاک حضرت ځينى ماذون شوى ؤ.

همدارنګه جناب مير صاحب جان پادشاه دسلام پور او استاد صاحب چه
اصلى نوم يې جان پادشاه دسلام شور او استاد صاحب چه اصلي نوم يې پاينده
محمد ؤ دهمدى بتخاک حضرت صاحب ماذون او خپله د اخونزاده صاحب ډير
ګران مريدان وو چه استاذ صاحب ئې دخپلى کتابخانې متصرف ګرځولى او مير
صاحب جان پادشاه صاحب ئې څرنګه چه يو کره او نامتو مجاهد او خانداني
سړۍ و له همدې امله ئى دلنګر انتظام همده ته ور پلاس کړى و.
( مورخين ليکى : دلنګر انتظام مرحوم مولانا نجم الدين اخندزاده په خپل ژوند کښې دکنړ مير صاحب جان پاچا صاحپ ته چه په شيخ پاچا سره مشهور و ورپلاس کړى و چه دمرحوم اخندزاده دوفات نه وروسته هم دده دوصيت سره سم دهمدى پاچا صاحب پلاس کښې و او وروسته بيا دده ځوى مرحوم سيد عباس پاچا صاحب ئې انتظام کاوه . )
دريم : صوفى عالم گل صاحب :
صوفى عالم ګل صاحب يو د هغه ماذونانو څخه وچى اخونزاده صاحب په ( پهلون ) سره لقب ورکړى او دصاحب سره ئې په غزاګانو کښې اشتراک کړى و او دښه شجاعت او ميړانې څښتن و . دتر نګزو حاجى صاحب چه فضل واحد نو ميده چه هغه يو ډير عابد او ستر مجاهد و دهمدى صوفي عالم ګل صاحب ځينې ماذون شوي و .
څلورم دسر کاڼو ميا صاحب :
ميا صاحب چه دده نوم سيد اکبر شاه او په اصل دکامې و او بيا ئې په سر کاڼو کشې هستو گنه در لوده چه دپوره فضل او فيض خاوند و.
پنځم : حضرت شاه :
مرحوم حضرت شاه په لغمان کښى هستوګنه لرله ، او سيد او با تقوا شخصيت و .
سيد شمس الدين مجروح ، دقبايلو مستقل رئيس دهمد غه مبارک ځوى دى .
شپږم : محمد سعيد جان ( مجددى )
مرحوم محمد سعيد جان ( مجددى ) د چهارباغ صفا نه دى دى حاجي ، او قارى او ښه مبلغ هم و .
اتم : احمد خان اخونزاده صاحب :
احمد خان اخونزاده صاحب چه په دولت زائى ملا صاحب سره شهرت لري ښه کره عالم او د صاحب دتحصيل د دورې اکثرآ ملګرى و .
نهم : دکو هاټ ملا محمد ياسين :
دکوهاټ ملا محمد ياسين صاحب دکو هاټ په علاقه کښې لوي عالم او مدام به يې د درس او تدريس وظيفه اجرا کوله .
لسم : د حصارک ميا صاحب :
په خوږ يانو کښې دحصارک ميا صاحب چه نوم يې عبد الرحيم ؤ .
يولسم : ملا محمد حسين :
دلغمان په سنګر کښې ملا محمد حسين صاحب چه په قوم ساپى او دپړوائي شيخ صاحب باندې مشهور ؤ . دى ښه ذاکر او زاهد شخصيت ؤ . دځينو خلکو په روايت سره داملې ملا مسلم صاحب دى .
دنجم الدين اخونزاده صاحب د ماذونانو ځنى دغه دولس تنه مشهور وو او نور هم شته لکه چه په کوه صافى کښى ملا مسعود صاحب او په ممله کښې امام حاجې صاحب او داسى نور

مقالي نوم : مصلح او مجاهدملانجم الدين اخند زاده
ليکوال : د مولوی داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
ټولوونه او کمپوزګر : امين الدين « سعيدي »
خپروندي : دحق دلاري کلتوري ټولنه جرمني
- څنګه د انټرنيټ لپاره ښه ليکنه وکړو؟
- څوك خپه كېږي او ولې؟
- څومره وزن لرونکی فایل چې دخوښ وی ملګری ته یی ولیږه
- څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
- چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
- چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
- چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
- چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
- چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
- چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
- چې يوه نيكې كمه شي
- ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
- ډیر ذهني دباو حافظه خرابوي
- ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )
- ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
- ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
- ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
- ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
- ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
- ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل:ېوا عجیبه قصه
- ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
- ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
- کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
- کاهن ، نجومی
- کبیره ګناهونه
- کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
- کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
- کلمات القرآن : د مبائل لپاره ېواسلامی سافټ وېر دقران دمشکل الفاظو ترجمه عربک ټو عربک
- کن حالات میں مباشرت سے پرہیز کرنا چاہیئے
- که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
- که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
- که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟
- که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو نوزما ښځه دې طلاقه وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي ؟
- که په کمپيوټر کې پښتو نه لرﺉ پښتو خپل کمپوټر ته له دې ځای څخه ښکته کړﺉ
- که پټه خوله نه شوې نوطلاق ويلوسره کوم ډول طلاق واقع کيږي ؟
- که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
- که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
- که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
- کورنۍ، جومات او روژه
- کږې سترګې (سترابیزم )
- کیفیت مراسم حج دانلود ویدیو فارسی
- ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
- ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۳)
- ګرانې خورې{}دغه درد مې واوره
- ګناه وكړه، خو په پنځو شرطونو
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.